آرامگاه مونیخ !

تاریخ انتشار :28.07.2025 hoshyaresmaeil2017@hotmail.com سیرک تابستانی «همکاری ملی برای نجات ایران» در…

انار مفتی

خانم “انار مفتی” (به کُردی: هەنار موفتی) شاعر کُرد زبان،…

مانور های سیاسی طالبان در غیاب یک اوپوزوسیون قدرتمند

نویسنده: مهرالدین مشید دورنمای ثبات و بحران در افغانستان؛ سکوت سنگین…

از منظر مکتب دینی فلسفی من بیش از نه می‌دانم…

امید و توحش، جان‌مایه‌ی ماندن از آشوب‌ها و کجایی جای‌گاه نویسنده‌گان…

جمعآوری کتابها و دستگیری جمعی زنان و دختران توسط عمال…

نوشته بصیر دهزاد در هفته گذشته رژیم اختناق ، ظالم  زن …

نمونه ی چند از سروده های خانم مفتوحه ایماق به…

 زیارتگاه مفتوحه ایماق در حضیره اندخوییان شهدای صالحین کابل - افغانستان آق …

 مکتب دینی فلسفی «من بیش از این نه  می‌دانم»، از…

فرستنده: محمدعثمان نجیب مکتب دینی–فلسفی «من بیش از این نمی‌دانم» با…

اگرعمل نداریم!

امین الله مفکر امینی     2025-21-07! تا کی سخــن رانیــــــم زوحدتی همه ابنـــــــای…

دمیدن صور در نفخ خاطره ها

نویسنده: مهرالدین مشید از سنگ بابه کلان تا سنگ های سوخته…

رفقا نباید در دوئل های عشقی شرکت کنند!

Ferdinand Lassalle (1825-1864) آرام بختیاری فردیناند لاسال،- مرگ بدلیل یک دوئل عشقی. جوانمرگی…

اعلامیه بنیاد فرهنگی اوستا در باره سرکوب و اخراج جبری…

در ماه های اخیر برخوردهای خشن در برابر پناهجویان افغان…

غمنامه ی غمگنانه ی خونین من

غرب، حامی و مسئول این‌همه جنایات و خونریزی است! سلیمان کبیر…

فراخوان دهمین دوسالانه‌‌ی «داستان کوتاه نارنج» اوایل مردادماه منتشر می‌شود

 کوتاه نارنج» اوایل مردادماه  ۱۴۰۴ با رونمایی از کتاب باغ نارنج، پوستر و…

زبان هویت 

رسول پویان  گـویند که دنـبه از درون می گندد  کُخ میزند وبه…

 باز هم وحدت 

از رفیقان  دور بودن  نا رو ا ست زیر پا کردن …

اداره طالبان و جایگاه افغانستان در ژئوپولیتیک کشورهای منطقه و…

نویسنده: مهرالدین مشید از دولت منزوی تا مهره‌ ناپایدار در بازی…

دیدگاهی بر وخامت اوضاع بین المللی و موانع موجود در…

نوشته از یصیر دهزاد  اوضاع پر از وخامت بین المللی به…

مشخصات یک جامعه‌ی عادلانه

مفهوم عدالت اجتماعی همواره یکی از بنیادی‌ترین و در عین‌حال…

این بار توطیه برضد مردم افغانستان سنگین تر و پیچیده…

نویسنده: مهرالدین مشید سرزمینی امروز به نام  افغانستان هرچند از سده…

اسدالله بلهار جلالزي

له خوږ ژبي شاعر، تکړه کیسه لیکونکي او ژورنالیست ښاغلي…

«
»

د خواشینۍ پیغام

په یوه ټولنه کې هنر د انسانانو په منځ کې  د اړیکو وسیله ده، چې هدف او موخه یې د هغوی راویښول دي او د انسانانو هرډول ویده عواطف، احساسات او تمایلات را پاروي.

هنرمند د خپل کلام اوهنر په وسیله خپل واقعي او ریشتیني افکاراو احساسات په نوښتګرانه ډول نورو ته بیان اولیږدوي. په هره ټولنه کې بیلابیل هنرونه موجود دي.

خو د موسیقې هنر د نورو هنرونو تر څنګ یو ډیر په زړه پورې هنر دی چې خدای پاک هنرمندانو ته ورپه برخه کړې دی.  د موسیقۍ هنرهم لکه د شعر هنر یوالهامي کیفیت اوالهي حکمت دی، چې زیاتره هنرمندانو ته ډالي شوې دی.

زموږ د موسیقې په بڼ کې ډیر شمیر استادان، هنرمندان، سندرغاړي او سازیان راټوکیدلي اوغوږړیدلي  وُ او دي. زموږ د هیوا د سیمیزې او فلکلوریک موسیقۍ په برخه کې خدای بخښلی استاد (مومن جان)  بیلتون هغه تکړه سندرغاړی دی چې د ده له نوم سر زموږ هیواد وال اشنا دي. دی هغه پیژندل شوې څیره، وتلی او خوږ غږ لرونکی هنرمند وُ چې ټول خپل ویاړلی ژوند یې د خپلو خلکو او مینه والو په چوپړ کې تیر کړې دی. دی  زموږ د موسیقې په آسمان کې یو ځلانده ستوری او په کلونو، کلونو د بزمونومشال ؤ.

خدای بخښلي بیلتون د لوګر په ولایت کې زیږیدلی دی. ده په کوچنیوالي کې خپل مور او پلار له لاسه ورکړي وُ او د خپلې خور په ژورې پاملرنې سره یې خپل ژوند ته دوام ورکړ. دی لا ماشوم وُ چې د موسیقۍ سره مینه لرله په پیل کې یې توله (شپیلی) غږوله او په (۱۵) کلنی کې یې د سندرو په ویلو پیل وکړ او د خپلو یارانو او دوستانو په مجالسو کې یې سندرې ویلې او د دوی مجلسونه یې په خپل زړه وړونکي او خوندور اواز تاوده ساتلي وُ.

دی د استاد دُری لوګري شاګرد وُ، استاد دُری ده ته د موسیقي هنر په ښه او مسلکي زده کړو کې زیاته پاملرنه کړیده او د ده په مرسته یې رادیو افغانستان ته لاره پیدا کړه او خپلې سندرې یې هلته ثبت کړې. کله چې د ده خوږې سندرې د رادیو افغانستان په څپو کې خپرې شولې، هغه وُ چې ده د خلکو په منځ کې نور هم زیات شهرت او ګرانښت  پیدا کړ.

د استاد بیلتون د سندرې اوریدل او لیدل د اوریدونکواو لیدونکو په زړونو منګولی ښخوي اوهغوی ځانته راکاږي. دی که نن د خلکو په منځ کې نشته خو د ده تل پاتی غږ او هنر د خلکو په ذهن او زړونو کې خپل ځانګړی ځای او مقام لري. د ده ټولې سندرې او  کمپوزونه د ستاینې، درنښت او قدر وړدي.

ده په رایو تلویزون کې بې شمیره سندرې ثبتی کړې دي.

خدای بخښلی بیلتون په هیواد کې د ننه د سیمیزې موسیقۍ په برخه کې څلور واره د کال د هنرمند په توګه انتخاب شوې دی او پنځه مډالونه یې تر لاسه کړې دي.

مرحوم بیلتون بیلابیلو بهرنيو هیوادونو ته هنري سفرونه کړې دي لکه : ترکیه، بلغاریا، یوګوسلاویا او همداسې  کله چې له هیواده کډوال شو امریکا او اروپا ته هم سفرونه کړې دي چې د خپلو هیواد والو له توودو هرکلیو سره مخامخ شوی وُ.

په دې ورستیو کلونو کې د سختی ناروغې سره مخامخ شو، د خپلو سترګو لید او د غوږو اوریدل یې له لاسه ورکړل او د ناروغی په بستر کې یې خپلې دردونکې شپې او ورځې تیرولې او هيڅ دولتي مقامونو ده ته پاملرنه و نه کړه.

خو په خواشینۍ سره  استاد بیلتون پر (۹) د نومبر پر (۲۰۱۵) زیږدیز کال کې له دې فاني نړۍ څخه خپلې سترګې پټې کړئ.

(انالله وانا الیه راجعون)

د خدای بخښلي مومن جان بیلتون مړینه زموږ د هیواد لپاره او په ځانګړي توګه د سیمیزو موسیقي د هنر په ډګر کې یوه ستره ضایعه ده.

زه نه یوازې د ده د مړینې په مناسبت د زړه له کومې خپګان او ژوره خواشیني څرګندوم، بلکې د ده کورنۍ او خپلوانو ته او د موسیقي ټولومینه والو ته د صبر، زغم او تسلیت مراتب وړاندې کوم، او دلوی خدای(ج) څخه ده ته د فردوس جنت غواړم.

په درنښت : انجنیرعبدالقادرمسعود