نامه‌ی سرگشاده از سوی یک مهاجر، به صدراعظم آلمان!

آمریکا به سیم آخر زد. حمله‌ی آمریکا بر ایران، دردسر…

تنش میان ایران و اسراییل و پس لرزه های بحران…

نویسنده: مهرالدین مشید وارد شدن امریکا در جنگ و به صدا…

عزّ و شرف وطن 

در خانـه قـوی باش که چوراچور است  دزدان به کمین فانوس…

فطرتی انسانی

امرالدین نیکپی در اوایل دانشگاه ، داستان‌های مذهبی بسیاری دربارهٔ طرد…

جهان صلح وصفا!

امین الله مفکر امینی                   2025-19-06 جهانـی صلح وصفـــای بشربماتم کشیـــــده جـاهــــلانیکی برسیاستهای…

سرنوشت انسان امروز در چنگال مومیایی فروشان دیروز

نویسنده: مهرالدین مشید زنده گی مدرن در آینۀ زوال تاریخی در جهان…

سیمون دوبوار،- رفاقت و عشق اگزستنسیالیستی

Beauvoir, Simone de (1908- 1986). آرام بختیاری سیمونه و سارتر،- ازدواج سفید…

کتاب زبدۀ تاریخ

رسول پویان فسانه خوان وفسون سرگذشت موسارا مگـر خـرد بکــنــد حـل ایـن…

چرا مردان از زنان قوی تر نیستند؟ پروفیسور دکتر شمس سینا بخش…

حقیقت فرا ذهنی: بنیاد برترین واقعیت

ذهنیت به مفهوم تفکر٬ و تعقل از جوهر حقیقت٬ بنیاد…

ژرفنای فاجعه در افغانستان و سناریو های فراراه ی طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید ستم طالبان و ایستادگی ملت؛ اراده مردم افغانستان…

پایداری

ثبا ت و پا یداری را نمانده  قدر و مقدارش چنان…

مهر پدر

دستت پدر ببوسم و سر هم به پای تومیخواهم آنچه…

نمونه هایی از کهنترین اشعار فارسی

تا بدانجا رسیده دانش من که بدانم همی که نادانم ( ابو…

ترامپ و بازتعریف روابط بین‌المللی؛ از تنش‌های ژئوپلیتیک تا دیپلماسی…

نویسنده: مهرالدین مشید ترامپ از دور زدن تنش های دیپلوماتیک تا…

چرا مردان از زنان قوی تر نیستند؟

پروفیسور دکتر شمس سینا بخش دوم درین جا می خوانید: -چطور میتواند یک…

پرتو عقل و خرد 

رسول پویان  جهان که در دل دانش می‏کند تابـش  به جهل تیره…

نامه‌ی سرگشاده‌ی محمدعثمان نجیب، بنیادگذار مکتب دینی-فلسفی من بیش از…

آقای ترامپ! تو نه در قامت یک سیاست‌مدار آمدی، نه به…

افغانستان، میان دو لبه تیغ؛ تحول نرم یا سقوط ساختاری

نویسنده: مهرالدین مشید نجات افغانستان در گرو راهی؛ میان تحول نرم…

دولت: کاملِ ناتمام...!

دولت یا خدمات عامه و زمانیکه توسط میثاق مردمی همانا…

«
»

پریشانه ولولې

لیکنه : سمیع الدین افغاني

۳-۳-۲۰۱۷ م۰کال

پریشانه ولولې   د ارواښاد خیال محمد کټوازي صیب هـغه  شعري ټولګه ده چې په( ۱۳۸۳) لمریز کال کې دمیوندخپرندویه  ټولنې له خوا د چاپه راوتلې ده۰

نوموړې  شعري ټولګه چې شاو خــوا ( ۱۱۲)  قطعه اشعارو ته په ( ۱۱۷) مخونو کې  ځای ورکړل شوی په مختلفو فورمونو کې  لکه حماسي د مینې او محبت ، غزل لنډۍ ،څـــلوریزې  ،لوبې  ،بګتۍ او نظمونو په ډول راوستل شوي چې یو شمیریې د (رڼا بهیر )تر سرلیک د کتوازي صیب دلمړنۍ شعري ټولګې څخه چې په (۱۳۸۵) ه ش کې دچاپه راوتلې ده را نقل شوي  او څـــه یې بیا  د څرخي پله زندان  د وختونو خاطرې او څه نور یې بیا په مهاجرت او جلا وطني کې لیکل شوي اشعار دي چې دپریشانه ولولود شعري مجموعې محتوا یي جوړه کړې ده ۰

د پریشانه ولولې په هکله اروا ښادخیال محمد کټوازی صیب په خپلو یاد داشتونو کې لیکي چې پدغه شعري ټولګه کې ډیری هغه شعرونه راوستل شوي کوم چې د( ۱۹۹۸) میلادي کال دجـــولای دمیاشتې نه شروع بیا د همدې کال تر پایه پورې لیکل شوي دی ۰

د خیال محمد کټوازي صیب په هکله:

اروا ښاد خیال محمد کټوازی د عبدالغفارځوی په کال (۱۳۲۹) ه ش کال د پکتیکا ولایت د مرکز د ښرنې د ملکانو پـــه کلي کې زیږیدلی،لمړنۍ زده کړې یې دښرنې دعلي بابا په لیسه کې نورې زدکړې یې د رحمان بابااو لوړ تحصیلات یې د کابل پــوهنتون د ادبیاتوپوهنځۍ د ژوورنالیزم په څانګه کې سرته رسولي دي۰

شاعر، ژورنالست. لیکوال او د اطلاعاتو او کلتور پخوانی وزیر خیال محمد کټوازی صیب هغه علمي ادبي او سیاسي شخصیت ، د ټینګ عزم  او قوي ارادې لرونکی ادیب ،شاعر او لیکوال وه چې په پوره متانت ،عزم او ارادې سره د خپل سپیڅلي ارمان په لور روان  او  پدې لار کې بې له شکه هر ډول مبارزې اوسر ښندنې  ته چمتو وه چې  د بیلګې په توګه  د قرباني ترسر لیک د احساسه ډک شعر ته یې د دوستانو پام را ګرځوم:

قرباني  

په غبرګو ځولنو کې د اختیارسره درځم

ستاغیږې تــه مرګیه د ایثار سره درځم

 

نوبت ته دې ولاړ یمه د نیل حریصه روده

لږ صبر راته وکــړه د سینګار سره درځم

 

زما د زړه د کومې د منصور اروا ته وایه

مزار ته دې په غاړه کې د دار سره درځم

 

د حق ادا کول خو قرباني د ځواني غواړي

ارمانه صدقې تـــه له مزار سره درځـــم

 

پیرو د پروانې ته د اورونو لمبې څه دي

د مینې ازمویښت ته له انګار سره درځم

 

خزان مې په ګلزارد اروزګانو باندې راغی

فریاد تـــه به مـــاتمه د بهار سره درځم

 

پیالې مې پورته کړي د وطن دعشق له میو

د سر پـــه پیمانه کـې د خمار سره درځم

 

ستا توره او قلـــم مې مشالونه د سفر دي

دربار ته دې خوشاله د ټینګارسره درځم

 

«کامران دې وي وطن او ککرۍ دې زما نذر»

د ننګ د بیړۍ نـــوحــه له تلوار سره درځم

 

د زړه دوینو رنګ مې د سینې ټپونه سپړي

یوګل د پسرلي یـــم لـــه پرهار سره درځم

 

د«خیال»په تصور کـــې دوطن د الهام ناوې

سلام تـــه دې د عشق له افتخار سره درځم

—————————-

۱۳۶۴ه ش کال

د څرخي پله زندان

د اروا ښاد خیال محمد کټوازي دعلمي ، ادبي او سیاسې شخصیت د پیژندنې لپار به د یو فرد د وس او تــوانه اوچته خبر وي   د داسې

علمي شخصیتونود پیژندنې لپار علمي سیمینارونو او کنفراسونو ته اړتیا ده چې دهغه کارنامې ، زیاراو د ژوند فعالیتونه وڅیړي او داسې شخصیتونه هیواد والو اونړیوالوته ور وپیژني خو زه پدې لنډه لیکنه کې دپریشانه ولولې تر سرلیک د کټوازي صیب دویمې شعري ټولګې څخه یو څو شعري بیلګې  د شعر او ادب مینه والو سره شریکوم ۰

کټوازی صیب د بدلون تر سرلیک په خپل یو شعر کې داسې لیکي:

یو جـــام راته جـــانانه د جنون راواړوه

د صبر په چوپتیا کې مې پاڅون راواړوه

 

دعشق د سمندر د قسمتونو جـــاله وانه

د برخې په توپان کې مې بدلون راواړوه

 

د هجر د تورتم د سپیده چاودپه سرانجام کې

سپین مخ لـــکه د لـــمرد سباوون راواړوه

 

د بنګو پیمانه راکړه د سترګو د خماره

یو اور مې په ګوګل کې د لړمون راواړوه

 

زما د سوي زړه دفـــریادونو سر طبیبه

درمل مـــې د رنځونو د بیلتون راواړوه

 

چې لاره ترمنزله یې په لراو برکې یو شي

دې ورکـــو پښتنوتـــه پيوستون راواړوه

 

د ژوند کرلی بڼ دی پـــه سېلیو کې بهاره

د«خیال» دهیلوګل پکې زرغـــون راواړوه

———————

 

کتوازی صیب په لاندیني شعر کې د هیواد ناخوالې او بې عدالتیو سره لاس او ګریوان دي او د بغاوت تر سر لیک شعر کې داسې لیکي:

بې غوټيو پسرلی شود ګلونو بهار چیرې

له سېلیو تپوس وکړه د بلبلو چغار چیرې

 

نور دسر د بـــاج تړون ورسره نه منو اجله

مونږلښکردبغاوت یودا ووه سری ښامارچیرې

 

بندیوان د جیل ته وایه چې د مینې لیوني یو

خپل سرونه درته راوړل راته وښایه دار چیرې

 

د خلوت د تـــروږمۍ نه د رڼاپـــه تمه وزو

دهجران په توروشپو کې دسرتیروکرارچيرې

 

بې جلبه کـــاروانـــونه لتوی ورک رباتونه

خپل جرس اوڅاروان غواړي داړیکومهارچیرې

 

خیاله سروریت شوی ښه دی نه ټیټ شوی دبل پښوته

چې لمبه لکه پتنګ شي د سکروټې انګار چیرې

————————————

دا وه دپریشانه ولولې د ګلبڼ څخه یو څو بیلګې ،هیله ده چې  د شعر او ادب مینه والو یو څه ادبي تنده پرې ماته شوې وي ۰

خیال محمد کټوازي صیب  په ورستیو کې دجلا وطني او د کړاونوډک ژوند له وجې ناروغه اوڅو ځلي روغتون کې د معالجې په مقصد پاته شو۰  ارواښاد کتوازی صیب دورپیښې ناروغۍ له کبله په ۲۰۱۳م ۰کال دفبروري د میاشتې پـــه نهمه چـــې د۱۳۹۱ ه ش کال دسلواغې دمیاشتې ۲۱ نیټې سره سمون خوري  په جلاوطنۍ کې د ۶۵ کالو په عمرددې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې او ځان يې حق ته وسپاره۰

انالله واناالیه راجعون

هغه وفات شو خو د هغه علمي، ادبـــي او اجتماعي کـــړنې راتلونکي نسلونو ته په میراث پاته شول ،اروا ښادخیال محمد  کتوازي صیب دې خدای پاک  وبښي ،روح یې ښاد او جنتونه یې نصیب شه ۰

امین یا رب العالمین

الحاج سمیع الدین افغاني