نو کانتی ها،- مخالف سوسیالیسم و ماتریالیسم دیالکتیکی

neukantism.نو افلاتونی آرام بختیاری نو کانتی ها؛ نیم قرن میان مارکسیسم و…

غم دوشینه و سرنوشت نافرجام و دردناک مردم افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کشتی شکستگانیم ای بادشرطه برخیز  باشد که باز بینیم …

برگردان شعرهایی از ژنرال پاییز

زنده‌یاد “محمدعمر عثمان” ملقب به “ژنرال پاییز” در سال ۱۹۵۷…

خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

«
»

د ګډ حکومت ګډوډ والیان

په افغانستان کې د ملي یو والی تر نامه لاندې ګډ حکومت چې افغانان یې دوه سری حکومت بولي؛ د ۱۳۹۳ د تلې د میاشتې په اوومه نېټه د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو په نتیجه کې نه، بلکي د سیاسی پریکړې او مصلحت په اساس جوړ شو. ښايي دا ډول حکومت د خپل نوعیت له مخې د نړۍ پرمخ لومړنی حکومت وي چې هم یې ګټونکی او بایلونکی دواړه نا معلوم دي او هم دواړه په واک کې نیم په نیمه شریک دي. له لومړي سره د حکومت د دواړو مشرانو تر منځ ناندرۍ روانې وې خو کله چې د کابینې په جوړولو پیل وکړ نو هر یو ښاغلي به غوښتل چې کلیدي وزارتونو ته خپل خپل وزیران معرفي کړي چې ځينې وختونه به د ولسمشر له لوري معرفي شوی نوماند د عبدالله له لوري رد کیده او ځینې وختونه به د عبدالله له لوري نوماند وزیر د اشرف غني لخوا رد کیده. همدغه کشمکش حکومت په دوه لارو روان کړ او په ملي مسایلو کې د واحد نظر پر ځای دوه نظرونه پیدا شول. په همدغه کشمکش او د واک پر سر شخړې لانجمن حالت کې د ملي وحدت حکومت ولسمشر اشرف غني اعلان وکړ چې په ۴۵ څلویښت ورځو کې به کابینه ولسي جرګې ته معرفي کوي خوبلاخره دا جوته شوه چې د ملي وحدت حکومت مشرانو ترمنځ د چوکیو په ویش لانجه اوږده شوه او ونه توانیدل چې په دې موده کې کابینه ولسي جرګې ته وپیژني.هغه قانون چې ولسي جرګې پاس کړی او د سرپرست وزیرانو لپاره یې ۲ میاشتې وخت ټاکلی وو هغه نقض او په دوو میاشتو په تیریدو دملي یوالي حکومت سرپرست وزیران ګوښه او پرځای یې د وزارتونو مرستیال وزیران سرپرست وزیران وټاکل. د ګډ حکومت د مشرانو تر منځ لانجه یوازې د وزیرانو په ټاکلو نه بلکه په معینانو، ریسانو او حتا د ولایتونو په والیانو هم یو وبل ته په مورچه کې ناست و. هر یو ښاغلي به غوښتل چې د والیانو په ټاکنه کې خپله ونډه بارزه او زیاته کړي. بلاخره د جنجالونو سره سره بیا هم ګډ حکومت د یو شمیر ولایتونو لپاره نوي والیان وګمارل. په دغه والیانو کې دغسې افراد هم شامل و او دي چې ځينې یې د تیر حکومت پاتې شوني دي. له دې ورهاخوا ځینې یې داسې دي چې د زده کړې کچه یې تر دولسم ټولګي پورې ده، ځينې یې داسې کسان دي چې آن د ولایت مقام په معنې، مسولیتونو او صلاحیتونو نه پوهیږي او نظامي پوهه نه لري، ځينې یې داسې دي چې په خلکو کې نفوذ نلري او د اړوند ولایت خلکو ته د منلو وړ نه دي چې پر ضد یې په لسګونو لاریونو هم د ولس لخوا شوي دي، ځينې یې بیا داسې هم دي چې په نورو هیوادونو پلورل شوي او د پردیو لاسپوڅي دي.
تاسې د ننګرهار والي وګورۍ له کومې ورځې چې د ننګرهار د والي په توګه ګمار شوی دی نو د ننګرهار د ولسونو ورځ بده شوې ده، داعش هره ورځ د عام ولس وینې زبیښي، ښوونځي د ناامنیو له امله تړل کیږي، انجونې او میرمنې په بیلابیلو نومونو زورول کیږي، نوي زیږیدلي کوچنیان په منځ دوه پړکه څيري کیږي، سپين ږیري په بمونو الوزول کیږي او له ځوانانو یې سره غوځيږي. تاسې ووایاست چې د ننګرهار والي د ننګرهاریانو کومه ستونزه هواره کړيده؟
همدا ډول د کندز والي وګورۍ چې د کندز د والي په توګه له ټاکل کیدو نیولی تر ننه کندوزیانو ښه او ډاډمنه ورځ ونه لیدله، هره ورځ د ولسوالیو سقوط دی، ځوانان په بیلابیلو نومونو وژل کیږي، هدفي وژنې کیږي،او لویه بیګه یې همدا د تیرې ورځې له شرمه ډکه پیښه ده چې د ولایت بشپړ مرکز سقوط وکړ او د طالبانو لاس ته ورغی.
ددې تر څنګ د غزني والي وګوره چې په راتګ سره یې د غزني حالت له پخوا ورځ تر بلې بدتریږي، په رڼا ورځ خلک له موټره ښکته کول کیږي او وژل کیږي، په بیلابیلو نومونو د بیلابیلو قومونو مشران او ځوانان اختطاف کیږي، او خلک په ډاډه زړه خپل کارو بار نشي کولی.
خلاصه دا چې د ګډ حکومت د یو کلنې دورې څخه خلک رضایت نه لري، ولس چې د اوسني حکومت په دوام او بقاء باور نه لري نو ځکه خو هره ورځ مو په سلګونو هیوادوال له هیواده تیښتې ته زړه ښه کوي او اروپایې هیوادونو ته پناه وړي.

راځو دیته چې یو غوره او پیاوړی والي باید کومې ځانګړنې ولري؟

  • یو غوره والي باید که نظامي کس نه وي لږ تر لږه په نظامي برخه کې معلومات ولري
  • غوره والي باید د خلکو په منځ کې ټولنیز نفوذ ولري
  • غوره والی باید تجربه لرونکی وي او لا له وړاندې خلکو ته د منلو وړ وي
  • غوره والي باید نیک او ښه شهرت ولري
  • غوره والي باید د اړوند ولایت ټول ستراتیژیک موقعیتونه وپیژني او د خلکو د ساتنې لپاره باید په ستراتیژیکو ځایونو کې امنیتي کمربندونه ولري
  • غوره والي باید د احتمالي پيښو په اړه معلومات ولري او په اړوند یې لازم چمتو والی ولري.

لیکنه : خوشحال آصفی