زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

«
»

دنني کشمار شروع او ختم 

لیکونکۍ :: دکتور طاوس وردک لندن د اکتوبر ۲۴مه، ۲۰۱۵ کال
هغه وخت چې داودخان د ظاهر شاه سلطنت را وپرزولو ننۍ کشمار ، یا ننۍ کورنۍ جګړه پیل شوه او اساسي منبع ېې د ښي لاس او چپ لاس ګوندوتهداب ایښودل وو ، په ټولو هیوادو کې ګوندونه د خپلو رهبرانو او صفوفو د شخصی او فامیلي ؛ګټوساتل او خوندیتوب ته توجه کول وو ، دغه کار د نورمحمد ترکی – ببرک کارمل – دکتور نجیب الله – حفیظالله امین په رژیمو کې هم په سترګو لیدل کیدل، خاصتا د امین له خونه د خلکو مخصوصا پرچمیانو قتل عام او دهرات قتل عام هغه موضوعات دی چې د حزب دیموکراتیک ګوند ته ېې خطر ناکه ضربه ورکړه ، او بیا د نورمحمد ترکی وژل کیدل بله یوه خطر ناکه ضربه په ګوند وه او بیا د روسانو راتګ د څلور سیاسی بیرو غړو په رهبری( ببرک کارمل – وطنجار – ګلاب زوی – اسدالله سروری ) د خلکو بوږنږل وو  او یا  د مثال په ډول ( جنرالي رتبې – مقامونه په ملکی او نظامی کې ډیرو بیسیواده ، خونخواره – حریصو – تفرقه اچونکو – رشوتخورو ته د سمت ، ژبې ، شخصي علایقو ، رفاقتو ، او خویشاوندیو په اساس او دروسي مشاورینو په تطمع کولو سره عملی کیدل ، ) هر ګوند یا هغه ګوندونه چي سیاسی قدرت ېې تر لاسه کړۍ بیا ېې څومره ېې چې د وسه وه د خپلو یاران یا خپلو ګوندیانو په خاطر بیطرفان – یا دنورو حریفو یا مخالفو ګوندو په صفوفو برید کړې یا ېې (( بندي کړي – یا ېې بې ستره کړي یا ېې وژلي دی  او یا ېې محاجرت ته مجبور کړي دی او شخصا هم دچرخي دزندان په تیرولو سره ددغو جنایاتو ژوندۍ شاهد یم )) او ددغو شانته کارو او عملو په اجراکولو سره ېې په ټولنه کې وحشت – بربریت – زورواکي ، تهدید – ظلم – رشوت – انتقام اخیستو –  غلا – چپاول – غصبولو – تخریبولو – او ډیرو بې کفایته او بیسیواده کسانو له پاره د کار او مصروفیت زمینه برابره کړې چې بل اخره دغه کارونه د خشونت – او لا ډیري دشمنۍ او تفرت او کرکې او انتقام اخیستو سبب ګرزیدلي دي او تر ننه مخصوصا د مجاهدین او طالبانو په زمامدارۍ کې خپل اوج ته رسیدلي دی ډیر خاص او معلومدار علنی او مشهود مثالونه ېې د ((  د ربانی ،مسعود ، فهیم ، قانونی او کرزي شاه دریم شاه شجاع  د کابینې سره ېې تر سره کړې لکه د ( شیرپور یا شیرچور غصبول او یو تاریخی محل په غلو او قاتلینو وویشل – او دهغه لوی قدرتمنده وسله وال پوځ له منځه وړل او وسلې او مهمات او نقلیه وسایط ېې په پاکستان او نورو امپریالستی هیوادو پلورل – او ځانونه ملیاردرانول ، دولتی او شخصی جایدادونه او فابریکات تخریبول او ماشین الات ېې په پاکستان خرڅول چې د جنګلک فابریکه ېې ژوندۍ مثال بولم او د کابل شهر ېې د مسعود ، ډبل عبدالله په قومانده او د حکمتیار سره په مقابله کې ړنګ او ۶۰۰۰۰ کسان شهیدان او ۲۴۰۰۰۰ نور کابلیان محاجرت ته مجبورول ،او بیا طالبانو د پاکستان په مستقیمه مداخله د طالبانو د امارت دجوړیدو زمینه برابرول او بل اخره د طالبانو د سلاټه کولو او ژوندي په خاورو منډلو ته په حیرتانو کې زمینه برابرول  او بیا د امریکا او غرب له پاره د طالبانو د له منځه وړلو په خاطر د افغانستان د اشغال زمینه برابرول او طالبان د امریکا په طیارو په خاورو منډل او پاکستانی کوماندو ګانو ته چې د شمال د اشغال له پاره تللی وو د بیرته محفوظ انتقال زمینه پاکستان ته برابرول او ډیر نور چپاولګر کارونه تاسې ور باندې علاوه کړۍ  – بیاېې کرزۍ شاه ددریم شاه شجاع په حیث دنیویارک درستورانت نه د افغانستان د ریاست جمهوری په چوکۍ کینولو او په کرزي او رحیم وردک ېې وسله وال پوځ مضمحل کړو، رشوت ، چور – غصب- اداری فساد ته ېې زمینه برابره کړه  نن بیا (( د اشرف غنی او ډبل عبدالله وحشت ګر او موازي )) حکومتونو په دوران کې چې یو تراژید او کمیدي حکومتونه را منځ ته شول د افغانستان خلک ېې بې ستره – په قومی – سمتی – ژبنیو ملیتو وویشل او تر نن ورځې مقامونه ، پوستونه بی مسلکه – بی سیواده – تفرقه اچونکیو د حزبونو د رهبرانو په فرمان ویشل کیژي لنډ مثالونه ېې، وزیر دفاع ستانکزۍ – لوی درستیز قدم شاه – او نورترومچي جنرالان او ( د امنیت ملی دوه معاونین عبید او دفهیم زوی ) دولایتو بیسیواده والیان او وزیران ډیر ښه مثالونه دی  .
له پاره ددې چې موضوع په دقیق صورت سره ولونۍ زما کتاب په پشتو ژبه (( د افغانستان دخلکو بې ستری ولونۍ )) او په دري ژبه په هالنډ او جرمنی کې موجود دي .
اوس درته وایم چې دغه کشمار او انتقام جویی به څه وخت بنده شي او کوم کارونه ددغو وحشت ناکه کورنی جنګ دختمیدو له پاره ضروری بولم ::
۱ – دوه کلنه د مکلفیت دوره بیرته را ژوندۍ کول او سرباز ته صرف ۲۰۰۰ افغانی میاشتنی معاش ورکول .
۲ – وسله وال پوځ په هغو وسلو سمبالول کول  کوم چې د شهید دکتور نجیب الله په زمامدارۍ کې زموږ وسله وال پوځ لرلې
۳ – دشمنان ( طالبان – القاعده – داعش )) داسې وهل چې بیا هیڅ چیرته سر پورته نه کا .
۴ – دقیمتي ډبرو معادن ملی اعلانول .
۵ – ټول سیاسی احزاب منع اعلانول .
۶ – شیر پور ملي اعلانول .
۸ – وسلې د خلکو نه په افغانستان کې را ټولول ، عام او تام خلع سلاح کول
۹ – غرب ته ځواب ورکول چې نور زموږ په هیواد کی دوی ته ضرورت نشته .
که دغه کارونه تر سره شي صلحه به ډیر زر را شي