گنجینۀ الهام

رسول پویان 2/5/2023 روزباخورشیدوشب سیل شباهنگم خوش است زیــر نـور خلـوت مهـتـاب آهنگـم…

در ارتباط به جفنگ گویی ها ی " نیاز نیاز"

حبیب میهنیار دوستان گرامی شما بهتر میدانید که یکی از ویژه…

ادبیات مبتذل،- سرگرم کننده و کم ارزش؟

Trivialliteratur:   آرام بختیاری نیاز انسان از خود بیگانه به ادبیات سرگرم کننده.  ادبیات…

پیام شادباش به مناسبت روز جهانی کارگر

ا. م. شیری روز اتحاد و همبستگی انترناسیونالیستی کارگران و زحمکشان…

دستار پوشان اسلام ستیز و پاچه بلند های حرمت شکن

نویسنده: مهرالدین مشید گروه ی طالبان از نظر حسن عباس نویسنده…

برگردان شعرهایی از سبزه برزنجی

خانم "سبزه برزنجی" (به کُردی: سۆزە بەرزنجی) شاعر کُرد زبان،…

به پیشواز اول می، روز جهانی همبسته‌گی کارگران

اعلامیه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان اول ماه می، روز تجدید پیمان…

ناپاسخگویی به چالش های جهانی؛ نشانه های زوال تمدن غربی!؟

نویسنده: مهرالدین مشید بحران های جهانی پدیده ی تمدنی یانتیجه ی…

عشق و محبت

رسول پویان در دل اگـر عـشق و محبت باشد نجـوای دل آهـنـگ…

جهان در یک قدمی فاجعه و ناخویشتن داری رهبران سیاسی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در حاشیه ی حوادث؛ اما در اصل…

چند شعر از کریم دافعی (ک.د.آزاد) 

[برای پدر خوبم کە دیگر نیست]  ترک این مهلكه با خون…

مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

«
»

رياستي که نيمه رياستي نظام؛ کوم د هيواد په ګټه دی؟

په داسې حال کې چې د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د نوماندانو نومليکنه روانه ده؛ سر له اوسه د ځینو احتمالي نوماندانو د ټکټونو له ادرسه د اوسني رياستي نظام د بدلون او په نيمه رياستي نظام يې د اړولو خبرونه ورکول کيږي. هغوی چې د ولسمشر غني سياسي مخالفان او حکومت منتقدين دي؛ د اوسني نظام د بدلون غوښتنه کوي خو ولسمشر غني بيا وايې چې رياستي نظام ورته سره کرښه دی او په هیڅ صورت کې به له چا سره د اساسي قانون او د نظام د بدلون پر سر معامله ونه کړي. دغه خبره ممکن په راتلونکو ټاکنيزو مبارزو کې د ولسمشرۍ د نوماندانو تر منځ د اختلاف ټکی اوسي.

اساسي پوښتنه دا ده چې د هيواد روانو حالاتو ته په کتو چې له يوې خوا ټاکل شوې امريکايې سرتيري له افغانستانه ووځي او بلې خوا د دولت او ولس د تهديد لپاره د دطالب تر څنګ داعش وسله واله ډله هم شتون لری؛ اوسنی رياستي نظام د ولس په ګټه دی او که د ځينو سياسيونو د غوښتنې له مخې نيمه رياستي نظام؟

لومړی د نظام په ډولونو لنډه تبصره کوو.

يو نظام درې اساسي قواوې لري. لکه اجرايه قوه، مقننه او قضايه قواوې. دغو درې واړو د موجودیت او د دوی د صلاحيتونو او واکونو له مخې نظامونه بيا په درې برخو وېشل کيږي. لکه رياستي نظام، نيمه رياستي نظام او پارلماني نظام.

رياستي نظام: هغه دی چې په کې ولسمشر د دولت په راس کې ځای لري. یعنې ولسمشر په کې د خلکو په رايه ټاکل کیږي او همدا لامل دی چې د بشپړ ولسي ملاتړ لرونکی وي او واک او صلاحيت يې هم له همدې امله پراخ وي. په دې نظام کې اجرايه قوه او مقننه قواوې کاملاً خپلواکې وي او د اجرايه قوې يعنې ولسمشر په ټاکلو او عزل کې کوم نقش نه لري. همدا ډول په دې نظام کې مقننه قوه یعنې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې غړي هم د خلکو لخوا د ټاکنو له لوري ټاکل کيږي او په همدې اساس اجرايه قوه یعنې ولسمشر هم نشي کولی چې پارلمان له منځه يوسي.

همدارنګه په رياستي نظام کې د دولت د کابينې وزيران ټول ولسمشر ته ځواب ويونکي وي او يواځې د تاييد لپاره پارلمان ته استول کیږي. پارلمان کولی شي چې د موجوده ستونزو له امله وزير استیضاح او استجواب کړي. همداشان په دغه نظام کې د ولايتونو واليان هم د ولسمشر په خوښه او امر ټاکل او يا له دندو ليرې کيږي.

پارلماني نظام: هغه نظام دی چې په کې اجرايه قوه يا ولسمشر د پارلمان څخه د باور رايه اخلي او د پارلمان د رايو پر اساس ټاکل کيږي. په دغه نظام کې د واک دوه ادرسونه موجود وي چې يو يې ولسمشر او بل يې صدراعظم يا لومړی وزير وي. دواړه د پارلمان تاييد ته اړتيا لري او دواړه پارلمان ته ځواب ويونکي وي. یعنې پارلمان کولی شي چې ولسمشر او صدراعظم تاييد او يا ترې د باور رايه واخلي. همدا ډول وزيران هم پارلمان ته ځواب ويونکي وي او کولی شي چې د کابيني وزيران استيضاح او استجواب کړي.

په پارلماني نظام کې اصلي واک او صلاحيت د پارلمان په لاس کې وي او د ټولو قواوو په راس کې ځای لري. همدارنګه په پارلماني نظام کې بيا ولسمشر دا واک او صلاحيت لري چې پارلمان لغوه او له منځه يوسي چې دا مساله ممکن د د اجرايه او مقننه قواوو تر منځ د خپل منځي نښتو او يو له بله د غچ اخيستلو سبب وګرځي.

نيمه رياستي نظام: هغه نظام دی چې هم د رياستي نظام او هم د پارلماني نظام نيمې نيمې ځانګړتياوې لري. یعنې په دې نظام کې هم ولسمشر د خلکو لخوا د رايو د اکثريت له مخې ټاکل کيږي او د پارلمان په مقابل کې ځواب ويونکی نه بلکې د ولس په مقابل کې ځواب ويونکی وي. خو د لکه د پارلماني نظام په شان په دغه نظام کې هم د دولت د کابينې وزيران پارلمان ته ځواب ويونکي وي او پارلمان کولی شي چې وزيران استيضاح او استجواب کړي. په دغه نظام کې د ولسمشر واک له صدراعظم سره نيمايې شوی وي او آن له ولسمشر څخه هم صدراعظم ډير واک او صلاحيت لرونکی وي.

اوسمهال کې کوم نظام ګټور او کوم زیان راوړونکی دی؟

افغانساان اوسمهال رياستي نظام لري چې واک او صلاحيت کاملاً د ولسمشر په لاس کې وي او وزيران او واليان ټول ولسمشر ته ځواب ويونکي دي. لکه څنګه چې مخکې هم يادونه وشوه د حکومت سياسي مخالفان او منتقدين د اوسني رياستي نظام د بدلون غوښتنه کوي او غواړي چې ولسمشر دې درې مرستيالان ولري او د دولت اجرايه قوې واک دې په دوه برخو تقسيم شي چې نيم دې ولسمشر او نيم دې له صدراعظم سره وي. ولسمشر غني وايې اساسي قانون او اوسنی رياستي نظام ورته سره کرښه ده او له هيچا سره به د اساسي قانون او د نظام د بدلون پر سره معامله ونه کړي.

اوسنيو حالاتو ته په کتو په داسې حال کې چې بهرني ځواکونه له افغانستانه د وتلو تکل کې دي او دښمن هم تيار په کمين کې ناست، تر څنګ يې د افغانستان مغرض ګاونډي هيوادونه او د سيمي استخبارات د افغانستان د پارچه کېدو انتظار باسي؛ په داسې حالاتو کې يواځې او يواځې اوسنی رياستي نظام او اوسنی ولسمشر غني د بدبختيو د مخنيوي او د ګډوډيو د رامنځته کېدو څخه ساتنه کولی شي.

ځکه مخکې يادونه وشوه چې له رياستي نظام پرته نور دواړه ډوله نظامونو (نیمه رياستي او پارلماني نظامونه) کې واک تقسیم وي او يا د پارلمان سره وي نو د افغانستان اوسني پارلمان ته په کتو چې د ګوتو په شمېر خلک په کې داسې دي چې د هيواد او ولس لپاره کار کوي نو ټول يې د شخصي او ګوندي ګټو ته وفاداره دي؛ دا له امکانه لیرې نه ده چې که نظام پارلماني يا نيمه رياستي شي او واک پارلمان ولري نو افغانستان دې تجزيه شي.

دویم دا چې که اوسنی نظام بدلون کوي او ولسمشر پارلمان ته ځواب ويونکی کيږي نو په هره وړه خبره او په هره ګوندي او يا سمتي خبره به هم ولسمشر د پارلمان لخوا استجواب کيږي او بيا به افغانان د وسله وال دښمن څخه دومره نه متضرر کيږي لکه د پارلمان او اولسمشر د خپلمنځي ټکر له امله چې زیان وي.

درېیم که اوسنی نظام بدلون کوي او د ولسمشر صلاحیت کميږي او ورسره صدراعظم رامنځته کیږي نو دا به د ملي يووالي له حکومت څخه هم ډیره ترخه تجربه د ولس لپاره ولري. په اوسني نظام کې چې که څه هم اجرايه رياست څوکۍ شته خو لا هم واک د ولسمشر سره دی او وزيران ورته ځواب ویونکي دي؛ ومو ليدل چې ځينو وزيرانو حتی د ولسمشر امر ونه مانه او لا هم په غیر قانوني توګه په خپلې څوکۍ ناست دي. وليدل شول چې يو والي چې د ولسمشر خوا منفک شوی و تر مياشتو مياشتو يې له حکومت سره ناندرۍ ووهلې او حکومت يې وننګولو. نو که چيري واک بيخي له ولسمشره اخيستل کيږي او صدراعظم ورسره شريک کیږي نو حالات به له دې هم بدتر کړي.

څلورم که اوسنی نظام بدلون کوي او وزيران د ولسمشر په ځای پارلمان ته ځواب ويونکي کيږي نو دا به د وزير او پارلمان تر منځ نور هم معاملو ته زمینه برابره، فساد به پراخ او د وزارتونو ناکارايې به لا هم زیاته کړي.

پنځم که چيري اوسنی رياستي نظام بدليږي نو ورسره به ولايت په ولايت د واک نوې او تازه جزيرې پيدا شي او په هر ولايت کې به والي ځان ته ولسمشر وي. ځکه په پارلماني او نيمه رياستي نظام کې واليان ولسمشر ته په سمه ټوګه ځواب ويونکي نه وي.

پورته ته تحلیل ته په کتو ویلای شو چې د اوسنيو حالاتو د کابو کولو او په راتلونکې کې د بحرانونو د مخنيوي لپاره اوسنی نظام او اوسنی ولسمشر غني غوره ټاکنه ده چې کولی شي هم د خلکو او خاورې ساتنه وکړي او د دښمن شوم پلانونه شنډ کړي.

لیکنه : خوشحال آصفي