نو کانتی ها،- مخالف سوسیالیسم و ماتریالیسم دیالکتیکی

neukantism.نو افلاتونی آرام بختیاری نو کانتی ها؛ نیم قرن میان مارکسیسم و…

غم دوشینه و سرنوشت نافرجام و دردناک مردم افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کشتی شکستگانیم ای بادشرطه برخیز  باشد که باز بینیم …

برگردان شعرهایی از ژنرال پاییز

زنده‌یاد “محمدعمر عثمان” ملقب به “ژنرال پاییز” در سال ۱۹۵۷…

خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

«
»

د چوهدري نثار اوتې بوتې

له پخوا راهیسي د پاکستان لوړپوړي پوځي او استخباراتي چارواکي د افغانستان اړوند عجیبې او غریبې څرګندونې کوي. کله کله خو داسې وي چې د خپل بام ټولې واورې د افغانانو په بامونو ګذارې کړي. په افغانستان کې چې څومره ترهګریزې کړنې، چاودنې ، ځانمرګي بریدونه او ډله ایز بریدونه شوي؛ په ډيرو کې یې د پاکستان مستقیم لاس وي او یا د پاکستان په لارښودنه ترسره شوی وي. ټول افغانان شاهدان دي چې د افغانستان په ختیځ ولایت کونړ باندې له کلونو راهیستې دپاکستان له لوري ړانده توغندي وریدل او اوس هم خال خال وریګي. په دې اړوند د افغانستان نظامي او استخباراتي ادارې کره لاسوندونه او شواهد هم لري خو پاکستان نه یوازې دا چې په دغو ټولو ترهګریزو کړنو کې لاس لرل ردوي بلکه په افغانستان تور پورې کوي چې له دغه هیواده پاکستان ته ترهګر اوړي او هلته په ټولو ترهګریزو پيښو کې لاس لري. نه پوهیږم چې دیته د پاکستان سپین سترګي ووایم او که پياوړې بهرنۍ پالیسي؟

اوس په دې وروستیو کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي یو ځل بیا آپلتې ویلي دي. چوهدري ویلي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې دريېم هیواد خرابوي. نوموړی وایې د افغانستان پوځ، امنیتي ادارې او هلته میشت بهرني ځواکونه چې د ترهګرۍ د پیښو مخه نه شي نیولی نو پر پاکستان ولې تورونه لګوي. دا لومړی ځل نه دی چې دغه ښاغلی د افغانستان چارواکو ته داسې ترخې خبرې کوي او پیغور ورکوي بلکه له دې څو ورځې وړاندې هم چوهدري نثار علي ویلي و چې «موږ د افغانستان څوکیداران نه یوو او نه د اشرف غني په ګډون بل چا ته ځواب ورکوونکي یوو. په افغانستان کې که څوک وپرنجېږي هم نو تور یې پر پاکستان لګوي، افغانستان دې خپلې اندېښنې زموږ سره شریکې کړي، موږ تیار یوو چې د دوی خبرې واورو»

که دې خبرې ته یې په پوره دقت وکتل شي او څيړل شي نو په ډاګه کوي چې افغانستان، افغان حکومت، افغان ولس او دلته په افغانستان کې میشت بهرني ځواکونو ته یې ښکاره پيغور او طعنه ورکړې ده. په ښکاره یې د دوی سپکاوی کړی دی، دا ددې معنا ورکوي چې ګویا د افغانستان حکومت، امنیتي او استخباراتي ادارې او دلته میشت بهرني ځواکونه دا وړتیا نلري چې د افغانستان ساتنه وکړي او بېځایه په پاکستان تورونه لګوي. د افغانستان حکومت او امنیتي ادارې باید د چوهدري نثار دغه حقیرانه خبرې بې ځوابه پرینږدي او د ډیپلوماټیکو اصولو په رڼا کې باید ورته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.

یوه بله خبره چې د چوهدري نثار په وروستیو څرګندونو کې د مکس وړ ده؛ هغه دا چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ترینګلتیا لامل یې دریېم هیواد ښودلی دی. که څه هم چوهدري په ښکاره د کوم هیواد نوم یاد نکړ خو که له ا فغان حکومت څخه د پاکستان تیرو غوښتنو ته وګورو نو په ډاګه کیږي چې اشاره یې هندوستان ته ده. پخواني ولسمشر حامد کرزي په بار بار ویلي چې له افغانستانه د پاکستان غوښته؛ دافغانستان د کورني سیاست کنټرول او په خپل واک کې نیول او د هندوستان سره د اړیکو محدودول دي. نو د پاکستان دغو غوښتنو ته په کتو دا باور کیدای شي چې د چوهدري نثار په وروستیو څرګندونو د دریم هیواد څخه هدف هندوستان وي.

هندوستان هغه هیواد دی چې له افغانستان سره د تاریخ په هر پړاو کې هر راز مرستې کړي، افغانستان ته یې هیڅ راز زیان نه دی رسیدلی، هیڅکله یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه ده کړې، تل په رښتینې معنا د افغانستان دوست هیواد پاتې شوی، له افغانستان سره یې مرستې په بشپړه روڼتیا په مصرف رسولي، خلاصه دا چې په پوره معنا یې له افغانستان سره خپله پاکه دوستي پاللې ده. اوس نو په کوم ثبوت سره چوهدري نثار ادعا کوي چې هندوستان دې د افغانستان او پاکستان د اړیکو په خرابوالي کې لاس ولري؟
اصلي خبره دا ده چې پاکستان په ورته څرګندونو غواړي چې د پاکستان په خلاف د افغانانو ذهنونه بدل کړي، غواړي د افغانستان په دوست هیواد هندوستان د افغانانو باور خراب کړي، غواړي چې له دې لارې د افغان حکومت او هندوستان تر منځ په اړیکو کې شک او تردد پیدا کړي. خو افغان دولت او افغانان دي خبر وي او د پاکستان په دغه نوي چال کې دې له نښتلو ځان وساتي.