خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

ځينې کړۍ چې د ډيورنډ فرضي کرښي ته د رسميت ورکولو هڅې کوي

د وروستيو ناتاييد شويو راپورونو له مخې پاکستان افغانستان سره د سولې لپاره تازه درانده شرطونه وړاندې کړي دي. پاکستان د طالبانو سره د سولې په خبرو کې نه يوازې دا غوښتنه کړې وه، چې طالبانو ته دې مخکې له مخکې شرطونه نه وړاندې کيږي، بلکې د افغانستان لپاره پاکستان خپل شرطونه هم وړاندې کړي دي.

  • د ډيورنډ فرضي او تپل شوې کرښې په رسميت پيژندل
  • د کونړ د سيند په اوبو کې د پاکستان شريکول
  • په جلال آباد او کندهار کې د هند کونسلګريو تړل
  • او په افغانستان کې د پاکستان ضد تبليغاتو بندول

دا هغه شرطونه دي چې د وروستيو راپورونو پر بنسټ د پاکستان له لوري افغان دولت ته د سولې راوستلو په مقابل کې ايښودل شوي دي. دلته درې خبرې مهمې دي چې د دغه راپور ناکره والی ترې څرګنديږي.
لومړی دا چې دا خبر تر اوسه نه افغان دولت او نه هم پاکستاني دولت په رسمي توګه تاييد يا رد کړی دی. ممکن د افغان سولې پروسې د سبوتاژ کولو لپاره د نورو استخباراتي کړيو يوه هڅه وي چې غواړي افغان دولت په نورو مسايلو بوخت وساتي.
دويم دا چې؛ دا هغه د منلو شرطونه دي چې په افغانستان کې حتی دولتونه د دې د شرطونو د منلو واک نلري.
دريم دا چې د انګليس لخوا د افغان ولس په زړه د ډيورنډ کرښې له راکښلو تر ننه پاکستاني دولت هيڅکله په زغرده او واضیحه توګه؛ له افغان دولته د ډيورنډ فرضي کرښې د رسميت غوښتنې جرأت نه دی کړی. ځکه د يادې کرښې اړوند پريکړه کول د دولتونو نه بلکه دواړو غاړو ته د ميشت ولسونو کار دی. نو څنګه باور کيدلای شي ګويا پاکستان دې دا ځل د افغان سولې په مقابل کې؛ په داسې حال کې چې چين او امريکا يي منځګړيتوب کوي؛ دا ډول نا مشروع غوښتنې وکړي؟

دا سمه ده چې پاکستان د افغان سولې پروسې سره همکاري نه کوي. دا هم د هيرولو نه ده چې پاکستان نه غواړي په افغانستان کې سوله راشي ځکه دغه هيواد په افغان وژنه او افغان جنګ کې د خپل پوځ ژوند او پايښت ويني. پاکستان د افغان جګړې په پيسو خپل پوځ تمويلوي. که چيري دلته جنګ سوړ شي او سوله راشي نو د پاکستان اقتصادي حالت ته په کتو د نوموړي هيواد پوځ به مالي امکانات له لاسه ورکړي. نو پر همدې اساس په هيڅ صورت د افغان سولې پروسې سره همکاري نه کوي. خو پورتني دريو دلايلو ته په کتو داسې انګيرل کيږي چې دا د ځينو کورنيو مغرضو او بهرنيو استخباراتي کړيو پلان دی چې غواړي د افغان سولې پروسې د بيا پیل کيدونکو خبرو پر وړاندې يو ځل بيا خنډ پيدا کړي.

د ډيورنډ کرښه، چې د هيواد د ميشتو قومونو له جملې؛ د اکثريت نفوس لرونکي قوم پر زړه د انګليسانو لخوا کښل شوې؛ دومره دردونکې ده، چې په ځینو سيمو کې يې د يوه کلي خلک په دوه برخو ويشلي، يوازې ولسونه؛ په ځانګړي توګه همدا قوم يې د پرېکړې حق لري. دلته اوس ځينې کورنۍ کړۍ شته چې د ډيورنډ فرضي کرښې په رسميت پيژندلو ته چمتو دي. همدوي دي چې د ځينو د تعصب په ناروغۍ ککړو رسنيو له لارې يي همدا موضوع توده نيولې ده. هر وخت يي په اړه بحثونه نيسي او داسې ذهنيت جوړونه کوي چې ګويا د ډيورنډ په رسميت پيژندلو سره به افغانستان ګل و ګلزار شي او هره خوا به سوله او ارامي شي. دوی که څه هم ظاهراً د افغانستان د ارامۍ او سولې خبرې کوي خو تر شاه يي موخه دا ده چې د هيواد اکثريت نفوس لرونکی قوم په دوه ټوټو وويشي او یو بل قوم اکثريت ثابت کړي.                                                     

کارپوهان هم زياتوي، چې يو شمير فاشستي ډلې، چې غړي يې ځانونه افغانستاني بولي، ځينو افغان دښمنه رسنيو په مرسته، د ډيورنډ کرښې موضوع ډيره راپورته کوي او داسې ډنډورې غږوي، چې د دې کرښې د رسميت پيژندو سره به په هیواد کې سوله او ارامي راشي. په داسې حال کې چې دا د يو لوی قوم د ځپلو هڅه ده. دلته ځينۍ کړۍ دي چې په لوی لاس يي د لوی قوم د ځپلو پروژه پرانیستې ده او او د ډيورنډ فرضي کرښي په رسميت پيژندلو ته يي تبليغات پيل کړي دي. افغان غيرتي او يو موټی ولس او افغان دولت دې خبرداره وي چې د دښمن په نوي دام کې ونه نښلي.

لیکنه: خوشحال آصفي