خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

سوله که د وخت ضايع کول ؟.!

افغان دولت هر وخت د وسله والو مخالفيونو پر مخ د سولې دروازې پرانيستې دي، تل يی د هر چا منګړيتوب ته زړه ښه کړی دی او تل يي په دغه لار کې ښکيلو غاړو ته په ځانګړي توګه پاکستان ته امتياز ورکړی دی. خو له د پاکستان لخوا تل دوه مخې پاليسي پر مخ وړل شوېده. له وسله والو مخالفانو سره د افغان دولت مخامخ خبرې لومړی پړاو يي د پاکستان په مري کې ترسره شو چې دویم پړاو يي بيا د طالب مشر ملا محمد عمر د مړينې تر اعلان وروسته تر ننه وځنډيد. اوس يو ځل بيا افغان دولت له لومړي پړاو وروسته په ټپه دريدلې د سولې خبرې؛ د پاکستان، امريکا او چين په منځګړيتوب پيل کړي دي. د دويم پړاو د خبرو د پيل څو مرحلې لري چې لومړی څلور اړخيزه غونډه يي په اسلام اباد کې او دويمه هغه يی په کابل کې ترسره شوه.

له پاکستان سره د افغان دولت د تيرو اړيکو تاريخ ته په کتو؛ شنونکي له دغو څلور اړخيزو غونډو هم ډیره هيله نه لري. ځکه پاکستان تل افغان دولت په خپلو تکراري ژمنو غولولی دی او دا ځل هم پرې باور نشي کیدای. بل پلو وسله وال مخالفين هم د ايډيالوژۍ له مخې په دريو ډلو ويشل شويدي. يوه هغه ډله ده چې د خپل مذهبي ايډيالوژۍ له مخې له بهرنيانو سره جهاد کوي او په هيواد کې د دوی په خوښه د اسلامي نظام غوښتونکي دي. دويمه هغه ډله وسله وال دي چې د لويو استخباراتي کړيو او د ګاونډيو هيوادونو له لوري جوړ شوي دي څو د دوی ګټې خوندي کړي. او دريمه هغه ډله ده چې د دولت او د دولت له ستراتيژيکو دوستانو څخه په یو نه يو ډول متضرر شوي دي او په مقابل کې يي وسله را اخيستې ده. اوس پوښتنه دلته ده چې افغان دولت له کومې ډلې سره سوله کوي؟

که له لومړۍ ډلې سره سوله کوي نو ناشونې ده؛ ځکه دغه ډله وسله وال؛ د خپلې مذهبې ايډیالوژۍ له مخې؛ په هیواد کې د ميشتو بهرني اتباعو په خلاف جګړه کوي. يوازينۍ غوښتنه يي هم همدا ده چې له هيواده بايد ټول بهرني پوځيان ووځي نو بيا به سولې ته غاړه کيږدي. او دا هم حقیقت دی چې بهرنيان له افغانستانه نه وځي ځکه دلته خپلې اوږدمهالې ګټې لري.

که له دویمې ډلې سره سوله کوي نو دا هم ستونزمنه ده ځکه د افغانستان جګړه د افغانانو نه؛ بلکه استخباراتي جګړه ده او هغوی په جګړه کې خپلې اوږدمهالې ګټې او هدفونه لري. تر هغو چې يی هدف نه وي ترلاسه کړی نو په يو نه يوه پلمه به جګړه دوام کوي او د سولې روانې هڅې به نمایشي او د وخت ضايع کول وي.

يوازې له دريمې ډلې وسله والو سره سوله کيدلای شي. هغه هم په هغه صورت چې په حکومت کې دننه هغه کړۍ چې د دغې ډلې او دولت تر منځ د واټن د پیدا کيدو سبب شوي دي؛ يا د قانون منګولو ته وسپارل شي او يا هم د حکومت له چوکاټه بهر شي.

بیا هم تکراروم چې د پاکستان پاليسۍ او نيت ته په کتو د سولې روانې خبرې څه پايله نه لري، که چېرته پايله ور هم کړي، نو يو ځل بيا به د ډاکټر نجيب الله د حکومت د مهال سوله تکرار شي. ځکه له وسله والو سره د پاکستان او لويو استخباراتي کړيو ملاتړ دى او پاکستان په افغانستان کې سوله او ارامي نه غواړي. که سوله او ارامي په افغانستان کې راشي د پاکستان ټول اقتصادي پروګرامونه به له منځه لاړ شي ، نو د سولې په اړه خبرې؛ تيروتنه ده او ولس نور نه غواړي چې وغوليږي .بل پلو وسله وال مخالفين هم په يوه خوله نه دي. وسله وال له تېرو څو کلونو راهيسې وايي چې د سولې په اړه رښتيني دي، خو په حقيقت کې په خپل کار او وينا کې رښتيني نه دي، له يو لوري سوله کوي له بل پلوه د ځانمرګو بريدونو او چاودنو پرمټ خلک په خاورو او وينو کې لړي، نور د افغان ولس حوصله ختمه ده او  دولت بايد په جدي توګه چلند وکړي او خپل امنيتي ځواکونه پياوړي کړي. که چيري بيا هم د سولې هڅې کيږي نو دولت بايد د سولې په خبرو کې له پياوړي دريځه خبرې وکړي، همدارنګه بايد وسله وال مخالفين دومره وځپي چې سولې ته اړه شي. له دې پرته له پاکستانه د سولې تمه لرل؛ هسې د هوا ګزول دي او د وخت له ضايع کيدو بله پايله نه لري.

لیکنه : خوشحال آصفي