خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

د حزب الله داستان

بسم الله الرحمن الرحیم

د عقایدو که د ګټو لپاره جګړه

له کله چی په کال ۱۹۲۴ کې د اسلامی امت د عزت، غیرت او تاریخی صلابت چتر یعنی اسلامی خلافت ونړیده نو مسلمانان له سختو اندیښنو او ستونزو سره مخ شول، اروپای  یرغلګر هیوادونه وتوانیدل تر څو د خلافت میراث د سایکس پیکو او بیلابیلو تړونونو له لاری په خپل منځ کې سره وویشی او مسلمان ملتونه غلامان وګرزوی، چی یو ددغو څخه اسلامی لبنان دی

له کله چی په کال ۱۹۲۰ کې فرانسویانو لبنان اشغال کړل، نو لومړنی پالیسی یی داو چی تر څو د مسلمانو فرقو ترمنځ اختلافونو ته لمن ووهی او په پایله کې لږکی مسحیی مارونیه فرقه واک ته ورسوی.

هغه چی دوی بیا وتوانیدل د لبنان د خپلواکې په جوړښت کې دغه د فتنی اسټراټژی پلی کړې لبنان چی کله خپلواکې په کال ۱۹۴۳ کې واخیسته نو دقدرت ویش داسی ولو چی ولسمشر به له مسحیی مارونیه فرقی وی لومړی وزیر له اهل سنتو او د پارلمان ریاست به دشیعه مسلمانانو وی، دغه قانون تر کال ۱۹۵۹ پوری اجرا نشو بلکه ټول پوسټونه د دولت د مارونیانو په اختیار کې پاتی شول، پدی وخت کې د حقیقت ته نږدې سر شمیرنو په بنسټ اهل سنت ۲۶ شیعه ۲۶، مارونیه ۲۲ یا څه کم ولو او درزیان ۶٪۵ ولو او پاتی نور یې وړو قامونه جوړاو.

د دغه نفوس او جغرافیایی موقعیت په بنسټ هری ډلی او طایفه کوښښ وکړلو تر څو یو طرف ونیسي او له هغه ځای د مرکزی قدرت په حیث خپل ځواک د پاتی لبنان د په لاس کې نیولو په موخه وکاروی، لکه د بیلګې په ډول شیعیانو د لبنان په جنوب کې  د البقاع په سیمه کې د خپل ځان د ځواکمن کولو په موخه اصلی تمرکز لرل، اهل سنتو بیا په شمال، منځنی لبنان کې او ساحلی ښارونو لکه طرابلس، بیروت او صیدا  کې استوګن دی هغوی هلته د قوت او ځواک په لټه کې ولو ، دا پداسی حال کې چی مارونی مسحیانو په جبل لبنان او شرق د بیروت کې میشت ولو.

پدغه حساس حالت کې چی اهل سنت او شیعه تر ډیره وخته د ټولنی د رهبری له متن څخه استعمار لري ساتلې ولو او یوازی مارونې مسحیان وو چی د فرانسوي ښکیلاک  او  دهغوی د خوښی سره سم نړیوالی ټولنی ملاتړ یی له ځان سره لرل د هغوی تر څنګ اوسیدلو، اما په تدریجی ‌ډول سره د شلمی پیړۍ په پنځوسمه لسیزه کې اهل سنت او شیعیان د خپل هویت د اثبات په لټه کې شول، دا په داسی حال کې چی اهل سنتو د واحده مذهبی رهبری د نه لرلو ترڅنګ په سیاسی کچه د یوه انحطاط ښکار شوی ولو او هغه د عربیت په بنسټ د ناسیتونالیستی حرکتونو وده وله هغه چی ټوله عربی نړی یی په سر اخیستی وله ، ولی د اهل سنتو په خلاف  پدغه حساسو شرایطو کې د یوی فعالې او اغیزمنې شیعه څیرې راوتل د سیاست ډګر ته په کال ۱۹۵۹ کې شیعیان وتوانیدل تر څو د خپلی ټولنی د پراختیا او تغیر  په موخه داسی رهبر وزیږوی هغه چی په ډیر کم وخت کې یې د لبنان په سیاسی او ټولنیز حالاتو باندی خپله اغیزه پریښودله اوهغه څیره بل څوک نه مګر (موسی صدر) ولو.

موسی صدر د دوه موخو لپاره لبنان ته راغې

الف : لومړنی هدف یی د شیعه ۱۲ امامی فرقی د ټولو اعتقاداتو په بنسټ د یو شیعه داسی حکومت رامنځته کول وو، هغه چی په شیعه اثناعشره ټولو اعتقاداتو ولاړ وی، او ددی لپاره یی بیلابیلې فتواوی لکه د ۲۰٪ فیصده خمس بی کچی راټولول او د مالی مرکز جوړه ول وو.

ب : دویمه موخه یی د نړیوال شیعه هلال سره د سید روح الله خمینی د لارښونو په بنسټ د یو لوی بدلون امکان ته د حکومت په وجود کې له سوریه تر یمنه او له کویټه تر عراقه زمینه برابرول وو.

هغه چی کله هم مونږ تاریخ ته وګورو نو ووروسته له صفویه څخه د شیعه احیا او پراختیا پروژو مخ په ځوړ شوه مګر د ۲۰ پیړی پنځوسمه لیسزه ددغه احیا پیل ولو، او ددی لپاره بل غوره نوماند هم په فکری او عقیدتی لحاظ هم نه ولو هغه چی وکولای شی  بل لورته د نفوس په تناسب ایران، عراق او لبنان پرته بل داسی هیواد نه ولو، چی هلته د اثناعشریه په افکاروولاړ نظامونه رامنځته کړی.

موسی صدر د شیعه حکومت د تاسیس په موخه لبنان ته واستول شو ځکه د هغه عربی او فارسی ښه زده وله، د هغه اړیکی له خمینی سره ډیری نږدی وی، داسی چی د خمینی زوی احمد د موسی صدر د خور لور سره واده کړی ولو او خپله موسی صدر ته د خمینی لمسی ناسته وله او بل لورته مصطفی خمینی له موسی صدر سره نږدی اړیکی لرلی.

موسی صدر د لبنان جنوب ته لاړ او هلته یی لومړی خیریه کارونه پیل کړل مګر وروسته ډیر ژر یی په فعالیتونو کې د شیعه پالنی څرکونه ولګیدل، بیا یی په پوره درایت  له حاکمی مسحیی مارونیه طبقی سره اړیکی ونیولی او دا یی د خپلو فکری او سنتی سیالانو د ټکولو او تضعیف ښه وسیله وبلله، هغه د مسحیی ولسمشر (شارل حلو) سره اړیکی نږدی او ګرمی کړی، شارل حلو هم هغه د اهل سنتو سره د مبارزی ښۍ بازو وبلل لدینه ور اخوا موسی صدر هیڅکله د اهل سنتو سره د یوالی هوډ نه دی څرګند کړی، بلکه مستقمآ یی د هغوی له دښمنانو یعنی مارونیه فرقی سره د قدرت د یوالی په لور ځی، هغه چه مسحیی حکومت  اجازه ورکړله تر څو د شیعه اعلا اسلامی مجلس یی په کال ۱۹۶۷ کې تاسیس کړلو، هغه پدی مجلس کې شیعه ته فقیه ازادی او خپلواکی واخیستله، موسی صدر خپه ددی مجلس ریس شو، حکومت سمدلاسه هغه په رسمیت وپیژندلو او حکومت هم د شیعه اوسیدونکیو سیمو لپاره د کال لس ۱۰ میلیونه ډالره پراختیای بودجه منظوره کړله.

بل لورته موسی صدرخپلو اسټراټژیکو موخو ته د رسیدو په موخه له هیڅ راز مشروع او نامشروع وسیلی مخ نه ګرزو او له امریکایانو  سره یې هم اړیکی ډیری نږدی او ګرمی ولی، ځکه هغه د خپلی زیرکتیا په اساس دا درک کړی ولو چی اوس ټول لویدیځ والو په ځانګړی ډول امریکا ته د اسلام پالنی څخه قومی ناسیونالیزم خطرناک دی او امریکایان د عربی ویښتیا څخه هم ډیر زیات په ویره کې ولو نو اړتیا یی لرله چی د دې په وړاندی د عربو په لباس کې همکار ولری  داسی چی هغه سړی موسی صدر ولو هغه څیره چی د خپلو افکارو د تحقق په موخه هره حربه روا ګڼله هغه امریکایان د اسراییلو د حساسیت د راپارولو په موخه د عربی سوسیالیزم او ناصیریزم څخه ویرولو، او پدی اساس یی هم د امریکا سره دوستانه اړیکی ډیری نږدی ولی، داسی چی دده په ایرانی ملاتړیو کې چی خمینی ته نږدی ولو، دده د کړنو څخه شکایت وکړلو او نوموړی یې د شیعه احیا په وړاندی جاسوس بلل.

دغه خپرونی د امریکایانو، ایرانیانو او سوریانو په ملاتړ مخ په بریالیتوب روانی ولی چی په کال ۱۹۷۰ میلادی کې کله چی فلسطینی سنی مسلمانان د صهیونیسټانو د ځورونو او ظلمونو له امله د لبنان جنوب ته مهاجر راغلل، نو د موسی صدر خیالات یی په خوب لاهو کړل که څه هم د فتح ګوند یو سکولار سوسیالیست حرکت ولو او ممکن نه ولو چی هغوی دی دده د مذهبی خیالاتو په وړاندی خنډ شی، ولی موسی صدر هغوی ګواښ ګڼل، ولی حالاتو او هغه ګټی چی یی د همدغو کډوالو په وجود کې ولیدل د حالاتو په مطالعی یی له هغوی سره په هوښیارانه دریځ چلند وکړل او له شرایطو په استفاده سره یې خپل افراد د فتح ګوند په وسیله چی زیاتی جنګی تجربی او زدکړی یی لرلی د راتلونکی شیعی دولت  د رامنځته کولو په موخه د دوی په مټ تربیه کړل ځکه فتح هم د هغه اړتیاوو او ستونزو په ارزونی چی لرل یی دموسی صدر سره یوی همداسی همکار ته اړتیا لرله او دا اړیکی د موسی صدر له فتح ګوند  سره یوازی په متبادلو ګټو ولاړی وی نه خیر غوښتنی ا او مهربانی.

لدېڅخه وروسته کله چی جنرال حافظ اسد په سوریه کې په کال ۱۹۷۱ کې واک ته ورسیده، او نوموړی د علوی شیعیانو څخه ولو، او علویان هغه خلک دی چی د عقایدو له اړخه سخت افراط کوی او مسلمانان نه دی، ځکه دوی علی رض یو مخی د الوهیت مقام ته رسولی، موسی صدر د اسد واک ته رسیدو سره علویان شیعیان وبلل او له حافظ اسد سره یی نږدی اړیکی جوړی کړی، او لدې سره یی په کال ۱۹۷۵ کې  یو نظامی سازمان د( افواج المقاومة اللبنانیه) په عنوان چی پښتو نوم یی د لبنان د مقاومت ډله راځی جوړه کړی هغه چی لنډ نوم یی د (امل) کیږی، خپله یی رهبری واخیستله او سمدستی یی د فلسطینی سنی مسلمانانو په وتلو ټینګار وکړلو، کوم چی له کال ۱۹۸۵ څخه تر ۱۹۸۸ پوری د مهاجرینو کمپونو ټولوژنې د دی ډلی ښه بیلګه دی، لدی سره یی کورنی جګړو ته د سیاسی قدرت د معادلو د تغیر په موخه هم لاس واچولو.

د شیعه اعلای مجلس او (امل) د سازمان له جوړه ولو وروسته هغه په یو قدرت بدل شوی ولو، او حتا پر غونډو او مجالسو کی یی نه یوازی خپل قدرت نه پټول بلکه خلک او هغوی چی د دوی غوښتنی یی نه منلی په زور ګواښولو.

ځکه صدر غوښتل ځان یوازی په ایران او سوریه پوری و نه تړی بلکی د خپل خوځښت د ثبات او تنوع په موخه یی الجزایر او لیبیا ته هم سفرونه وکړل، او بلاخره په پای کې په یوعجیبه ډول پیښه کې په ۱۹۷۸ کال کې د لیبیا په هوایی ډګر کې تری تم شولو، او بیا له هغه وروسته هیچا د نړی په هیڅ ګوټ کې ونه لیدل، غبرګونونه وښودل شول ولی ددغه شیعه حرکت بهیر پڅ نشو بلکه په ایران کې د اسلامی انقلاب په پایله کې دوی نوی سا واخیستله او د حسن نصرالله په رتلو سره دلته یوځل بیا د دوی ستوری وځلیده.

د موسوی او حسن نصر الله په راتګ سره لبنان ته دوی وتوانیدل په ډیر کم وخت کی لبنانی شیعه د موسی صدر په افکارو ورغوی، او کله چی شیعه انقلاب په کال ۱۹۷۹ کې بریالی شو، نو لبنان او عراق یی د شیعه حوزی په ډول د شیعه هلال نږدی مراکز وبلل، خمینی ۱۴ کاله په عراق کې ژوند کړی ولو، نو ځکه یی نظامی اسټراټژی ته په عدم تشدد تګلاری چی په لبنان کې بریالی وله لومړیتوب ورکړل.

اما په کال ۱۹۸۲  کې اسراییلو د فلسطنیانو د ویستلو او ټکولو په موخه له جنوب لبنان څخه چی په قدرت بدل شوی ولو د مارونیه سره په دسیسه حمله وکړله، او تر بیروته ورسیدل او یوازی په شاتیلا او صبرا کې یی دری زره نفره مظلوم فلسطنیان ووژل، دلته دا جګړه د حسن نصرالله او ډلی  په ګټه وله ځکه دا دشیعه حکومت لپاره د دوی د توقع خلاف زمینه مساعدول ولو مګر کله چی هغوی د فلسطنیانو له ایستلو وروسته بیرته خپلو اډو ته راغلل دا د دوی په طبیعت بده ولګیده او د دوی خپرونی یی له ستونزو سره مخ کړلی.

لدی سره په امل سازمان کې هم خورا تغیرات راغلل، مذهبیان له سکولرو سره بیل شول، او هغوی ۹ نفری هیت ایران ته ولیږل او هلته یی په ولایت فقیه د ایمان راوړلو تجدید وکړلو او ایران هم د سوریه له لاری ۱۵۰۰ تنه د سپا پاسدارانو څخه د دوی د روزنی لپاره راولیږل او پوره مالی مرستی یی وسره وکړی او دا د حزب الله د نوښت او تاسیس د نوی څپرکی پیل ولو.

د حزب الله تاسیس

په لبنان کې کورنی جګړه مخ پر زیاتوالی وله، او لدې سره د امل حرکت پراختیا مونده تر هغه چی عباس موسوی په کال ۱۹۸۵ کې د حزب الله له تاسیسه خبر ورکړلو، حزب الله او امل خپل منځ کې په جنوب د لبنان کې جګړی وکړی او په پای کې په کال ۱۹۸۸ کې امل ماتی وخوړه او حزب الله بریالی شو، ددی جنبش نږدی ۹۰٪ سلنه غړی ټول حزب الله ته ورغلل او پاتی تقریبا لس فیصده یی د یوی سیاسی جبهی په توګه پاتی شولو، په ۱۹۸۹ کې خمینی مړ شو ولی د خامنه ای رویه تر هغه هم ورسره ګرمه وله، پدی اړوند سعودی د طایف مذاکرات د لبنان د کورنی جګړی د حل په موخه وکړلو اما  حزب الله د سنی اهل سنتو رهبر د لبنان مفتی حسن خالد په یوه شومه توطیه کې په قتل ورساوو تر څو هغوی یو ځل بیا بی رهبره شی.

له صهیونیسټی رژیم سره جګړه

پدغه وخت کې حزب الله خپل ځان د لبنان جنوب ته د خپلی سنتی جغرافیا د نیولو په موخه چمتو کول، ترڅو هلته شیعی حکومت تاسیس کړی اوایران هم ورسره د سوریه په شمول بې کچي مادی او معنوی مرستی وکړلی، پرهمدی کال یعنی ۱۹۹۲ کې بل سنی شخصیت یعنی رفیق الحریری د سیاست صحنی ته رازی، هغه شخص چی له کال ۱۹۹۲ تر ۱۹۹۶ کال پوری د لبنان لومړی وزیر پاتی شو، هغه په لبنان کې بیارغونه وکړه او ډیر ملاتړی یی لرل، اما په کال ۱۹۹۶ کې اسراییلو یو لړ وحشی عملیات ترسره کړلو، ددغه وحشی یرغل په پایله کې د لبنانیانو اسلامی غیرت را ویښ شولو او د یو ستر  جهادی ملی مقاومت د رامنځته کولو په فکر سره سلا شول، پدغه مهال حزب الله د مبارزی تګلاره وړاندی کړه او تر ټولو زیات ګډون پکې اهل سنتو وکړلو یعنی ۳۸٪ فیصده سنیان ۲۵٪ فیصده شیعیان ۲۰٪ فیصده درزیان او ۱۷٪ فیصده نور بیاد مسحیانو څخه ولو.

ددغو ټولګیو مبارزی ولی ترڅو صهیونیسټې رژیم شاتګ ته اړ شول، ولی حز بالله دا سرښندنی بی مفهومه وبللی اوحتا د هغوی ملکیتونه یی په جبل البنان کې غصب کړلو یوازی دا هم نه بلکه حتا د اهل سنتو مساجد  لکه د یونس پیغمبر او اوقاف تابعه یی د جیه په سیمه کې هم غصب کړله.

رفیق حریری د حزب الله د پراختیا په وړاندی لوی خنډ

وروسته د صهیونیستانو له شړلو رفیق الحریری د حزب الله له ډلې سره دهغوی د پرمختیا د شنډه ولو په موخه هغوی ته ستر چلینج شو، پدغه مهال د حزب الله قدرت په وروستی کچه لوړ شوی ولو، او کوښښ یی کولو ترڅو د ایران او سوریه په ملاتړ خپل معطل حکومت احیا کړی، اما د رفیق حریری د ستوری په ځلیدو سره د قدرت موازنه تغیر وکړلو او په ۲۰۰۴ کال کې حریری د سوریه بی شانه نظامی شتون هغه د باثباته لبنان لپاره ګواښ و بالو، له خپل منصب نه یی استعفاه ورکړله او لا یو کال نه وو پوره شوی چی په ۲۰۰۵ کال کې حریری په بیروت کې د سیمی اونړی د څارګریزو  ډلګیو په وجود کې ترور شو، او دا د لبنانی اهل سنتو ته د رهبری په برخه کې یو بل  سخت ګوزا ولو.

د رفیق حریری له تروره وروسته کورنیو او نړیوال لوریو د لبنان څخه د سوریه ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړله حزب الله له هغه سره مخالفت وکړلو، او د ټولو ډلیو له لوری پراخ لاریونونه وشول، او په پای کې سوریه لښکری اړ شوی تر څو پر همدی کال له لبنانه ووزی.

د حزب الله کورنی  ستونزې او د ۲۰۰۶ کال جګړه

کله چی حزب الله د سوریه  دلښکرو وتل د رفیق حریری مړینه او د لبنان سیاسی فضا په ډلیو ویشلی ولیدله نو سمدستی یی د ۲۰۰۵ کال ټاکنو ته چمتوالی وښود او د ۱۲۸ څوکیو څخه یی ۷۲ څوکی خپلی کړلی او لدی لاری یی په حکومت فشارونه راوړل،  وروسته لدینه یی د حکومت د ایتلافی جوړښت سره په تضاد کې له اسراییلو سره د هغوی د ۲ تنه عسکرو په وژلو او ۱۲ تنو په ټپیانولو داسی جګړه پیل کړه چی ټول لبنان یی په ویر اخته کړلو.

د لبنان د حکومت د راپرزولو او پاشلو طرحی

حزب الله له په لاس راغلی حالت نه په ګټی اخیستنی سره د اچی خپلو هیلو ته ورسیږی  د ۲۰۰۶کال د ډسمبر په ۳۰ یی د لومړی وزیر د دفتر مخکې ۶۰۰ اعتراضی خیمې ولګولی او دا تحصون نږدې ۱۸ میاشتی ادامه پیداکړله او حزب الله غوښتل ترڅو د دوی دقدرت پر بنسټ ورته واک ورکړل شی نو ځکه یی د لومړی وزیر د استعفا غوښتنه درلوده او فواد سنیوره یی منفک بلل، اما کله چی یی لاریونونو پایله ورنه کړله نو د نظامی برید ګواښونه یی وکړله.

د دوحه توافق او دحسن نصر الله اسټراټژیکه اشتبا

د غربی بیروت محاصره د حزب الله له لوری ۱۳ ورځی ادامه لرله تر دی چی د بیروت تړون وشوه او د حزب الله جګړی ته یی د پای ټکی کیښود، لدې سره د څلور اړخیزه ایتلاف هم وشکیده او د (مارچ ۱۴ ډلی) او حزب الله د یو بل په وړاندی پروپاګندونه پیل کړل، د المستقبل حرکت پدی پو شو چی حزب الله تر کومې کچی ځواکمن دی او حزب الله هم ۱۴ د مارچ حرکت امریکایی وباله، پدی وخت کې د ۲۰۰۹ کال ټاکنې را ورسیدې  درفیق الحریری ورور د ۱۴ مارچ د حرکت په رهبری یعنی سعد الحریری له حز ب الله سره ټاکنیزو سیالیو ته ووتل، پدی وخت کې له حسن نصرالله غوندی ماهره او کاریزماتیک رهبرڅخه هم یوه ستره اشتبا وشوه هغه چی بیا یی لبنانی ملت غچ د رایو په صندوقونو کې ورنه واخیست، حسن نصرالله پخپلو ویناوو کې مخکې له ټاکنو وویل که د ده ډله بریالی شی نو دوی به له سوریه او ایرانه  لبنان ته سلاوی راوړی، او په څرګند ډول یی د شیعه له کلمی یادونه وکړه او وویل( په هغه څه چی پوهیږم هغه داده چی د ایران اسلامی جمهوریت او په ځانګړی ډول جناب امام سید خامنه ای به له لبنانیانو څخه هیڅ څه هم دریغ او بخل به ونه کړی)، هغه په ادامه د خبرو کې وویل هغه لګښتونه چی زمونږ عزت او امنیت به خوندی کړی د شیعه وو له لوری به تامین شی، دا خبره د حسن نصر الله له پاره  هم هیله وه او هم ویره داچی حزب الله تر حد زیات غټ شوی او لویی لویی غیږې نیسی.

دغه پیغام لبنانی ملت ته ورسیده او هغه ‌ډول چی حسن نصرالله یی هیله لرله پایله یې ورنکړله دا ځکه چی لبنانی ملت دا د حزب الله ځواکمنیدل او د شیعه دولت رامنځته کیدل وبلل، هغه چی سعد الحریری د کافی رهبریت د نه لرلو په صورت کې هم وتوانید تر حزب الله ۱۴ زیاتی څوکۍ وګټی او دا د حزب الله او شیعه دولت د ایجاد په وړاندی تر ټولو ستر ګواښ شو.

د اسلامی امت دریځ باید د حزب الله په شان ډلو په وړاندی څه وی

اسلامی تاریخ او په ټوله کې په تاریخی کچه د اسلامی احیا، یوالی او ویښتیا په وړاندی خنډ لوری په کورنی لحاظ دوه  لاملونه لرلای شي، لومړی: سیاسی ښکیلاک وهلی دولتونه او بل تفرقه او نفاق اچونکی مذهبی ډلی هغه چی د حزب الله په څیر ډلی یی مثالی بیلګه ده.

د مثال په ډول د حزب الله جګړه له صهیونیسټانو سره د ګټو د تناقض په سر دی نه عقیدوی، او دا د ۱۹۸۲ کال  له جګړی څخه معلومیږی، ځکه دوی هیڅکله هم  لکه اخوان المسلمین فلسطین ته د قاید سره چی سلاح په بغل کې واخیستله او جګړی ته لاړل  هغه چی که د وخت د عربو حکامو خیانتونه نه وایی نن به اسراییل له سره د نړی په سیاسی نقشه کې وجود نه لرلای اما که د اخوان المسلمین او حزب الله قدرتونو مطالعه کړو اخوان په نظامی لحاظ نه روزل شوی عساکر لرل او نه حتا اخوان د حزب الله په پرتله سلمه حصه نظامی ځواک لری ولی هغوی لاړل او دخپلومسلمانو ورڼو څخه په دفاع یی خپلی وینی  په وروستی دینی عظمت نذرانه کړی اما دوی څه ایا یوځلی یی هم لکه سوریه ته چی د دبشارالاسد د سکولار دولت د دفاع لپاره عسکر ولیږل ولی فلسطین ته یی نشوای لیږلی؟ پس د فلسطین مسله د حزب الله ، ایران او سعودی عربستان په شان دولتونو په وړاندی یوازی د مشروعیت اخیستلو او ځان ښودنی په موخه یو تش شعار دی، او دایوازی د ګټو لپاره جګړه بللۍ شو، نه ده عقایدو په ارمان قربانی، ځان تیریدنه او سرښندنه.

 

په

درنښت