جوان افغانستان؛ از فروپاشی امید تا ضرورت رستاخیز فکری و…

 نویسنده: مهرالدین مشید در تاریخ ملت‌ها، گاهی فاجعه تنها در ویرانی…

ولادیمیر مایاکوفسکی

برگردان. رحیم کاکایی نگاه لنین به فوتوریسم و مایاکوفسکی  چهره‌ کلیدی فرهنگ…

زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

«
»

تر ګواښ لاندې کنړ او د حکومت مرګونی سکوت

د کنړ ستراتيژيک او اقتصادي اهميت او د پاکستاني بريدونو موخې

په داسې حال کې چې پاکستاني ځواکونو په تېرو څو کلونو کې د کونړ ولایت پر سرحدي ولسوالیو په زرګونو توغندي ورولي او له کبله یې په سلګونو ملکي وګړيو ته مرګ ژوبله اوښتې او همداراز په سلګونو کورنۍ د کورونو پرېښودو ته اړې شوې؛ په وروستيو کې راپورونه وايي چې پاکستاني څرخکو څو ورځې وړاندې په کونړ ولایت کې څو سیمې بمباري کړې. د کونړ اوسېدونکي او د دانګام ولسوال وايي چې پاکستاني الوتکو دوه ځلي دا ولسوالي بمباري کړه. بل پلو ويل کيږي چې پاکستاني ځانګړي ځواکونو او هليکوپترو د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې عمليات کړي دي. د کابل پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي چې دا خبر د ملي امنيت شورا هم تاييد کړې او ويلي يي دي، چې د پاکستان سپيشل فورس او هليکوپترې په شينډنډ کې تر عملياتو وروسته بيرته تللې دي.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني ځواکونه په کونړ ولايت توغنديز بريدونه کوي او يا يي الوتکې د افغانستان په خاوره کې بمباري کوي، او همداشان يوازې کنړ ولايت نه دی چې پاکستان په کې د افغانستان په خاوره تيری کوي؛ بلکه له دې وړاندې په لسګونو ځلو د ننګرهار په ګوشتې کې، د پکتيکا په انګور اډه کې، د هلمند په بهرامچه کې، د خوست په غلام خان کې او د کندهار په سپین بولدک کې د افغانستان خاورې ته په لسګونو کيلومتر وړاندې راغلی او آن دا چې په افغان خاوره يي پوځي تاسيسات هم جوړ کړي دي. خو له بده مرغه افغان حکومتونو يي پر وړاندې سکوت اختيار کړی دی. په ځانګړي توګه د اشرف غني او عبدالله تر منځ ګډ حکومت يي پر وړاندې د پټې خولې سياست غوره کړی دی.

په دې ليکنه کې يوازې په کونړ ولايت کې د پاکستان په تيري او تر شاه يي په پرتو موخو، د اوسني افغان حکومت په سکوت او د کنړ ولايت په ستراتيژيک اهميت خبرې کوو.

د کنړ ستراتيژيک او اقتصادي اهميت او د نا امنه کولو تر شاه يي د پاکستان موخه: کنړ د افغانستان یو غرنی ولایت دی، چې د هېواد په ختيځ کې موقعیت لري، او ختيځ ته يې ډېورنډ کرښه ده، چې هاخوا د مومندو او باجوړ ایجنسۍ پرتې دي او قبایلي مومند او سالارزي قومونه په کې ژوند کوي. ياد ولايت تقريباً ۱۸۰ کيلومتر له پاکستان سره ګډه پوله لري. لکه څرنګه چې د کنړ سوېل ته ننګرهار ولایت او لوېديځ ته يې لغمان ولایت موقعيت لري؛ نو په اسانۍ سره ترې ننګرهار او لغمان ولايتونه کنټرول کيدلای شي. نو د همداې ستراتيژيک اهميت له مخې پاکستان غواړي ياد ولايت نا امنه کړي، خلک يي پر حکومت بې باوره کړي څو اړ شي د پاکستان تذکرې واخلي. نو که د حکومت د سکوتي سياست په پايله کې خدای مکړه د پاکستان لاس ته پريوځي نو دا معنا يي دا ده چې ننګرهار او لغمان به په ډ‌يرې اسانۍ د پاکستان تر نفوذ لاندې راشي. کنړ ولايت په پوځي لحاظ ډير ستراتيژيک اهميت لري او پاکستان غواړي چې په هر قيمت او هر لاره وي د کنړ خلک وځپي، پر حکومت يي بې باوره کړي، د حکومت تر منځ يي واټن زيات شي او خلک اړ شي چې پاکستانی تابیعت ومني. پر يادې سيمې د بريدونو اصلي موخه همدا ده، چې پاکستان دغه سيمه له خلکو څخه تشه او خپل “جاسوسان او ترهګر ” پکې وروزي.

همداراز کنړ ولايت د هېواد په کچه اصلي د نښترو (چهارتراش) بې ساری ځنګلونه لري، پر دې سربېره د ښون (زیتون)، څېړۍ او نور ډول ډول د سون لرګيو ځنګلونه لري. په کونړ کې پر قدرتي ځنګلونو سربېره د پېچ درې په ولسوالۍ په ماڼوګي او چپه دره کې د قیمتي ډبرو  (بیروچ) کانونه ډېر زیات دي، هماشان په خاص کونړ او سرکاڼو ولسوالیو کې د (کرومایټ) کانونه دي، چې په قاچاقي توګه کندل کیږي او پاکستان ته قاچاق کيږي. بل پلو د کونړ د سيند اوبه دا مهال پاکستان ته ځي، خو که پر دې سيند بند جوړ شي، نو ډېرې اوبه به يې په افغانستان کې ولګول شي. دلته هم پاکستان د کونړ ولايت د ناامنه کولو په موخه پر دې ولايت توغندويي بريدونه کوي، تر څو د کونړ د سيند اوبه پرې بندې نه شي او ياد هيواد ته د قاچاق کيدونکو قيمتي ډبرو مخنيوی ونشي.

پايله: له تيرو څو کلونو راهيسې په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو په ځانګړي توګه د افغانستان په ځمکنۍ بشپړتيا د تيري په مقابل کې هيڅ افغان دولت وړ او مناسب غبرګون نه دی ښودلی چې پايله يي د پاکستان زړورتيا شوه. د پاکستان په مقابل کې د افغان حکومتونو دسکوت ښه بيلګه د اشرف غني او عبدالله تر منځ د ګډ حکومت اوسنی د سکوت دريځ دی چې تر اوسه يي د پاکستان له لوري په افغان خاوره هر رنګه تيری يوازې رد کړی او په ځينو ځايونو کې يي تش غندلی دی او بس. دوی که د خپلې سياسي بقا په خطر سکوت اختياروي.

حل لار: د حل لار د حکومت په لاس نه بلکه د ولس په لاس کې ده. خلک بايد پاڅيږي او خپل حکومت اصلاح کړي.او ولس باید له خپلې خاوري په خپله دفاع وکړئ او لاس په کار شئ د پاکستان په وړاندې لا زیات نور سکوت زمونږ بقا په خطر کې اچوي . پاکستان عملآ پر افغانستان یرغل کړی او کوي.

لیکنه : خوشحال آصفي