چین کاوشگری به نیمه تاریک ماه فرستاد

منبع تصویر، GETTY IMAGES ۱۴ اردیبهشت ۱۴۰۳ - ۳ مه ۲۰۲۴ آژانس فضایی…

        تقدیم به ستره محکمه امارت اسلامی افغانستان

معروضه محمد عالم افتخار ولد محمد قاسم دارنده تذکره تابعیت 1401100148058   حضور…

حاکمیت طالبان؛ افزایش بحران و تکانه های بی ثباتی ملی…

نویسنده: مهرالدین مشید استبداد و تبعیض طالبان و به صدا درآمدن…

چند شعر از حمید تیموری‌فرد

بزم کبوتران   در تالار توت و ارغوان  سایه‌ی گل درشت انجیر  تارمی خلوت…

ساز آفرینش

رسول پویان رحیم و رحـمان را تابکی قـهار می گویند برای بـندگان…

چرا ادبیات دوران کهن و میانه کم‌تر حزین بود؟

در پرداخت‌های ساختاری ادبیات جهان از شعر و غزل و…

انسان گرایی پاسخی ناتمام در برابر ناپاسخگویی اندیشه های فلسفی…

نویسنده: مهرالدین مشید  انسان گرایی به مثابه ی داعیه ی برگشت…

گنجینۀ الهام

رسول پویان 2/5/2023 روزباخورشیدوشب سیل شباهنگم خوش است زیــر نـور خلـوت مهـتـاب آهنگـم…

در ارتباط به جفنگ گویی ها ی " نیاز نیاز"

حبیب میهنیار دوستان گرامی شما بهتر میدانید که یکی از ویژه…

ادبیات مبتذل،- سرگرم کننده و کم ارزش؟

Trivialliteratur:   آرام بختیاری نیاز انسان از خود بیگانه به ادبیات سرگرم کننده.  ادبیات…

پیام شادباش به مناسبت روز جهانی کارگر

ا. م. شیری روز اتحاد و همبستگی انترناسیونالیستی کارگران و زحمکشان…

دستار پوشان اسلام ستیز و پاچه بلند های حرمت شکن

نویسنده: مهرالدین مشید گروه ی طالبان از نظر حسن عباس نویسنده…

برگردان شعرهایی از سبزه برزنجی

خانم "سبزه برزنجی" (به کُردی: سۆزە بەرزنجی) شاعر کُرد زبان،…

به پیشواز اول می، روز جهانی همبسته‌گی کارگران

اعلامیه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان اول ماه می، روز تجدید پیمان…

ناپاسخگویی به چالش های جهانی؛ نشانه های زوال تمدن غربی!؟

نویسنده: مهرالدین مشید بحران های جهانی پدیده ی تمدنی یانتیجه ی…

عشق و محبت

رسول پویان در دل اگـر عـشق و محبت باشد نجـوای دل آهـنـگ…

جهان در یک قدمی فاجعه و ناخویشتن داری رهبران سیاسی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در حاشیه ی حوادث؛ اما در اصل…

چند شعر از کریم دافعی (ک.د.آزاد) 

[برای پدر خوبم کە دیگر نیست]  ترک این مهلكه با خون…

مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

«
»

طالب؛ د اسلام هغه ټيکه دار چې اسلامي اساساتو ته درناوی نه کوي

امین الله حقپال

کلونه کيږي چې افغانستان د جګړې په اور کې سوځي، افغانان د پردۍ جګړې قرباني دي او دلته بېلابېلالې ترهګرې ډلې د اسلام له نوم څخه په استفادې هغه کړنې ترسره کوي چې نه يواځې اسلام حتی د کفري قوانينو له مخې هم ناروا بلل کيږي. دلته د افغانانو د وژنې لپاره د وخت مطابق تروريستي ډلې برابرې شوي، اسلامي بيرغ په لاس ورکړل شوی او د اسلام له نومه په استفادې ورته د هر افغان د وژنې، د افغان د ښوونځي د سوځولو، د افغان د کلينيک د نړولو، د افغان مشر د وژلو، د افغان ټولګټې سيمې په بمونو د الوځولو او بلاخره پر هغه چا چې د ترهګرو په خلاف غږ اوچتوي؛ د کفر ټاپې لګولو او د مرګ جواز ورکړل شوی دی.

لسيزې کيږي چې دغه کرغېړن جنګ د افغانستان په نوم په اسلامي جغرافیه کې روان دی، خو د اسلام له نوم په استفادې په کې د اسلامي امت پيروان وژل کیږي. ټول افغانان قربانۍ ورکوي او ګټې يې د پاکستان او ايران په ګډون نور مغرض هيوادونه ترلاسه کوي. د دغې جګړې دواړه لوري په داسې حال کې چې ځانونه مسلمان بولي بيا هم يو د بل مرګ روا بولي او تر ټولو بد يې لا دا چې يو د بل پر ضد د کفر فتواې هم ورکوي.

طالب وسله وال ترهګر کلونه د همدې فتوا چې د خپل معنوي پلار مولانا سميع الحق او معنوي کاکا ملافضلو له جيبه يې اخيستې؛ له مخې يې د افغانانو وينې تويوي او جنت ته پرې تلل غواړي. د دغې فتوا له مخې د افغان وژنه روا ده، د کلينک ورانول غزا ده، د معلم وژل د جنت ټيکټ ترلاسه کول دي او د نجونو د ښوونځي سوځول پښتو او غيرت دی. د دغې کرغېړنې جګړې له امله مو آن کاڼي، بوټي او ډبرې زيانمنې شوي دي.

همدا د روان هجري کال د شمېرو له مخې په ټول هيواد کې څه د پاسه ۱۰۰۰ ښوونځي د طالبانو له ډاره تړل شوي دي. آن تر دې چې په ځينو ولايتونو کې کې یو شمېر ښوونځي د طالبانو لخوا ګواښل شوي دي چې که د ښوونکو تنخواګانې د معتمدۍ په طریقه ورنه کړل شي ښوونځي تړل کېږي او ښوونکې دې بيا ګيله نه کوي.

د تازه راپورونو له مخې ويل کيږي چې وسله والو طالبانو د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د هلکانو او نجونو ٣٩ ښوونځي تړلي چې له امله يې ١٥ زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې پاتې دي. دا یواځې محمداغه ولسوالي نه ده، بلکې د لوګر په خروار او نورو ولسواليو کې هم په لسوګونو ښوونځي تړلي دي. همداراز د پکتیا په احمدابا او سیدکرم ولسوالیو کې د ۲۲ ښوونځیو او زرمت کې ۱۴ ښوونځيو دروازې طالبانو تړلې دي، د تخار په درقد کې ۱۵ ښوونځي،  په خواجه بهاوالدين کې ۴ او ينګي کلا ولسوالۍ کې ۳ او په خوارجه غار وسله والۍ کې يو ښوونځي تړلی دی. په کندز ولايت کې ټولټال کابو ۵۰۰ ښوونځي شتون لري چې له ډلې يې نيمايې د طالبانو لخوا تړل شوي دي. ننګرهار په خوږياڼو، هسکې مېنې، ګوشتې او پچيراګام ولسواليو کې کابو ۲۰ ښوونځي د ناامنۍ له کبله د زده کوونکو پرمخ تړلي دي.

همداسې که پلټنه وشي په ټول هېواد کې له ۱۰۰۰ زیات ښوونځي د وسله والو طالبانو له خوا په مستقیم يا غير مستقيم ډول تړل شوي دي. په ملگرو ملتونو کې د ماشومانو د ملاتړ سازمان یا یونېسېف وایي چې په افغانستان کې درې نیم میلیونه هغه ماشومان چې باید تعلیم وکړي، ښوونځي ته نه ځي، او له دې مېنځه، ٧٥ فیصده یې نجونې دي.

طالبان له اسلامه ناخبره د اسلامي اصولو ماتوونکي

طالبان چې ځانونه مجاهدین او د دین ټيکه داران بولي، په لوی لاس د دين قوانين تر پښو لاندې کوي، د نورو اسلامي ارزښتونو تر پښو لاندې کول خو يې پر ځای پريږده، که يواځې د زده کړو مخنيوی يې حساب شي، په لکونو ماشومان يې له زده کړو بې برخې کړي دي، له هغې زده کړې چې الله ج يې د قدر لوړولو لپاره په نوم باندې قسم کوي. یعنې الله جل جلاله په قران کې په قلم سره قسم خوړلی (ن وَالْقَلَمِ وَمَا يَسْطُرُونَ). خو طالب ترهګر د افغان له بچي همدغه قلم له لاسونو تروړلی دی.

همداراز د بخاري شريف په يو مبارک حديث شريف کې راځي چې د بدرپه غزا کې چی کوم مشرکین له مسلمانانو سره اسيران شول نو رسول الله صلی الله عیله وسلم د خلاصېدو په فدیه کې په ځینو مشرکینو دا شرط کیښود چې څو نفره اصحابانو ته به لیک لوست ورزده کوي، همدا راز رسول الله صلی الله علیه وسلم څوتنو صحابه ووته د عبراني ژبې دزده کولو امرکړی وو، چې په هغه وخت کې عبراني ژبه داسې وه لکه په اوس وخت کې د انګليسي ژبه.

د طالب ترهګر همدغو ټولو نادودو ته په کتو ويلای شو چې طالب د اسلام هغه ټيکه دار دی چې اسلام نه مني او اسلام پرې لعنت ويلی دی.