آرامگاه مونیخ !

تاریخ انتشار :28.07.2025 hoshyaresmaeil2017@hotmail.com سیرک تابستانی «همکاری ملی برای نجات ایران» در…

انار مفتی

خانم “انار مفتی” (به کُردی: هەنار موفتی) شاعر کُرد زبان،…

مانور های سیاسی طالبان در غیاب یک اوپوزوسیون قدرتمند

نویسنده: مهرالدین مشید دورنمای ثبات و بحران در افغانستان؛ سکوت سنگین…

از منظر مکتب دینی فلسفی من بیش از نه می‌دانم…

امید و توحش، جان‌مایه‌ی ماندن از آشوب‌ها و کجایی جای‌گاه نویسنده‌گان…

جمعآوری کتابها و دستگیری جمعی زنان و دختران توسط عمال…

نوشته بصیر دهزاد در هفته گذشته رژیم اختناق ، ظالم  زن …

نمونه ی چند از سروده های خانم مفتوحه ایماق به…

 زیارتگاه مفتوحه ایماق در حضیره اندخوییان شهدای صالحین کابل - افغانستان آق …

 مکتب دینی فلسفی «من بیش از این نه  می‌دانم»، از…

فرستنده: محمدعثمان نجیب مکتب دینی–فلسفی «من بیش از این نمی‌دانم» با…

اگرعمل نداریم!

امین الله مفکر امینی     2025-21-07! تا کی سخــن رانیــــــم زوحدتی همه ابنـــــــای…

دمیدن صور در نفخ خاطره ها

نویسنده: مهرالدین مشید از سنگ بابه کلان تا سنگ های سوخته…

رفقا نباید در دوئل های عشقی شرکت کنند!

Ferdinand Lassalle (1825-1864) آرام بختیاری فردیناند لاسال،- مرگ بدلیل یک دوئل عشقی. جوانمرگی…

اعلامیه بنیاد فرهنگی اوستا در باره سرکوب و اخراج جبری…

در ماه های اخیر برخوردهای خشن در برابر پناهجویان افغان…

غمنامه ی غمگنانه ی خونین من

غرب، حامی و مسئول این‌همه جنایات و خونریزی است! سلیمان کبیر…

فراخوان دهمین دوسالانه‌‌ی «داستان کوتاه نارنج» اوایل مردادماه منتشر می‌شود

 کوتاه نارنج» اوایل مردادماه  ۱۴۰۴ با رونمایی از کتاب باغ نارنج، پوستر و…

زبان هویت 

رسول پویان  گـویند که دنـبه از درون می گندد  کُخ میزند وبه…

 باز هم وحدت 

از رفیقان  دور بودن  نا رو ا ست زیر پا کردن …

اداره طالبان و جایگاه افغانستان در ژئوپولیتیک کشورهای منطقه و…

نویسنده: مهرالدین مشید از دولت منزوی تا مهره‌ ناپایدار در بازی…

دیدگاهی بر وخامت اوضاع بین المللی و موانع موجود در…

نوشته از یصیر دهزاد  اوضاع پر از وخامت بین المللی به…

مشخصات یک جامعه‌ی عادلانه

مفهوم عدالت اجتماعی همواره یکی از بنیادی‌ترین و در عین‌حال…

این بار توطیه برضد مردم افغانستان سنگین تر و پیچیده…

نویسنده: مهرالدین مشید سرزمینی امروز به نام  افغانستان هرچند از سده…

اسدالله بلهار جلالزي

له خوږ ژبي شاعر، تکړه کیسه لیکونکي او ژورنالیست ښاغلي…

«
»

ښه حکومت داری یعنې څه او څه وخت رامنځ ته کیژي  ؟؟؟

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک لندن د فیبروری ۲۶مه ۲۰۱۵ کال

ښه حکومت دیوه هیواد د امنیت ، پرمختیا ، ترقۍ ، دخلکو تر منځ د نیکو
اړیکو ، تحصیل ، صحت ، زراعتي ودې ، او د همسایه ګانو سره د انډول ساتلو
یو مهم جز یا مهم ارګان شمیرل کیژي او په بین المللی سطح  ښه حکومت د ملی
او بین المللی اړیکو او فیصلو او تصامیمو په نیولو کې خورا لوی او مهم
نقش لوبولای شی .

افغانستان دغه شپږ میاشتی کیژي چې نیمګړې په نوسان او زړه نا زړه تصامیمو
او فیصلو کی د خارجی ابرقدرتو او همسایه ګانو د ډیکټات تر تاثیر لاندې
دیوه ښه حکومت د جوړیدو تصمیم نه شي عملی کولای ، ښه حکومت داری د
ولسوالۍ دیوه ( سپاهی ، یوه بلوک مشر ، یوه سرکاتب ، یوه مامور ، یوه
قوماندان امنیه ، یوه قاضی ، یوه محرر ، یوه خزانه دار ، او یوه ولسوال
نه شروع او را منځ ته کیدای شي ) چې د یوه سره باید وطن ته وطندارانو ته
پاک – صادق – با مسولیته – غمخواره – زړه سوانده – با رحمه – د ملی وحدت
غوشتونکی – یوبل په غیږ کی نیونکي ( همدیګر پذیره ) دوست او دشمن وپیژني
، دشمن ته خوله ماتونکۍ ځواب ورکړي ، هیڅکله ددشمن سره د خلکو په وژلو ،
دخلکو په ځورولو ، د خلکو په چورولو او بیناموسه کولو کی شریک ونه ووسي
باسیواده کسانو ته اشد ضرورت دی ، نني مامورین چې پورته ېې ما نامونه
واخیستل باید د یوه سره تبدیل شی په دوی کی یو هم پاک او ښه سړۍنشته ///
اوس به یو تعداد کسان وایی ډیر زیات ېې ښه خلک دی ؟؟؟ نو که ښه خلک وی
ولی په کلیو کی د افغانستان د خلکو رنګ رنګ دشمنان شتون لری ، ولې
رشوتونه او اداری فساد ادامه لری ، ولی امنیت نشته ، ولې د کوچنیانو سره
لواتت او زنا ادامه لری ، ولې د پاکستان او ایران مزدوران او نمایندګان
هلته شتون لری او اکثریت ولسوالي تر ننه ددشمن په لاس کی دی او ولې هلته
امنیت نشته ، ګویا چې نني مامورین د ولسوالیو او ولایتو دیوه سره دوه مخۍ
سیاست کوی هم ددولت رسمی نماینده ګان دی او هم د دشمن کارتونه او عضویت
لری او ددشمن سره همکاری کوی ، اوس باید ریس جمهور او ریس اجرایه که د ښې
حکومت داری ژمنه کوی باید د ولایتواو ولسوالیو ټول مامورین تبدیل کړي
یعنې ((  والی – قوماندان امنیه – ریس امنیت ولایت – قوماندان لوا یا غند
مربوطه وزارت دفاع – قوماندان سرحدی – امر امنیت څارندوی – مستوفی – ریس
ګمرک – شاروال – قاضیان  )) او دولسوالۍ می دمخه یاد کړل ، دغو کسانو دغه
۱۳ کاله د خپلو منافعو او ځانونه سرمایه داریدو او د ژوندی پاتیکیدو په
خاطر د افغانستان داخلی او خارجی دشمنان سره د جیوال خوله نیولې وه چې تر
ننه د بی امنیو سره مواجه یو او هر یو نن ملیونر دی ، د نوی حکومت وظیفه
هلته تر سره کیژي چې ددغو کسانو په ځای نوې تحصیل یافته – باتجربه – پاک
او وطن دوسته ، وطن او ملی نوامیسو ته متعهد او وفادارکسان وګماری او د
ریس جمهور ټول اوامر او فرامین او دساتیر په بشپړه توګه عملی کړې هغه وخت
ښه حکومت داری را منځ ته کیژي او زموږ هیواد د ( پاکستان – ایران –
عربانو – امریکا او غرب له ) دیکټاته خلاصیژي او یوه مستقل ریس جمهور به
ولرو ، نن زموږ د ریس جمهور لاسونه تړلي دی ، استقلالیت د تعین او تقرر –
نو اورۍ او نوسازۍ – نویو ابتکاراتو – وسله وال پوځ د اکمالاتو او په
هیواد کی د وسلو او مهماتو د جوړیدو حق او اجازه نه لري ، که ېې لري او
نه ېې کوی نو بیا باید ځان یو طرفه مسول وګڼي .

جناب ریس صاحب جمهوراشرف غنی  لطفا د خپل مشاورین بې طرفه ، پوه ، متخصص
، کسان تعین کړه چې د تعصباتو درلودونکی کسان نه وی ، ځکه د عالمانو –
تحصیلکرده ګانو – لایقو – متخصص – بیواسطې کسانو نامونه تاته نه درکوی ،
دوی همیشه اول د خپلوانو او بیا د هم پیکه او هم مجلسه او هم خویه ابن
الوقته ، چاپلوسانو او غوړمالانو ، تفرقه اچونکو کسانو لستونه درکوی او
بل اخره وطن بیرته د کرزي حکومت طرف ته رهنمایی کوی  ، له پاره ددی چې حق
حقدار ته ورسیژي لطفا د والی – قوماندان امنیه – شاروالیو – دګمرک
دریسانو – د مستوفیانو – او ریاست امنیت د والایتی ریسانو – دسرحدونو
قوماندانانو- سفیرانو – شاردزافرانو – اتشه ګانو –قنسلګرانو ، یعنی مهمو
چوکیو له پاره کاندیدان باید اقلا دهر مقام له پاره ۵ نفره کاندان وی او
ددوی تر منځ بیا باید تر ټول لایق او پوه او باتجربه او پاک نفر د انتر
ویو وروسته بیدون له واسطې او د بل له معرفت نه پرته  په دغو یا هغو پوست
وګمارل شي ، که دغه کار همدا نن ونه کړې ښه حکومت داری نه را منځ ته کیژي
او ضرور نه ده چې ددغو پوستو له پاره د ۵۰ – ۵۰٪ تقسیمات د ریس اجرایه
سره ومنې .