د پښتو ادب او فرهنګ د روښانه او ځلانده ستوري، ارواښاد مفتاح ساپي د مړینې تریخ او دردوونکی خبر
زموږ په تاریخي، لرغوني او ادب پاله هیواد افغانستان کې
که چیرې د علم، ادب، هنراو شعر غوړیدلي، ویاړلي او رنګین تاریخ ته په غور سره وګورو، له نیکه مرغه زموږ د هیواد زیاترو پوهانو، څیړونکو، عالمانو، لیکوالو، ادیبانو او شاعرانو د خپلې لوړې پوهې، ژورو خیالونو او فکرونو په وسیله د علم، کلتور، ادب او هنر رنګینه نړۍ، روښانه او ځلانده ساتلی ده .
ارواښاد مفتاح الدین ساپی له هغو علمي او ادبي سټو څخه وُ، چې زموږ د پښتو ادب د پرمختګ او پراختیا په برخه کې یې د خپلو علمي، کلتوري او فرهنګي اثارو له لارې ګټوره او اغیزناکه ونډه اخیستې ده .
ښاغلی مفتاح الدین ساپي د خدای بخښلي اباخان زوی دی، چې پر(۱۳۱۵) لمریز کال د کنړ ولایت په مزار دره کې په یو درنه کورنۍ کې زیږیدلی دی .
ده خپلې زده کړې په کونړ، کابل او امریکې کې پای ته رسولې دي ، او له خپلو لوړو زده کړو وروسته په بیلابیلو دولتي دندو کې بوخت وُ .
ارواښاد مفتاح الدین ساپی علمي، ملي، با احساسه، سپیڅلی، او منلی لیکوال، خوږ ژبې شاعر، تکړه ژباړونکی، غښتلی، پوخ داستان لیکونکی او ډرامه لیکونکې وُ .
ده دیوشمیرغربي شاعرانو اولیکوالو اثار په پښتو ژبه ژباړلي او خپاره کړي دي . د ده ادبي او فرهنګي سټه نه یوازی په هیواد کې د ننه بلکې په بهر کې هم پیژندل شوې ده . دی په انګریزي ژبه هم شعرونه او لیکنې لري .
لنډه دا چې زموږ په جګړه ځپلي ، کړیدلي او ځوریدلي هیوادکې ده په خپلو ګټورو او اغیزمنو اثاروکې د لوټمارو، تالنګرو، ظالمانو او زور واکو ناولې، تورې او کرغیړنې څیرې، د رنځیدلو او ځوریدلو هیوادوالو فریاد، اوښکې، ویرونه، سلګې او زګیروي ، اتلولي او میړانه او همداسې د افغانانو په منځ کې د یو شمیر نورو زړه بوږنوونکو پیښو تصویرونه چې د بشریت په تاریخ کې ساری نه لري په ډیرو ښکلو فکرونو، خیالونو، تصویرونو او سیمبولونو کې په ډیره ظریفانه بڼه داسې انځور کړي دي ، چې په لوستلو یې د هر لوستونکي په زړه، ذهني او رواني حالاتو کې جذبې، ولولې، انساني، اخلاقي عواطف او احساسات راپاروي .
ارواښاد مفتاح الدین ساپی یو دروند، با احساسه ، پاک او سپیڅلې انسان وُ. د نیکو اوصافو او عالي اخلاقو خاوند شخصیت وُ. د خپلو ملګرو او دوستانو سره صمیمي، مهربان، رښتینې او خواخوږې وُ. د خپل وطن او هیوا دوالو سره، د ادب پالو، هنر پالو او فرهنګ پالو انسانانو سره یې ځانګړې مینه لرله . د آزادۍ، خپلواکۍ او دموکراسۍ سره، د پښتون او پښتونولي سره، د انسان او انساني کرامت سره يې ژوره مینه او اخلاص درلود .
زه نه یوازې چې په دې ستر ویر او غم کې ځان شریک بولم، ارواښاد مفتاح الدین ته د لوی خدای څخه د فردوس جنت ، درنې کورنۍ، مینه والو، یارانو ، دوستانو او ملګرو ته یې تسلیت، زغم او صبر غواړم .
په درنښت : انجنیر عیدالقادرمسعود