تضاد دین و حقیقت...!

توهم خدای دین، حقیقتِ بشر را در آزادی او به…

نقدواره پژوهشیِ بر  مفاهیم جمهوری و جمهوریت 

1میرعبدالواحد سادات     از منظر  حقوق اساسی و علوم سیاسی  در راستای :  …

روح و نَفْس چیست؟

برهان الدین « سعیدی»  بادِ نفس مر سینه را ز اندوه…

طبع  شکسته

نوشته نذیر ظفر  2/8/26 ورجینیا  كوچهِ ما پر از گلِ است ،…

تحولات بدخشان؛ نشانه‌های سقوط یا پایان مأموریت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید جرقه‌ای که آتش مقاومت را در سراسر افغانستان…

بردی کربابایف

برگردان . رحیم کاکایی روسلان سمیاشکین نویسنده براستی مردمی و یکی از  بنیان…

ژورنالیست، راوی حقیقت است، نه مبلغ یک روایت

نور محمد غفوری هر حرفه‌ای چارچوب، قواعد، اصول و معیارهای خاص…

پر له خەمم!

[خه‌م] پر له خەمم! پر لە خەم... خەم له سینگمە، پر لە بەخەڵم‌و پر لە…

یاداشت انتقادی بر یک مصاحبه تلویزیونی

نور محمد غفوری ژورنالیسم، رسالتش پرسیدن است، نه دفاع کردن؛ روشن…

بنیادگرایی دینی و لیبرال‌دموکراسی؛ از سوخت‌رسانی تا امتم دهی به…

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه متقابل افراط‌گرایی دینی، بحران‌های نظم لیبرال و…

راز ارقام در هستی

رسول پویان جهان با رمز و رازش در دل ارقام پنهان…

بنیامین؛ چپ مستقل،یا لیبرال ضد بورژوا

Benjamin, walter (1892- 1940) آرام بختیاری تخریب ریوانجیستی روشنگران توسط ژورنالیسم زرد. والتر…

کله چې جګړه کاروبار شي

محمد سليم سليمان جګړه د انسانانو لپاره د مرګ، بې‌ځایه کېدو،…

 افغانستان؛ در بن‌بست اعتماد و آینده ناپیدا

 نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ میان بی‌اعتمادی و بن‌بست سیاسی افغانستان در یکی…

شایسته‌سالاری؛ بنیان عدالت اجتماعی و پیش‌شرط حکمرانی کارآمد

 نور محمد غفوری عدالت اجتماعی، به‌عنوان یکی از بنیادی‌ترین ارزش‌های دولت…

رسول حمزتف شاعر شوروی و مردم داغستان

مترجم:  رسول حمزتف از مهم‌ترین شاعران داغستان و یکی از چهره‌های…

                                      نسل فراسو

 نویسنده: مهرالدین مشید نسلی که پیوندهای انسانی را بر مرزبندی‌های قومی…

سیاست ماجراجویانه و هزینه‌ای که ملت‌ها می‌پردازند

 نور محمد غفوری  تاریخ بشر بارها ثابت کرده است که ملت‌ها…

آمانج جبار

آقای "آمانج جبار" (به کردی: ئامانج جەبار) شاعر معاصر کرد،…

افغانستان؛ بن‌بست مشروعیت و بازی قدرت‌ها

 نویسنده: مهرالدین مشید           فغانستان؛ از انزوای سیاسی تا بحران اجتماعی و…

«
»

نوې ستراتيژي؛ طالبان اړ دي چې له امريکا سره مذاکرات وکړي

پس له ډيرو چنې وهلو او اوږده انتظاره، تيره ورځ د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان او پاکستان لپاره خپله نوې ستراتيژي اعلان کړه. په دغه ستراتيژي کې امریکا له هندوستانه غوښتي څو په افغانستان کې خپل سياسي او اقتصادي رول زيات کړي او پاکستان ته بيا اخطار ورکړل شوی امریکا نور په پاکستان کې د ترهګرو د پناه ځايونو پر وړاندې غلې نه شي کېناستلی. ټرمپ ويلي چې امريکا په ميلياردونو ډالره د پاکستان په واک کې ورکړي خو نوموړي هيواد په خپله خاوره کې ترهګرو ته خوندي پناه ځايونه جوړ کړي دي.

که څه هم د افغانستان اړوند د امريکا د نوې ستراتيژي په اعلان کې ځنډ دلته په افغانستان کې ګڼ بحثونه رامنځته کړي و خو اوس په اعلانېدو سره يې طالبانو، پاکستان او په سيمه کې د امریکا سيالانو ته ځينې پيغامونه هم لرل. تيره ورځ د ستراتيژۍ د اعلان پر مهال ولسمشر ټرمپ له افغانستانه د امريکايې سرتيرو د ايستلو خبر ته د رد جواب ورکړ. ټرمپ وويل؛ پرېکړه يې کړې وه چې له افغانستانه به خپل سرتيري اوباسي خو د سپينې ماڼې د ميزونو تر شاه له بحثونو وروسته يې پرېکړه وکړه چې له افغانستانه سرتيري نه اوباسي او نه غواړي چې په عراق کې ترسره شوې اشتباه په افغانستان کې هم تکرار کړي.

چين، روسيې او ايران ته پيغام

ټرمپ په دغې اعلان سره د امريکا سيالو هيوادونو په ځانګړې توګه روسيې ته واضيح پيغام ورکړ چې امریکا له افغانستانه وتونکې نه ده او دوی بايد په سيمه کې د امریکا حضور قبول کړي. په دغې اعلان سره د چين، ايران او روسيې هغه خوارۍ بېځايه شوې چې کله به يې د وسله والو طالبانو پر خوله، کله په غير مستقيمه توګه د پاکستان پر خوله او که هم مستقيماً په افغانستان کې د خپلو استازو په خوله له افغانستانه د امريکايې قواوو د وتلو غوښتنې کولې. د ډونالډ ټرمپ نوې ستراتيژۍ د روسيې دغو غوښتونو ته منفي ځواب ورکړ.

پاکستان ته پيغام

د افغانستان اړوند د امریکا په نوې ستراتيژي کې پاکستان ته اخطار ورکړل شوی چې امريکا نور په پاکستان کې د ترهګرو د پناه ځايونو په اړه چوپه خوله نشي پاتې کيدلی. امريکا په ميلياردونو ډالر د ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم پاکستان ته ورکړي خو دغه هيواد برعکس پرې ترهګرو ته خوندي پناه ځايونه ورکړي دي. په نوې ستراتيژي کې پر پاکستان د دغو پيسو د بندولو او د امریکا لخوا د پاکستان په خاوره کې دترهګرو پر ضد د اقدام کولو امکان ډير ليدل کيږي. همدارنګه لکه څرنګه چې ټرمپ د ستراتيژي د اعلان پر مهال له هندوستانه وغوښتل چې د افغانستان په اقتصادي او سياسي مسالو کې ډير ښکېل شي نو دا هم پاکستان ته يو خبرداری چې که اصلاح نه شي نو په افغانستان کې به د هندوستان نفوذ پراخ شي. او دا هغه څه دي چې پاکستان يې په هیڅ صورت نشي منلی.

طالبانو ته پيغام

ټرمپ په نوې ستراتيژۍ کې طالبانو ته هم واضيح پيغام درلود چې په افغانستان کې له نظامي لارې بري ته نشي رسيدلی او دوی اړ دي چې له دې وروسته د مذاکراتو لپاره چمتووالی ونيسي. ځکه د طالبانو غوښتنه دا وه چې امريکا به افغانستانه ووځي او نړۍ ته به داسې وښيې چې ګويا دوی يو نظامي طاقت دی ځکه په تيرو شپاړس کلونو کې امريکا مات نه کړلی شول او دا دی امریکا يې له افغانستانه وشړله. نو بيا به دوی د خپلو بادارانو په خوښه له افغان حکومت سره مذاکرات پيلول او په کې به يې هغه څه د خپلو شرطونو په توګه افغان حکومت ته ايښودل؛ کوم چې د روسیې، ايران او پاکستان لخوا طالبانو ته ورښودل کيدل.

د نوې ستراتيژي په اعلان سره د طالبانو او ملاتړو زړه يې جمع شو چې امريکا نور له افغانستانه نه وځي او دوی اړ دي چې په خپله له امريکا سره مذاکرات پيل کړي. پس له دې که اوس طالبان غواړي په سياست کې پاتې شي نو اړ دي چې له امریکا سره مذاکرات وکړي، او که داسې ونه کړي نو پرته له شکه چې په نظامي برخه کې بری نه شي موندلی.

د افغانستان اړوند د امریکا د نوې ستراتيژۍ له مخې پاکستان اړ دی چې پر خپل ځان د فشار کمولو په خاطر هم وسله وال طالبان د سولې مذاکراتو ته راوبلي. خو دلته بايد افغان حکومت او په خپله امريکا له ډيرې چالاکۍ کار واخلي او پرې نه ږدي چې پاکستان يې يو ځل بيا په تشو ژمنو دوکه کړي. دا ځل بيا له پاکستانه کلک ضمانت واخيستل شي چې وسله وال طالبان به د مذاکراتو ميز ته راکشوي. که بيا هم پاکستان دوکه وکړله نو بايد پر ضد يې جدي اقدام وشي.

لیکنه : خوشحال آصفي