وحدت ملی و حکومت مشروع؛ میان امیدهای فردا و چالش‌های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان بر سر دو راهی؛ وحدت ملی یا…

بیان ابراهیم

خانم بیان ابراهیم (به کُردی: بەیان ئیبراهیم) شاعر کُرد زبان…

کیف آزادی

رسول پویان لباس غـم برون از قـامت شـادی کنید هردم بـرای شادخـواری…

زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

«
»

د چین-طالبانو خبرې؛ د افغان حکومت هڅو نتیجه ورکړې؟

نظرمحمد مطمئن

لیـکوال او شــناند

تر اوسه چین او طالبانو د لیدنې – کتنې خبره نه ده تایید کړي، يواځي د يو راپور په حد کې خبره ده چې پاکستاني رسنیو ورکړی دی.

له چین سره ډیر مخکې هم د طالبانو لیدنه شوې وه، چې بیا وروسته امریکا له چین څخه له طالبانو سره د خبرو سپیناوی وغوښت، چین ځکه انکار ونه شو کړلای چې له امریکا سره شواهد ؤ، په هغه ناسته کې چې د طالبانو او چین دولتي خلکو ترمنځ شوې وه د امریکا يو افغان جاسوس هم ګډون درلود، هغه وخت کې د طالبانو د قطر دفتر هم نه و.

اوس چې د طالبانو د قطر دفتر سیاسي کارونه مخکې وړي، هغوئ په تیرو دریو کلونو کې له ډیرو هیوادونو سره لیدني کړي دي، طالبان عادت نه لري چې خپلې کړني له وخت څخه مخکې ښکاره کړي، هغوئ د افغان دولت د سولې شورا، کرزي صاحب او ولسمشر اشرف غني  په ډول نه غواړي چې خلکو ته تشې خبرې وکړي، کله چې عمل وکړي او نتیجه ولري بیا يې ممکن ښکاره کړي.

مثلا طالبانو په ډیر پټ ډول سره وکولای شول په جرمني کې د جرمنیانو او ځینې نورو مهمو هیوادونو له استازو سره د دویم بن کانفرانس نه لږ مخکې لیدنه وکړي، افغان حکومت پري خبر هم نه ؤ.

په جاپان کې د دوشیشا پوهنتون کې په کانفرانس کې طالبانو ګډون وکړ او له هغه وروسته يې په فرانسه کې په ورته نړیوال کانفرانس کې ګډون وکړ، خپل نظریات او خپلې غوښتنې يې د دغو کانفرانسونو له لاري امریکا، ملګرو ملتونو، نړۍ او ذیدخله ډلو ته ورسولي.

که طالبانو له چینايي حکومتي کسانو سره لیدنه کړي وي او د چین حکومت بلنه ورکړی وي، دا د طالبان بله لویه لاسته راوړنه ده، چې له چین سره په پټه د طالبانو لیدنه به شوې وي او افغان حکومت که پري خبر شوی وای نو د دي لیدني خنډ به جوړشوی وای، لکه چې د ترکمنستان کانفرانس کرزي مخامخ وننګاوی او سبوتاژ يې کړ.

دغه ډول سفرونه تر ډیره د افغان حکومت خوښه او ناخوښه نه غواړي، افغان حکومت ډیر کمزوری دی، نه شي کولای چې له قوي چین نه وغواړي چې طالبانو سره ناسته وکړئ او يا هغوئ منع کړي، هو د خواهش تر حده سمه خبره ده.

پاکستاني رسنيو راپور ورکړی چې د طالبانو او چین تر منځ لیدنه په تیر نومبر ۲۰۱۴ کې شوې، یعني يوه میاشت مخکې. معلومیږي چې د پاکستان هیواد هم په جریان کې نه ؤ، پاکستان او افغانستان دواړه هڅه کوي چې د طالبانو په سفرونو او له نورو هیوادونو سره ناستو باندي خبر وي، مګر فکر کيږي چې طالبان توانیدلي دي چې دغه ډول مهمې ناستي د یادو هیوادونو په ناخبري کې پر مخ يوسي او حتمي ده چې په دغه ډول پټو او مهمو ناستو پاکستان او افغانستان دواړه خفه کيږي، پاکستان دا کریډیټ له لاسه ورکوي چې پر طالبانو تاثیر لري او طالبان د سولې خبرو ته اړوېستلای شي، افغان حکومت ځکه خفه کيږي چې د طالبانو دعوت کول مهمو هیوادونو ته په خپله طالبانو ته د بلونکو هیوادونو له خوا په ارزښت قایلیدل او يو ډول دغه ډله په نیمه رسميت پېژندل يې ګڼي.

که طالبانو او چین تر منځ لیدنه او ناسته شوې وي، ممکن چې امریکا به د چین له خوا  څخه ترلیدني مخکې يواځي دومره په جریان کې لویدلی وي چې دوی د طالبانو استازو ته بلنه ورکوي، ولي د ناستي اړوند او د پریکړو ټکي به په هیڅ صورت سره مهمي او پټ يې له امریکا سره چین نه وي شریک کړي.

د اکټوبر پر ۲۸مه ۲۰۱۴ ولسمشر اشرف غني چین ته څلور ورځي  سفر درلود، د نومبر په لومړۍ نیټه يې په کابل کې د چین سفر اړوند مطبوعاتي کنفرانس ورکړ، دا رنګه د ډسمبر پر ۲۷مه يې بیا ځل د چین له ولسمشر سره لنډه لیدنه درلودله،  ځینې کسان وايي چې د ولسمشر اشرف غني په غوښتنه چین طالبانو سره خبرې کړي، او د اشرف غني د دوو سفرونو مثبت ارزونه همداښيي.

زما د معلوماتو او تجربې نه دغه ډول سفرونه چې طالبان يې بهرنیو هیوادونو ته وکړي، حد اقل درې نه تر شپږ میاشتي يې ترتیبات، د مجلس اجنډا، مجلس ته تیاری، د طالبانو د استازو پر سر هوکړه او بیا د هغه هیواد ویزه او هلته  ننوتلو اجازه همدومره وخت ته اړتیا لري، ځکه د طالبانو پر تګ راتګ لا هم بندیزونه شته.

که درې میاشتي او یا شپږ میاشتي مخکې د چین او طالبانو تر منځ د دغسي يوه مجلس او سفر خبره شوې وي بیا نو دغه لیدنه د اشرف غنی له تګ او د هغه د سولې هڅو سره نه شي يوځای کيدلای.

چین ته که د طالبانو تګ شوی وي نو ممکن طالبانو خپل نظریات او په راتلونکې کې د چین سره د ښو اړیکو اړوند دا ډول د چین تشویشونه لیري کول، په ځانګړې ډول د یغور مسلمانانو اړوند، همدغه مسئلي به بحث شوې وي، نه يواځي دا چې له چین سره؛ فکر کوم طالبانو به همداسي نورې لیدني هم کړي وي او د ډیرو هغو هیوادونو چې د طالبانو بیا واک ته رسیدلو او راتګ څخه تشویش لري، طالبانو به هڅه کړي وي چې د دغو هیوادونو تشویشونه لیري کړي،  همدا ډول ګڼ شمیر هیوادونه هم هڅې کوي چې له طالبانو سره له نږدې وويني، د خپلو هیوادونو غوښتنې،  تشویشونه او د طالبانو اړوند د دوی د حکومتونو تګلاره ورته روښانه کړي، داسي فکر کیږي چې د ځینو اروپايي، اسیايي او سیمه ییزو هیوادونو تشویشونه تر ممکنه حده طالبانو کم کړي دي.

داچې چین سره د طالبانو خبرې د افغان حکومت د سولې پورې ځیني کسان اړوند ګڼي، زما د معلوماتو له مخي د طالبانو اوسنی دریځ د امنيتې تړون له لاسلیک وروسته دا دی چې له افغان حکومت سره به خبرې ونه کړي، دا که هیوادونه، ډلې او يا هر څوک فشارونه پري راوړي، دوی به له اوسني کمزوري افغان حکومت سره خبرو ته زړه ښه نه کړي.

افغان حکومت ته په کار ده چې د سولې په ريښتونې لار پسي څراغ واخلي، د بهرنیانو وتل، داچې تر هر نامه لاندي امریکا او ناټو پوځونه تر هرنامه لاندي په هیواد کې پاتې کيږي، د سولې پروسه ځنډمنه او ستونزمنه کوي، افغان حکومت ته په کار ده چې د امنيتي تړون په اړه تجدید نظر او د خپل ولس د وژني او بندي کولو څخه لاس په سر شي.

په هیواد کې دننه او بهر ډیری پوهو افغانانو له طالبانو څخه همدا غوښتنه وه چې نړيوالو سره مخامخ خپل نظریات تبادله کړي، د نړيوالو تشویشونه د دوي په اړه لیري کړی او د نړيوالو ناحل شويو پوښتنو ته مخامخ ځواب و وايي او دغه ډول ناستي او مجسلونه افغان پوهان د طالبانو يوه لویه سياسي لاسته راوړنه ګڼي.