آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

منطق سود و ویرانی: تحلیل مارکسیستی جنگ و استثمار در…

 تقابل کثرت‌گرایی و واقعیت طبقاتی درحالی‌که نظریه‌پردازان کثرت‌گرا (پلورالیست)، جامعه را…

جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

فرنسوا ولټر

ولټر، یو فرانسوي لیکوال، مورخ او فیلسوف، د ټولنیزو اصلاح…

«
»

شالا مُلا

زمونږڅخه ور ایخواته کلي کی یوسړی اوسیدو چی په شالا مُلامشھور وو. یوه ورځ می له خپل پلارڅخه پوښتنه وکړه ، ما وی پلاره دا خلک ولي دی مُلاته “شالامُلا” وايي، پلارمی دی خدای وبخښي ھغه وخت د پوخ عمرخاوند اوپخپله ھم مولوي اود اسلامي علومو مشھور مُدرس وو ،غلي یی خپلی سترګۍ له سترګو ایسته کړي ، اوپه لاس کی ورسره کتاب یی څنګ ته کیښود اوماته یی په څنګزن نظر راوکتل ، وی یی بچیه د خلکو په عیبوپسی مه ګرځه ، دھغه اصلي نوم بھادردی خوخلکو یی ورته نوم لنډ کړی وو ، دی به یی “بدرو”باله. د ده د زیږیدو ځای ، پلار ، مور اوکورنۍ یی چاته نه ده معلومه ، په تنکۍ ځوانۍ کی دی سیمی ته راغلی وو،کله یوکار کله بل کارکله یوه مزدوري کله بله مزدوري آخرچا د سروزیو مولوي صیب ته وروستلی وو ، د ھغه سره یی څه موده طالبي وکړه یوڅه دیني علم یی زده کړ ، علم او پوهه یی کمه ده خوجرار او با جُرئته سړی دی او ……د پلار اوږدی کیسی ته می زړه تنګ شو په منځ کی ورولویدم ، ماوی پلاره ما داپوښتنه وکړه چی خلک ولی دی شالامُلا بولي ، پلارمی د ستری حوصلی خاوندسړی وو، ویی خندل وی یی چی ډیره اوږده کیسه لري خوزه به یی درته رالنډه کړم او ھغه داچی ھغه وخت چی” بدرو”د طالبی څخه راستون شو په ھمغه ورځوکی د پاس کلي ملا امام په حق ورسید ،څو ورځی وروسته بدرو د ھغه کلي ملا امام شو ، خلکوورته په درنه سترګه کتل ، زکات ،خیرات
اوصدقی ، سرسایه او نوریی ټول ده ته ورکول .بدرو ورو د “بدرومُلا” په نوم مشھورشو.
خدای ورته ښکلی اواز ورکړی دی ، د ھرلمانځه نه وروسته به یی خلکوته نعتونه ھم ور اورول.ورو ورو یی ځانته کوچني کوچني طالبان راپیداکړل چی شمیریی لسو دوولسوتنوته رسیدو.خود وخت په تیریدو د کلي خلک د بدرو په کړو وړو شکمن شول او خبره تردی ځایه راورسیده چی د کلي خلکو بدروته ځواب ورکړ چی دوی نور نه غواړي چی بدرو دی د دوی امام وي.
د کلي خلکوبدروته یوه اونۍ وخت ورکړ ترڅوځانته په کوم بل کلي کی امامت ولټوي ، خو بدرود کلي خلکوته د ھو او یانه ځواب ورنکړ. لکه د تیرپه څیربه په جومات کی اوسیدو، خپلو چڼیانوته به یی سبقونه ھم ویل. اونۍ تیره شوه خوبدرو د کلي د خلکو پریکړی ته کوم ارزښت ورنکړ،کلیوالو بیاھم د بدروڅخه غوښتنه وکړه چی ولاړدی شی په کوم بل کلي کی دی ځانته امامت پیداکړي. خوملابدروخلکوته یوازی دومره وویلی چی ” وبه ګورم “.
ملابدرو خپل چڼیان راټول کړل او د کلیوالود پریکړی په باره کی یی د ھغونظر وغوښت ، چڼیانوچی د خپل استاد حالت ته وکتل په اتفاق یی ورته وویل چی کلیوالوسمه پریکړه نه ده کړی، مونږوایو چی کلیوال ګرم دي اوته حق لري چی ھمدلته په ھمدي کلي کی خپل امامت ته دوام ورکړی اومونږحق لرو چی په ھمدی جومات کی ستاسوڅخه سبقونه زده کړو.
د ملا بدرو او کلیوالو ترمنځ خبره تردی ځایه ترینګلي شوه چی نور نو کلیوال د لمانځه په وخت کی د ملابدرو ترشا نه دریدل ، یوازی د مُلاخپل چڼیان به یی شاته ودریدل اوکلیوالو ټولو ځان ځان ته لمونځ کولو.
خبره د اونیوڅخه میاشتوته ورسیده ،څو واری دکلی ځوانان د ملابدرو د چڼیانوسره لاس او ګریوان شول . کلیوال له خپلی پریکړی نه په شا کیدل او مُلابدرو ددوی پریکړی ته اھمیت
نه ورکولو.د دوی ترمنځ لانجه لا روانه وه چی اوړی راورسید ،د لوونو او غوبلو وخت شو ،ورپسی چاکم چازیات د غنمو او اوربشوحاصلات په خپلوترټو ننه ایستل خوھیڅ کلیوال ھم بدروملاته خیرات او زکات ورنکړ.ملابدرو د زکات اوخیرات موضوع د خپلوچڼیانوسره شریکه کړه،چڼیانو بیا د خپل استاد پلوي وکړه او په اتفاق یی وویل چی کلیوال ملامت دی ، دوی ټول باید د خپلوحاصلاتوڅخه تاته زکات درکړی ،ھرکلیوال مکلف دی چی د ھرولسومنوحاصل څخه تاته یومن درکړي. بدروملا د جومات څخه راووت ،کوڅه په کوڅه ،کورپه کور وګرځید ، ھره دروازه وروټکوله او ټولوته یی وویل چی ده او چڼیانویی پریکړه کړیده چی ټول کلیوال به ورته د تیر په څیرد ھرو لسو منوڅخه یو من زکات ورکوي.
دکلیوالو اود ملابدرو د چڼیانوترمنځ څوواری اخ اوډب پیښ شو  ، خلک زخمیان شول ، وینی
وبھیدی ، د سیمی نورملایان ورغلل او ملابدرویی ګرم وباله.له ھغه وخته راپدیخوا د سیمی
خلک ملابدروته “شالا مُلا” وايي.
الحاج الھام الدین قیام