قلۀ پیروزی

از قلـب خراسـان کهـن آمده ام با یعـقوب لیث و تهمتن…

بخاطر انفاذ قانون اساسی به مثابه شاه کلید نجات افغانستان

اعلامیه و فراخوان ملی بنام خداوند حق و عدالت با اتکا بر…

 لیبرالیسم، جنبش روشنگری، و نبوغ جان لاک

john locke (1632- 1704) آرام بختیاری جان لاک ؛ آغاز تئوری تقسیم…

از ترور میر اکبر خیبر تا کودتای ثور؛ بهای سنگین…

نویسننده: مهرالدین مشید تروریکه هنوز هم مردم افغانستان بهای آن را…

با عاشقان وعارفان همصحبت!

امین الله مفکر امینی                     2026-19-04! دل منــــــور میکـــند صحبت بـــا اهلـی عشق…

اهمیت و ضرورت آسیب شناسی تاریخی ، برای امروز و فردا های…

نوشته از بصیر دهزاد   این  مقاله که در کنفرانس علمی انجمن سراسری حقوقدانان…

داستایفسکی شوروی: داستایفسکی در فرهنگ، ایدئولوژی و فلسفه شوروی

 برگردان . رحیم کاکایی سه گفتار در واکاوی جایگاه داستایفسکی، نویسنده…

در مرز سایه و روشنایی انسان

 « از عشق تا خشونت ؛ سفربه درون انسان » تهیه…

نظم نوین

رسول پویان سازش به دشمنان وحشی ننگ است افـتــادن پا بـه پنجـۀ…

از  روح الله خمینی تا هبت الله؛ دو گلوله، دو…

نویسنده: مهرالدین مشید هبت الله گلوله ای از اعماق تاریخ؛ اما…

اولادی مبارزِ وطن!

امین الله مفکر امینی                    2026-13-04! بــی بنیاد میگردد پایه های ظلم وستـــم…

بلز پاسکال

هغه فرانسوی فیلسوف، اختراع کونکی، ریاضی پوه، فزیک پوه، الهیات…

مذاکرات هیئت های افغانستان

و پاکستان با پا در میانی چین یک روز قبل از…

افغانستان در آجندای مذاکرات اسلام آباد

عبدالصمد ازهر                …

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت نشر شد 

رنه ډکارت

دی د پنځلسمې پېړۍ یو فرانسوي فیلسوف، ریاضی پوه، فزیک…

ماکسیم گورکی

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده‌ی کلاسیک ادبیات روسیه و شوروی، نویسنده‌ی برجسته‌ی…

جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

«
»

پاکستان؛ له اخطاره تر معاملې

وروسته له هغې چې د افغانستان، سيمې او پاکستان په اړه د امریکا متحده ايالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ نوې ستراتيژي اعلان کړه او په کې په پاکستان فشار او د کابل ـ ډهلي د اړيکو د لا پراختيا خبره شوې؛ نو له پاکستانه وار پار خطا، او له فشار څخه د خلاصون لپاره په هر ډول هڅو کې شو. د دغه هېواد مقتدر ځواک پوځ، آی ايس آی او ملکي حکومت له بېلابېلو لارو هڅې وکړې چې له دغو فشارونو د تيښتې لار پيدا کړي. په لومړي سر کې د نوې ستراتيژۍ سره د مخالفت په ترڅ کې يې امريکا ته د اخطار په ډول وويل چې که امریکا پر پاکستان بنديزونه لګوي نو دوی به د امریکا له سيالو هيوادونو (روسيې او چين) سره د يارۍ تار واچوي او خپلې اړتياوې به له دوی څخه پوره کړي.

خو د پاکستان دغې مداريتوب او اخطار ځکه ګټه نه کوله چې له يوې خوا د افغانستان او روسيې د تيرو تاريخي اړيکو چې افغانستان يې له جنګونو وروسته يواځې په ميدان پريښی و؛ عبرت اخيسته او پر روسيې يې زړه نه شو تړلی. او له بلې خوا د چين په يارانې هم ځکه بې اعتباره و چې په پاکستان کې د دغه هيواد د يوې پروژې څو کار کوونکي وژل شوي و او چین سمدستي د خپلو څو کارکوونکو په خاطر په پاکستان کې خپل مرستندوی کارونه بند کړي و. پاکستان داسې فکر کاوه چې چين چې د خپلو څو کار کوونکو په خاطر په پاکستان کې خپلې پروژې تړلی شي نو له دوی سره به يې يارانه هم چندان پايښت ونه لري.

بيا په دويم قدم کې له فشار څخه د خلاصون لپاره پاکستاني پوځ داسې هڅه کوله چې امريکا ته وښيې چې پر دوی د امريکا فشارونه او مرستې بندول کوم اغېز نه لري او که امریکا له دوی سره دښمني کوي نو پر دوی کوم اغېز نه لري، بلکې برعکس امريکا به په نوې ستراتيژۍ سره تاوان وکړي. د همدې هڅو په ترڅ کې د پاکستان نوي لومړي وزير شاهد خاقان عباسي ويلي و چې د امريکا بندېزونه د ترهګرۍ په ضد جګړه په خطر کې اچولی شي، او د دوی هڅو ته د امريکا زيان اړونکي اقدام به امريکا ته تاوان ورسوي. خو له بده مرغه چې له فشار څخه د خلاصون لپاره د پاکستان دغې ټوټکې هم کار ورنکړ او دغه هيواد د بديلې لارې په فکر کې شو.

په درېيم قدم کې پاکستان د فشار څخه د تيښتې په خاطر خپلو مذهبي ملايانو ته پناه يوړله. هلته د پوځ او  دآی ايس آی په غوښتنه مولانا سميع الحق پر امریکا د فشار راوستلو لپاره امريکا ته ګواښ وکړ چې که پاکستان ته د ټرمپ د ادارې له لوري کوم ګواښ پېښ شي، افغان طالبان به د اسلام اباد ترڅنګ ودرېږي. همداشان له دغې ګواښ وړاندې هم د نوې ستراتيژي د اعلان په لومړيو ورځو کې سميع الحق ويلي و چې پاکستان دې د حقاني شبکې پر خلاف هيڅ اقدام نه کوي. مولانا سميع الحق دا هر څه د پاکستان د پوځ په غوښتنه پر پاکستان د امريکا د فشارونو کمولو په خاطر کول. خو د سميع الحق کوډو هم د ټرمپ اراده بدله نه شوه کړای.

پاکستان بلاخره پوه شو چې له ټرمپ سره ټانټې ژوول به يې د خولې ټول دوه دېرش غاښونه ورمات کړي نو ځکه خو له امريکا سره د معامې په فکر کې شو. امريکا له پاکستانه د حقانې تروريستې شبکې پر ضد اقدام کول غواړي او دغه شبکه په افغانستان کې د امريکا پر ضد د کارولو لپاره د پاکستان لويه وسيله ده. د امریکا دوه تنه ښځه او مېړه (کایټلن کولمين، مېړه يې جاشوا بویل او درې اولادونه يې) له دغې ډلې سره له تېرو پنځو کلونو څخه په بند کې و. پاکستان هم د همداسې سختې ورځې لپاره ساتلي و.

امريکا په ځلونو له پاکستانه غوښتي و چې له حقانې شبکې دې دغه دوه تنه امریکايې اتباع سره له خپلو اولادونو خلاص کړي خو پاکستان به ورته کله يوه او کله بله بهانه کوله. بلاخره اوس چې پر پاکستان سخته ورځې راغلې نو اړ شو چې د امریکا دغې غوښتنې ته مثبت ځواب ووايې او پر حقاني شبکې فشار راوړي څو دغه دوه تنه امريکايې اتباع ورته خوشې کړي. دغه دوه تنه تيره ورځ له خپلو اولادونو سره تيره ورځ کاناډا ته ورسېدل. اوس ګمان کيږي چې ګويا پاکستان دې له امريکا سره په دغې دوو تنو معامله کړې وي خو د نړيوالو ته د پاکستان د منحوسې څېرې ښکاره کېدو ته په کتو داسې معلوميږي چې د امريکا او پاکستان تر منځ دغه معامله به هم د دغو دواړو هيوادونو تر منځ داړيکو پر رغولو کوم د پام وړ اغېز ونه کړي.

لیکنه: خوشحال آصفي