نو کانتی ها،- مخالف سوسیالیسم و ماتریالیسم دیالکتیکی

neukantism.نو افلاتونی آرام بختیاری نو کانتی ها؛ نیم قرن میان مارکسیسم و…

غم دوشینه و سرنوشت نافرجام و دردناک مردم افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کشتی شکستگانیم ای بادشرطه برخیز  باشد که باز بینیم …

برگردان شعرهایی از ژنرال پاییز

زنده‌یاد “محمدعمر عثمان” ملقب به “ژنرال پاییز” در سال ۱۹۵۷…

خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

«
»

هویت وژنه !

افغان ولس یو بدن دی او بې له شکه چه اسلامیت او افغانیت یی روح دی چه بې له روح څخه د ژوندی بدن پایښت ناشونی دی.

دا فغان کلمه چې اوس د ځينو منحوسو څېرو لخوا شاربل کیږي؛ دافغانستان دټولو خلکو ملي نوم دی او داسیا په زړه کې تر ټولو تاریخي ، اقتصادي او ټولنیزو شرایطو لاندې یې یو نه بیلیدونکی واحد جوړ کړی او یوغښتلی لرغونی او ملي اصالت لري.

د”افغان” کلمه داسلام دخپریدو نه د مخه په ډیرو زړو متونو او لرغونو اثارو کښې د ځینو تاریخ لیکونکو په قول د ” اووه گانه” ، “ابگان” ، ” اپه گان” ،  “اوگان “، “اوغان ” او “اغوان “په بیلا بیلو نومونو کې راغلې ده . او د سپیڅیلي دین له خپریدو سره هم مهال دځینو تاریخ لیکونکو او پوهانو له خوا د “افغان” کلمه د “اوغان” دکلمې نه معربه شوه . ځنې پوهان په دې باور دي چې که چېرې دغه کلمه اوستائي وبولو نو معنا به يې مرسته کوونکی ، لاس نیونکی ، مرستندوی ، زړه سوانده او مهربان وي او هر څوک چې به په د غو خویونو او خصلتونو برابر و نو هغه ته به يې “ابگان” او یا دده معاصر بل شکل ویل . اوس هم افغان په معاصر مفهوم هغه چاته ویل کیږي چې ننګیالی ، مېړنی ، تورزن ، میلمه پال او نور دا ډول ښېگڼې ولري.

لکه څنګه چې له تاریخي شواهدو څرګندیږي چې «افغان« ننګیالي، میړني، تورزن او میلمه پال ته ویل کیږي نو اوس چې یې هر څوک مخالفت کوي، هغه نه ننګیالی، نه میړنی، نه تورزن او نه هم میلمه پال دی. افغان ولس د تاریخ په هر پړاو کې هر دښمن ته په همدې «افغان« په نوم راپورته شوی او دښمن یې په ګونډو کړی دی. ددغه ولس د بریاوو راز په دوو اساسی ټکو کې دی چې یو یې اسلامیت او بل یی افغانیت دی . دا دوه ویاړونه دافغاني ټولنې په ملي وحدت، ځمکنۍ بشپړتیا، ملي خپلواکۍ، ملي هویت او دیوه غیور ملت په وجود راتلو او ژوندي پاته کیدو کې سرنوشت سازه رول لوبولی دی او په راتلونکې کې هم دا رول لوبوي.

اوس چې په بریښنايې تذکرو کې د افغان کلمې د ځای کولو موضوع یو ځل بیا راپورته شوې ده؛ تر شا یې د ځينو جاسوسانو لاس دی چې غواړي له دغې یوه سیاسي معزله جوړه او خپلو اهدافو ته چې د افغانستان تجزیه او د قومونو ویشل دي؛ ځانونه ورسوي. خو ډاډه یم لکه څنګه چې افغان غیور ولس د تاریخ په هر پړاو کې خپل دښمن ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی نو دا ځل به بیا هم د نورو هیوادونو جاسوسانو مخونه تور کړي او پرې به نږدي چې دا ملت د پښتون، تاجک، هزاره، ازبیک، پشه یې او….. په نوم وویشي بلکه تل به د یو افغان په نوم یو موټی پاتې وي.

له بریښنایې تذکرو څخه د افغانیت او اسلامیت د نومونو ایستل او لیرې کول کومه اشتباهي او ناڅاپي پېښه نه ده . ځکه د افغان له نوم سره له هغې ورځې راهیسې اختلاف روان دی؛ په کومه چې د تاجکستان ، ازبېکستان ، ترکمنستان ، ایران او ځینو نورو هېوادونو څخه پردي او غیر افغاني څېرې د یوه دستور له مخې را دننه کړی شول. په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې تذکره او پاسپورټ دواړه د یوه انسان د پېژند ګلوۍ رسمي هویت په ګوته کوي نو د افغانستان غوندې په اسلامي هیواد کې څنګه دغه ویاړونه تر پښو لاندې کیږي؟

په پای کې د ګډ حکومت د تش په نامه مشرانو ته وایم چې :

زه یو مسلمان یم، یو افغان یم او پر خپل اسلامیت او افغانیت ویاړم. بې هویته برښنايي تذکره نه په خپله اخلم او نه به مې خپلې کورنۍ ته د اخیستو اجازه ورکړم. ولسمشره په ډیر درنښت درڅخه هیله کوو چې په برښنايي تذکرو کې د افغان کلمه ځای پرځای کړه، په لوی لاس د افغان ملت د پاشلو هڅه مه کوه. د افغان ولس غصه مه راپاروه، او د خپل تاریخ په لمن تور داغ مه پریږده، نه به تل ستا واکمني وي او نه به هم تل خلک ویده پاتې وي، یوه ورځ به ولس راپاڅيږي او د وینې او سر په بیه به له اسلامیت او افغانیت دفاع کوي او د پردیو جاسوسانو مخه به نیسي. تل د افغان ولس د حوصیلې ازموینه مه اخله، دا مسلمان او افغان ولس به په خپل ټول توان له اسلامیت او افغانیت څخه دفاع وکړي او که په دغه وخت په ولس هر څه کیږي نو تاریخ به یې تا او ستا شریکوالو ته د پړې ګوته نیسي نو په همدې اساس له دغه شرم نه ځان وساته او د خپل قانوني صلاحیت له مخې دې د یو تقنیني فرمان په اساس په تذکرو کې د افغان او اسلام کلمه ورزیاته کړه.

لیکنه : خوشحال آصفی