از  روح الله خمینی تا هبت الله؛ دو گلوله، دو…

نویسنده: مهرالدین مشید هبت الله گلوله ای از اعماق تاریخ؛ اما…

اولادی مبارزِ وطن!

امین الله مفکر امینی                    2026-13-04! بــی بنیاد میگردد پایه های ظلم وستـــم…

بلز پاسکال

هغه فرانسوی فیلسوف، اختراع کونکی، ریاضی پوه، فزیک پوه، الهیات…

مذاکرات هیئت های افغانستان

و پاکستان با پا در میانی چین یک روز قبل از…

افغانستان در آجندای مذاکرات اسلام آباد

عبدالصمد ازهر                …

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت نشر شد 

رنه ډکارت

دی د پنځلسمې پېړۍ یو فرانسوي فیلسوف، ریاضی پوه، فزیک…

ماکسیم گورکی

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده‌ی کلاسیک ادبیات روسیه و شوروی، نویسنده‌ی برجسته‌ی…

جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

منطق سود و ویرانی: تحلیل مارکسیستی جنگ و استثمار در…

 تقابل کثرت‌گرایی و واقعیت طبقاتی درحالی‌که نظریه‌پردازان کثرت‌گرا (پلورالیست)، جامعه را…

جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

«
»

څوک سوله نه غواړي، حکومت که طالبان ؟

لسيزي کيږي دلته جګړه روانه ده او هره ورځ له لسګونو کورونو څخه جنازې پورته کیږي. دواړو لورو ته افغانان وژل کيږي او دواړو لورو ته افغانې ميندې بورې کيږي، دواړو لورو ته د افغان پلار ملا د خپل تنکي زلمي ځوی په مرګ سره ماتيږي، دواړو لورو ته افغانه ناوې کونډه کيږي او دواړو لورو ته افغان بچی يتيم کيږي. خلاصه دا چې دواړو لورو ته د افغان وينه تويږي خو ګټه يې پردي اخلي. تر ټولو دردوونکې لا دا چې دواړه لوري د اسلام دعوه کوي او يو د بل وينه تويول ځان ته روا او خپل ځان پر حقه بولي.

دښمن کرار د خير په غونډۍ ناست دی او له دې نظارې خوند اخلي، په منځ کې يې افغان ولس دل شو. نړيوال مو په سرونو سوداګانې کوي او دلته له افغانستان څخه د کربلا دښته جوړه شوې او افغانان په کې قتليږي. طالب لکه نانځکه کله د يوې استخباراتي شبکې په غيږ کې پريوځي او که د بلې، کله يې يو هيواد د بل په مقابل کې کاروي او کله يې بل د خپلو ګټو لپاره کاروي. طالب هم يا په شعوري او يا لا شعوري ډول افغان وژنې پروژه مخ ته وړي او فکر کوي چې ګويا له نبي کريم ص او صحابه کرامو رضی الله عنهم څخه وروسته يواځې همدوی دي چې د اسلام ساتنه به کوي. دا په داسې حال کې ده چې د افغان جګړې په اړه د افغان او د نورې نړۍ د ديني عالمانو فتواو له طالبه دا وسيله هم واخيستله او نور نو د افغان وژنې د پروژې د مخته وړلو لپاره هيڅ دليل نه دی ورپاتې.

سولې ته د حکومت نيت

وروسته له هغې چې په وروستيو درېيو لسيزو کې د لومړي ځل لپاره له وسله والو طالبانو سره اوربند وکړ او دغه اوربند د ولس او نړيوالو له تود هرکلی سره مخ شو؛ اوس افغان حکومت پتېلې چې په راروان لوی اختر کې هم له وسله والو طالبانو سره اوربند اعلان کړي. افغان حکومت د لومړي ځل لپاره د تېرې مياشتې له ۲۷ مې څخه د کوچني اختر تر پنځمې ورځې پورې يو طرفه اوربند اعلان کړ چې بيا طالبانو فقط د اختر درې ورځې اوربند وکړ. بيا ورپسې افغان حکومت د خلکو په غوښتنه لس نور هم اوربند وغځولو خو طالبانو اوربند رد کړ او زياته يې کړه چې خپلو جګړو ته به دوام ورکوي.

دغه اوربند که څه هم د ځينو سياسي ډلو او افرادو غبرګون يې له ځانه سره درلود خو په ټوله کې په لوړه کچه د ولس لخوا له هرکلي سره مخ شو. دغې اوربند وښودله افغان حکومت نيت لري خو که مقابل لوری ورسره د مذاکراتو ميز ته کيني. له اوربند وروسته د افغان جګړې په اړه د دیني عالمانو فتواوو دا په اثبات ورسوله چې اشرف غني نور د افغان جګړې پايته رسول غواړي خو يواځې طالب دی چې په شعوري يا لا شعوري ډول د جنګ لپاره پلمې لټوي او په افغان حکومت باور نه کوي.

آيا طالبان د سولې اراده لري؟

که څه هم له وړاندې ويل کیږي چې د افغانستان جګړه استخباراتي ده او تر هغې به دوام وکړي څو پورې چې دلته د هغوی ګټي خوندي وي، خو په وروستيو کې د افغان حکومت د سولې له هڅو وروسته د طالبانو دريځ په کتو داسې معلوميږي چې دغه ډ‌له په خپل واک کې نه بلکې د نورو په امر چليږي. طالبانو او دلته په هيواد کې ځينو سياسی ډلو تل په حکومت تور پورې کړی چې د سولې نيت او اراده نه لري خو د ولسمشر غني وروستيو هڅو وښودله چې غني د سولې نيت لري خو دا طالبان دي چې سولې ته بهانې لټوي.

حکومت تل طالبان د سولې مذاکراتو ته رابللي خو طالب ټينګار له امريکا سره په خبرو کړی دی. خو په وروستيو کې چې له طالبانو سره د امريکا د مستقيمو خبرو خبرونه خپاره شول، طالبانو مستقيم غبرګون وښود او له امریکا د مخامخ خبرو لپاره يې هم شرط کېښود. طالبانو ويلي چې تر خبرو مخکې دې د دوی د مشرانو نومونه له تور لیسته وایستل شي. که څه هم د امریکا بهرنيو چارو وزارت له طالبانو سره مستقیمې خبرې بېرته رد کړلې خو طالب له دې ويرې چې ګويا امریکا به يې د جنګ دا پلمه هم له منځه يوسي او مخامخ خبرې به وکړي؛ سمدستي يې خپل نظر بدل او د مخامخ خبرو لپاره يې هم شرط کېښود. له دې ټولو داسې ښکاري چې طالب سوله نه بلکې جنګ غواړي او د سولې لپاره نيت نه لري.

په جنګ کې چا تاوان وکړ؟

کلونه کیږي چې طالبان خپل جنګ د امريکايانو په حضور توجیه کوي، طالبانو وايې تر هغې چې دلته امريکايان موجود وي دوی خپلې جګړې ته ادامه ورکوي. په داسې حال کې چې په جګړه کې يې کابو ۹۸ سلنه ټول افغانان وژل کيږي، ډېر کم داسې پيښيږي چې بهرنيو ځواکونو ته دې په جګړه کې زيان اوښتی وي. هغومره زیان چې څو لسيزو کې افغان ولس وليد او شهيدان يې ورکړ، د دې په ۰،۰۵ فيصده يې هم بهرنيانو ته نه دی رسيدلی. طالب يواځې د افغان وژنې پروژه ده او بس.

لیکنه : خوشحال آصفي