تضاد دین و حقیقت...!

توهم خدای دین، حقیقتِ بشر را در آزادی او به…

نقدواره پژوهشیِ بر  مفاهیم جمهوری و جمهوریت 

1میرعبدالواحد سادات     از منظر  حقوق اساسی و علوم سیاسی  در راستای :  …

روح و نَفْس چیست؟

برهان الدین « سعیدی»  بادِ نفس مر سینه را ز اندوه…

طبع  شکسته

نوشته نذیر ظفر  2/8/26 ورجینیا  كوچهِ ما پر از گلِ است ،…

تحولات بدخشان؛ نشانه‌های سقوط یا پایان مأموریت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید جرقه‌ای که آتش مقاومت را در سراسر افغانستان…

بردی کربابایف

برگردان . رحیم کاکایی روسلان سمیاشکین نویسنده براستی مردمی و یکی از  بنیان…

ژورنالیست، راوی حقیقت است، نه مبلغ یک روایت

نور محمد غفوری هر حرفه‌ای چارچوب، قواعد، اصول و معیارهای خاص…

پر له خەمم!

[خه‌م] پر له خەمم! پر لە خەم... خەم له سینگمە، پر لە بەخەڵم‌و پر لە…

یاداشت انتقادی بر یک مصاحبه تلویزیونی

نور محمد غفوری ژورنالیسم، رسالتش پرسیدن است، نه دفاع کردن؛ روشن…

بنیادگرایی دینی و لیبرال‌دموکراسی؛ از سوخت‌رسانی تا امتم دهی به…

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه متقابل افراط‌گرایی دینی، بحران‌های نظم لیبرال و…

راز ارقام در هستی

رسول پویان جهان با رمز و رازش در دل ارقام پنهان…

بنیامین؛ چپ مستقل،یا لیبرال ضد بورژوا

Benjamin, walter (1892- 1940) آرام بختیاری تخریب ریوانجیستی روشنگران توسط ژورنالیسم زرد. والتر…

کله چې جګړه کاروبار شي

محمد سليم سليمان جګړه د انسانانو لپاره د مرګ، بې‌ځایه کېدو،…

 افغانستان؛ در بن‌بست اعتماد و آینده ناپیدا

 نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ میان بی‌اعتمادی و بن‌بست سیاسی افغانستان در یکی…

شایسته‌سالاری؛ بنیان عدالت اجتماعی و پیش‌شرط حکمرانی کارآمد

 نور محمد غفوری عدالت اجتماعی، به‌عنوان یکی از بنیادی‌ترین ارزش‌های دولت…

رسول حمزتف شاعر شوروی و مردم داغستان

مترجم:  رسول حمزتف از مهم‌ترین شاعران داغستان و یکی از چهره‌های…

                                      نسل فراسو

 نویسنده: مهرالدین مشید نسلی که پیوندهای انسانی را بر مرزبندی‌های قومی…

سیاست ماجراجویانه و هزینه‌ای که ملت‌ها می‌پردازند

 نور محمد غفوری  تاریخ بشر بارها ثابت کرده است که ملت‌ها…

آمانج جبار

آقای "آمانج جبار" (به کردی: ئامانج جەبار) شاعر معاصر کرد،…

افغانستان؛ بن‌بست مشروعیت و بازی قدرت‌ها

 نویسنده: مهرالدین مشید           فغانستان؛ از انزوای سیاسی تا بحران اجتماعی و…

«
»

د قطر دفتر که د طالبانو لنګه غوا؟

د قطر دفتر د تړلو لپاره د امريکا ولسشمر ډونالډ ټرمپ له غوښتنې وروسته اوس د افغانستان سولې عالي شورا هم د دغې دفتر له تړلو سره موافقت وښود. د سولې شورا وياند سيد احسان طاهري تېره ورځ د يو خبرې کنفرانس له لارې خلکو ته وويل چې افغان حکومت غواړي چې په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر وتړي. دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د روانې کب مياشتې په اتمه او نهمه نېټه په کابل کې د افغانستان سولې اړوند د کابل پروسې غونډه ترسره شي. له دغې غونډې به يوه مياشت وروسته د سولې اړوند بله غونډه به په تاشکند کې ترسره شي.

په قطر کې د طالبانو دفتر له ننه کابو شيږ کاله وړاندې د ۱۳۹۲ کال د غبرګولي په ۲۸ نېټه د مازيګر په شاوخوا شپږ نيمو بجو رسما پرانيستل شو. هغه مهال د دې دفتر د پرانيستې په مراسمو کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت او وسله والو طالبانو استازو او د قطر چارواکو برخه اخيستې وه. په قطر کې د سیاسي دفتر پرانيستلو اړوند وسله والو طالبانو ويلي ول، چې ياد دفتر يې له نړيوالو سره د خبرو کولو او اړيکو د ښو کولو په موخه  پرانيستى دى. دوی ويل چې په قطر کې د دفتر له پرانيستو سره به له افغانانو سره ليدنې کتنې وکړي او د ملګرو ملتونو، نړيوالو او سيمه ييزو سازمانونو او غيرحکومتي موسساتو سره به اړيکه ټينګه کړي.

خو د شپږو کالو په تېرېدلو دغې دفتر يواځې دومره وکړل چې له نړيوالو سره د طالبانو اړيکې پېاوړې کړې، دغې ډلې ته يې نوي ملاتړ کوونکي پيدا کړل. نور نه يې له سولې سره مرسته کړې او نه يې کوم طالب له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته هڅولی دی. کله چې افغان حکومت درک کړه چې د قطر دفتر د افغان حکومت پر ځای له نورو هېوادونو سره د طالبانو اړيکې ټينګې کړې نو يې د تړلو ګواښ وکړ. څه موده وړاندې ولسمشر غني طالبانو ته په خطاب کې وويل چې که سوله ونه کړي نو دوی به يې د قطر دفتر وتړي. همداراز د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ هم وويل چې د قطر دفتر بايد وتړل شي. خو طالبانو په بار بار د قطر دفتر له تړل کېدو سره مخالفت کړی او تل يې حکومت د سولې لپاره په نيت نه لرلو تورن کړی دی.

 

طالبان ولې د قطر دفتر له تړلو سره مخالفت کوي؟

طاليبانو ته د قطر دفتر ګټې:

  • طالبانو ته په کلني ډول په سلګونو ميلونه ډالر چنده راټولول او دلته پرې وحشت ته دوام ورکول
  • د نړۍ له لويو استخباراتو سره د طالبانو نوې يارانې زمينه برابرول
  • په نړۍ کې د طالباني نظام ژوندي ساتلو لپاره لابي ګيري کول
  • مسکو، ايران، ترکيه او نورو هېوادونو ته د طالبي مشرانو د سفرونو همغږي کول
  • طالبانو ته روحيه ورکول چې مالي منابع يې نه وچيږي او خپل جنګي ماشين بايد وچلوي

اصلاً نه طالبان د سولې نيت لري او نه هم د قطر دفتر د سولې لپاره کار کوي. دغه دفتر خو يواځې د طالبانو د جګړې د تمويل لپاره د مالي منابعو پېدا کونکې مرجع ده او بس.

په همدې اساس د ولس لويه برخه د قطر دفتر د تړل کېدو غوښتونکې ده. سمه ده چې د قطر دفتر په تړلو سره به خلک داسې وانګېري چې ګويا حکومت د سولې نيت نه لري ځکه خو يې د قطر دفتر وتړلو. همدا ډول د قطر دفتر تړل به وسله والو طالبانو ته د خونړيو بريدونو ترسره کولو يوه بله پلمه هم په لاس ورکړي، ځکه دغه دفتر خو د دوی د مالي سرچينو پيدا کولو اساسي مرکز و.

خو که د مسالې ژورو ته ښکته شو نو معلوميږي چې د قطر دفتر د دې تر څنګ چې له سولې سره يې کومه ګټه نه ده کړې؛ بلکې اضافه يې طالبانو ته نور مالي ملاتړي او جنګ تمويلوونکي پيدا کړي دي. دغې دفتر د طالبي نظام د ژوندي ساتلو لپاره په نړيواله کچه لابي ګيري کړې ده نو په همدې اساس يې تړل ګټول ګام دی. حکومت بايد د قطر دفتر تړلو سره د سولې دروازې ونه تړي بلکې له بېلابېلو لارو دې له وسله والو مخالفانو سره د خبرو دروازې خلاصې پريږدي.

لیکنه: خوشحال آصفي