از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

فرنسوا ولټر

ولټر، یو فرانسوي لیکوال، مورخ او فیلسوف، د ټولنیزو اصلاح…

هانا آرنت؛ توتالیتاریسم ابتذال شر

Arendt, Hanna (1906-1975) آرام بختیاری نقل قول های سیاسی یک زن برای…

فقدان روایت آشتی ملی و بحران گفتمان در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در دوراهیِ آشتی و منازعه افغانستان طی پنج…

چهار و نیم سال پس از برپایی امارت اسلامی سرمایه؛…

فهیم آزاد مقدمه فقدان اجماع تحلیلی پیرامون بازگشت طالبان به قدرت سیاسی…

پاسخی به پرسشی که چرا؟ گفته بودم، خامنه‌یی قصد حمله…

محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مبان بخش نخست در هفته‌ی گذشته‌ یک هم‌وطن ما یا…

از کابل تا تهران؛ مهار افراطیت یا مهندسی قدرت و…

نویسنده: مهرالدین مشید زورگویی یا ژئوپلیتیک ضربه؛ بازی با آتش تحولات امنیتی…

ویکتور هوګو

هغه د فرانسې نامتو شاعر، ناول، رومان او ډرامه لیکونکی…

یک عکس وهزار خاطره

راديو تلويزيون و افغانفلم سابق افغانستان تنى چند از ژورناليستان اولين…

مارهای آستین؛ بازگشت هیولاهای جنگ نیابتی به دامان پاکستان

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتیژی تا عمق بحران؛ چرخش شمشیر…

ظلم ظالم

رسول پویان جهان به لاف وپـوف ظلم برنمی گردد اســـیـر ظالـــم و…

«
»

د تمدن و فرهنګ د خونې لیدنه او کتنه

د هالند په هیواد کې د افغانستان په سفارت کې  د نوي سفیر سره د یو شمیر لیکوالو، ادیبانو، شاعرانو او پېژندل شویو څیرو ناسته  

د (۲۰۲۰) زیږدیز کال پر (۱۷) د اګست میاشتی د هالند په هیواد کې د افغانستان په سفارت کې یو شمیر لیکوالو، ادیبانو او شاعرانو ته بلنه ورکړ شوې وه چې د نوي سفیر او په سفارت کې د تمدن و فرهنګ خونې سره معرفي شي. 

ما ته هم د سفارت له خوا بلنلیک رالیژل شوې وه چې په دې ناسته کې ګډون وکړم .  زه په خپل وار سره  له دې بلنې څخه د زړه له کومې مننه کوم .  

زه او زما ګران دوست ښاغلی ملک بابا دا ویاړ تر لاسه کړ چې په دې ګټوره ناسته کې ګډون وګړو. 

ناستی دوې برخې لرلئ : 

د هالند په هیواد کې د افغانستان د نوي سفیر سره پېژندګلوي او په سفارت کې د تمدن و فرهنګ له خونې څخه لیدنه او کتنه . 

 دا ناسته په دوو بجو پیل شوه . په دې ناسته کې ښاغلي محمد آصف رحیمي ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او له ټولو دوستانو او مینه والو څخه یې مننه وکړه چې په دغه ناسته کې یې ګډون کړې وه .  

ده په خپله وینا کې د ادب،  کلتور او فرهنګ د پرمختګ او پراختیا په برخه کې ، د  ګران افغانستان د اوسني حالاتو په تړاو په تېره بیا د سولې، سوکالی په اړه او د جنګ او جګړې د ختمیدو په هکله او د افغانانو د یوالي، اتحاد او اتفاق په اړه  ګټورې خبرې وکړئ. 

C:\Users\Masoud_2\Desktop\جلالزی\Jal-1.png

ورپسې آغلې ښایسته جلالزی د افغانستان په سفارت کې د تمدن و فرهنګ د خونې موسسه او مسووله اوریدونکو ته خپله وینا واوروله. دې په خپله وینا کې د ګډونوالو څخه مننه وکړه، چې په دې ناسته کې یې ګډون درلود. همداسې یې د تمدن و فرهنګ د خونې په تړاو دوستانو او مینه والو ته پوره معلومات وړاندې کړ. 

C:\Users\Masoud_2\Desktop\جلالزی\JAL-2.jpg

کله چې ما او نورو مینه والو او دوستانو د تمدن و فرهنګ خونه له نږدې ولیده په رښتیا سره چې آغلې ښایسته جلالزی په خپل نوښت سره  له هیواده لرې په جلا وطنې او پردیسی کې  د کلتور او فرهنګ ډیوې بلې او ځلانده ساتلې دي. او په دې خونه کې یې په خپل ځانګړي لګښت او نوښت د خپل هیواد د ویاړلي، لرغوني تاریخي کلتوراو آثار بیلابیل توکي د هیواد د دهرې سیمې، نندارې ته ایښي دي .    

دا چې آغلې ښایسته جلالزی د خپل هیواد، تمدن،  کلتور او فرهنګ ته پاملرنه کړیده  او دا خونه یې جوړه کړیده ، دا د دې د غوره، سپیڅلي او ویاړ نه ډک ملي او وطنې احساس ښئي. زه په خپل وار سره آغلې ښایسته جلالزی ته د بریو، غوړیدو او لا نورو هستونو په هیله یم . 

C:\Users\Masoud_2\Desktop\جلالزی\JAL-3.jpg
C:\Users\Masoud_2\Desktop\جلالزی\JAL-1A.jpg

په دغه ناسته کې ښاغلي حبیب الله اصغري چې یو تکړه لیکوال او هڅاند شاعر دی او اوسمهال په هیواد کې د اداره امور د ریاست مشاور دی هم ګډون درلود . ده په خپله وینا کې د نوي سفیر  ښاغلي محمد آصف رحیمي د ځانګړي ژوند، هاندوهڅو، کار او فعالیتونو په تړاو ګډونوالو ته پوره معلومات ورکړ او د ده ټاکنه ته یې د سفیر په توګه ښه راغلاست ووایه. 

C:\Users\Masoud_2\Desktop\جلالزی\JAL-5.jpg

په دې ښکلي او ګټور مجلس کې د ادب او فرهنګ مینه والو او دوستانو هم په خپل وار سره د افغانانو د پردیسې او جلا وطنې ستونزې په تړاو او د دوی د یوالي ، اتحاد او اتفاق په اړه او د جنګ او جګړې د ختمیدو په هکله  او د سولې او سوکاله ژوند په تړاو  ګټورې ، اغیزمنې خبرې وکړئ او په ډیر درنښت سره یې خپل وړاندیزونه ښاغلي محمد آصف رحیمي ته وړاندې کړل. ښاغلي محمد آصف رحیمي هم ګدونوالو ته ژمنه ورکړه چې په هالند ګې د افغانانو ټولو او بیلابیلو ستونزو ته به ځانګړې پاملرنه وکړي . 

د غونډې لومړۍ برخه پای ته ورسیده او ټولو دوستانو او مینه والو ته بلنه ورکړل شوه چې د تمدن و فرهنګ خونه له نږدې وګوري. په پای کې ګډونوالو د ښاغلی محمد آصف رحیمي او آغلې ښایسته جلالزی سره د تمدن و فرهنګ په خونه  کې او د  سفارت تر مخ  یاد ګاري انځورونه  هم واخیستل . 

ناسته او مجلس کابو د څلور او پنځو بجو په شاو خواکې پای ته ورسیده . 

 په دې برخه کې تاسو ته د مجلس او ناستی انځورونه وړاندې کوم . 

C:\Users\Masoud_2\Desktop\جلالزی\JAL-4.jpg
C:\Users\Masoud_2\Desktop\جلالزی\JAL-6.jpg
C:\Users\Masoud_2\Desktop\جلالزی\JAL-9.jpg
C:\Users\Masoud_2\Desktop\جلالزی\JAL-10.jpg
C:\Users\Masoud_2\Desktop\جلالزی\JAL-11.jpg

 په ډیر درنښت : انجنیر عبدالقادرمسعود