ساز آفرینش

رسول پویان رحیم و رحـمان را تابکی قـهار می گویند برای بـندگان…

چرا ادبیات دوران کهن و میانه کم‌تر حزین بود؟

در پرداخت‌های ساختاری ادبیات جهان از شعر و غزل و…

انسان گرایی پاسخی ناتمام در برابر ناپاسخگویی اندیشه های فلسفی…

نویسنده: مهرالدین مشید  انسان گرایی به مثابه ی داعیه ی برگشت…

گنجینۀ الهام

رسول پویان 2/5/2023 روزباخورشیدوشب سیل شباهنگم خوش است زیــر نـور خلـوت مهـتـاب آهنگـم…

در ارتباط به جفنگ گویی ها ی " نیاز نیاز"

حبیب میهنیار دوستان گرامی شما بهتر میدانید که یکی از ویژه…

ادبیات مبتذل،- سرگرم کننده و کم ارزش؟

Trivialliteratur:   آرام بختیاری نیاز انسان از خود بیگانه به ادبیات سرگرم کننده.  ادبیات…

پیام شادباش به مناسبت روز جهانی کارگر

ا. م. شیری روز اتحاد و همبستگی انترناسیونالیستی کارگران و زحمکشان…

دستار پوشان اسلام ستیز و پاچه بلند های حرمت شکن

نویسنده: مهرالدین مشید گروه ی طالبان از نظر حسن عباس نویسنده…

برگردان شعرهایی از سبزه برزنجی

خانم "سبزه برزنجی" (به کُردی: سۆزە بەرزنجی) شاعر کُرد زبان،…

به پیشواز اول می، روز جهانی همبسته‌گی کارگران

اعلامیه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان اول ماه می، روز تجدید پیمان…

ناپاسخگویی به چالش های جهانی؛ نشانه های زوال تمدن غربی!؟

نویسنده: مهرالدین مشید بحران های جهانی پدیده ی تمدنی یانتیجه ی…

عشق و محبت

رسول پویان در دل اگـر عـشق و محبت باشد نجـوای دل آهـنـگ…

جهان در یک قدمی فاجعه و ناخویشتن داری رهبران سیاسی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در حاشیه ی حوادث؛ اما در اصل…

چند شعر از کریم دافعی (ک.د.آزاد) 

[برای پدر خوبم کە دیگر نیست]  ترک این مهلكه با خون…

مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

«
»

سوله که د امتياز په سر چنې وهل؛ امریکا، پاکستان او امارات څه غواړي؟

د سولې لپاره تر بل هر وخت اوس افغانان ډېر نيږدې شوي دي. داسې ښکاري چې د زلمي خليلزاد هڅې به په نيږدې راتلونکې کې رنګ راوړي او افغانان به د سولې خاوندان شي. ځکه زلمي خليلزاد د سيمي هيوادونو او د افغانستان په مساله کې د ښکېلو لوريو سره له نيږدې وکتل او داسې ښکاري چې قناعت يې هم ورکړی چې نور بايد د افغانستان جګړه پای ته ورسيږي. ښه مثال يې د افغان سولې په تړاو د پاکستانيو چارواکو پرله پسې ژمنې او د پاکستان په هڅه په اماراتو کې د وسله والو طالبانو او امريکايې لوريو تر منځ مخامخ خبرې يادولی شو.

که څه هم يو اړخ ته په سيمه کې د امريکا سيالان روسيه، چين او ايران د افغان سولې سره د مرستې په نوم د دغو خبرو د تخريب او سبوتاژ هڅې کوي، خو بل اړخ ته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نور د دغې جګړې د پای لپاره مټې رابډوهلې دي. ځکه ډونالډ ټرمپ د ټاکنيزو کمپاينو پر مهال خپل ولس ته ژمنه ورکړې وه چې په نورو هيوادونو کې د مداخلې پر ځای به امريکا له اقتصادي پلوه په خپلو پښو دروي. اوس چې امريکا کې هم ولسمشريز انتخابات نيږدې کېدونکي دي نو ډونالډ ټرمپ غواړي چې په راتلونکې دوره کې هم ولسمشر اوسي نو اړ دی چې ولس سره خپلې ژمنې پوره کړي.

بل لور ته امريکا نور په دې پوهه شوې چې دلته په سیمه کې يې سياسي رقيبان د افغانستان په جګړه کې د ناکامۍ هڅې کوي او غواړي چې د امریکا په نوښت له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې ناکامې کړي. اوس امريکا دا حقيقت درک کړی چې که د افغانستان جګړه په سوله ايز ډول حل نه کړي نو رقيبان يې د وسله والو طالبانو تر منځ ځای پيدا کړی او همدا طالبان به د امریکا پر ضد وکاروي او بلاخره اړ به شي چې طالبانو سره خبرو ته کيني. د همدې لپاره غواړي لوبه په خپله پای ته ورسوي او په بريالۍ توګه له افغانستانه ووځي.

سوله کيږي خو د افغانستان په سوله کې ښکېل اړخونه څه غواړي؟

لومړی؛ پاکستان

که څه هم پاکستان تل د افغانستان په بربادۍ، ورانۍ او د افغانستان د جګړې په دوام کې خپلې ګټې ترلاسه کړي دي؛ خو په وروستيو کې له ترهګرۍ د پاکستان ملاتړ سبب شو چې پاکستان په نړيواله کچه بدنام شي. په دغه لړ کې پاکستان له نړيوالو فشارونو سره هم مخ شو، اقتصادي بنديزونه پرې ولګېدل، امریکا پرې خپلې پوځي او نغدي مرستې بندې کړې چې دغې چارې په کور دننه سياسيون د پاکستان د حکومت په غبرګون کې راپورته کړل. اوس پاکستاني سياسيون د خپل پوځ په همدې مغرضانه سياست نيوکه کوي چې له امله يې پاکستان له داسې بدې ورځې سره مخامخ شو. نو اوس پاکستان هم غواړي چې نور د افغانستان جګړې ته د امتياز په بدل کې د پای ټکی کيږدي.

پاکستان د افغان جګړې د پای په بدل کې دوه ډوله امتياز غواړي. يو له اوسنيو حالاتو د پاکستان راايستل، له انزوا څخه د پاکستان خلاصون او له امريکا څخه د نغدي مرستې ترلاسه کول غواړي. او دويم په افغانستان کې د هندوستان د نفوذ کنټرول او د پاکستان د هغه زياتېدل. پاکستان اوس هڅه کوي چې له افغان سولې پروسې سره د مرستې په بدل کې امريکا او افغان حکومت دېته قانع کړي په افغانستان کې د هندوستان نفوذ بايد کم او پر ځای يې پاکستان د افغانستان په مسايلو کې دخيل شي. خو دا چې هندوستان هم د امريکا د رقيب چین په مقابل کې د امريکا نيږدې ملګری دی؛ وبه ګورو چې امریکا چا ته لومړيتوب ورکوي، هندوستان که پاکستان ته؟

دويم؛ سعودي عربستان

سعودي عربستان چې د امريکا او طالبانو نيږدې دوست او د قطر سياسي رقيب دی؛ په وروستيو کې هڅه کوي چې له وسله والو طالبانو سره د افغانستان په سوله کې مستقیما برخه ولري. دې هیواد په ابوظبي کې د امریکا، متحده عربي اماراتو او طالبانو په غونډو کې هم فعاله برخه واخیسته. سعودي عربستان غواړي چې له قطره د طالبانو د کنټرول کيلي په خپلو لاسونو کې واخلي. اوس د افغانستان د سولې په روانو هڅو کې سعودي عربستان هڅه کوي چې د طالبانو د قطر دفتر له قطره د سعودي يو ښار ته انتقال او په دې توګه د طالبانو کنټرول په خپل واک کې واخلي.

درېم؛ امریکا

لکه څنګه چې مخکې هم اشاره وشوه امريکا نور په سيمه کې د خپلو رقيبانو په موخو پوهه شوې چې غواړي امریکا د افغانستان په جګړه کې ناکامه کړي نو ځکه له دغې جګړې ژر تر ژره ځان خلاصول غواړي. اوس امريکا هم په افغان سوله کې له طالبانو د امتياز په توګه غواړي چې په افغانستان کې د امريکا يو څو پوځي اډې ومني څو له دغه ځایه خپل رقيبان له نيږدې وڅاري. او داسې ښکاري چې طالبان هم ورسره د يو امتياز غوښتلو په صورت کې دغې غوښتنې منلو ته غاړه ايښې ده.

څلورم؛ طالبان

وسله وال طالبان چې د افغانستان د جګړې اصلي اړخ دی، هم په روانه چنه بازۍ کې تر چا کم نه دي. دوی که څه هم له يو لوري له امريکا سره د سولې خبرې روانې کړي؛ بل لور ته يې په افغانستان کې خپلو بريدونو ته هم دوام ورکړی دی. دوی هم په روانه لوبه کې د ډ‌ير امتیاز غوښتونکي دي. د سولې په روانو خبرو کې د طالبانو غوښتنې ممکن ډيرې وي خو اساسي غوښتنې يې د دوی سياسي دفتر په رسميت پيژندل، له تور ليسته يې نومونه ايستل، له افغان حکومت او امریکا سره له زندانه يې د بنديانو خوشې کول او په افغانستان کې د دوی په خوښه موقت حکومت رامنځته کول دي.

لیکنه : خوشحال آصفي