آویزان نوری

بانو "آویزان نوری" (به کُردی: ئاواێزان نوری)، شاعر و نویسنده‌ی…

مارکس و اتحادیه‌های کارگری(۳)

مبارزه علیه لاسالیسم و انواع اپورتونیسم آلمانی نوشته: ا. لازوفسکی برگردان: آمادور نویدی مبارزه علیه لاسالیسم…

چه بازی دردناک با سرنوشت انسان 

نویسنده: مهرالدین مشید  قدرت ابزاری برای رهایی انسان، نه ابزاری برای…

آیا هوش مصنوعی مسلمان است؟

عثمان نجیب من یادداشتی از یک پیش‌بینی هراس انداز در مورد…

خالق  “ قرارداد اجتماعی ” را گرامی میداریم 

میرعبدالواحد سادات  1 تتبع و نگارش از :  میر عبدالواحد سادات  دوم جولای مصادف به دوصدو چهل و هفتمین سال وفات یکی از تاثیر گزار ترین نمایندگان  عصرروشنگری اروپا و برجسته ترین نقاد آن عصر ژان ژاک روسو  است .  اندیشمندی که…

نه یک پیروزی دیپلوماتیک؛ بلکه یک اشتباه استراتژیک در هندسه‌…

نویسنده: مهرالدین مشید                              به رسمیت شناسی طالبان از سوی روسیه و…

اخراج بی رویه ی مهاجران افغان از ایران

  نوشته ی :اسماعیل فروغی       این روزها خبراخراج دسته جمعی و گسترده…

شناخت روسیه از طالبان

با خانه نشینی و بیکاری که چشم و گوش با…

داد خواهی بخاطر حق و حقوق افغانان مظلوم و داعیه…

بنام خداوند حق و عدالت مهاجرت افغانان که درطی نیم قرن…

مارکس و اتحادیه‌های کارگری(۳)

مبارزه علیه لاسالیسم و انواع اپورتونیسم آلمانی نوشته: ا. لازوفسکی برگردان: آمادور نویدی مبارزه علیه لاسالیسم…

سیاست فاشیستی اخراج افغانها باید فورا متوقف شود!

هیچ انسانی غیر قانونی نیست! جمهوری اسلامی در پی شکست مفتضحانه…

اخراج ۴۳ هزار مهاجر افغان از ایران در یک روز!!

اخراج ۴۳ هزار مهاجر افغان از ایران در یک روز،…

حکومت آخوندی ایران جنایت کربلای قرن را رقم زد، یزیدان…

محمدعثمان نجیب ایران در گرمای سوزان، زمین را زیر پای هم‌وطنان…

حیات بشری را آتش فشان خاموشی به شدت تهدید میکند

نویسنده:مهرالدین مشید جهان در معرض توفانی فراتر از جنگ سوم  این پرسش…

دومین بار طی طریق در تعامل گذری انسان با هوش…

*محمدعثمان نجیب، بنیاد‌گذار مکتب دینی فلسفی من بیش‌از این نه…

درک لنینی از دموکراسی: نگاهی از سده 21

ترجمه. رحیم کاکایی یرومنکو ولادیمیر ایوانوویچ دکترعلوم فلسفه، مشاور رئیس مجلس قانونگذاری…

افغانستان در سایۀ رقابت‌های ژئوپولیتیکی جهانی ناشی از جنگ اسرائیل…

مقدمه تنش‌های دراز ‌مدت میان ایالات متحده آمریکا، اسرائیل و جمهوری…

فیلسوف آس و پاس،- مدافع مالکیت خصوصی!

max stirner (1806-1856) آرام بختیاری ماکس اشتیرنر، آغاز آنارشیسم فردگرایانه. ماکس اشتیرنر(1856-1806.م) آلمانی،…

افغانستان- آموزشگاهی خونین برای ایران و همسایگان 

سلیمان کبیر نوری در این مقاله می‌خوانید: چکیده نئولیبرالیسم و استعمار؛ تجربه‌ای عینی افغانستان؛…

جنگ های جیوپولیتیک جدید و افغانستان تحت حاکمیت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید از بازگشت تروریسم تا تقابل قدرت های بزرگ در…

«
»

کرزۍ صاحب اخر لږ زړه وسوزه د افغانستان په وسله وال پوځ

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک تورنتو کاناډا د اګست ۲۲مه ۲۰۱۶ کال .

وطندارانو او د افغانستان د وسله وال پوځ افسرانو او سربازانو ولې زه حامد کرزي ته لیکم ؟؟؟

په خاطر ددې چې حامد کرزۍ زما مضامین او مقالات شخصا لوني ، خو د اشرفک او ډبل عبدالله د فیسبوک مسولین زما د مضامینو یو خط هم دواړو ( ع او غ ) دغو خود خواه – جاه طلبو – حریصو – مریضو – خاینو دغو د ملی وحشت ریسانوته نه وایی او نه ېې ور یادوی له دی خاطره می جناب حامد کرزي ته ولیکل چې هغه کولای شی مکمل مضمون دواړو ته ور وښيي .

د جنګ د نه ختمیدو او د جنګ د شدت نیولو او زور اخیستلو موضوع ته په اشارې سره او دهغو علتونه او د ختم اصول او امکانات درته لیکم ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

۱ – د غرب په راس کې د امریکا د رهبرانو او نظامیانوتصمیم اصلا نشته چې جنګ په افغانستان کې ختم کړی ، ولې ؟؟؟؟؟، په خاطر ددې چې دوی د افغانستان نه یوه ډیره شدې ورکونکي غوا جوړه کړې او هره ورځ ېې لوشي او هر کال د ۷۰ ملیاردو ډالرو مفاد ددغو جنګه امریکا او غرب ته وړي ، دوی ته د خپلو عساکرو او افغان وسله والپوځ سربازانو او افسرانو  د وژلو او عامو خلکو تلفات اصلا اهمیت نه لری ، دوی انسانان په څو کته ګوریو تقسیم کړی ، ( یوه ېې ثروتمنده طبقه ده – بله ېې متوسطه طبقه ده – دریمه ېې خواران او نور بیسیواده عادی خلک دی ) او ددې خلکو له پاره ېې ظالمان او رشوت خواره سود جویان د ( القاعدې – الفایدې – او الګایدې ) تر نامو لاندې تقسیمات کړۍ ، القاعده دینی شعایر او مناسک په ډیره رزیلانه شکل زموږ په خلکو تحمیلوی او خلک د خپلو ګټو قربانی کوي ، الفایده ېې هغه دمجاهدینو او طالبانو رهبران – قوماندانان دی چې وطن ېې لوټ او هرڅه ېې غصب کړل او د توپک په زور ېې شیرپور ترکه او نن ملیونران او ملیاردران دی ، پرون ېې یو ګوډ خر نه لرلو ، الګایده هغه بیچاره ، بیسیواده ، او فقیران او ژنده پوشان دی چې ماشومان ېې ګدایی کوی یا په شهرونو او بازارو کی پلاستیکونه او کثافات جمع کوی او هره ورځ د حیواناتو غونته وژل کیژی او نه ریسان د وحشت ملی او نه ېې غربیان او نه خدای په قصه کی دی .

۲ – منطقوی اهداف ېې یعنی د روسې او چین د هیوادو تجزیه او تقسیم او هلته د اړو دوړ اوجنګو موضوعات د غرب په نفع نه دی عملی شوی .

۳ – هندوستان او پاکستان – چین او هندوستان – ایران او عراق – سوريي- لیبیا ته ېې تعرضی – تجاوزي – اشغالی او درژیمو تر منځ اختلافونو ته لمن وهل یوه اوږدمهاله ستراتیژي جوړه کړې تر څو په دغو هیوادو کې اوبه خړی کا او دوی ماهیان ونیسي او په دغو کار کی تر یوه حده موفق هم دی ، او ددغو هیوادو تر منځ اخلافات ساتل د غرب خاصتا امریکا د وسلو او مهاتو د کارتلانو او تراستانو لویو انحصارګرو کمپنیو په اشاره خپل ماموریت ته ادامه ورکوي .

۴ – دشمال ټلوالې په اشاره ېې طالبان د اف ۱۶ او ب ۵۲ طیارو په زریعه سلاټه کړل او ۲۰۰۰ طالب جنګیالی ېې په کانتینرو کی ووژل او نیمه ژوندي ېې په حیرتانو کی په خاوره ومنډل چايي پوشتنه ونه کړه ؟؟؟ خو بیرته د ( آی اس آی او سي آی ای ) په ګډو پلانو سره امریکایان وهڅول شول چی طالبان حمایه او ورسره اشتی وکړی او د پاکستان په حمایت باید طالبان په پاکستان کی تر هر ډول مادی او معنوی حمایت لاندی ژوندی وساتل شی او بیرته ېې مسلح او تربیت کا تر څو په ننیو جنګو کی د افغانستان او هندوستان په ضد ورنه استفاده وکړي ۵ – وسله وال پوځ ېې قصدی ( اجیر – تنظیمی – ففټي ففټي- سمتی- زبانی  او مصلحتی وساتلو ) او په راس کی ېې خاین – رشوت خواره – مزدور او اجنټ افسران چې هم د پاکستان او ایران سره اړیکی لری او هم د جهادی اسلامی تنظیمو د رهبرانو تر امر او فرمان لاندې کار او فعالیت کوي ، ددې تر څنګ د غربی مشاورینو تر حمایت او قوماندی لاندی وظایف اجرا کوی ، کوم نظامی تاکتیک – کوم نظامی تعلیمات – کوم نظامی جنرال دا منی چې باید عقب نشینی وکړو او ولایت او ولسوالی په طالبانو خرڅه کړو او ځانونه سرمایه دارکړو او بیا بیرته د خلکو د بې ستري په شمول او ددوی د جایدادو او شتمنیو په شمول او زیاتو تلفاتو په منلو سره د اشرارو نه ولایت او ولسوالی ونیسی ، مرګ ژوبله – تخریبات – اقتصادی زیانونه خلکو او وسله وال پوځ د ریس جمهور او ریس اجرایه له پاره اهمیت نه لری .

۶ – ټول دولتي( ملکی او نظامی ) پوستونه د تقسیماتو ۵۰٪ -۵۰٪ د ډبل عبدالله او اشرفک تر منځ ( خاینو – بسیواده – مزدورو – د پاکستان -ایران – عربستان سعدی – امریکا او غربیانو- او د تنظیمی رهبرانو تر منځ وویشل شول چی هماغه رشوتخوران – قاتلین هم پرون او هم نن په حکومت کی لوی لاس لری او هره ورځ د جنګ ادامه ددی دنمایندګانو شتون  ) بولم .

۷ – سیاست او دیپلوماسې دیوه وزیر او والی نه ده زده ، هر ولایت د ۵۰۰۰- ۲۷۰۰۰ سربازان او افسران لری ، او دشمن په هر ولایت کی تر ۵۰۰ نفرو زیات نه دی ، خو د امنیت ملی- پولیس ملی – اوردوی ملی ( چې یو هم ملی نه بولم ) له خوانه د دشمن د اوسیدو – د تربیت – ځایونه او کوم کسان ېې چې حمایه کوی کشف شوی نه دی ، دلیل د نه کشفیدو ېې د امنیتی اورګانو ډبله ګیم دی چې په ځان باور نه لری نو د ځان ساتلو له پاره د طالبانو سره اړیکی ساتی او د طالبانو په نفع کار کوی ، مهمات خرڅوی – تیل خرڅوی – وسلی خرڅوی – پوستې خر څوی – وسایط نقلیه او زرهی موټران خرڅوی .

۸ – چون دواړه ریسان ( ع او غ ) ، وزیران دیوه سره رشوت خواره او خاینین دی له همدی خاطره ېې یو جنرال – یو وزیر برطرف یا محاکمه نه کړو بلکه بر عکس ېې د سترجنرالی رتبی ورکړې .

څنګه کولای شوو له دغو بحرانه ځانونه وباسو ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

۱ – یوه وطن پرست – مستقل – مسلمان -اصیل افغان – جدی – حساب ده ، ریس جمهور ته اشد ضرورت دی .

۲ – چې فورا لویه اظطراری لویه جرګه را وغواړی او هلته څو مهم موضوعات په دوی تصویب کړي لکه ( د عسکري مکلفیت دوه کلنه اجباری دوره ) ، د ګارد ملی – ګارد محافظت ملی – ګارد خاص تهداب ایشودل او پرسړنل او قوماندانان ېې د ځوانو جنرالانو چې تنظیمی صبغه ونه لری ، په یوه اسلامی او نورو ګوندو کی عضویت ونه لری ددغو تشکیلاتو په راس کی تعین شي ، او دهغوی له خوانه نور افسران تعین او منظور شی، خلع سلاح عام وتام د جنرال صاحب دوستم تر امر او قوماندی لاندی په ټول هیواد کی عملی شی که هر چا وسله پټه یا چیرته خښه کړه او بیا کشف شوه هغو نفر ته د ۲۰ کالو بند سزا ورکړل شی — ټول معادن ملی اعلان شی او د معادنو د ساتلو -استخراج او نقل له پاره یو ۱۵۰۰۰ نفری قول اوردو چې معاش خور وی تشکیل شی ددغو معادنو نه اقلا ۷ ملیارده ډالره هر کال لاس ته درځي ، وزارتونه د اسلامی او چپي ګوندو تر منځ او بیطرفه ( پاکو – تحصیل کرده – متخصصو – فروفشنل – مسلکی کسانو ته ورکړل شی ) ،والیان د دکتور نجیب الله د وخت ډګروالانو او جنرالانو ته ورکړل شی چې هم جنګ مهار کا او هم دیوه تنظیمی او چپی ګوند تر تاثیر لاندی نه وی او په هر ولایت کی د ( چرګانو – مرغابیو – فیلمرغانو – شاتو مچیو – ماهیانو- شدو – مستو – پنیر – غوښو تولیدات دیوه کال په موده کی تکمیل کا او زمینه د خفیفه صنایعو مخصوصا ښځو له پاره مساعده کا  .

۳ – فورا د کابل د کانالیزاسیون پروژه شروع کا ، په کابل او نورو ولایتو کې د مکاتبو ، محاجرینو له پاره د ارزان قیمت کورو جوړول پیل کړې او محاجرین د پاکستان او ایران څخه بیرته هیواد ته را نقل کړې ډغه کار ډیر مهم او جدی دی .

۴- د وسله والپوځ له پاره د روسې سره ( د خفیفه او ثقیله مهماتو یوه فابریکه – د هلیکوپترو – جټ طیارو – او راکټ جوړولو فابریکی فورا قرارداد کړی او په ظرف د یوه کال کی دغه تولیدات پیل شی ، ددې کار له پاره باید اول یو نظامی کالج د لیلیی په شکل د لایقو او په ساینسی رشته کی د شاګردانو جذبول د کانکور په حساب تطبیق شی ) ،دلته شاید یو ملیارد ډالرمصرف شی ، دولت مجبور دی دغه پیسې پیدا او دیوه هیواد امر او فرمان ته منتظر نه شي .

۵ – یو مدرن او تر یوې قوماندې لاندې ملی وسله وال پوځ تشکیل کړۍ چې تعداد ېې ( اوردو ۲۲۰۰۰۰ نفره — وزارت داخله ۱۸۰۰۰۰ نفره — امنیت ملی ۲۰۰۰۰۰ نفره ) جمعا باید ( ۶۰۰۰۰۰ ) نفره سربازان ، خوردظابطان ، افسران ، زنانه او مردانه تشکیل شی ، او هرکله چې دغه تشکیلات دیوه کال په موده کی تکمیل شي او د هر سرباز معاش ۲۰۰۰ افغانۍ تعین شی ، افسرانو ته د رتبې په سویه معاشونه تنظیم شی او افسرانو ته د هستوګنی کورونه ۱۰۰٪ جوړ شي ، او فورا غربی هیوادو ته د بیرته وتلو امر او فرمان صادر شی او حتی یوه نظامی او ملکی مشاور ته ضروت نشته ، البته په مدرنو تخنیکی موضوعاتو کی دوزیرانو په پیشنهاد مشاورین نیول کیژی البته د لڼد محاله له پاره زموږ افغانان باید ځانونه ورسوي او د مشاورینو ځای ډک کړي .

۶ – تریاک – چرس او هیرویین فقط ددریو کالو په موده کی د ریاست عمومی امنیت له خوانه خریداری او په خارجیانو وپلورل شی او هر کال ددی موادو د کشت مخه ونیول شی او هر کال اقلا ۳۰ ملیارده ډالره مفاد تر لاسه کړۍ .

۷ – ملا امامان – روحانیون باید د سیواد اموزۍ په مورد کی جهاد اعلان کړی او په کلیو کی د کورنی دغړو په ذریعه خپل فامیلونه یا نران د ملانو له خوانه په ظرف د دریو کالو کی باسیواده شیاو هر ملا امام ته اقلا ۵۰۰۰ افغانۍ معاش منظور شی  او همدا رنګه یوه سرتاسري شورا د ملانو دسره جوړه شی او ددې شورا له خوانه یو تعداد ملان د وسله واأ پوځ سره د مرستو او مذهبی عباداتو داداکولو په خاطر وګمارل شی او یو تعداد نور باید دهر وزیر د مشاور په حیث وظیفه اجرا کړی او ماهوار معاش ېې اقلا ۱۵۰۰۰ افغانۍ تعین شی ،  او هلته صرف د پیسوپه مصرف او پروژو او دهغو په کیفیت نظارت ولری د وزیرانو په اموراتو کی مداخله نه شی کولای