نو کانتی ها،- مخالف سوسیالیسم و ماتریالیسم دیالکتیکی

neukantism.نو افلاتونی آرام بختیاری نو کانتی ها؛ نیم قرن میان مارکسیسم و…

غم دوشینه و سرنوشت نافرجام و دردناک مردم افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کشتی شکستگانیم ای بادشرطه برخیز  باشد که باز بینیم …

برگردان شعرهایی از ژنرال پاییز

زنده‌یاد “محمدعمر عثمان” ملقب به “ژنرال پاییز” در سال ۱۹۵۷…

خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

«
»

د نړۍ دويم متفکر؛ نه ښه سياستمدار او نه ښه مدير دی

هر ښه ښوونکی؛ ښه سياستمدار نه شي جوړيدای، د نظر هر ښه خاوند او تيوريسن؛ ښه لوبغاړی نه شي جوړيدای او هر ښه کارپوه؛ ښه مدير نه شي جوړيدای.

ښاغلي غني ثابته کړه چې يو ښه ښوونکی، د نظر خاوند او کارپوه دی، خو په بهرني سياست او نړیوال نظام کې يو ښه سياستمدار، مدير او ښه لوبغاړی نه دی.

لومړی خو یو بريالی مدير نه دی ځکه يو بريالی مدير هغه چا ته ويل کيږي چې یو بريالی کاري ټيم ولري؛ نه دا چې ټول کارونه په خپله په یوازې توګه پر مخ يوسي، هم پلان او پاليسي جوړه کړي، هم يې په خپله عملي کړي او لږ تر لږه پنځه اساسي دندې په ښه توګه ترسره کړي. لکه پلان جوړونه، د چارو سمون، رهبري، ګمارنه او کنټرول.

دويم دا چې يو ښه سیاستمدار نه دی. ځکه د يو ښه سياستمدار ځانګړنې نه لري. یو ښه سياستمدار بايد په بهرنيو اړيکو کې د خپل هيواد د توان ثابتولو په موخه؛ له کوچني تر ستراتيژيکو اقداماتو پورې مسايل په نظر کې ونيسي، پلان جوړونه او مديريت يي د ټولنې له واقعيتونو او برخليک سره اړخ ولګوي، لږ تر لږه دوې ودانيزې چارې او او دوه لوی فکري خوځښتونه؛ چې د ولس د ژوند په ګټه وي؛ ولس ته په ميراث پریږدي، د ده تر لاس لاندې کسان له ذهني، عاطفي او ټولنيز هوښ څخه برخمن وي، د خاموشۍ يا چوپتيا له وسلې څخه نهايي ګټه واخلي، له نويو معلوماتو یو منسجم فکري نظام ولري، د خپل فکر د اصلاح او تعديل چمتووالی ولري، د واک مسووليت وپيژني او خلکو ته ځواب ويل جدي، حقوقي او سپيڅلي وبولي، په دايمي توګه ټول خلک راتلونکې او د چاپيريال د مسايلو تحقق ته متوجه کړي، خپل انرژي د هيواد پر فکري، توليدي او ټکنالوژۍ برخو متمرکزه کړي او همداشان په لسګونو نورې ځانګړنې.

دريم دا چې په بهرني سياست او نړيوال نظام کې يو ښه لوبغاړی نه دی. ځکه يو ښه لوبغاړی بايد ريالیست و اوسي او د خپل هيواد د بهرني سياست په چوکاټ کې د ملي موخو او ګټو د ساتلو په هڅه کې وي، ځکه ډيپلومات هغه څوک دی چې وکولای شي په بيلابيلو حالاتو لکه جګړه، اقتصادي راکړه ورکړه، کلتوري موضوعاتو، سيمه يزو اختلافاتو او نورو برخو کې خپلې ملي ګټې د خبرو او مذاکراتو له لارې تامين کړي، او همداشان خپل هر حرکت او خبرې ته بشپړه پاملرنه ولري.

د بيلګې په توګه : ښاغلی غني؛ کله هندوستان ته دوست وايې او کله هم پاکستان ته، کله په چټکه او بې فکره او تعقله؛ د عربستان پر لوري ځي او کله بیا له نيکټايي او تسبیح سره ايران ته ورځي. او په هندوستان کې لا بيا وايی چې «ملګري ملتونه دوه توته واک هم نه لري».

د غني د سياست نورو بيلګو ته نه ورځو او يوازې د افغان سولې  اړوند وروستي سياست ته يي اشاره کوو چې په وروستيو کې د سولې جلب يي له لاسه ووتو او واحد ادرس ترې څو ټوټې او وپاشلی شو. ښاغلي غني د سولې بهير ښه مديريت ونشو کولای. همدا اوس هم په کور دننه او بهر ځينې مغرضې کړۍ هڅه کوي چې د سولې ادرس په څو برخو وويشي. په کور دننه هغه کسان، ډلې او ټپلې د سولې واحد ادرس ويشي چې هغوی خپل سياسي ژوند او ګټې په جنګ کې ويني او په سوله کې د انصاف او عدالت ميز ته له راکشولو ډاريږي. او له هيواده بهر هم د پاکستان په شمول نور لوی قدرتونه د سولې د واحد ادرس د ويشلو هڅې کوي.

اوس تاسې په خپله قضاوت وکړئ چې يو بريالی لوبغاړی په يوويشتمه پيړۍ کې داسې فکرونه او کړنې لري…!؟

نه ، هيڅکله

نو د تکرار احسن په توګه دا چې هر ښه ښوونکی؛ ښه سياستمدار نه شي جوړيدای، د نظر هر ښه خاوند او تيوريسن؛ ښه لوبغاړی نه شي جوړيدای او هر ښه کارپوه؛ ښه مدير نه شي جوړيدای.

لیکنه : خوشحال آصفي