نو کانتی ها،- مخالف سوسیالیسم و ماتریالیسم دیالکتیکی

neukantism.نو افلاتونی آرام بختیاری نو کانتی ها؛ نیم قرن میان مارکسیسم و…

غم دوشینه و سرنوشت نافرجام و دردناک مردم افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کشتی شکستگانیم ای بادشرطه برخیز  باشد که باز بینیم …

برگردان شعرهایی از ژنرال پاییز

زنده‌یاد “محمدعمر عثمان” ملقب به “ژنرال پاییز” در سال ۱۹۵۷…

خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

«
»

جاسوسان شته خوڅوک دي؟

 لیکنه  خوشحال آصفي

په داسې حال کې چې ناامني او په افغانستان کې د وسله والو له خوا هدفي وژنې، ځانمرګي بریدونه، موټربم چاودنې، انسان تښتونې، په نسبتا امن سیمو کې او په ځانګړي ډول پلازمینه کابل کې د انسانانو ترور او بیلابیلې ترهګریزې کړنې ورځ تر بلې زیاتیدونکي دي؛ د نظام په دننه کې د پردیو جاسوسانو د شتون او تر زنې ددوی د رارسیدو خبرې کیږي. دا څرګندونې نوې خبره نه ده؛ له دې وړاندې هم په بیلابیلو وختونو کې بیلابیلو چارواکو او رهبرانو د نظام په داخل کې له پردیو جاسوسانو یادونې کړي دي. په دې وروستیو کې جهادي مشر استاد سیاف د پخواني ولسمشر برهان الدین رباني په څلورم تلین کې وویل چې په افغانستان کې د ډيری ترهګریزو بریدونو مشري له کابله کیږي. همداراز د ولسي جرګې غړي هم په نظام کې دننه د جاسوسانو یادونه کوي. د یادې جرګې غړی عبدالرحیم وایې: د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې د امنیتي سکتور د یوه وزیر د ملګري په کور کې د وسله والو ګروپ ساتل کیږي، څو نور ګروپونه هم چمتو کوي چې دا ټول ګروپونه ولسوالۍ سقوط کړي، کله چې نیول کیږي درې سوه وسلې ورسره وې، په فوق العاده توګه پنځم ستون په دولت کې فعاله ده، کله لاس یې لنډ نه شي هېواد به د بحران خواته یوسي. له دې وړاندې هم څو ځله بېلابېلو چارواکو د افغان حکومت په دننه کې د وسله والو دنفوذ په اړه څرګندونې کړې وې. اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم د وزیرانو شورا په غونډه کې په حکومت کې د دغو کسانو له شتون څخه اندېښنه څرګنده کړې وه، پخواني جهادي مشر استاد سیاف او د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم هم په حکومت کې دننه د ګاونډیو هېوادونو د لاسپوڅو له شتون څخه خبرې کړې وې او له دغه شتون څخه ‎یې نیوکه کړې وه. د پخواني حکومت د کورنیو چارو وزیر عمر داودزي هم د خپل کار په وروستۍ ورځ ورته څرګندونې کړې وې، اوس مهال چارواکي، سیاسیون، مدني فعالین او جهادي مشران هم په نظام کې دننه د پردیو جاسوسانو د شتون خبرې کوي. خو تر دا مهال هیچا هم په زغرده ونه ویل چې فلانی جاسوس دی، هیچا هم د پردیو دغه جاسوسانو د نومونو د اخیستو هوډ ونکړ، هیچا د ثبوتونو سره د دغو جاسوسانو افشاګیري ونه کړه. زه حیران دې ته یم چې ولې مو دولت، نور چارواکي، سیاسیون او جهادي رهبران د دغو پردي پالو نومونه له ولس سره نه شریکوي؟ آیا داسې خو به نه وي چې پخپله دوی ورسره کومه شریکه معامله ولري او د خپل منځي اختلاف له امله کله کله د جاسوسانو سندرې زمزمه کوي؟

که داسې نه وي نو ولې دا جاسوسان نه افشا کیږي؟ ولې یې څوک په زغرده نوم نه شي ا خیستلای؟ اصلا دغه جاسوسان څوک دي، له کوم ځای څخه راځي او د څه لپاره راځي؟

که څه هم په اوسني وضعیت کې د دغو جاسوسانو څخه د حکومتي ادارو پاکول ستونزمن کار دی خو د اوسني بحراني وضعیت څخه د ولس د خلاصون په خاطر دې د ګډ حکومت مشران د نظام له دننه څخه د جاسوسانو د پاکولو لپاره باید لاس په کار شي. که حکومت، چارواکي، جهادي رهبران او سیاسیون په رښتیا هم د جاسوسانو پر وړاندې د مبارزه هوډ لري، نو دوی یې باید نومونه په ډاګه کړي. که د حکومت او چارواکو پرې زور نه رسیده نو د ولس زور خو بیا د خدای زور دی. ولس ته دې دغه مزدورې او لاسپوڅې څېرې وښودل شي چې ولس یې په خپله له شره ځان خلاص کړي. تر څو به حکومت په دغو پردیو مزدورانو سترګې پټوي او تر څو به ملت ددوی دلاسه په وینو کې لمبیږي؟ حکومت دې له هیچا ډار نه کوي او ملت ته دې په ډاګه د دغو مزدورانو نومونه واخلي، تر څو به ولس نوره دوی ته حوصله کوي؟

د افغانستان دولت باید لومړی ځان د افغانستان له دښمنانو څخه پاک کړي. ځکه دوی ډېر خطرناک دي. دغه لاسپوځي ټول رازونه، محرمیتونه او هغه لارې چې دښمن کولای شي له هغې څخه په ګټې اخیستو سره د افغانستان دولت او خلکو ته زیان ورسوي، همدغه جاسوسان یې هغوی ته ورښيي. په حقیقت کې دوی د افغانستان د دښمنانو د لاس آلې دي چې هغوی یې په هر راز ترهګریزو بریدونو کې کاروي.

 

اوس اړینه دا ده چې د ګډ حکومت مشران دې په نظام کې د پرديپالو جاسوسانو پلټنه پیل کړې، د ولس د وینې تویدنې او د خونړیو بریدونو مخنیوی دې وکړي. امنیتي وضعیت دې کابو کړي. خو پوښتنه دا ده چې حکومت به د کومې طرحې له مخې خدمتګار او جنایتکار چارواکي سره بیل او ولس ته رسوا کړي .

که حکومت په نظام کې دننه د جاسوسانو په اړه ولس ته وضاحت ورنه کړي، ولس ته به د تروریزم په وړاندې د افغان حکومت مبارزه تر پوښتنې لاندې راشي.