به پیشواز اول می، روز جهانی همبسته‌گی کارگران

اعلامیه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان اول ماه می، روز تجدید پیمان…

ناپاسخگویی به چالش های جهانی؛ نشانه های زوال تمدن غربی!؟

نویسنده: مهرالدین مشید بحران های جهانی پدیده ی تمدنی یانتیجه ی…

عشق و محبت

رسول پویان در دل اگـر عـشق و محبت باشد نجـوای دل آهـنـگ…

جهان در یک قدمی فاجعه و ناخویشتن داری رهبران سیاسی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در حاشیه ی حوادث؛ اما در اصل…

چند شعر از کریم دافعی (ک.د.آزاد) 

[برای پدر خوبم کە دیگر نیست]  ترک این مهلكه با خون…

مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

«
»

وحید مژده او ډاکټر سپنتا؛ برابر نقدونه او متفاوت ادرسونه

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

ډاکټر رنګین دادفر سپنتا د امنیت شورا پخوانی مشر دا ارمان پاتې شو چې د ده په وخت کې له امریکا سره امنيتي تړون لاسلیک شوی وای. د امریکا او امریکايي چارواکو د خوشالولو له پاره يې ډیرې منډې وکړي، په تړون کې يې هم کوشش وکړ چې د امریکا په ګټه او د افغانستان په زیان مادې پکې ځای شي، تر څو په راتلونکې کې د امریکایانو د ترحم وړ وګرځي.

تیر  ۲۰۱۴ کال  کې چې کله د بهرنیو اډو پرضد د ملي يووالي جبهې له خوا د دولتې دوديزې لویې جرګې څخه په شمار څو ورځې وړاندي يوه لویه غونډه او جرګه چې تر ۳۰۰۰ زیاتو علماوو او روڼ اندو پکې ګډون کړي و جوړه شوه، هلته پکې له امریکا سره د امنيتي تړون د لاسلیک مخالفت وشو.

سپنتا د یادې جبهې پر غړي وحید مژده بېلابېل تورونه ولګول او د هغه د نیولو هڅې يې کولي، دا چې وحید مژده د هیواد او سېمې په کچه يوه پېژندل شوې څیره او د سولې اړوند خبرو کې ډیرې ژورې اړیکې لرلي، سپنتا له ټول واک او صلاحیت سره سره چې د امنیت شورا رئیس و،  ونه توانیدی چې مژده صاحب پلچرخې او يا باګرام زندان ته واستوي.

د امریکا دوستي او دښمني!

د هنري کسېنجر وينا ده وايي د امريکا دوستي تر دښمنۍ خطرناکه ده.کسېنجر د سياسي علومو پروفيسر او د امريکا د ملي امنيت پخوانی مشاور و،  له چين سرهد امریکا اړيکې همده بېرته پېل کړې.  چیلي د دې خبرې ښه مثال دی. په چيلي کې جنرال پېنوچېټ پر قانوني ولسمشر کودتا وکړه؛ د دې له پاره چې دی امريکا پاله و، امريکا يې ملاتړ کاوه،  مګر په وروستيو وختونو کې، په ډېر بد حالت کې و، هسپانيې غوښتل د انګلستان په کوم روغتون کې يې ونيسي، په ډېر بد حالت کې مړ شو، مګر امريکا ورسره هیڅ ډول مرسته ونه کړه.

د ایران شاه يې هم ښه مثال دی،  په پاکستان کې جنرال مشرف يې د نږدې وختونو مثال دی، د بوش د خوشالولو له پاره يې هرڅه وکړل،  اوس په پاکستان کې نظر بند او په بېلابېلو جرمونو تورن شوی، په اسلام اباد کې د امریکا سفیر يې پوښتنه هم نه کوي، په داسې حال کې چې مشرف د امریکا د چوپړ له پاره  ډېره قرباني ورکړې او د ترورېزم په نامه جګړه ( دلویدیځ په اصطلاح) کې  يې اساسي رول ورته لوبولی او آن پاکستان يې تباه کړ.  خلاصه دا چې:

 د هغه ډېپلومات خبره ده چې زبرځواکونه ملګري نه غواړي، دوی غلامان غواړي.

يو مثال يې داهم کیدای شي، پروني د امریکا دښمنان حینف اتمر، جنرال نورالحق علومي، عبدالرشید دوستم او جنرال افضل لودین د امریکا تر ټولو نږدې ننني دوستان دي او پرونې د امریکا دوستان په اصطلاح ځينې (ټول نه) پخواني مجاهدین نن د امریکا غلامي کوي ولي اهمیت ورته نه ورکول کيږي.

په هرات کې  د سپنتا د کورنۍ غړی د پوهنې ریاست مشر و، کله چې ولسمشر غني هرات ته ولاړ، تر هر بل چا د پوهني د رئيس د ډیرو غلاوو راپورونه ورکول کېدل، هغه يې له منصب نه ليري او وعده يې وکړه چې عدليې تعقیب به یې کيږي.

سپنتا د خپلې کورنۍ د فساد پټولو او عدلي تعقیب د مخنيوي له پاره په ۸صبح ورځپاڼه کې د غني د حکومت پر تګلارو نيوکې پېل کړي او مخامخ يې غني تر پوښتنو لاندي راوستی.

د سپنتا ۸صبح مورچل

د ۸صبح پر مټ سپنتا وتوانیدي چې د خپلې کورنۍ د غړي د اختلاس او فساد دوسیه معطل کړي او هغه له عدلي تعقیب نه خلاص کړي.

تازه معلومات ښيي چې د ګډ حکومت د ولسمشر  ټیم چې تر ټولو مهم پکې حنیف اتمر دی هغوئ هم د سپنتا ټول کړه وړه په ځیر څاري، وخت ته ګورې چې مناسب وخت يې ځواب ورکړي.

تر اوسه لاهم سپنتا ښه دي چې ۸صبح او د لیکوالو او ژورنالسټانو وړوکي ډله په واک کې لري، کله چې د امریکا سفارت د ۸صبح مصارف پرې بند کړي بیا به همدا وس او توان هم ونه لري چې د خپلې کورنۍ فساد د رسنیو په زور پټ کړي.

ډاکټر رنګین دادفر سپنتا خو له اوباما او جان کیري څخه هیله لرله چې د امنيتي تړون اړوند د ده د منډو ترړو په مقابل کې به د اشرف غني په حکومت کې هم مهم رول ولوبوي، خو د امریکا همدومره په کار و چې د امنيتي تړون مسوده يې د امریکا په ګټه او د افغانستان په تاوان ورته جوړه او ترتیب کړه.

سپنتا له هغې راهیسې چې له واکه و ځواکه لرې شوی، خپله د ۸صبح ورځپاڼه د یوه مورچل په توګه کاروي، هڅه کوي چې د غني و عبدالله حکومت له دې لارې تر فشار لاندې راولي.

نن وحید مژده او سپنتا د ګډ حکومت له پاره يو ډول حیثیت لري، وحید مژده هم پر حکومت نیوکې لري البته د هیواد ګټو ته په احترام سره او سپنتا هم په ګډ حکومت نيوکې لري؛ خو د خپلو شخصې ګټو په نظر کې نیولو سره. د دې دوو ښاغلیو نننۍ نیوکې یو ډول دي؛ خو د نیوکو ادرسونه یې بیا ډېر سره لرې او متفاوت دي.

اوس به د ګډ حکومت مطبوعاتي ډله په دواړه (وحید مژده او سپنتا) پسې مساوي تبلېغات کوي او دوی دواړه به د نورو هیوادونو په جاسوسۍ تورنوي.

د خرم پیاوړې رسنیزه ډله

کریم خرم چې د کرزي د ګورت بيډی دی او د امنيتي تړون په نه لاسلیک کې يې ډیر مهم رول لوبولي، د اشرف غني ارګ ته رسيدو کې يې هم رول درلود، اوسمهال هم د کرزي د ټیم سړی دی، ښه قوي مطبوعاتي ډله  او پياوړي لیکوال ملګري لری، ټلویزون، راډیو، ورځپاڼې او د رسنیو د څیړنې مرکز د ده تر لارښوونې لاندي  مطبوعاتي فعالیت لري. د امریکا او پاکستان اړوند د ګډ حکومت پر تګلاره شکمن دی او تري راضي نه بريښې ،  ده ته دي هم خیر وي، د ارګ مطبوعاتي ټیم به د ده د نظریاتو او رسنیز کمپاین په مقابل کې د خاموشۍ حوصله ونه لري، امکان لري چې د ارګ مطبوعاتي ډله به د کریم خرم په اړه هم نوي څه ولیکې او د هغه د چوپه خوله کېدو له پاره به خپله مطبوعاتې جګړه تیزه کړي.

صالح؛ پرونی کمپاین او نننۍ نیوکې

امرالله صالح هم هغه څوک دي چې د ډاکټر عبدالله له پاره يې ډیر څه وکړل، ډاکټر عبدالله هم هڅه وکړه چې امرالله صالح ته په ګډ حکومت کې لوړه چوکۍ ورکول شي، د ملي امنیت ریاست او يا هم د کورنیو چارو وزارت،  ولي د ګډ حکومت مشر اشرف غني د امرالله صالح اړوند ښه نظر نه درلود او د عبدالله له خوا يې د صالح په کابېنه کې راوستل په بېلابېلو دلایلو رد کړل، داسي هم ویل کيږي چې د کورنیو چارو وزارت له پاره خو ولسمشر غني ورسره مرکه هم کړي وه.

امرالله صالح هم  د ولسمشر غني پر تګلارو يو له سر سختو منتقدینو څخه ګڼل کيږي، البته د اجرايوي رئیس اړوند پټه خوله دي، په بېلابېلو وختونو کې د ګډ حکومت مشر او د هغه ټېم ملامتوي او پر تګلارو يې د دلایلو په وړاندي کولو سره انتقاد کوي. که د کورنيو چارو وزیر شوی وای، ممکن بیا به يې د حکومت پر تګلاره د اوس په ډول نیوکې نه کولای.

د ارګ  مطبوعاتې ډله به مجبوره وي چې د امرالله صالح خوله هم په يو ډول بنده کړي، هغوئ به اوس یاد څلور تنه (وحید مژده، ډاکټر سپنتا، کریم خرم او امرالله صالح) د خپلو لیکنو هدف ګرځوي او په رسنیو کې به د ګډ حکومت د مشر د مطبوعاتې ډلې او یادو څلورو تنو تر منځ جګړه روانه وي.

«مژده» ته د بریا مژده!

وحید مژده به ځکه بریالي وي چې د امریکا دښمني يې کړي او کوي يې، البته د سوله ییزو لارو يې په افغانستان کې د امریکا شتون او د امریکا تګلاري نقد کړي او امریکا يې پړه ګڼلې چې په افغانستان کې يې تګلاره د افغان ولس او امریکايي ملت په زیان ده.

سپنتا به ځکه ناکام وي چې د امریکا  د دوستۍ له پاره يې هر ډول د امریکايي چارواکو د خوښې کار وکړ خو ګټه يې ورته ونه کړه.

مژده چې نن کومې نیوکې کوې، دا نیوکې يې د ولسمشر کرزي د واکمنۍ په وروستیو کې هغه مهال توندې شوې چې کله د امنیتي تړون د لاسلیک مسئله راپورته شوه. ښاغلي مژده تر اوسه پر خپل دريځ او خپلې لارې پاییدلی؛ ځکه د مژده نیوکې د ارزښتونو له امله وې، نه د څوکیو لپاره؛ ځکه نو «مژده» ته افغان ولس د بریا مژده ورکوي!