جامعه دین زده چگونه است؟

عبارت از جامعه می باشد٬ که دیندار از دین٬ چون…

نوای خلقِ غمدیدهء بغلان!

امین الله مفکر امینی       2024-13-05 آسمـان گرفته سخت برما، زمیــــن از سوی…

تنهایی و غربت شناخت نامه ی تبعید

نویسنده: مهرالدین مشید روایت دیگری از تنهایی و غربت روایت تبعید یعنی…

دست یاری 

بر بلای سیل بغلان مبتلا است  ساکنان اش زین مصیبت در…

تجلیل از روزمادردرکشورشاهی هالند

بتاریخ 12می سالجاری درشهرارنهم کشورشاهی هالند محفل باشکوهی ازسوی شوراي…

بجنبید ایکه خود ها، حامییان حقوق بشرخوانید!

امین الله مفکر امینی       2014-13-05! ندانم چطور گویم ویا به تصویر کشمدردوناله…

اینجا بغلان است، آدمیت را سیل برده است!

سیامک بهاری “ما نه غذا داریم، نه آب آشامیدنی، نه سرپناه،…

خشم سیلاب

رسول پویان خانه و باغ و زمین و روستا ویران گشت خـشـم…

 قاضی ی شهر شرف

محمد عالم افتخار مال تاجـر غرق دریا گشـته بود تاجر آنجا محوِ…

خیزش های مردمی نشانه های شکست طلسم وحشت طالبانی

نویسنده: مهرالدین مشید تبعیض، حرمت شکنی و استبداد کار نامه ی…

مادر

ای مادر من فرخ و آباد بمانی پر خنده به لب…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

انتظارم، بوی سیگارهای زر گرفته... و روزهای تلخِ نیمه سوخته میان بغض خاموشت…

جنگ قدرت ها

رسول پویان جنگ قـدرت ها دل زخمین وخونین آورد جـای صلح و…

افراطیت پادزهر خیانت رهبران اسلام سیاسی و یا شکست مبارزات…

نویسنده: مهرالدین مشید علل و عوامل یا چگونگی و چیستی باز…

زبان آریایی یا آریویی چی شد؟

نوشته: دکتر حمیدالله مفید ——————————— زبان بازتاب خرد آدمی است و انسان…

تعامل 

نور محمد غفوری از چندی به اینطرف در مکالمات و نوشتار…

جمال غمبار

آقای "جمال غمبار"، (به کُردی: جەمال غەمبار) شاعر و نویسنده‌ی…

چین کاوشگری به نیمه تاریک ماه فرستاد

منبع تصویر، GETTY IMAGES ۱۴ اردیبهشت ۱۴۰۳ - ۳ مه ۲۰۲۴ آژانس فضایی…

        تقدیم به ستره محکمه امارت اسلامی افغانستان

معروضه محمد عالم افتخار ولد محمد قاسم دارنده تذکره تابعیت 1401100148058   حضور…

حاکمیت طالبان؛ افزایش بحران و تکانه های بی ثباتی ملی…

نویسنده: مهرالدین مشید استبداد و تبعیض طالبان و به صدا درآمدن…

«
»

زړې څېرې؛ نوی سياست

د يوې میاشتې په موده کې درې اپوزيسيونونه

دا جبهې، شوراګانې او اپوزيسيونونه به د دولت د څار په برخه کې څومره دقیق واوسي؟

تيره ورځ د افغان ملت ګوند د پخواني مشر او دافغانستان دسوداګرۍ دپخواني وزیرډاکټر انورالحق احدي په مشرۍ د « نوې ملي جبهه » په نوم سیاسي اپوزیيسون رسما خپل شتون اعلان کړ د دې جبهې مشر ډاکټرانورالحق احدي د جبهې په پرانيست غونډه کې ګډ حکومت یو ناکام حکومت وباله او ټينګار يې وکړ، چې د چارو د سمون لپاره باید ژر تر ژره لویه جرګه راوغوښتل شي. نوموړي ټينګار وکړ چې دا جبهه به د دولت کارونه څاري او په وينا يې دیو لوی سیاسي اپوزیسيون په بڼه به کار کوي.

دا لومړنۍ جبهه نده چې د اشرف غني او عبدالله د ګډ حکومت پرضد خپل شتون اعلانوي بلکې تر دې وړاندې هم دافغانستان د ملي او جهادي ګوندونو دهمږۍ عالي شورا او  د افغانستان د حراست او ثبات شورا په نوم د پخوانیو جهادي مشرانو له لوري دوه جبهې جوړې شوې دي. دا چې دا جبهې، شوراګانې او اپوزيسيونونه به د دولت د څار په برخه کې څومره دقیق واوسي؟ وخت به یي ثابت کړي.

دا سمه ده چې اپوزيسيون د يو ډيموکراټیک نظام لپاره مهم اصل دی چې د دولت کړنې څاري او نقد پرې کوي. اپوزيسيون نه دا چې له دولت سره عقده وپالي؛ بلکه د ملي مسايلو، ملي يووالي، ځمکنۍ بشپړتيا، هيوادنۍ خپلواکي، ډيموکراسي او اساسي قانون په  نظر کې نيولو سره د دولت د منفي کړنو مخالفت کوي. په هغه هيوادونو کې چې د ديکتاتورۍ په طريقه يا په يو حزبي سيستم او يا هم په بل کوم غير اصولي سيستم باندې اداره کيږي؛ اپوزيسيون شتون نه لري خو مخالفې ډلې په غير قانوني توګه چې مخفي مبارزه يي بولي؛ فعاليت کوي. دوی چې د حاکم دولت سياسي مخالفت کوي؛ بيلابيل وختونه د حاکم نظام خلاف د لاريونو، بيانيونو، کنفرانسونو، مرکو په تنظيمولو او د ورځپاڼو او بيلابيلو خپرونو له لارې او يا هم ځينې وختونه د وسله والې مبارزې په طريقه خپل سياسي فعالیت ته دوام ورکوي. خو پوښتنه دا ده چې د افغانستان اوسني شرايط اپوزيسيون ايجابوي؟ که يی ايجابوي نو کوم ډول اپوزيسيون ته اړتيا ده؟ ايا د ګډ حکومت پر وړاندې اوسني جوړ شوي اپوزيسيونونه ملي مفکوره لري او که د ا متياز د ترلاسه کولو او يا هم له قانونه د تيښتې په معنا دي؟

د بیان ازادۍ او ډيموکراسي ته په کتو، اپوزيسيونه جوړول او د دولت خلاف غږ اوچتول د دغو شوراګانو، جبهو او اپوزيسيونو حق دی، خو که د دوی سیاسي جوړښت ته وګورو نو په ډیره څرګنده توګه ترې د دوی موخه په ډاګه کيږي. دلته زمونږ د سياسيونو يوه بده ځانګړنه دا ده؛ هغوي چې د دولت د امتیاز پر مسند ناست وي ، هر څه ښه دي ، اما که له امتیازه بي برخې شي، سیاست ته له منفي لوري زور ورکړي.

د دغو شوراګانو او جبهو غړي ډیری يی هغه څوک دي چې په يو ډول اوسني دولت له امتيازه بې برخې کړي دي. ځينې يي د تير حکومت په فساد ککړ افراد دي چې اوس يي هم په قضايي او عدلي ارګانونو کې د فساد اړوند قضيي موجودې دي. ځينې يي د ځمکو په غصب تورن دي. ځينې يي د تير حکومت ناکاره او تجربه شوې پرزې دي. او ځينې يي د ټاکنيز د اشرف غني او عبدالله کمپاينران دي چې په اوسني دولت کې ورته څوکۍ نه ده رسيدلې. د دوی د دوی له جوړښت نه ډیر ښه څرګنديږي چې دوی هم شخصي او تنظیمي غوښتني لري، دوی د ملي ګټو څخه د دفاع او هيواد له اوسني سياسي، اقتصادي او نظامي بحرانه د راوتلو لپاره کومه ځانګړې اجنډا نه لري. که دوي غواړي ستونزي حل شي په اوسنۍ اداره کې د سمونونو د راوستلو له لاري باید هڅه او هاند وکړي، نه د حکومت د ړنګولو له لاري.

دا سمه ده چې اوسنی ګډ حکومت رامنځته کيدل له پيله غيرقانوني دي، تر ډیره د دې حکومت چارواکو قانون تر پښو لاندې کړی دی، کمزوری بهرنی او کورنی سياست لري، په خپلو کړنو او ژمنو کې اتيا سلنه ناکام شوی دی، د سولې خبرې يي ډیرې سستې او بطي دي، فساد نه يوازې چې کم نه شو بلکه لا يي ريښې وکړې، امنيتي حالات ترينګلي شول او ديته نورې په لسګونو ستونزې لري؛ خو بديل يي دا نشي کيدلای چې ړنګ شي. بايد د دې دولت د اصلاح لپاره کار وشي. د اوسني کاواکه ګډ حکومت پر وړاندې اندکه ضد اقدام د انارشۍ سبب هم کيدلای شي.

 

لیکنه: خوشحال آصفي