بیایید هموطن!

امین الله مفکر امینی       2025-12-10! بیــــا هموطن با هم یکی گردیم تا…

ما با پاکستان مشترکات نداریم !

مدتیست که عده ای نام از مشترکات میان افغانستان و…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش اول) ۱.خلاصه  این مقالهٔ علمی ـ تحلیلی و رهنمودی…

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

حميدالله بسيا په اوسني عصر کې، ښارونه د بشري ژوند د…

مهندسی قومی یا طرح توازن قومی در ساختار قدرت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید مشروعیت‌ بخشی قومی؛ از توجیه انحصار تا مهندسی…

صرصر ظلم 

از فروغ حسن تو ماه فلک شرمنده شد  مهر لطفت هر…

از همین خاک جهان دگری باید ساخت !

با شروع زمزمه های کم شدن موسسات خارجی و خروج…

چرا شطحیات! ترامپ را درک نه‌می‌کنیم؟

اولویت مردم ما اسقاط طالبان است، نه تعامل. ✍️ محمدعثماننجیب در جهان…

پاکستان د افغانستان په خاوره کې د TTP د غړو

د ویشتلو حق نه لري د افغانستان او پاکستان اړیکې له تاریخي…

اپلاتون

د ده اصلي نوم «اریستوکلس» دی، د یونان یو نوموتی…

نقض حاکمیت ملی از سوی طالبان؛ از سلطه ایدئولوژیک تا…

نویسنده: مهرالدین مشید اجندا های قومی و اختلاف برانگیز منافی حاکمیت…

توماس مور؛ را هم اعدام کردند؛ بی وجدانا!

Thomas More ( 1477-1536 ) آرام بختیاری نخستین تئوریسین سوسیالیسم تخیلی در…

پاییز 

باد خزان وزید چمن بی نقاب شد  از برگ زرد صحن…

توافق طالبان و پاکستان

محمد عثمان نجیب پیش‌نوشت: با توجه به اهمیت این یادداشت که چند…

بازی های تروریستی پاکستان و ادامه جنایات آن در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید جنگ طالبان و پاکستان سناریوی استخباراتی با راستی…

سقراط

نوموړی د لرغوني یونان ستر فیلسوف او عالم او…

   جنگ پاکستان با طالبان

       نوشته ی : اسماعیل فروغی        جنگ کنونی میان گروه طالبان وپاکستان…

 با درد بساز که خون بهای تو منم

شوخی و مزاح جزء جدایی‌ناپذیر از زندگی اجتماعی انسان‌ها هستند…

ترامپ چرابگرام رامی خواهد؟

بخش دوم طوریکه می دانیم در15 آگست سال 2021امریکائی هاظاهراًازروی اجباردربرابرمقاومت…

پاکستان حق نه لري چې د افغانستان په خاوره تعرض…

نور محمد غفوری  د نړيوالو اړيکو او دولتونو ترمنځ د متقابل…

«
»

د سولې په سر لوبه؛ طالبان پاکستان ته ډير امتياز غواړي

په داسې حال کې چې تېره اونۍ اسلام آباد کې د زلمي خليلزاد او پاکستاني چارواکو تر منځ خبرې وشوې او پاکستاني چارواکو له طالبانو وغوښتل چې په اسلام آباد کې له زلمي خليلزاد سره ووينې او خبرې وکړي؛ اوس طالبانو د پاکستان ياد وړانديز رد کړی دی. طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي، دا وړاندیز له پاکستاني چاوراکو سره د خلیلزاد تر لیدنې وروسته طالبانو ته وشو؛ خو سرچینو ویلي چې طالبان نه غواړي د امریکا او دوی تر منځ خبرو کې وروسته له دې پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي امارات رول ولري. تېره اونۍ پاکستان له طالبانو وغوښتل چې په اسلام آباد کې له زلمي خلیلزاد سره وګوري؛ خو طالبانو دا وړاندیز نه دی منلی او ویلي یې دي چې د خلیلزاد په حضور کې په اسلام آباد کې په هیڅ یوې ناسته کې ګډون نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په بار بار طالبانو له امريکا سره په خبرو ټینګار کړی او يواځې له امريکا سره يې خبرې کول غوښتلي دي. اوس پوښتنه دا ده چې طالبانو څنګه خپل دريځ بدل کړ او ولې له امريکا سره په خبرو کولو پښیمانه شول؟

دویمه پوښتنه دا ده چې طالبان ولې نه غواړي چې له امريکا سره د دغې ډلې په خبرو کې دې له دې وروسته پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي امارات رول ولري؟

دوه دليلونه شتون لري چې له مخې يې طالبان په اسلام آباد کې له زلمي خليلزاد سره له خبرو انکاري شول او دا چې ويلي يې دي نه غواړي له دې وروسته دې د دغې ډلې او امريکا تر منځ په خبرو کې پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي امارات شتون ولري.

لومړی: طالبان غواړي ځان خپلواک او آزاد وښيې

وسله والو طالبانو ځکه په اسلام آباد کې له زلمي خليلزاد سره د خبرو لپاره د پاکستان غوښتنه ونه منله چې دغه ډله غواړي خلکو ته وښيې چې په خپلو پرېکړو کې خپلواک دي او پاکستان په دوی اغيز نه لري. په داسې حال کې چې د افغانانو په ګډون اوس ټولې نړۍ ته روښانه شوې چې وسله وال طالبان د پاکستان بې درېشۍ عشکر دي؛ خو وسله وال طالبان له خپله ځانه د پاکستان د غلامۍ تور د پاکولو په هڅه کې دي.

دویم: طالبان پاکستان ته ډير امتیاز غواړي

په داسې حال کې چې د افغان سولې په تړاو د پاکستان د همکارۍ په بدل کې دغه هيواد په ځلونو په ښکاره د ډير امتياز غوښتنه کړې ده، خو په وروستيو کې د دې لپاره چې پاکستان له امریکا او افغان دولت څخه خپل امتياز لا ډیر او اطميناني کړي؛ د وسله والو طالبانو له لارې غواړي چې امريکا له خوږې ګوتې ونيسي. د افغانستان د جګړې په اړه لوی تحليل دا دی چې دغه جګړه امريکا شروع کړې ده او امریکا يې بايد پايته ورسوي، په ورته مهال بيا په سیمه کې د امریکا سيالو هيوادونو په دغه جګړه کې د امریکا ناکامۍ ته مټې رابډ وهلي دي.

اوس له يوې خوا د امریکا سيال هيوادونه لکه روسيه، چين او ايران هڅه کوي چې په دغه جګړه کې امريکا لا هم ښکېله او جګړه اوږده کړي؛ له بلې خوا امریکا هڅه کوي چې له دغې جګړې خپلې پښې ژر تر ژر اوباسي او ورته د پای ټکی کيږي. د همدې په خاطر اوس امريکا او پاکستان د افغانستان د جګړې د پایته رسولو په خاطر په چنو وهلو بوخت دي. امریکا غواړي چې ژر تر ژره جګړه پايته ورسوي خو پاکستان غواړي چې د امريکا له همدې مجبوريته پوره ګټه پورته کړي او ترې ډير امتياز ترلاسه کړي.

د همدغو هڅو په لړ کې پاکستان طالبانو ته امر کړی چې که مونږ هر څومره په تاسې غږ وکړو چې له امریکا سره یا له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر شئ خو تاسې به دواړه پښې په يوه موزه کې ننباسئ او په يوې خبرې به تاکيد کوئ چې مونږ يواځې له امريکا سره خبرې کول غواړو. همداراز پاکستان طالبانو ته ويلي چې د سولې په روانو خبرو کې د پاکستان له حضور سره مخالفت وکړئ څو نړيوال په دې باوري شي چې طالبان که کومه غوښتنه کوي هغه د دوی خپله غوښتنه ده او پاکستان په کې هيڅ رول نه لري.

پاکستان څه ډول امتياز غواړي؟

پاکستان له يوې خوا له امریکا څخه د نغدي او پوځي مرستو تمه لري او له بلې خوا بيا په افغانستان او سيمه کې د خپل ذاتي دښمن هندوستان د رول کمولو غوښتنه کوي. پاکستان غواړي چې په افغانستان کې دې د هندوستان نفوذ کم او په مقابل کې دې افغان حکومت پاکستان ته په ډير رول ورکولو قايل شي. همداراز پاکستان غواړي چې افغانستان يو ځل بيا د پاکستاني توکو لپاره ښه بازار شي او افغانستان خپله راکړه ورکړه بيرته له پاکستان سره شروع کړي.

لیکنه : خوشحال آصفي