واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

فرنسوا ولټر

ولټر، یو فرانسوي لیکوال، مورخ او فیلسوف، د ټولنیزو اصلاح…

هانا آرنت؛ توتالیتاریسم ابتذال شر

Arendt, Hanna (1906-1975) آرام بختیاری نقل قول های سیاسی یک زن برای…

فقدان روایت آشتی ملی و بحران گفتمان در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در دوراهیِ آشتی و منازعه افغانستان طی پنج…

چهار و نیم سال پس از برپایی امارت اسلامی سرمایه؛…

فهیم آزاد مقدمه فقدان اجماع تحلیلی پیرامون بازگشت طالبان به قدرت سیاسی…

پاسخی به پرسشی که چرا؟ گفته بودم، خامنه‌یی قصد حمله…

محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مبان بخش نخست در هفته‌ی گذشته‌ یک هم‌وطن ما یا…

از کابل تا تهران؛ مهار افراطیت یا مهندسی قدرت و…

نویسنده: مهرالدین مشید زورگویی یا ژئوپلیتیک ضربه؛ بازی با آتش تحولات امنیتی…

ویکتور هوګو

هغه د فرانسې نامتو شاعر، ناول، رومان او ډرامه لیکونکی…

«
»

ملا هيبت په خپل رنګ کې کوټ شو

 

د آی ايس آی او د طالب د يارانې بل ثبوت

په داسې حال کې چې د امریکا نوي ولسمشر د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، په افغانستان کې به سرتیري زیات کړي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ  شته بې باوري به له منځه یوسي او د افغان ځواکونو د تجهیز او روزنې په برخه کې به مرستې نورې هم زیاتې کړي؛ وسله والو طالبانو په يو پرانيستي ليک کې له ټرمپه په افغانستان کې د جګړې د ختمولو او د پوځې لارې پر ځای د خبرو وړانديز کړی دی. ټرمپ ته د طالبانو له ليک يوه ورځ وروسته د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت هم په رسمي توګه د طالبانو د اعلاميې سره په ورته ټکو له ټرمپه په افغانستان کې د جګړې د ختمولو او د پوځې لارې پر ځای د خبرو وړانديز کړی دی.

د امريکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د طالبانو په لیک کې ويل شوي : «په افغانستان کې ستاسې د جګړې پنځلس کاله پوره شول او لا هم دوام لري چې ستاسې تر ټولو اوږده جګړه همدا ده او دې جګړې مو هيڅ کومه نتیجه نه ده ورکړې. بايد د جګړې د دريدلو لپاره خبرې وشي او که امريکا په جګړې بريالي کيدای پنځلس کاله يې پوځي امکانات وکارول»

د امريکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د وسله والو طالبانو له پرانيستي ليک وروسته د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په خپور شوي بيان کې ټرمپ ته د نفيس ذکريا له قوله ويل شوي: «په تيرو پنځلسو کالونو کې د پوځي ځواک کارولو په افغانستان کې نتیجه نه ده ورکړې، په کار دا ده چې د افغانستان د جګړې مساله د پوځي طاقت کارولو پر ځای د خبرو اترو او سياسي لارو چارو پر مټ حل شي، ځکه همدا يې يواځينۍ لاره ده».

دا لومړی ځل نه دی چې  طالبان او پاکستانی حکومت په مهمو سياسي مسايلو کې ورته نظر څرګندوي بلکې دواړو لورو (طالبانو او پاکستان) په ډرون حملو، د طالبانو دمشر ملا عمر د مړينې په خبر، د طالبانو د بل مشر ملا اختر منصور د وژنې په خبر، په افغانستان کې د امنيت په اړه شکونه پیدا کول، په افغانستان کې د امريکايې ځواکونو د شتون اړوند او په ځينو نورو مهمو مسايلو يې ورته دريځونه نيولي دي.

له يوې خوا که د وسله والو طالبانو له لوري د امريکا ولسشمر ته پرانيستی ليک ليکل نوې خبره ده؛ بل لور ته سياسي حيرانتيا دلته پيدا کيږي چې د افغان سولې او جګړې په تړاو د طالبانو او پاکستان نظر ورته او په يو شان ټکو مطرح شوی دی. د افغان سولې او جګړې په تړاو د پاکستان او طالبانو همدغې د نظر او د اعلاميو ورته والي؛ له وسله والو طالبانو سره د پاکستان له يارانې يو ځل بيا پرده پورته کړه. په حیرانونکې توګه د افغان جګړې او سولې اړوند ټرمپ ته د طالبانو او اسلام اباد ورته بيانونه او په کې ورته کلماتو له کارولو داسې معلومیږي لکه یوه خبره چې دوؤ بیلا بیلو کسانو کړي وي. اوس هغه شکونه لا هم پسې قوي کيږي چې د طالب په خوله کې د آی ايس آی ژبه ده. طالب خپلواکه نه دی او هر هغه څه چې طالب يې ترسره کوي؛ د پاکستاني پوځ او استخباراتو په مستقيمه لارښوونه يې ترسره کوي.

آيا له طالب سره سوله امکان لري؟

په دې کې خو هیڅ شک نشته چې هيڅ جګړه له سولې پرته پایته نه ده رسيدلې او خبره په خبرو حليږي؛ خو اصلي موضوع اوس دا ده چې د سولې ادرس لومړی بايد معلوم شي  او بيا ورسره خبرې پيل شي. اوس دلته د افغان سولې ورک سرنوشت هم د طالبانو په ورک سرنوشت پورې تړاو لري. افغان حکومت بايد له طالب سره په خبرو کولو باندې خپل وخت ضايع نه کړي. تر هر څه لومړی د پاکستان سره خبرې کول اړين دي. پاکستان د افغان سولې اصلي او ستر اړخ دی او که له پاکستان سره سوله وشي په يوه ورځ به ملا هیبت هم د سولې خبرو ته حاضر وي. بيا يې هم وایو چې په افغان جګړه کې طالب اوس تش سمبول پاتې شوی دی او د جګړې ټوله رهبري د پاکستاني پوځ او استخباراتو په لاس کې ده، تر هغې چې له پاکستان سره د افغانستان خبره يو طرفه نشي؛ امکان نه لري چې د طالب په نوم د آی ايس آی د لاس آله دې له افغان حکومت سره د سولې د خبرو د ميز تر شاه کېني.

لیکنه : خوشحال آصفي