ظلم ظالم

رسول پویان جهان به لاف وپـوف ظلم برنمی گردد اســـیـر ظالـــم و…

روز جهانی زن در میانۀ بحران و عقبگرد تاریخی

اعلامیۀ سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان به پیشواز هشتم مارچ، روز…

نه به جنگ، نه به استبداد؛ راه ما رهایی اجتماعی…

اعلامیه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان در مورد جنگ امریکا-اسرائیل با…

زردشت نیچه؛ پیشگویی تراژدی ایرانی؟

Friedrich Nietzsche (1844-1900) آرام بختیاری تراژدی ایران، یا شیعه ایرانی، از زبان…

جنگ با ایران؛ معادله برنده و بازنده در ترازوی ژئوپلیتیک

نویسنده: مهرالدین مشید تهران خشمگین در نبرد برای بقا این نوشته با…

کوتاه خاطره هایی از مسکو

(کمیته سرتاسری سازمان دموکراتیک جوانان افغانستان، فستیوال جهانی جوانان و…

اعلامیه در محکومیت جنگ ارتجاعی میان پاکستان و افغانستان

سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان جنگ و صف‌آرایی نظامی میان قدرت…

بوی ریا 

برسد کاش به تو یار چو پیغام کنم  وصفی از لعل…

               کاروان وحدت 

بر خیز تا هم آ ییم ، با  کاروان وحدت  جا…

دوست دارم این وطن را !

امروز زمان آن فرارسیده است که مردم افغانستان یک‌صدا بگویند…

زبرځواکونه څنګه په نورو هېوادونو خپل نفوذ ساتي؟

ليکنه: حميدالله بسيا په ساده ډول زبرځواک  يا سوپر پاور  Superpower…

افغانستان در مدار واگرایی؛ تراژیدی‌های اجتماعی، سیاسی و رسانه‌ای

نویسنده: مهرالدین مشید با ادعا های فراتر از « پنج چاریک»…

آیا طالبان دروغ می گویند یا وزارت خارجه ی روسیه؟ …

  نوشته ی : اسماعیل فروغی       بتاریخ بیست و سوم…

د سعوديانو او تر دوی بر لاسونه هم بيا د…

عبدالصمد ازهر                 …

چهل و یکمین سالگرد وفات مولانا داکتر استاد محمد سعید…

روز پنجشنبه مورخ « هفت حوت سال ۱۴۰۴ هجری شمسی…

محکومیت تجاوز نظامی پاکستان بر افغانستان

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

وزیر دفاع پاکستان؛ از ناگفته های ساختاری تا راهبرد های…

نویسنده: مهرالدین مشید سیاست ابهام استراتژیک پاکستان؛ ازاعتراف‌های تاکتیکی تا ناگفته‌های…

بمناسبت روز های جهانی عدالت اجتماعی و زبان مادری

بنام خداوند حق و عدالت هموطنان گرامی، ۲۰ و ۲۱ فبروری روز…

مارکوس تولیوس سیسرو

هغه د لرغوني روم فیلسوف، سیاستوال، وکیل، ویناوال، شاعر او…

مبانی نظری عدالت اجتماعی

نور محمد غفوری بررسی نظریه‌ها و رویکردهای معاصر چکیدهعدالت اجتماعی از بنیادی‌ترین…

«
»

د ښاغلي محمد اکبرکرګر د آثارو په تړاو یو څو لنډې خبرې

C:\Users\Masoud_2\Desktop\محمد اکبر کرګر-۲.jpg
C:\Users\Masoud_2\Desktop\د کرګر صاحب آثار.jpg

ښاغلی محمد اکبر کرګر د علم، ادب او فرهنګ په ډګر کې د  پښتو ژبې هغه پیژندل شوی، با درکه، با احساسه، خواخوږی، د ژور فکر او عقایدو ځواکمن لیکوال، هڅاند متفکر، غښتلی څېړونکی، تکړه ژباړونکی دی، چې د ده د پام وړ او اغېزمن آثار زموږ په جګړه  ځپلي هیواد کې معاصرو او راتلونکو نسلونو ته د یوې  علمي، ملي، ادبي او فرهنګي زېرمې او معنوي پانګې په توګه لویه او بډایه شتمني ده.

دی نه یوازې وتلی او پیژندل شوی داستان او کیسه لیکونکی، ټولنیزپوه، سیاست پوه، ادب پوه، منلی او ملي شخصیت دی، خو په خپلو ارزښتمنو او اغېزمنو آثارو یې د تصوف او عرفان ډګر هم تود، ځلانده او روښانه ساتلی دی.

ښاغلی کرګر صاحب یو زړه سواندی انسان، دروند شخصیت او د لویې حوصلې خاوند دی. د خپلو ملګرو، یارانو، دوستانو او مینه والو، د هیواد او هیوادوالو سره سپیڅلې او ژوره مینه لري. دوې میاشتې مخکې یې ما ته له لندن څخه د ټېلېفون په کرښو کې وویل: زه هالند هېواد ته درځم غواړم تاسو ووینم. ما ورته وویل زه به ویاړ ولرم چې خپل زړه ته رانږدې دوست کرګر صاحب ووینم. کله چې دی هالند ته راغی ما ورته ټېلېفون وکړ او ورته ومې ویل چې نن شپه زما میلمه یې. ورغلم له ده سره یو ځای زموږ د ګډ دوست تکړه او پېژندل شوي هنرمند کریم جان لمر کور ته ورغلو. د خپلو دوو نورو دوستانو او یارانو نجات جان لودین او بشیر جان رفیق سره مو یو ښکلې د موسیقۍ او غزل شپه د خوږ ژبي کریم جان لمر په خوندورو سندرو او غزلونو رنګینه کړه.

لنډه دا چې په دریمه ورځ بیا دی زما میلمه شو او د روتردام په ښار کې مو چکر ووهه. زموږ بڼدار ډېر ښکلی او په زړه پورې وه. کرګر صاحب درې چاپ شوي نوي اثار چې (انسان او جهان له عرفاني لیده)، (رحمان لید توګه) او (کلونه تورتمونه – د لنډو کیسو ټولګه) نومیږي، او په ډېر ښکلي ډیزاین او صحافت سره چاپ شوې دي په ټوله مهرباني سره ماته ډالۍ کړل، او ما ترینه د زړه له کومې مننه وکړه.

کله چې ما دا ګټور، ارزښتمن او تحلیلي آثار په مینه او پاملرنې سره ولوستل، نو ماته هم دا احساس پیدا شو چې زه د علم، ادب، شعر و شاعرۍ د مینه وال په توګه باید یو څو ټکي پرې ولیکم.

د کرګر صاحب د لنډو کیسو په ټولکه کې کليوالي واکمن دودونه، عنعنوي ارزښتونه، انساني، ټولنیز، ملي تصورات او افکار، ادبي او اخلاقي پیغامونه، رښتیني او سپېڅلي انساني جذبات، احساسات او عواطف، سیاسي، انتقادي او اصلاحي تصویرونه، په ډېره خوږه، سلیسه ساده او روانه ژبه په ډېر ښکلي رنګ، خوند او هنري ښکلا کې انځور شوې دي.

ښاغلی اکبرکرګر صاحب هغه نوښتګر، د لوړ فکر، او ځواکمن استعداد هڅاند لیکوال، محقق او څېړونکی دی، چې تل هڅه کوي خپلې څېړنیزې لیکنې او تحقیقي موضاعات او مسایل د ژورې پوهې او د څېړنو د هر اړخیزو اصولو او مقرراتو پر بنسټ او د نامتو او پېژندل شویو کورنیو او بهرنیو لیکوالو او څېړونکو د آثار د علمي ازموینو او تجربو، د څرګندو دلایلو او استدلال، مستندو شواهدو او موادو پر منطق خپلو لوستونکو او مینه والو ته وړاندې کړي. 

د ښاغلي کرګر صاحب دویم کتاب رحماني لید توګه نومېږي. دا اثر د رحمان بابا په تړاو د کرګر صاحب د بېلابېلو مقالو ټولګه ده چې د رحمان بابا په شعر او افکارو یوه لنډه څېړنه ده.

رحمان بابا یو دیني او روحاني عالم، یو لوی زاهد، عابد، او د دین مرشد وو، او د خدای (ج) په عبادت او ریاضت د خپل روحاني ژوند سره بوخت وو. رحمان بابا یو روحاني، ادبي اوټولنیز شهرت لري او دی د یو صوفي مشر  په توګه د خلکو په ذهن او روان کې خپل ځای او مقام تر لاسه کړی دی. د ده زیاتره شعرونه د خدای (ج) په ستاینه کې او د حقیقي عشق په تړاو لیکل شوې دي.

ښاغلي اکبر کرګر صاحب په خپله یوه لیکنه کې (رحماني عشق یعنی څه؟) ترسر لیک لاندی داسې وایي:

((…. په انګلیسي ژبه د درحمان بابا د دیوان ژباړونکی او سریزه لیکونکی باور لري، چې هغه څه چې د رحمان په دیوان کې ډیر برجسته او څرګند دي، هغه عشق دی. موږ د رحمان بابا په دیوان کې په دې خبره غور وکړ، د رحمان بابا په دیوان کې په کراتو ځله دعشق کلمه تکرار شویده؛ خو دا عشق یوازې تصوفي او عرفاني عشق نه دی. دا یوه  اوږده قصیده ډوله غزل دی، چې مطلع یې ده:

په نامه د هغه خدای مې دا بیان دی

چې یو نوم یې په نومونو کې سبحان دی

په دې شعر کې رحمان بابا د خدای توصیف کوي، د خدای صفات بیانوي، چې له یوې خوا شریعت ته نږدې او له بلې خوا د خالص تصوف او عرفان څخه واټن نیسي. په دې مانا چې په وحدت الوجود کې په عالي او ترانسیندینتال حالت کې صوفي له ځانه بهر کېږي او ځان یا خپل مادي وجود نفې بولي.)) 

همداسې په دغه اثر کې  د تصوف او عرفان د علم په رڼا کې دا مسله هم څېړل شوې ده، چې آیا رحمان بابا یو تمام  اعیارصوفي او عارف وو او که نه؟

لنډه دا چې په دې اثر کې د رحمان بابا شعرونه او خیالونه د تصوفي، عرفاني او فلسفي افکارو پر بنسټ څېړل شوې دي.

د ښاغلي کرګر صاحب دریم کتاب (انسان او جهان له عرفاني لیده) په نوم یادېږي. دا اثر دیارلس څپرکي (فصلونه) لري چې په هر فصل کې ډېر ګټور، تحلیلي او اغېزمن مطالب وړاندې شوې دي.

ښاغلي اکبرکرګر صاحب په دې ارزښتمن اثر کې زموږ په لرغوني فرهنګ کې د تصوف او عرفان بنسټونه او د دوی توپیر په هند افغانستان، منځنۍ اسیا او فارس کې څېړي او څرګندوي. ده د وحدت الوجود او وحدت الشهود تصوفي، عرفاني او فلسفي افکار د تصوف او عرفان د بنسټ اېښودونکو، د اسلامي مذهبي، شرعي عقایدو او ویناوو په تړاو او په اسلامي تصوف یې هم پراخه رڼا اچولې ده. او همداسې یې د صوفي، عارف، معرفت او د انسان ناخبري شعور، په عرفان کې د واحد مقام ته د عروج مسله، په اسلامي فرهنګ کې د عروج څو بېلګې لکه: د منصور حلاج داستان، شهاب الدین سهروردي د خپل وخت نابغه، شیخ محی الدین عربي او نورو پرتلیزه څېړنه، د پانته ییزم وحدت الوجود او هندي فلسفه، د بودیزم او د هغه فرهنګي اغېزې، افلاتون او نو افلاتونیزم د عرفان بله سرچینه، مشهورې صوفي او عرفاني ډلې او فرقې، کابالاعرفان او د دین او عرفان ځانګړنې او توپيرونه، د عشق طبیعي او عرفاني بهیر، او د حقیقي او مجازي عشق ارزونه،  شعر او عرفان، عرفان او انسان، د تصوف او عرفان د مکتبونو د نظریاتو په رڼا کې د یو کامل او بشپړ انسان مقام، د صوفیانه طریقو په اړوند خبرې، پښتو شعر، عرفان او تصوف، او همداسې په نثر او شعر کې د تصوف او عرفان د عقایدو او افکارو بیانول، ابن سینا او اشراقي فلسفي افکار او همداسې یو شمېر نور موضاعاتو او مسایلو په تړاو څېړنه ، شننه، او څرګندونه په سیستماتیک او علمي ډول پرتله شوي او بیان شوي دي.

ښاغلي اکبرکرګر صاحب په ډېره ساده، روانه او عاطفي ژبه، په خوږو او رڼو الفاظو، د کورنیو او بهرنیو د پېژندل شویو عالمانو، څېړونکو، لیکوالو، ادیبانو او شاعرانو د اسلامي افکارو او عقایدو، د تصوفي او عرفاني خیالونو، د ژورو څېړنو  او څرګندونو په رڼا کې خپلې ګټورې او اغېزمنې څېړنې او شننې په ډېر علمي، تحقیقي او ادبي بڼه انځور کړې دي.

 لنډه دا چې اکبر کرګر صاحب په خپلو علمي، ادبي او څېړنیزو آثارو کې د پوهې، علم او ادب مینه والو ته داسې ځلانده او روښانه ډیوې بلې کړیدي چې لوستونکي یې په لوستلو سره د خپلو موخو پیغامونه په کې موندلای شي. دا ژور او اغیزمن آثار په څو څو  واره لوستلو ارزي او د هر لوستونکي په زړه، معنوي او اخلاقي، ذهني او رواني حالاتو کې جذبې او ولولې راپاروي.

زه ښاغلي اکبرکرګر صاحب ته د ده د ګټورو، علمي، ادبي، تحلیلي، انتقادي لیکنو او اغېزمنو، ارزښتناکو، عاطفي چاپ شویو آثارو په تړاو مبارکي وړاندې کوم او د ده د لانورو زیاتو بریاوو، غوړېدو او هستونو په هیله یم. 

په درنښت، مینه او مننه : انجنیرعبدالقادرمسعود