جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

منطق سود و ویرانی: تحلیل مارکسیستی جنگ و استثمار در…

 تقابل کثرت‌گرایی و واقعیت طبقاتی درحالی‌که نظریه‌پردازان کثرت‌گرا (پلورالیست)، جامعه را…

جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

«
»

دخوست په سنګر کې مزاری سرتیری

دنن مهاله څه دپاسه دیرش کاله پخوامې دخپلې کورنۍ سره دهوا له لارې خوست ته سفر وکړهغه وخت خوست ته ځمکنۍ لارې بندې اوتړل شوي وې کله چې په هوایې ډګر کې له الوتکې کښته شوودخپلودووکمکیوزامنو،یوې لوراومیرمنې سره له هوایې ډګره دوتوپه تکل کې ووخپله ما اوزما زامنومزارۍ جیلکې یاچپنې چې ماته ګران ملګري اوخواخوږي دوست محمدنسیم منګل له مزارشریف څخه راوړي وې آغوستې وې لاڅوګامه وړاندې تللي نه ووچې یوسپین ږیری سړی چې چپنه یې اغوستي اوملایې په یوه سره رنګه دستمال تړلي وه زموږ مخې ته ودریده له لنډه کی ستړي مه شي اوحال احوال وروسته یې راځینې وپوښتل بچیم از مزارامدین؟ په ځواب کې مې ورته وویل نې بابا ازکابل آمدیم. بیایې سملاسې وپوښتل مزاري استین؟ نه خیرازخوست هستیم. لږموسکی شوویې ویل ازدیدن جیلک های تان خیال مزاري کدم ورته ومې ویل بلی پدرجان جیلک هم لباس وطن ماست په همدې خبروکې له هوایې ډګره دوتلوپه حا ل کې وو،ترې ومې پوښتل  باباجان دپوښتنې عیب دی نه وي تاسو دکوم ځای یاست په ځواب کې راته وویل بچیم مه ازولایت بلخ استم اوترې ومې پوښتل نودلته په خوست څه کوی ؟ ژوراسویلی یې ویوست یوه شیبه دچورتونو په خیال وځنګید او ویې ویل زه درې اولاده لرم دوه مې مشرې لورګانې دي اوکشری مې زوی دی  همدغه زوی مې په عسکري خدمت بوخت دی خوله بده مرغه درې کاله وشول چې دژونداومرګ احوال یې نه لرم کابل ته راغلم له ډیرې پوښتنې ګرویژنې چا راته وویل چې زوی دې په خوست کې عسکردی زه هم نن له کابله راغلی یم اوپه نابلدې کې به دزوی پلټنه کوم خدای مې مهربان دی که مې دیدن ورسره وشي .سپین ږیري ته مې ډاډ ورکړهسې فکر کوه چې زوی دې درسره دی زه دې په خدمت کې یم دخوست دولایتي کمیټې منشې داکترهاشم عالم مې دپلارله خوا دماما زوی دی دهغه په وسیله به دې زوی انشا الله درته پیدا کړم دمیدان بهر مې یوه ګاډۍ کرایه کړه اودسپین ږیري بابا سره  یوځای دښار په لوري وخوزیدواوزموږدزړه خوالې اودوستانه خبروته خوستی ګاډیوان هم هک حیران اوله خوښی هوسیده عجیبه تصادف ودارواښاد شهید داکتر هاشم عالم کور دخوست د۲۵فرقې دنظام قراوول ترڅنګه  وکله چې له بګۍ څخه ښکته کیدودنظام قراوول له دروازې څخه پهره داروسرتیرو موږله لیري څارلوچې ناببره یوه ځوان عسکر دخوښۍ یوه سوي چیغه کړه به خدا پدرم آمد ځوان سرتیری لکه زمرۍ دخپل پلار مخې ته ودرید دخوښیو په چیغویې یوترله دمیني اومحبت تودې غیږې سره ورکړي ارمانجن پلاردخپل یواځیني سرباز زوی دسترګوپه ښکلولونه مړیده د دوی دواړواوزموږله سترګوداوښکوباران په لپولپواوریده دتاجک پلاراوتاجک زوی غیرت اومیړانې ته دمستربل دغره څوکه په درنښت کږه اودغیرتي اوشمله وروخوستیانوترڅنګه دوطنپال اواتل سربازکیسه زموږدګډوطن اوګډوافتخاراتواوویاړنودبرمیال اوننګیال تاریخ یوه کوچنی بیلګه ده چې باید موږدګډتاریخ اوګډې ماضی سره وروڼه قومونه اوملیتونه خپل ملي پیوستون اویووالی ټینګ وساتواودمکاروتورمخودوښمنانواورذیلوشیطانانورنګارنګ دسیسې دنفاق اوشقاق توطیې شنډې کړواو دتاریخ په دې حساس اودردیدلي پړاوکې باید هوښیاراوبیداراوسو.

ځکه زموږدهیواد مکاراودوه مخي دوښمنان په ډیرشیطانت سره غواړي زموږدولسونوترمنځ تاریخي ملي پیوستون اویووالی له منځه یوسي اوزموږ دوروڼوقومونودبیلولواوایل کولوپه موخه سمتي،قومي،ژبني،مذهبي اوتنظیمي مخالفتونه اوناندریزي تربګنی اوشخړې رامنځته کړي اوزموږواحداویوموټی هیواد دخپلواوږدمهاله ستراتیژیواودسیسوپه لومه کې ښکیل اودتل لپاره زموږولسونه دښکیلاک اوزبیښاک په منګولوکې ایساراومحتاج وساتي .زموږهیواد دتاریخ په اوږده واټن کې دخراسان،آریانا اوسرلوړي افغانستان په لرغوني جغرافیه کې لکه دیوې څانګه ورې هسکې ونې ګلونه مینه ناک ګډژوندکړی اوله نیکه مرغه دپیړیو.پیړیوپه اوږدوکې دافغانستان دوروڼوقومونوترمنځ جګړې اوشخړې نه دي رامنځته شوي لکه یو تن اویو سوک یې د دوښمنانوهر یرغل اوبلوسې ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی اوخپله خاوره یې دستروامپراتورویوپه هدیره بدله کړیده .

په دې لاره کې باید ډله یېزي رسنی خپل اصیل اواخلاقې ژورنالیستیک دېن اومسوولیت ترسره کړي.

دیو موتي اوسرلوړي هیواد ګران افغانستان دشرمیدلواولاسپوڅودوښمنانودبشپړې نابودی په هیله.

 

بسم الله اکبري

۷.۱۰/۲۰۱۵هالینډ