یوغلط خبر د جنجال منبع

نور محمد غفوری په دې ورځو کې د مغرضو او دروغجنو…

و.ای. لنین- وحدت فلسفه و سیاست

ترجمه. رحیم کاکایی اوگورودنیکوف ولادیمیر پتروویچ، دکتر علوم فلسفه، پروفسور، رئیس کرسی…

ناله یی میهن

رخت سفر ببستم و سوی وطن شدم در آرزوی دیدن مهد کهن…

از شمس النهار ، بنیاد گزاری مطبوعات مدرن

1میرعبدالواحد سادات ترقیات عالم روبه بالاست  ما از بالا به پایین می…

روز جهانی مطبوعات و روزگار آشفته و نابسامان روزنامه‌نگاری در…

نویسنده: مهرالدین مشید هرچند روز جهانی مطبوعات (۳ می) فرصتی است…

ریشه‌یابی پیدایش سادات، خواجه، آقا و بار بی‌معنای مذهبی دادن به…

محمدعثمان نجیب بخش نخست:  مراد من این‌ است تا بدانیم، چرا مردمان…

مارکوزه؛- فیلسوف التقاطی جنبش دانشجویی

Herbert Marcuse (1898-1879) آرام بختیاری نیاز  فیلسوف "چپ نو" به فرویدیسم. مارکوزه (1979-1898.م)،…

مسئولیت اخلاقی رسانه ئی  در دفاع مشترک از روشنگری ،…

نوشته  از: بصیر دهزاد   قسمت دوم  ادامه قسمت اول   نباید یک اصل عمده…

مسئولیت اخلاقی رسانه ئی  در دفاع مشترک از روشنگری ،…

نوشته  از: بصیر دهزاد   قسمت اول   انگیزه این مقاله  تداوم بحث های…

وحدت ملی یگانه ضامن بقای کشور است

اگر از چهار راهی ها گذر کنی مزدور کار ،…

تقسیم جهان 

رسول پویان  زمیـن در بین غـولان جهـان تقسیم می گردد  تـوگـویـی از…

یووالی د بریا کيلي، د نن ورځې اړتیا

ليکنه: حميدالله بسيا په تاریخ کې ډېرې داسې شېبې شته چې ملتونه…

نقش و جایگاۀ اصلی دین در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فشرده عصر حاضر، که با بحران‌های هویتی، اخلاقی، زیست‌محیطی…

 ماکار گرو نیروی توانای جها نیم 

             به استقبال روز بین المللی کارگر  انسان بخاطر زنده ماندن خود…

پیام تبریک به مناسبت اول ماه مه، روز همبستگی کارگران…

درود بر تلاشگران خستگی ناپذیر زندگی،   اول ماه مه، روز گرامیداشت…

هار و فراق 

 نوشته نذير ظفر ساحل ورجنيا  28 اپريل 2025 امد  بهار و   سبز …

تراشه قلب فنآوری دیجیتال سده 21

بیژن باران قلب فنآوری دیجیتال تراشه در طراحی، تولید، کاربرد، ساختن…

افغانستان؛ طعمه قدرت‌های منطقه‌یی و قربانی جنگ‌های نیابتی

چکیده افغانستان طی دهه‌های اخیر همواره درگیر جنگ، بی‌ثباتی و بحران‌های…

بحران خاموش؛ ناکارآمدی طرف های درگیر و سرنوشت ناپیدای مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید نشانه هایی از فروپاشی خاموش طالبان در متن…

تیر جفا 

نه شاعرم ، نه سرایشگر ترانه منم  یکی زمردم دور از…

«
»

جينوا کنفرانس کې د غني غوره وينا او د افغانستان مجبوريتونه

د جينوا کنفرانس هم ترسره شو، په کې ولسمشر غني او د اجرايه رييس عبدالله عبدالله په ګډون يو شمېر افغان وزيرانو هم ګډون وکړ. دغه کنفرانس د ۲۰۱۶ کال د بروکسل په کنفرانس کې د افغان حکومت ـ نړيوالې ټولنې او افغان حکومت ـ افغان ولس تر منځ د ترسره شويو ژمنو د ارزولو لپاره جوړ شو. افغان حکومت وايې له نړيوالې ټولنې سره يې د خپلو کړيو ژمنو له جملې څخه څه د پاسه پنځوس سلنه ژمنې عملي کړي دي، خو د حکومت منتقدين بيا وايې حکومت له نړيوالو ټولنې سره يواځې ۳۹ سلنه ژمنې پوره کړي او له ولس سره خو يې بيخي ټولې ژمنې نيمګړې پاتې دي.

دا چې افغان حکومت له نړيوالې ټولنې سره د کړيو ژمنو له جملې يې څومره عملي کړي او يا له افغان ولس سره يې په ترسره کړيو ژمنو څومره عمل کړی دی؛ دا بېل بحث دی. ځکه حکومت وايې له پنځوس سلنې ډيرې ژمنې يې پوره کړي خو د حکومت منتقدين بيا د ۳۹ سلنه ژمنې د پوره کيدو خبره کوي. رښتيا هم که له افغان ولس او نړيوالې ټولنې سره د ملي يووالي حکومت ژمنې وارزول شي نو ليدل کيږي چې د ملي يووالي حکومت په ډيری برخو کې د خپلو کړو ژمنو په پوره کولو کې پاتې راغلی دی.

خو په حقيقت بايد سترګې پټې نشي او قضاوت بايد يو طرفه ونه شي. يعنې دا سمه ده چې افغان حکومت له ولس سره خپلې کړې ژمنې نيمايې هم نه دي پوره کړي خو د ژمنو په نه پوره کېدو کې يواځې حکومت هم ملامت نه دی. ځکه له يوې خوا خو د حکومت جوړښت په هغه اندازه نه دی چې بايد په لوړه کچه د ژمنو د عملی کېدو تمه ترې وشي. يعنې دا يو توافقي حکومت دی چې د وخت د اړتيا پر اساس د جان کېري په منځګړتوب د اشرف غني او عبدالله تر منځ رامنځته شو. طبيعي ده چې کله هم د يو حکومت واک تقسیم شي نو حتمی به نيمګړتياوې زياتې لري.

او له بلې خوا کله هم چې ولسمشر غني له ولس سره د خپلو کړو ژمنو د عملي کيدو لپاره اقدام کړی دی نو يا د حکومت د شريک لخوا د غبرګون سره مخ شوی، يا له حکومت څخه د شړل شويو سياسيونو يې په مقابل کې مظاهرې کړي دي او يا هم د پرديو مزدورو کړيو لخوا د مدني فعال، سياسي احزابو او ايتلافونو په نوم د اشرف غني د اقداماتو مانع واقع شوي دي. د بېلګې په توګه يې د زورواکانو او مليشه يې قوماندانو په مقابل کې د ولسمشر غني اقدامات او پر وړاندې يې د خاصو کړيو غبرګونونه يادولی شو چې د نظام الدين قيصاري او قوماندان علي پور يې لاس تړلي کابل ته راوستل خو قومي ټيکه دارانو يې دغه اقدام ته قومي رنګ ورکړ او د اصلاحاتو مانع واقع شول.

 

کنفرانس ته د ولسمشر غني غوره وينا

هغه څه چې په دغه کنفرانس کې د افغان حکومت په ځانګړې توګه د ولسمشر غني له لاسته راوړنو يادولی شو؛ هغه نړيوالو مرستندويه هيوادونو ته د ولسمشر غني وينا ده چې ويلي دي، نړيوالو په افغانستان کې په بنسټيزو کارونو نه بلکې يواځې په پروژو پانګونه کړې ده او بايد په افغانستان کې د ثبات ته د رسيدو لپاره مرستندويه هيوادونه خپله تګلاره او پروګرامونه بدل کړي. ولسمشر غني د جينوا کنفرانس اقتصادي برخې ته په وينا کې ويلي چې د نړيوالو مرستندويه هيوادونو د پراختيايې چارو ستره برخه په پروژو ولاړه ده، او د نړۍ پر مخ هيڅ داسې هيواد نشته چې د پروژو پر بنسټ دايمي ثبات او ودې ته رسيدلی وي. افغانان د پروګرامونو او ستراتيژیو بدلون ته اړتيا لري. له افغانانو سره د پروژو پر ځای په بنسټيزو کارونو پانګونه وکړئ.

بل لور ته يو شمېر کتونکي او بهرني مرستندويه هيوادونه بيا افغان حکومت ته سپارښتنه کوي چې خپل مصارف راکم او په ځان بسيا شي. يو شمېر شنونکي په دې باور دي چې په جينوا کنفرانس کې مرستندويه هيوادونو له افغانستان سره نورې ژمنې ونه کړې او له افغان حکومت يې وغوښتل چې خپل مصارف کم او د په ځان بسياينې لپاره کارونه وکړي. خو د ځان بسياينې لپاره څه کول په کار دي او حکومت څنګه خپل مصارف کمولی شي؟

څنګه په ځان بسيا کيدلی او د حکومت مصارف کمولی شو؟

که څه هم د افغانستان په شان هیواد د په ځان بسياينې لپاره ډېر وخت او کار ته اړتيا ده خو بيا هم ځینې کارونه شته که چیري د حکومت لخوا ترسره شي نو د په ځان بسياينې سره ډیره مرسته کولی شي.

  1. په هيواد کې د بې قانونه کان کيندنې مخنيوی بايد وشي، امنيت يې بايد ټينګ شي او د حکومت لخوا دې د کانونو کيندنې ته قوي او منظم پلان جوړ او د کيندنې قراردادونه دي په شفاف ډول له بې طرفه او ژمنو هيوادونو سره لاسليک شي.
  2. د ګمرکونو په عوايدو کې شفافیت رامنځته کول، د برښنايې سيسټم له لارې د ګمرکي عوايدو راجمع کول او د دولت خزانې ته سپارل
  3. په هيواد کې موازي، بې کاره او کم کاره ادارې او بوديجوي واحدونه لغوه او بودیجه دې پراختیايې برخې ته ځانګړې شي. موازي، کم کاره او بې کاره ادارې لکه پر اساسي قانون د څار کمېسيون، د فساد پر ضد د مبارزې ادارې، د مخدره توکو پر ضد د مبارزې وزارت، د اوبو او برښنا وزارت، د سولې عالي شورا او … نور
  4. له ايران، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان څخه د وارداتي برښنا واردول دې بند او پر ځای دې د هيواد په سيندونو پانګونه وشي او برښنا بندونه دې جوړ شي چې له يوې خوا به مو اوبه مهار کړې او د سوال له برښنا به بېغمه شوي او دغو هيوادنو ته د برښنا په بدل کې د پيسو له ورکړې بيغمه شوي يو او له بلې خوا به مو د هيواد دښتې خړوبه او ملي عوايدو له لوړېدو سره مرسته کړي وي.
  5. په هغه کړيو او احزابو يا ډلګيو چې له حکومته په بېلابېلو نومونو باج اخلي، پرې د باج بندول

که پورته ياد شوي کارونه حکوت په جديت سره ترسره کړي نو پرته له شکه چې له يوې خوا به مو د حکومت مصارف کم کړي او له بلې خوا به مو د ملي عوايدو له لوړيدو سره مرسته کړي چې ورسره به افغان حکومت هم په ځان بسيا او د پرديو له سوال کولو ساتلی وي.

لیکنه : خوشحال آصفي