تجلیل از روزمادردرکشورشاهی هالند

بتاریخ 12می سالجاری درشهرارنهم کشورشاهی هالند محفل باشکوهی ازسوی شوراي…

بجنبید ایکه خود ها، حامییان حقوق بشرخوانید!

امین الله مفکر امینی       2014-13-05! ندانم چطور گویم ویا به تصویر کشمدردوناله…

اینجا بغلان است، آدمیت را سیل برده است!

سیامک بهاری “ما نه غذا داریم، نه آب آشامیدنی، نه سرپناه،…

خشم سیلاب

رسول پویان خانه و باغ و زمین و روستا ویران گشت خـشـم…

 قاضی ی شهر شرف

محمد عالم افتخار مال تاجـر غرق دریا گشـته بود تاجر آنجا محوِ…

خیزش های مردمی نشانه های شکست طلسم وحشت طالبانی

نویسنده: مهرالدین مشید تبعیض، حرمت شکنی و استبداد کار نامه ی…

مادر

ای مادر من فرخ و آباد بمانی پر خنده به لب…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

انتظارم، بوی سیگارهای زر گرفته... و روزهای تلخِ نیمه سوخته میان بغض خاموشت…

جنگ قدرت ها

رسول پویان جنگ قـدرت ها دل زخمین وخونین آورد جـای صلح و…

افراطیت پادزهر خیانت رهبران اسلام سیاسی و یا شکست مبارزات…

نویسنده: مهرالدین مشید علل و عوامل یا چگونگی و چیستی باز…

زبان آریایی یا آریویی چی شد؟

نوشته: دکتر حمیدالله مفید ——————————— زبان بازتاب خرد آدمی است و انسان…

تعامل 

نور محمد غفوری از چندی به اینطرف در مکالمات و نوشتار…

جمال غمبار

آقای "جمال غمبار"، (به کُردی: جەمال غەمبار) شاعر و نویسنده‌ی…

چین کاوشگری به نیمه تاریک ماه فرستاد

منبع تصویر، GETTY IMAGES ۱۴ اردیبهشت ۱۴۰۳ - ۳ مه ۲۰۲۴ آژانس فضایی…

        تقدیم به ستره محکمه امارت اسلامی افغانستان

معروضه محمد عالم افتخار ولد محمد قاسم دارنده تذکره تابعیت 1401100148058   حضور…

حاکمیت طالبان؛ افزایش بحران و تکانه های بی ثباتی ملی…

نویسنده: مهرالدین مشید استبداد و تبعیض طالبان و به صدا درآمدن…

چند شعر از حمید تیموری‌فرد

بزم کبوتران   در تالار توت و ارغوان  سایه‌ی گل درشت انجیر  تارمی خلوت…

ساز آفرینش

رسول پویان رحیم و رحـمان را تابکی قـهار می گویند برای بـندگان…

چرا ادبیات دوران کهن و میانه کم‌تر حزین بود؟

در پرداخت‌های ساختاری ادبیات جهان از شعر و غزل و…

انسان گرایی پاسخی ناتمام در برابر ناپاسخگویی اندیشه های فلسفی…

نویسنده: مهرالدین مشید  انسان گرایی به مثابه ی داعیه ی برگشت…

«
»

د ډيورنډ مساله بیا راپورته کېدل؛ آیا معامله روانه ده ؟

وروسته له هغې چې څو ورځې وړاندې د غبرګولي په ۲۹ مه نېټه د افغانستان د ملي امنيت د شورا د سلاکار محمد حنيف اتمر په مشرۍ پلاوی پاکستان ته ولاړ؛ په ټولنيزه ميډياوو کې د ځینو مغرضو کړيو لخوا د ډيورنډ فرضي کرښې اړوند يو بې بنسټه خبر لاس په لاس کيږي چې محمد حنيف اتمر په خپل سفر کې له پاکستان سره د ډيورنډ کرښه د پولې په توګه په رسميت پېژندلې ده. دا خبر د پاکستانۍ ډان ورځپاڼې په حواله خپور شوی دی چې وروسته په خپله د يادې ورځپاڼې لخوا رد او جعلي اعلان شو. ډان ورځپاڼې وليکل چې دوی پورې تړل شوی هغه خبر ناسم او جعلي دی چې په کې لیکل شوی چې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه سره په وروستۍ لیدنه کې ډیورنډ کرښه “په رسمیت پېژندلې ده.

دغه خبر د افغانستان د ملي امنيت شورا هم تکذيب او جعلي بللی دی او زياته کړې يې ده، د دې موضوع د روښانتيا په موخه ليکو، چې پاکستان ته د لوړ پوړي امنيتي پلاوي د وروستي سفر پر مهال له ښاغلي جنرال باجوه سره نه کومه ليدنه او ملاقات شوی او نه هم د ډيورنډ د فرضي کرښې په مورد له نوموړي یا کوم بل چا سره کومه خبره شوې ده. د ملي امنیت شورا په خبرپاڼه کې راغلي چې د ډيورنډ د فرضي کرښې موضوع د افغانستان په ټول ملت پورې اړه لري او هيڅ حکومت حق نه لري چې پر دې موضوع حتی خبرې وکړي.

اوس سره له دې چې د قضيې دواړو اړخونو ياد خبر جعلي او د دروغو بللی نو بيا ولې دغه موضوع په رسنۍ کې راپورته کيږي؟

څوک دي چې د ډيورنډ مساله راپورته کوي او په اوسني وخت کې يې له رسنيز کولو څخه هدف څه دی؟

که څه هم له پخوا راهيسې دلته په افغانستان کې  ايران ، پاکستان او ځینې نورو هېوادونو ځينې کړۍ ګمارلي چې د ډيورنډ فرضي کرښې د رسميت لپاره کار وکړي، خو په وروستيو کې چې د سولې د هڅو په نتيجه کې د ولس او حکومت تر منځ واټن راکمېدونکی دی نو دغو کړیو خپلو تخريبي هڅو ته زور ورکړی دی. دغه کړۍ د درېيو اهدافو لپاره په اوسني وخت کې د ډيورنډ مساله راپورته کړې ده.

  • د حکومت د سولې هڅو ننګول
  • د ولسمشر او د ملي امنيت د شورا سلاکار تخريبول
  • د حکومت پر ضد د خلکو غبرګون راپارول

په وروستيو څو مياشتو يا که ووايې يه وروستۍ مياشت کې چې حکومت د سولې لپاره څومره کار کړی دی؛ د افغانستان تېرو حکومتونو په تېرو شپاړسو کلونو کې هم نه دی کړی. په وروستيو مياشتو کې چې ولسمشر غني په کور دننه او د ملي امنيت شورا سلاکار محمد حنيف اتمر له هيواده د باندې د سولې لپاره څومره کارونه ترسره کړي دي؛ تېرو حکومتونو په خپلو ټولو دورو کې نه دي ترسره کړي.

ولسمشر غني په کور دننه د افغانستان د جنګ په اړه د عالمانو فتوا برابره کړه چې په دې سره یې له وسله والو طالبانو څخه په افغانستان کې د خپلې جګړې دليل او جواز واخيست. په کور دننه يې وسله والو طالبانو ته داسې وړانديزونه وکړل چې له طالبانو څخه يې د رد لپاره ځوابونه ورک کړل او همدا دليل دی چې تر اوسه طالبانو د ولسمشر غني د سولې وړانديزونو ته په خلص ډول د رد ځواب نه دی ورکړی. که ووايو چې د رد لپاره دليل نه لري نو مبالغه به مو نه وي کړي.

همدا ډول له هيواده د باندې بيا د ملي امنيت شورا سلاکار محمد حنيف اتمر د سولې لپاره پراخې هڅې وکړې، په وروستيو مياشتو کې يې په همدې موخه هغه هيوادنو ته هم سفرونه وکړل چې د افغانستان په مساله کې ښکېل دي. آن تر دې چې له وسله والو طالبانو سره د اختر په درې ورځو کې د اوربند مساله هم پاکستان ته د محمد حنيف اتمر په وروستي سفر کې ياده شوې وه او پاکستان له طالبانو غوښتي و چې له افغان حکومت سره موقت اوربند وکړي.

اوس ځينې کړۍ چې په سوله کې خپل سياسي مرګ ویني او د سولې مخالفين دي نو هڅه کوي چې له بېلابېلو لارو د سولې دغه هڅې وننګوي او د سولې په اړه د ولس فکر بل لور ته واړوي. دغه کړۍ اوس د ډيورنډ فرضي کرښې مساله ځکه راپورته کوي چې حساسيت او پر وړاندې يې د خلکو غبرګون زیات دی. اوس دغه کړۍ په دې خاطر چې هم د سولې هڅې وننګوي، هم ولسمشر غني د کارونو خنډ شي او هم دننه په حکومت کې د ملي امنيت شورا سلاکار محمد حنيف اتمر تخريب کړي؛ د اتمر په لاسونو د ډيورنډ کرښې د رسميت خبر ورکوي. په داسې حال کې چې اصلاً د ډيورنډ په اړوند خبرې کول آن د حکومتونو له صلاحيته هم پورته کار دی او يواځې د کرښې دواړو غاړو ته ولسونه يې د سرنوشت په اړه پرېکړه کولی شي.

لیکنه : خوشحال آصفي