دهمین جلسه گفت‌وگو با اسدالله کشتمند؛ روایت افغانستان در سال‌های…

https://www.youtube.com/watch?v=2d326hWQtcQ&t=12s دهمین جلسه گفت‌وگو با اسدالله کشتمند؛ روایت افغانستان در سال‌های…

از فرسایش دولت تا سرایت جنگ: زنجیرهٔ راهبردی بحران در…

Wahidullah Noorzai | Former Senior ANCOP/ANP Officer | Military and…

د سیستمونو ډولونه

نور محمد غفوری د سیستمونو د وېش عمده معیارونه سریزه په تېرو دوو…

سکوت پشتون‌ها در برابر طالبان؛ آتشی زیر خاکستر

 نویسنده: مهرالدین مشید تحلیلی دربارهٔ سکوت سیاسی، نارضایتی اجتماعی و امکان…

کابل چه زمانی می‌تواند ۹۹ درصد آب مورد نیاز خود…

نوشته : کریم پوپل مورخ ۲عقرب ۲۰۲۶ ** پیشنهاد کریم پوپل به…

ژورنالیست یا میکروفونِ خاموش؟

ژورنالیست واقعی نه سخنگوی قدرت، بلکه صدای مردم است؛ کسی…

فوتوریسم ادبی؛ میان توفان انقلاب و هورای فاشیسم

Futurism.   آرام بختیاری فوتوریسم؛ جنبشی ادبی هنری، آینده گرا اعتراضی، و شورشی…

انسان؛ در جست ‌وجوی خویشتن (1)

تهیه و تدوین : فرشید یاسائی پیشگفتار : انسان از نخستین…

انوره دو بالزاک

هغه د (۱۹)مې پېړۍ د فرانسوي ادبیاتو د مخکښانو په…

سیستم څنګه کار کوي؟

نور محمد غفوری د سیستم د فعالیت څرنګوالی - دوهمه برخه سریزه په…

طالبان، تی‌تی‌پی و چرخش به سوی هند؛ رمز یک رقابت…

 نویسنده: مهرالدین مشید یکی از پرسش‌های مهم و پیچیده در تحولات…

میدان، فشار و خطای پیروزی: چه زمانی هزینه به قدرت…

Wahidullah Noorzai | Noorzai International Doctrine Academy (NIDA) تز مقاله در منازعات…

سیستم څه ته وایي؟

نور محمد غفوری سریزه سیستم (System) د انسان د ژوند، طبیعت، ټولنې،…

آیا زمان همگرایی نیروهای سیاسی افغانستان فرا نرسیده است؟

 نویسنده: مهرالدین مشید از راست و چپ تا طالبان؛ ضرورت توافق…

آته ایسم؛ ضرورت انقلاب و روشنگری است؟

Atheism: خدا ناوری  آرام بختیاری 2600 سال بحث و جدل خونین؛ آته…

ابونواس اهوازی؛نمایندۀ شادخواریهای عصر ساسانی

(بخش۳)،علی میرفطروس -«من فرزندِ جامم؛ از آن شیر می‌نوشم  و تا روز رستاخیز،…

شرحی بر شعر اخلاق و تمدن

شرحی بر شعر اخلاق و تمدن

زورا سورونبایوا  شاعر، نویسنده و نمایشنامه‌نویس قرقیزی شوروی

برگردان. رحیم کاکایی زورا سورونبایوا  نخستین نویسنده زن در قیرقیزستان شوروی،…

افغانستان؛ وقتی دخالت خارجی سرنوشت یک انقلاب را تغییر داد

https://www.youtube.com/watch?v=cX5Rlj8weaA از ورود شوروی تا فاجعه نجیب‌الله؛ چه بر سر افغانستان…

خاطرات امین الله مفکر

خاطرات اینجانت امین الله مفکر امینی شاعر و نویسنده درچـــاربــــــخش مختصرا…

«
»

د بخښنې له نړيوال سازمانه څو پوښتنې

په داسې حال کې چې افغان قضايی اورګانونو پر اعدام د محکوم شویو کسانو لیست تېره اوونۍ ولسمشر غني ته وسپاره؛ اوس د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان له ولسمشره غوښتي چې پر اعدام د محکوم شوېو کسانو حکم لاسلیک نه کړي. ولسمشر غني وروسته له هغې چې وسله والو طالبانو په کابل کې خونړی بريد وکړ او په لړ کې یې تر ۶۰ زیات کسان مړه او تر ۳۰۰ ډېر نور ژوبل شول، پر اعدام د محکوم شویو طالبانو د دوسیې د بیا څېړلو او د اعدام د حکم د تطبیق کېدو مسله مطرح کړه. ویل کېږي چې تر ۵۰۰ زیات طالبان په اعدام محکوم شوي دي.
دا لا نه ده څرګنده چې ياد طالبان به کله او چيرته اعدام شي خو اوس د اسیا لپاره د بخښنې سازمان د رسنیو د برخې مسوول عمر ورچ ویلي د اعدام د حکم د عملي کیدو پر صورت کې د داسې تېروتنې خطر شته چې بیا به نه جبیره کیږي.د بخښنې نړیوالې ټولنې ويلي «د اعدام سزا د تروریزم د مخنیوي لار نه ده، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني باید د اعدام حکم لاسلیک (توشیح) نه کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د ماشومانو د برمته کولو پېښې ډېرې شوې دي او که د برمته شویو ماشومانو کورنۍ د سړي تښتوونکو غوښتنې ونه مني، نو د دوی ماشومان د مرګ له ګواښ سره مخ کېږي.همدا تيره ورځ هم په کابل کې د بغلان لسګونه تنه اوسېدونکي د لاريون په توګه راغونډ شوي و او د صدام حسین د قاتلینو لپاره د اعدام غوښتنه يې کوله.صدام حسین هغه افغان ماشوم دی چې په وروستیو کې د څو تنو سړي تښتوونکو له لوري له بغلان ولایت څخه تر برمته کېدو وروسته په دار وځړول شو. د صدام حسين لپاره د عدالت غوښتونکي لاريون والو د دې پېښې په غندلو سره د قاتلینو لپاره د درنې سزا غوښتنه کوله. دوی خبرداری ورکړ که غوښتنې یې ونه منل شي، خپلو لاریونونو ته به دوام ورکړي.دا په داسې حال کې ده چې څو ورځی وړاندې د اباسین په نوم یو بل افغان ماشوم هم د سړي تښتوونکو له لوري وژل شوی وو.

پر اعدام د محکومو کسانو پر دوسيو  د ولسمشر غني له لوری د لاسليک اړوند د بخښنې نړيوال سازمان په داسې حال کې غبرګون ښايې چې د راپورونو له مخې په په ټوله نړۍ کې د اعدامونو کچه ۵۰ سلنه لوړه شوې ده. د بښنې سازمان د معلوماتو پر بنسټ؛ تیر کال په ټوله نړۍ کې ۱۶۳۴ تنه چې د اعدام په سزا محکوم شوي ول په دار ځوړول شوي دي. د راپورونو له مخې له چين او ايران وروسته پاکستان د اعدامونو له امله په نړيواله کچه درېيم ځاى لري. همداراز سعودي عربستان هم هغه هيواد دی چې هر کال په سلګونو خلک په کې په دار ځړول کيږي.

همدا څو ورځې وړاندې د پاکستان لوی درسيتز د ۱۱ طالبانو د اعدام حکم لاسليک کړی. دغه طالبان، چې په ترهګريزو بريدونو تورن دي، د پوځي محکمې لخوا تر تړلو دروازو شا ته محاکمه شوي او د پاکستان د قانون پر بنسټ د پوځ لخوا يې د اعدام حکم هم صادريږي. دا طالبان پر هغه ښوونځي باندې پر بريد باندې تورن دي، چې تير کال په کې شاو خوا ۱۵۰ تنه ووژل شول.

نو کله چې په ټوله نړۍ هر کال په زرګونو کسان اعدام کيږي؛ هلته بيا د بخښنې نړيوال سازمان چيرته ورک دی چې په افغانستان کې پر اعدام محکومو د بشريت ضد مجرمانو (وسله والو طالبانو) له اعدام سره غبرګون ښايې او چين، سعودي عربستان، ايران او او پاکستان ته چوپه خوله دی؟

 

کله چې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو له لوري هر کال په لسګونو صحرايې محکمې ترسره کيږي؛ د بښنې نړيوال سازمان ولې غبرګون نه ښايې؟

کله چې په افغانستان کې د اباسين ځاځي او بغلاني ماشوم صدام حسين وحشي قاتلان دغه تنکي ماشومان له تيغه تيروي؛ ولې د بخښنې نړيوال سازمان غبرګون نه ښايې؟

کله چې په ننګرهار کې د داعش وحشي غړي نوی زيږيدلی ماشوم په منځ دوه پړکه بيلوي؛ ولې د بخښنې نړيوال سازمان غبرګون نه ښايې؟

کله چې د هيواد په بيلابيلو ولايتونو کې وسله وال طالبان د افغان امنيتي ځواکونو له تنکيو سربازانو سرونه غوڅوي؛ د بخښنې نړيوال سازمان ولې غبرګون نه ښايې؟

کله چې طالب وسله وال په شاه شهيد کی په سلګونو بې ګناه کورنۍ د غم په ټغر کينوي، کله چې په پل محمود خان کې په سلګونو بې ګناه خلک شهيد او ټپيان کوي، کله چې په یحی خيلو کې د لوبو په ميدان کې د سپورت اتلان په وينو لړي، کله چې د روژې په مبارکه مياشت کې په ارګون ولسوالۍ کې په سلګونو کورنيو روژه ماتی په وينو ماتوي او کله چې د هيواد په ګوټ کې هر هيوادوال مو بې ګناه له ژونده بې برخه کيږي؛ د بخښنې نړيوال سازمان ولې خپل غبرګون نه ښايې؟

دا څنګه د بشر حقونو څخه د دفاع او بخښنې سازمانونه دي چې زمونږ د بې ګناه وينې تويدنې اړوند چوپه خوله دي؟ آيا په صحرايې محکمو کې زمونږ قرباني هيوادوال بشر نه دی؟

آيا د سړي تښتونکو ښکار شوي تنکي ګلان ماشومان اباسين ځاځی او صدام حسين بشر نه دی؟

آيا د وسله والو طالبانو له لوري له تيغ تير شوي زمونږ د امنيتي ځواکونو سربازان بشر نه دي؟

او آيا د هيواد په ګوت ګوټ کې د وسله والو طالبانو په ځانمرګو او بمي چاودنو کې شهيدان او ټپيان شوي هيوادوال بشر نه دي چې اړوند يې د بشر حقونو مدافعين غږ نه پورته کوي؟

که څه هم د يادو طالب بنديانو په اعدامولو سره به د دوی په ترسره شويو بريدونو کې شهيد او ټپي هيوادوال ونه رغوي خو کم تر کمه به د هغې مور، پلار، ناوې او شاه د زړه تسل به وشي چې د طالبانو په ځانمرګو بريدونو کې يې خپل اولادونه او د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي دي. که چيري د افغانستان ولسمشر اشرف غني د بخښنې نړيوال سازمان په غوښتنه له خپل دريځه په شا شو نو دا به يې د وسله والو طالبانو په بې رحمه بريدونو کې د وژل شوي او ټپي شويو افغانانو په حق کې ظلم کړی وي او ليرې نه ده چې له ولسي غبرګون سره به مخ شي.

په پای کې د بخښنې له نړيوال سازمان او د بشر حقونو له مدافعينو بنسټونو هيله کوو چې په دې ډول يو طرفه قضاوتونو سره زمونږ په هيواد کې ګډوډۍ ته لمن ونه وهي او د بشر په توګه زمونږ د مظلوم ولس حقونه تر پښو لاندې نه کړي.

لیکنه : خوشحال آصفي