جنگی حاجی

آقای "جنگی حاجی" (به کُردی: جەنگی حاجی) با نام کامل…

 شانسی برای نجات افغانستان باقی مانده یا فرصت‌ها از دست…

نویسنده: مهرالدین مشید بیداری وجدان جمعی مردم؛ بازسازی مشروعیت سیاسی این پرسشی…

مارکسیسم قلب جوانان را تسخیر می‌کند

ا. م. شیری «چگونه یک ایدئولوژی غربی مانند مارکسیسم می‌تواند در…

عالم تنهایی 

رسول پویان  آزاد و ســرافـــرازم در عـالـم تـنهـایی  عشق و دل بیدار است تا…

هرمشکل حل گردد

امین الله مفکرامینی           2025-10-11! نازم آن قامت رسـا که نگردد خـــــــم زاِدبــــار همــتـــــــی…

جګړه او ورور وژنه د هېواد ستونزې نه شي حل…

 نور محمد غفوری سریزه نیمه پېړۍ کېږي چې په افغانستان کې جګړه…

پاکستان؛ درگیر جنگ نیابتی هند یا اسیر میراث تروریست‌پروری های…

نویسنده: مهرالدین مشید پیاله کافی؛ دیروز زهری به کام مردم افغانستان…

مذاکره هیئت های افغانستان و پاکستان

در ترکیه از دید حقوق بین الملل عمومی این نشست‌ها برخاسته…

خُردشدن کرزی نزد پرویز مشرف و خُردساختن کشور، توسط کرزی…

بازخوانی تاریخی نه چندان دور محمدعثمان نجیب من در دوران نخست حکومت…

احمدشاه بابا

احمدشاه بابا نومیالی اتل، غښتلی، توریالی او پیاوړی ملي شخصیت:  احمدشاه…

«چپ نو» و سوسیال‌دموکراسی در افغانستان

نور محمد غفوری «چپ نو» و سوسیال‌دموکراسی در افغانستانبازاندیشی در ایدئولوژی…

تهدیدهای پاکستان برضد افغانستان؛ از سیاست بازدارندگی تا بازی ژئوپولیتیک

نویسنده:  مهرالدین مشید از سیاست بازدارنده گی تا تغییر در رهبری…

بحران مالی سازمان ملل و فاجعه انسانی در افغانستان

آزمونی برای تعهد جهانی به انسان‌دوستی و چندجانبه‌گرایی سازمان ملل متحد…

میراث سکاها در شاهنامه فردوسی: سیستان، سجستان و ایران

- دکتر بیژن باران مقدمه: شاهنامه و جغرافیای هویت ایرانی. شاهنامه…

تروتسکی در تاریخ اندیشه سیاسی چپ

leo Trotzki ( 1879- 1940 )  آرام بختیاری سنت ترور سیاسی با…

پاسخ  ما

میر عبدالواحد سادات پاسخ  ما  : بر مبنای وجدان ملی و ندای…

قهرمانی تیم فوتسال؛ نمادی از وحدت ملی و امیدی برای…

نویسنده: مهرالدین مشید شگفتن گل های لیخنند در سرزمین به تاراج…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش چهارم و آخری)  ۷. ویژگی‌های فرهنگ سیاسی مطلوب برای…

ارسطو

نوموړی د لرغوني یونان او لوېدیځې نړۍ یو له لویو…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش سوم) ۶. چالش‌ها و راهکارهای تحول فرهنگ سیاسی در…

«
»

نوې کابینه او د زوړپالو اندیښنې!

له یو څه انتظار روسته د ملي یووالي د واکمنۍ  نوې کابینه اعلان شوه او بلاخره د هغه افغانانو پر زړه سړې اوبه توی شوې چې د نوې کابینې ځنډ ترې زغم او حوصله اخیستی وه او ډېر وارخطا وو. په پښتو کې یو متل لرو چې وايي، «صبر تریخ دی، خو مېوه يي خوږه ده»!

اعلان شوې کابینه که له ولسي جرګې د تایید ټاپه وخوري، د افغانستان اوسني حالاتو ته په کتو او د زمان او مکان شرایطو ته په پام، د هېواد د روانو بېلا بېلو ستونزو په حل کې لومړني او پاخه ګامونه اوچتولای شي او افغانانو ته یو ښه او ګټور فرصت ګڼل کېږي. دلته موخه دا نه ده چې ټینګار وشي ګنې اعلان شوې کابینه د افغانانو د ټولو هیلو او ارمانونو د بسیا لپاره وړاو منلې کابینه ده، خو که د ټولوهیلو او ارمانونو د پلیتابه کابینه بل او خپل وخت ته پریږدو، د افغاني ټولنې په چمتو بوده اوتنسته کې، یوه ممکنه هیلمنه کابینه ترلاسه شوېده.

په کابینه کې تر ممکن بریده ځوان او ښځینه پښت، د کار اهل ته کار او د مسلک ار او ارزښت په پام کې نیول شوی. د هېواد د ډیری ولایتونو استازي پکې ګډون لري او که کوم ولایت لازمه ونډه نه وې ترګوتو کړي، د دولت په نورو برخو کې د دوی وړاستازي هېواد او ټولنې ته د خدمت ویاړ ترلاسه کولای شي.

بل پلو که کوم ولایت په کابینه کې وزیر ونلري، دا په دې معنی نه ده چې دغه ولایت په هېواد کې بیخي بي واکه او بي برخي دی. کېدای شي داسې ولایتونه د دولت په نورو برخو کې وړ کسان په کار ګمارلي ولري او یا يي د کار او دندې لپاره په ګانده ( راتلونکې) کې دولت ته وروپېژني.

په کابینه او د دولت په لوړو څوکیو کې کار او دنده باید د یوه دروند مسولیت پتوګه وګڼل شي؛ نه د امتیاز، ځانښودنې او شخصي ګټو او غرضونو لپاره!

که موږ لږ شاته وګورو او اعلان شوې کابینه د پخواني ولسمشر ښاغلي حامد کرزي له کابینو سره پرتله کړو، ددې کابیني او د پخوانو هغو ترمنځ د ځمکې او اسمان توپیر دی. دا توپیر یوازې د اشخاصو په څېرو کې نه دی، بلکې توپير بیخي لوی، ستر او هراړخیز دی!

دلته نه غواړم د حامد کرزي د مهال د پخوانیو کابینو د ډیری وزیرانو په اړه چې په رایادولو يي د افغانانو ګانګې راځي، د افغانانو او لوستونکو خوا او زړه ور بد کړم، خو یو وزیر لکه د هرات تورن ــ ډګرجنرال ملا اسمعیل خان به يي« یو موټی خروار» بېلګې پتوګه د سرسري ارزونې لپاره راواخلم.

نوموړی د کرزي د کابیني په منځ کې خورا منلی او د اوږدې مودې لپاره د اوبو او بریښنا وزیر پاتې شوی. د ده د کار په اووــ اتو کلونو کې، افغانان هم په اوبو پسې جل ووهل او هم  په بریښنا پسې ړانده شول.

د تورن اسمعیل خان په وزارت کې د کابلښاریانو د بریښنا له نشتوالي هر ژمی سوړ تېراوه او د جلال اباد او کندهار خلکو د دوبي ۴۵ درجې تودوخه بې بریښنا تېروله، د نورو ولایتونو حال له دغو هم بدتر وو!

د سیندونو، نهرونو او بیالو د اوبو له ګټې اخیستنې او یا افغانانو ته د څښاک اوبو په برابرولو کې، خو د وزیر پوهه د ملاګوړي څه چې د چڼي په اندازه هم نه وه!

د ده د وزارت په ټولو موده کې نه ولسمشر کرزي او نه ولسي او یا مشرانو جرګې پوښتنه وکړه، چې د ملا اسمعیل خان د بریښنا له وزارت سره څه دي؟

د چرګ له مالګې څټلو سره څه!

یو سړی چې د مغز او اقکارو له مخې لکه د تبۍ پشان په دواړه مخونو تور وي د هغه له بریښنا او رڼا سره څه اړیکه ده!

یو مسول کس پوښتنه ونکړه، چې د اوبو او بریښنا وزارت د اسمعیل خان مسلک نه دی. اسمعیل خان خو خپله دا وجدان نه درلود چې لومړی يي د مسلک له مخې د دې وزارت مسولیت پرغاړه نه وای اخیستي او روسته يي د بیا بیا رسوايۍ له کبله له وزارته استعفی ورکړی وای!

خو اسمعیل خان لکه د جهاد د نورو ټيکدارانو پشان په دې اند وو چې د بریښنا وزارت هم د جهاد په غنایمو کې شمېرل کیږی نو ځکه يي وزارت افغانانو ته د کار د وسیلې پرځای خپل شخصي ملکیت او د جهاد غنیمت ګاڼه!

د اریانتیا وړ دا ده چې تر اوسه لا نوې کابینه ولسي جرګې ته د تایید لپاره نه ده وړاندې شوې، خو په دومره لنډ وخت کې بیا هم د اسمعیل خان پشان د ګودام مږې او په ولسي جرګه کې د لنده بل ټینچاران، د کابیني په سکوڼدلو او چیچلو وار دمخه لګیا شوې دي.

اسمعیل خان پرون د هرات په یوه غونډه کې خپلو ساده زړو او له وخته پریوتو پلویانو ته په وینا کې په ټینګار سره وویل چې د اعلان شوي کابیني په وړاندړې بغاوت ته راپاڅي او پخوا له دې چې کابینه په کار پیل وکړي او بیا يي پښې ټینګې شي، مخکې له مخکې هغه راوپرځوي!

ده په ظاهر، په نوې کابینه کې د هرات د لږې ونډې په پلمه، د مکر اوښکې تویولې خو بلخوا يي هراتیان لمسول چې له کلیو او کوڅو د نوي حکومت په وړاندې بیا د جهاد زنګ وهلې نغاره وډنګوي او د ده تر مشرۍ لاندې د خپلو خوړل شویو حقوقو په ملاتړ د جهاد په لیکو کې ودریږي!

اسمعیل خان همداراز په اجراییوي رییس عبدالله نیوکه کوله چې هغه ( عبدالله) دهرات خلکو ته چې په ټاکنو کې يي د هغه ملاتړ کړی، شا اړولې او خپل  کوچني ولایت پنجشیر ته يي د هرات د لوی ولایت په تناسب، ډېرې څوکۍ په کابینه کې ورکړې دي!

د اسمعیل خان پشان په ولسي او مشرانو جرګه کې له وخت لویدلې او پریوتې نورې څېرې هم غواړي د نوې کابینې په وړاندې، غوغا راپورته کړي چې که وشي کولای د غوغا په مټ هم د پخوا پشان په ډالرو جیبونه ډک کړي او هم پخپل اند په نویو وزیرانو کې د راتلونکو معاملو لپاره لار اواره کړي.

خو د وخت سپېړې دغه ټولې کرغېړنې څېرې پر مخ او څټ وهلې او بلخوا دوی د خپلو تېرو کړو وړو په لامل  له ولسې پوښتنې په ډار او وېره کې دي!

د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ ۱۵ مه

سرلوڅ مرادزی