بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

آیینۀ تاریخ

رسول پویان چه خـوش گفت توسیدیـد فیلسوف که بُد جنگ اسپارت وآتن…

زمزمه های بازگشت اشرف غنی به کابل از شایعه تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در این روزها زمزمه‌های بازگشت اشرف غنی به…

دستاوردهای خلاق چخوف، نویسنده برجسته رئالیست روسی 

برگردان. رحیم کاکایی پیشگفتار مترجم : رئالیسم بی‌رحمانه‌ی یک راوی غمگین  نویسنده ای…

لحاف مهربان کودکی

ساجده میلاد من به گذشته می اندیشم  من شب ها  در آغوش سبز…

نقش زنان مسلمان در جامعه اسلامی !

مقدمه . بی گمان یکی از مهم ترین مباحث در تبیین…

بدخشان؛ گره کور و پاشنه آشیل حاکمیت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید بدخشان؛ جرقه های بحران و احتمال خیزش تازه…

شیرۀ جان

رسول پویان شیرۀ جان ازدو چشم خون چکانم می چکد لـؤلــؤی لالا…

            و حدت خواهی 

در عاشقی ،  عشق   نمایی   نمیکنم گنج  ی  محبتیم…

فیلسوفان یهودی تبار؛ آته ایسم ناتمام،سوسیالیسم احساسی

Hermann Cohen (1842- 1918 ) آرام بختیاری هرمان کوهن؛ میان کانت و…

حماسه هایی که به بهای خیانت نخبگان به سوگواره تبدیل…

نویسنده: مهرالدین مشید روایت تراژدی ملتی که بهای جاه‌طلبی نخبگان را…

«
»

سیاست او سیاسي موخې

نورمحمد غفوري

انسان د ژوندي او ټولنیز موجود په حیث د بشري ټولنې په د ننه کې د ټاکلو اړیکو په جال کې ژوند کوي چې ځینې یې د زیږیدو او لوئیدو د محل، شرایطو او اوضاع له لوری ورباندي تپل شوی او بدلون یې تر ډیرې اندازې د فرد له واکه وتلی کار دی او یا خو د هغه چاپیریال د خلکو جمعی ارادې او فعالیت ته اړتیا لري. خو انسان کولای شی چې د ځینو نورو اړیکو په بدلون، نوښت او پریکوڼ کې د خپلې ارادې سره سمه برخه واخلي او یا یې پخپل زړه انتخاب او جوړې کړي. پوهانو دا ټولنیزې اړیکې چې په ټولنه کې د انسانانو تر منځ شتون لري، په غوره ډول په سیاسی، ټولنیزو، کلتوری او اقتصادی برخو ویشلې چې سیاسي برخه یې په لوړه سطحه او پیچلې اړیکې دي. سیاسي هدفونه ټولې هغه موخې په بر کې نیسي چې د سیاسي اړیکو په ډګر کې د هغو له پاره هاند او هڅې کیږي.

د جامعې د اړیکو سیاسي ډګر لکه چې له نامه څخه يې ښکاري له سیاست سره پیوند لري. د سیاست له پاره پوهانو په ډیر شمیر او رنګ، رنګ (تقریبا ۲۰۰) تعریفونه وړاندې کړي. سیاسي هدفونه هم د همدې تعریفونو په رڼا کې څیړل کیدای شي.

څرنګه چې د هغومره ډیرو تعریفونو څیړل په یوه لیکنه کې نه په زړه پورې، نه لازم او نه اړین دی؛ نو د سیاسی علومو پوهانو دا په دریو غوره ګروپو او مهمو کتګوریو ویشلي دي:

لومړی: د سیاست هغه تعریفونه دي چې سیاست له ځواک سره تړلی او د (قدرت علم) بولی. دا تعریف له ډیر پخوانه د سیاست له پاره په نظر کې نیول شوی. ددې تعریف پر اساس سیاسي هدفونه د سیاسي قدرت د ترلاسه کولو او د هغو د ساتلو لارې چارې او میتودونه دي. یا په یوه جمله کې ویلای شو چې سیاسی هدف د سیاسی قدرت تر لاسه کول، ساتل او په هغو کې د ځان شریکول دي.

دوهم: د سیاست هغه تعریفونه دی چې (سیاست د دولت) علم بولي. ددې کتګوري تعریفونو پربنسټ سیاست د دولتی چارو څیړل او تر بحث لاندي نیول دي چې په رڼا کې یې سیاسي هدفونه د دولتی چارو د سمون او اغیزمنتیا له پاره هر ډول هڅې او کوښښونه جوړوی.  

دریم: د سیاست هغه نور ډول، ډول تعریفونه چې د پاسنیو دوو کتګوریو څخه د باندې مطرح شوي، خو په یو شکل نه یو شکل له پاسنیو کتګوریو سره اړیکه نیسي. ځیني سیاست پوهان وایی چې سیاست هغه علم دی چې موږته راښئي چې څوک بریالیتوب تر لاسه کوي، څه وخت یې تر لاسه کوي ولي او څنګه بریالیتوب ته رسیږي؟  په دې صورت کې سیاسی هدفونه هم په سیاسي لوبو کې د وړلو د وخت پیژندلو، علت او روشونو زده کړه ده.

د آلمان ستر ټولنپیژندونکي (ماکس ویبر) بیا سیاست هغه شغل او هڅې بولي چې د سیاسی قدرت د ترلاسه کولو او په نورو باندې د نفوذ د عملي کولو له پاره سرته رسیږي. دلته سیاسي هدفونه د قدرت تر لاسه کول او یا په مختلفو (ولسوالیو، ولایتي او یا هیوادنیو) سطحو کې په سیاسي ځواک کې د ځان شریکول دي.

د ټولنې مختلف افراد د سیاسي ځواک د ترلاسه کولو او په هغو کې د شریکولو له پاره یو له بله متفاوتې انګیزې لري. ځینی غواړي چې سیاسي قدرت ددې له پاره تر لاسه کړي چې هغه د ولسونو د خدمت او د وطن د سمسورتیا له پاره په کار واچوي. ځیني نور بیا سیاسی قدرت د شخصی هدفونو د ترلاسه کولو- د خلکو تر لاس او فشارلاندې ساتلو، د شخصی شتمنیو زیاتولو، د عیش او عشرت له پاره د شرایطو برابرولو، د ځمکو د غصبولو، د بلډنګونو د لوړولو او د خپلو جیبونو او بانکی حسابونو د پړسولو وسیله بولی او غواړي چې له دې لارې د وسلو، پیسو او احترام څښتن شي. ځیني بیا هسې د قدرت د نیولو لیوال وی او هدف یې د ځان ښودنه او د رقیبانو ناکامي وی او له دې څخه لذت او خوند اخلي.

په مجموع کې ویلای شو چې ټول هغه کوښښونه، چلندونه او روشونه چې د ټولنیز یوځایي ژوندانه د تنظیم او سمون له پاره په پریکړو کې د برخې اخیستو او د دولتي میکانیزمونو د اداره کولو له پاره سرته رسیږي، سیاست دی. سیاست د ټولنیزو ګروپونو رهنمایي کول او د سیاسي قدرت د استعمال له لارې مطلوب لوري ته د ټولنې بوول دي. سیاست د سیاسي ځواک د ارګانونو د مختلفو پوړونو ترمنځ د اړیکو تنظیم او له هغو سره د ولسونو د مناسباتو ټاکل دي. سیاست د ښه حقوقی نظم رامنځته کول او د سولې، آزادۍ، برابرۍ، ورورولۍ او عدالت پلي کول دي. سیاست ټول هغه فعالیتونه په غیږ کې نیسي چې د ټولنیزو ستونزو د حلولو، د ټول ملت د هوساینې او د ټول هیواد د ښیګڼو له پاره کارول کیږي. سیاست د ټولنې په ټولو برخو او پوړیو کې د مختلفو طبقو او قشرونو ترمنځ د موجودو او مسلطو مناسباتو د ساتلو یا تغیر او ښیګڼې له پاره هڅې او هاند دی. دا هڅې او کوښښونه د هیواد په دننه کې د مختلفو ټولنیزو ګروپو او طبقو  د ګټو او علایقو ترمنځ کشمکشونه او ټکرونه او د هغو د حل له پاره د لارو چارو موندل هم په غیږکې نیسي.

هغه څوک چې د سیاست ډګر ته را وړاندې کیږی، لازمه ده چې د خپلو ګټو په پیژندلو، د علایقو په تشخیص او د هدفونوپه روښانه کولو کې زیار وباسي. هغه کسان، سیاسي سازمانونه اوګوندونه چې په هیوادنۍ او بهرنۍ کچه یې خپلې سیاسي موخې په روښانه ډول نه وی تشخیص او فورمول بندي کړې، د هدف په لور د تلو آسانه، نږدې او کم مصرفه لاریې نه وي معلومه کړې؛ د سیاست په پراخه ګرداب کې د سختو غوټو سره سره بریالیتوب ته نه شي رسیدای. په نورو عباراتو ویلای شو چې یوه شخص او سیاسی ډلې ته لازمه ده چې خپل د اوږدې مودې غایي او ستراتیژیک سیاسی هدفونه ښه وپیژنی، د همدغو ستراتیژیکو اساسي هدفونو په رڼا کې د هرې انتخاباتی دورې له پاره د ولس د مینې او علاقې وړ د منځنۍ مودې (متوسط المدت) پلانونه او عملی پروګرامونه را وباسي او د هر کال او ټاکلې پیښې په وړاندې د لنډې مودې او ورځې مهم شعارونه تشخیص او خلکوته وړاندې کړي. یوازې د اوږدي، منځنۍ او لنډې مودې د پلانونو، شعارونو او پروګرامونو په وړاندې کولو سره ګوند کولای شی چې د خلکو ترمنځ د ژوندي او فعال ارګانیسم په حیث تبارز وکړي او د پرګنو سره په دوامدار تماس کې خپل حیثیت او اعتبار لوړ وساتي. د سیاسي ګوند له پاره یوازې د اوږدې مودې د ستراتیژیکو هدفونو تدوین او ملت ته وړاندې کول د بریالیتوب ډاډمنه وسیله نه شی ګرځیدای. د ګوند د اوږدې مودې په غایی او ستراتیژیک مرام کې ټولې اساسي غوښتنې په لنډه او نسبتا مجرده بڼه تدوین او د ملي منافعو په چوکاټ کې د هغو ټولنیزو طبقو او ګروپونو ګټې تسجیل کیږي چې ګوند یې د دفاع او ساتلو له پاره ځان ژمن بولی.

خو د زمانې په اوږدو کې د شرایطو له بدلون سره سم د همدې اساسی اهدافو د تطبیق او د په نظر کې نیول شوو ټولنیزو ګروپونو او طبقاتو د ګټو د ساتلو له پاره د انتخاباتو په هره دوره کې د جمهوري ریاست، ولسی شورا، ولایتی شوراګانو او ولسوالي شوراګانو د چوکیو د ترلاسه کولو له پاره په هره سطحه د داسې موخو، پالیسیو او تکتیکونو ټاکلو او ملت ته وړاندې کولو ته اړتیا ده چې په معینو شرایطو او ټاکلي ټولنیز، اقتصادی او کلتوری حالت کې د ګوند له پاره بریا تضمین کړي.

داخبره هم د یادولو وړ ده چې سیاسی فعالیتونه د سیاسی موخو د ترلاسه کولو له پاره کیږي او دا بیا د ټولنیزو فعالیتونو سره توپیر لري. سیاسی ګوند یو محدود ټولنیز محلی عام المنفعه سازمان نه دی چې په وعظ، نصیحت او په معین محل کې د خیریه پروژو په سرته رسولو اکتفأ وکړی؛ بلکې هر سیاسی ګوند د دولتی چارو په سمون کې د پراخه ونډې اخیستو او امکاناتو د ترلاسه کولو په خاطر د سیاسی ځواک د ترلاسه کولو او د واک په مختلفو سطحو کې د ګډون له پاره زیار باسي. سیاسی ګوند کال پر کال او د انتخاباتو په هر دوران کې خپل فعالیتونه ارزوی او خپل بریالیتوبونه پر ګوته کوي. بریالي سیاسي ګوندونه هغه دي چې په هر کال او هره انتخاباتی دوره کې په دولتی واک کې د ګډون زیات امکان تر لاسه کړي او په ملت کې د خپلو پلویانو اندازه ډیره کړي. هغه ګوندونه چې د خپلې سیاسي بوختیا او د غړو له ستړیا سره سره د سیاسي ځواک په مختلفو سطحو کې د ګډون په اړه پرمختګونه ونه لري، په تدریج سره د ولسونو ترمنځ خپل اعتبار جګ نه کړي او د رایو سلنه یې زیاته نه شي؛ ناکام ګوندونه دی چې باید د خپل فعالیت او رهبرۍ په روشونو او میکانیزمونو کې بدلون راولي. همدا علت دی چې دموکراتیک ګوندونه د هرې انتخاباتی دورې په پای کې پخپلو فعالیتونو د سره نظر کوي. که ګوند د پرمختګ په حال کې وي، نو د فعالیت همغه تر کار لاندې اساسی روشونه پراخوي او د موجودې رهبرۍ کادرونه (او یا په کم تغیر او تکمیل سره) د راتلونکې مودې له پاره هم په کار ګماري. خو که ګوند په کومه انتخاباتی دوره کې د پرمختګ په حال کې نه وی او په دولتی ځواک کې یې برخه نه وي زیاته شوې، د ولس ترمنځ یې اوتوریته او حیثیت لوړ نه وي تللی، د رایو فیصدی یې نه وي جګه شوې، د ګوند په غړو کې د کار او فعالیت انګیزه او علاقه کمه وي؛ نو ګوند د خپل فعالیت په روشونو او د رهبرۍ په میتودونو کې بدلون راولي، د نوو رهبري کادرونو د کار او ابتکار له پاره لاره خلاصوي او ولسونو ته د رهبرۍ نوي بدیلونه وړاندې کوي. که ګوندونه وخت په وخت د خپل فعالیت په معمولو طریقو کې بدلون را نه ولي، د پخوانیو یو ډوله (یکنواخته)، بې نتیجو او ناکامو روشونو په پایله کې یې غړی له فعالیته لویږی، نا امیده او مأیوسه کیږي او د ګوند او ګوندیانو د فعالیت مثمریت او موءلدیت کمیږي. باید په یاد ولرو چې د ګوندي فعالیت د هرې نوې طریقی د عملي کولو له پاره نویو ابتکارونو او نویو رهبري څېرو ته هم اړتیاده.

 

(پای)