خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

پلازمينه او امنيت يي

د هيواد په پلازمينه کابل ښار کې ۱۷ امنیتي حوزي او نور امنیتي قطعات د ښار د امنیت د ټیګښت په موخه ځای پر ځای شوي دي او په څوارلسګونو ولسوالیو کې هره ولسوالۍ د جلا امنیه قوماندانۍ درلودنکی ده چې په ټولیزه توګه دغه د کابل د امنیه قوماندانۍ تر اغیز لاندې دي چې د امنیت د ټینګښت او د قانون د تنفذ د پاره په محلاتو کې په دنده بوخت دی. هره امنیتي حوزه مسولیت لري تر څو  په خپله ساحه کې امنیت ټینګ کړي او د وژنې ، غلا او د نورو جنایې جرمونو د پيښیدو مخنیوی وکړي او یا هم د جرمونو د پیښیدو په صورت د قضیي عاملین ونیسي.

د هيواد پلازمېنه چې د لرې پرتو سیمو افغانان د ښه او امن ژوند په هیله دغه ښار ته را کډه کیږي؛ د هرې ورځې په تېرېدلو سره یې وګړي ډېریږي. خو له بده مرغه اوس مهال د کابل په ښار کې د جرمونو کچه تر پخوا لوړه شوې ده او هره ورځ په لسګونو جرايم د کوڅه ډبو او بې بندو بارو کسانو لخوا ترسره کیږي چې تر شا یې زور واکان لاس لري. د وسله والو غلاوو زیاتیدل، چاودنې، ځانمرګي بریدونه، د موټرو تښتول، د کورونو لوټل، لار شکونې، د مبایل ټلېفونونو غلا کول، د وسله والو مخالفانو هدفي وژنې او په ښار کې د زورورو او نامعلومو کسانو تګ راتګ هغه موارد دي چې په دې وروستيو کې په پلازمينه کې زیات شوي. هاخوا بیا کابل ښاریان پولیس د امنییت په ټینګولو کې په بې غورۍ تورنوي او وايي، چې د شپې د ګزمې یا د موټرو د تلاشۍ او د ښار امنیتي وضعیت د څارلو په ځای په شخصي معاملو بوخت وي.

په دې وروستیو کې د موټرو غلا په کابل ښار کې زور اخیستی دی. په ډیری ځايونو کې پوليس خپلې دندې په سمه توګه سر ته نه رسوي. د راپورونو له مخې په دې وروستیو کې په کابل ښار د موټرو غلا زیاته شوې ده، چې په تېرو يوولسو مياشتو کې تر ۴۰۰ ډېر نقليه وسايط غلا شوي، خو د کابل ښار امنيتي چارواکي بيا وايي چې ډېری نقليه وسايط له تښتوونکو سره بېرته نيول شوي دي  او د غلو پر ضد يې کوټلي ګامونه اخيستي دي. د کابل ښاريان بيا شکايت کوي چې امنيتي مسوولين د غلو د نيولو لپاره ګامونه نه پورته کوي، که غله ونيول شي نو، د پوليسو له لوري بېرته خوشې کېږي، پوليس ورسره لاس لري، ځکه نو غلاوې ورځ له بلې زور اخلي. دلته اوس پوښتنه دا پيدا کيږي؛ په داسې حال کې چې د کابل په ښار کې ۱۷ امنیتي حوزي او نور امنیتي قطعات د ښار د امنیت د ټیګښت په موخه ځای پر ځای شوي دي، ځای پر ځای ا منيتي کمربندونه شتون لري نو د کابل په زړه کې ولې غلاوې او نور جنايي جرمونه ترسره شي؟

ځواب يي په غالب ګمان دا دی چې امنيتي مسوولين غفلت کوي او غله پرته له کومې وېرې خپل کار پر مخ وړي. د دې تر څنګ د امنيتي چارواکو په تشکيل او ګمارنه کې هم ځينې نيمګړتياوې شته. د کابل ښار په مهمو امنیتي څوکیو د نامسلکي او واسطه لرونکو کسانو ګومارل، د کابل په مختلفو سیمو کې د ګزمې او د موټرو د تلاشي لپاره د څلورویشت ساعته پروګرام نشتوالی، نورې هغه ستونزې دي چې د ښار د امنيت په خرابوالي کې يي مرسته کړې ده. نارسمي شمېرنې ښيي، چې هره اونۍ په کابل ښار کې په لسګونو موټر غلا کیږي، په لسګونو کورونه، موبایل او خلک لوټل کیږي، چې ان د کابل پولیس دا ډول ډېرو پېښو غور هم نه کوي.

اوس افغان دولت ته په کار دي چې ژر تر ژره د دې ستونزې غم وخوري، که نه نو نا امني به نوره هم پراخه شي. هره امنیتي حوزه بايد په اونۍ کې او یا په میاشت کې یو ځل د خپلې ساحې د امنیت د ټینګښت او د ستونزو دحل په خاطر د سیمې د لویانو او مشرانوسره غونډې جوړې کړي. که يو غل، ډاکو او يا بل مجرم نيول کيږي بايد د نورو تحقيقاتو لپاره سمدستي څارنوالۍ ته معرفي شي. په مهمو امنیتي څوکیو بايد وړ مسلکي کسان وګمارل شي او د ښار د امنيت د لا ټينګښت په موخه بايد د موټرو د تلاشۍ لپاره څلريشت ساعته پروګرامونه جوړ شي.

لیکنه : خوشحال آصفي