زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

بیست سال امریکا غرب و ناتو درین سرزمین بساط خون…

افغانستان از تنگناهای خونین و ویرانگر عبور داده شده و…

تمنای رهایی

رسول پویان تبسـم حال خـوش در خاطر دل می کند جاری ولی…

«
»

د فدرالي نظام نغاره بیا وډنګول شوه!

د افغانستان اوسنی نظام او جوړښت د ۱۳۸۲ کال لویې جرګې په پایله کې تثبیت او تأیید شو، خو د تېرو اتلسو کلونو په ترڅ کې د واک تږیو، مغرضو سیاسیونو او پردیپالو څېرو یو په بل پسې د مطرح کېدو، امتیاز تر لاسه کولو او برحالو حکومتونو ته د سرخوږي جوړولو په موخه د فدرالي نظام را منځته کولو نغاره وډنګوله.
یوازې دا څېرې ندي، چې فدرالي نظام غواړي، بلکې داسې نورې کړۍ هم شته، چې دوه پښې یې په یوه موزه کړي او غیرمتمرکز نظام یا پارلماني نظام غواړي.
دغو څېرو پخوا هم له امریکایي سناتور دینا رورا باکر سره به دوبۍ او نورو هېوادونو کې لیده کاته درلودل، څو خپل خوب په حقیقت بدل کړي او وروستی مورد یې د جوبایډڼ څرګندونې دي.

لومړی به راشم د ریاستي او پارلماني نظامونو تعریفونو ته او ورپسې به د امریکا د ډموکراټ ګوند نوماند جوبایډن خبرې وڅېړو، چې څه معنا لرلای شي؟

 

رياستي نظام: ریاستي نظام کې ولسمشر د خلکو له خوا ټاکل کیږي او د پارلمان په پرتله ډېر واکونه لري. په ریاستي نظام کې درې ګونه اجرائیه، مقننه او قضائیه خپلواکې قواوې دي، چې په د درې واړو په سر کې ولسمشر وي او ډېر صلاحیتونه لري.
د بېلګې په توګه د اوربند او بهر ته د ځواکونو د استولو صلاحیت:
په ریاستي نظام کې په اضطراري حالاتو کې ولسمشر کولای شي په خپل لاسلیک سپین کاغذ ته د بانک نوټ اعتبار ورکړي. 

پارلماني نظام: په دې ډول نظام کې یوازې د پارلمان غړي د خلکو له خوا ټاکل کیږي او هغوي بیا ولسمشر او لومړی وزیر ټاکي. په دې ډول نظام کې پارلمان د ولسمشر په پرتله ډېر واک او صلاحیت لري او د ولسمشر شتون تر ډېره سمبولیک وي او ډېری اجرأت لومړی وزیر کوي؛ ځکه له هماغه ګوند څخه وي چې په پارلمان کې اکثریت څوکۍ لري.
لکه څرنګه چې په ریاستي نظام کې ولسمشر د مقننه، اجرائیه او قضائیه قواو په رأس کې وي؛ پارلماني نظام کې بیا برعکس دا دنده د پارلمان په غاړه وي.

خو دا، چې ولې یو ځل بیا د فدرالي نظام نغاره وډنګول شوه او هغه هم د یو بهرني ديپلومات له لورې؛ څو موارد پکې د بحث وړ دي:
جوبایډن غواړي د امریکا د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي او د رسنیو پام ځان ته ور واړوي.
بله خبره، چې د پام وړ ده؛ هغه دا ده، چې جوبایډن د افغانستان له قومي او ژبني جوړښتنو خبر ندی او د دې هېواد له وضعیته هېڅ خبر ندی او کافي معلومات هم نلري.
ځکه افغانستان په داسې وضعیت کې ندی، چې هر زورواکی او د یوه جریان رهبر دې قانون ته تابع وي، بلکې برعکس که واک یې تر لاسه کړ یو به یې پر پاکستان پلوري او بل به یې په روسیه ایران او چین.

د افغانستان درېیو ختیځو ولایتونو باندې د پاکستان نفوذ ته د جوبایډن اشاره هم کېدای شي یوازې پر خپل پخواني ملګري او اوسني سیال ډونالډ ټرامپ د فشار وسیلې په توګه وکاروي او خلکو ته وښيي، چې تاسې غلط کس ته رأیه ورکړې ده.
حکومت که څه هم غبرګون ښودلی او ویلې یې دي، چې افغانستان یو واحد هېواد، یو واحد حکومت دی، سیاسي خپلواکې لري او هېڅ برخه یې د پاکستان تر کنټرول او نفوذ لاندې نده.
که څه هم تر ډېره ممکنه ده،چې د جوبایډڼ څرګندونې کمپایني اړخ ولري او ډېر د اندېښنې وړ ندي، ځکه د سناتور په توګه دندې پرمهال یې په درېیو ایالتونو د عراق وېشل کېدو او فدرالي کېدو طرحه هم وړاندې کړې وه، چې په عراق او سیمه کې له جدي غبرګون سره مخامخ شوې وه. 

هغه همداراز افغانستان یو ټوټه ټوټه هېواد بللی و او له دې هېواده پاکستان ته د امریکایي پوځونو د اډو د لېږد خبره یې هم کړې ده.
که څه هم د هر پردي او په کور د ننه پردیپالو دا ډول طرحې تل شنډې او له خاورو سره خاورې شوې دي، خو بیا هم د ښاغلي کرزي د حکومت په شان باید د دغه ډول خوځښتونو او څرګندونو جدي څارنه وشي او سیاسیون مو هم د شخصي ګټو پر ځای ملي ګټو ته ژمن اوسي، څو هره ورځ زموږ پر سرنوشت بېلابېل قمارونه و نه وهل شي.
ځکه تاریخ به ډېر بد قضاوت ورباندې وکړي.


خوشحال آصفي