په اروپا کې د کډوالو پر وړاندې د کرکې زیاتوالی

حميدالله بسيا
داسې ښکاري چې د کډوالو لپاره نور د اروپايي هېوادونو د مېلمهپالنې او ښه راغلاست دوره پای ته رسېږي. دا هغه دوره وه چې يو وخت اروپا د ازادۍ، برابري او ورورولۍ شمعه ګڼل کېده، خو اوس د بربنډې کرکې او سياسي لوبو تر سيوري لاندې دا شمعه تته او مړه کېږي. په اروپا کې کډوالو ته نور هغه تود هرکلی نه شته چې يو وخت د نړۍ له بېوزلو او جګړهځپلو خلکو سره وو. اوس دلته د هغو کسانو لپاره ځای نه دی پاتې، چې له جګړې، لوږې او بېکارۍ څخه د خلاصون په لټه کې دې لويې وچې ته ورکډه شوي دي.
په ځانګړي ډول د سوريې ،هندوستان، افغانستان، فلسطين او نورو آسيايي او افريقايي هېوادونو کډوال دا سخت بدلون په خپلو سترګو ويني. هغوی فکر کاوه چې اروپا به د امن، کار او عزت ځای وي، خو په عمل کې اوس دوی ويني چې د نژادپالنې او سياسي محاسباتو قرباني شول.
په ځانګړي ډول برتانيا چې ډېرې کډوالو خپل نوې کورګاڼه ، خو اوس د هرکلي پر ځای، د تاوتريخوالي، بېپروايۍ او تورونو له فضا سره مخ کېږي. رسنۍ لکه په فيسبوک ، ټويټر او يوټيوب کې به په سلګونو داسې ويډيوګانې ووينئ چې پکې د همدې کډوالو هره تېروتنه ډېره غټه ښيي، داسې چې ګواکې د ټول ملت ستونزې د دوی له امله دي. خو که دا تېروتنه يو اروپايي وګړی وکړي، چوپتيا حاکمه وي. برتانوي ټولنه د ملي شعارونو تر اغېز لاندې داسې حالت ته رسېدلې ده چې تقريبا هر کډوال او ورتلونکی کس ورته دښمن ښکاري.
د دې حالت تر ټولو څرګند انځور د سپتمبر په ۱۳مه په لندن کې تر سره شوې لاريون و چې شعار يې «Unite the Kingdom» و. نږدې ۱۱۰ زره کسان د مهاجرت پر ضد راټول شوي وو. د مظاهرې مشري يو جنجالي فعال ټومي رابنسن کوله، نوموړي دا لړۍ يو «انقلاب» وبلله. د ده د ژوندۍ خپرونې د نندارې لپاره له يو نيم ميليون زيات کسان ناست وو دا خپله ښيي چې د کرکې اوازه څومره چټکه خپرېږي.
لاريون کوونکي د غوسې يوه وجه دا وه چې حکومت د کډوالو د استوګنې لپاره هوټلونه په دولتي بوديجه نيسي . هغوی دا د خلکو د مالياتوضایع کېدل بولي. خو دوی نه ګوري چې د بريتانيې د ټولنيزو خدمتونو يو لوی بار همدا کډوال پر اوږو وړي روغتيا، ترانسپورت، پاککارۍ، او ساختماني سکتور ډېری کارونه د دوی له برکته روان دي.
دا لانجه د حکومت تر لوړو پوړونو ورسېده. صدراعظم کير ستارمر د فشار د کمولو لپاره وړانديز وکړ چې کډوال دې په زړو پوځي اډو کې ځای پر ځای شي. دا پرېکړه په ظاهره د نظم او امن لپاره ده، خو په حقيقت کې د بشري آزادۍ د پولو ماتول دي. ځکه پخوانۍ پوځۍ بارکونه اوس د بېوسه انسانانو د بند سيمې ګرځي او دا حالت د دويمې نړيوالې جګړې د ګېټو پېښه رايادوي. په دويمه نړيواله جګړه کې نازيانو د یهودانو لپاره ځانګړې تړلې سیمې جوړې کړې چې «ګېټو» بلل کېدې.
په دې سیمو کې یهودان له ټولنې جلا، د لوږې، ناروغۍ او ظلم ښکار وو. تاريخ تکرارېږي او له دويمې نړيوالې ج د نژادي صفا والي، د “خالص ملت” او له پرديو څخه د هېواد د پاکولو شعارونه بيا راژوندي شوي دي. اروپا يو ځل بيا د هغه پخواني غرور له لارې د انسانيت له ازموينې تېريږي.
هغه مهاجر چې يو وخت يې د بريتانيا د مېلمهپالنې کيسې اورېدلې وې، اوس ځان د کرکې په منځ کې ګوري. دوی باور کړی و چې لندن د انسانيت زړه دی، خو دا زړه اوس يخ شوی دی. په شلمه پېړۍ کې، کله چې برتانيا له اقتصادي بحران له سره مخ وه، همدغه بهرني کارګران وو چې د انګلستان ماشين يې په خوځنده وساته.
کډوال د يو هېواد د کاري ځواک تشه ډکوي له روغتيايي خدماتو نيولې بيا تر ټکنالوژۍ پورې. د دوی د مالياتو له لارې د دولت بوديجه بډایه کېږي، نوښتونو ته وده ورکوي او د سوداګرۍ فضا روانه ساتي. حتی د کډوالو د کار له برکته، د بريتانيا د ملي روغتيايي خدمت (NHS) نظام لا فعال دی. خو اوس هماغه خلک چې دا هرڅه یې روان او دوان ساتلي دي د تورونو هدف ګرځول شوي.
په حقيقت کې، د بريتانيې د اوسنۍ نوي بڼې بکګراونډ همدغو کډوالو جوړ کړی دی. د احصايې له مخې، له ۳۷ تر ۴۱ سلنه اوسني بريتانوي وګړي د برتانيا له پولو د باندې زېږېدلي دي. لندن د نړۍ له درې سوه ژبو ډک يو سترښار دی. دا ژبې د تنوع، کلتور او انسانيت غږونه دي که دا غږونه چوپ شي، نو بريتانيا به د کرکې د دېوالونو تر منځ بند، يوازې يو سوړ او بې خونده ټاپو پاتې شي.
نن کډوالو سره يو ځل بيا د دويمې کچې انسانانو په څېر چلند کېږي. لومړی د دوی کاراو فزيکي قوت د هېواد اقتصاد د ملاتړ لپاره کارول کېږي، وروسته بيا د سياسي امتياز لپاره قرباني کېږي. دا يو ډول نوی استعماري چلند دی
اروپا که غواړي د خپل تمدن بقا وساتي، بايد بېرته د انسانيت پر لور را وګرځي. د اغزن تارونو، نفرتي شعارونو او ملي تعصب له لارې ملتونه نه لوړېږي، بلکې د همدردۍ، عدالت او ورورولۍ له لارې دا چاره شونې ده. دا بايد وپېژني چې هر مهاجر يو غږ لري، يو خوب لري، او دا خوب د ژوند، امن او عزت غوښتنه ده ، هغه ارزښتونه چې يو وخت خپله اروپا پرې ویاړ کاوه.