نوروز نبودت

- بیژن باران چه کنم با این همه گل و…

عرفان در مغز

دکتر بیژن باران     لامارک 200 سال پیش گفت: به پذیرش…

نماد های تاریخی- ملی و نقش آن در حفظ هویت…

نور محمد غفوری اشیاء، تصاویر، نشان‌ها، مفاهیم، یا شخصیت‌هایی که نمایانگر…

در دنیای دیجیتالی امروز، انسان‌ها به مراتب آسیب پذیرتر شده…

دیوارها موش دارند و موش‌ها گوش! این مثل یا زبانزد عام…

خالق تروریستهای اسلامی؛ الله است یا امریکا؟

افشاگری جسورانه از ژرفای حقیقت سلیمان کبیر نوری بخش نخست  درین جا می…

چگونه این بار حقانی ها روی آنتن رسانه ها قرار…

نویسنده: مهرالدین مشید از یک خلیفه ی انتحاری تا "امید تغییر"…

شب یلدا 

شب یلدا شبی شور و سرور است  شب تجلیل از مدت…

سجده ی عشق!

امین الله مفکر امینی      2024-21-12! بیا کــــه دل ز تنهایــی به کفیدن…

فلسفه کانت؛ تئوری انقلاب فرانسه شد

Immanuel Kant (1724-1804) آرام بختیاری  نیاز انسان عقلگرا به فلسفه انتقادی. کانت (1804-1724.م)،…

حال: زمانست یا هستی؟

بیت: غم فردا، کز غصه دیروز ریزد به هجوم انرژی، کشف زمان…

درختی سرشار از روح حماسی  و جلوه های معبودایی

نویسنده: مهرالدین مشید تک "درخت توت" و دغدغه های شکوهمند خاطره…

کهن میلاد خورشید 

رسول پویان  شـب یلـدا بـه دور صندلی بـسـیار زیبا بود  نشـاط و…

مبانی میتودیک طرح و تدوین اساسنامهٔ سازمانهای مدنی

نور محمد غفوری شاید همه خوانندگان محترم روش تحریر و طُرق…

انحصار طلبی ملا هبت الله، کشته شدن حقانی و سرنوشت…

نویسنده: مهرالدین مشید ختلاف های درونی طالبان و کش و قوس…

ریحان می شود

قاضی پشتون باسل حرف  نیکو مرکسان را  قوت  جان میشود قوت جسم…

کهن جنگ تمدن 

رسول پویان  نفـس در سـینۀ فـردا گـره افتاده بازش کن  بـرای خــاطــر…

ترجمه‌ی شعرهایی از بانو روژ حلبچه‌ای

هر گاه که باران،  آسمان چشمانم را در بر می‌گیرد. آن، تکه…

سلام محمد

استاد "سلام محمد" (به کُردی: سەلام موحەمەد) شاعر کُرد، زاده‌ی…

آغاز یک توطیه ی جنایت بار و کوچ اجباری پنجشیریان

ویسنده: مهرالدین مشید امروز روستای دشتک پنجشیر و فردا هم دشتک…

آغوش مادر وطن!

امین الله مفکر امینی       2024-08-12! مــرا مادر وطن ومردمش بس گرامیســـت هرکه مادروطن…

«
»

اسلام آباد د غونډو له لارې د افغان ولس افتخارات غلا کوي

دکتور شمس الرحمن (شمس) – کابل

افغانستان د نړۍ یو له هغو هیوادونو ګڼل کیږي چې دتاریخ په اوږدو کې يې ډیرو مهمو طاقتونو او هیوادونو ته په جګړه کې ماتې ورکړي ده، او هر وخت جګړه په افغانانو تپل شوې، داسي نه ده چې افغانان په نورو پسي ورغلي، بلکه هغوی د افغانستان اشغال پسې راغلي وو، او کومو هیوادونو ته چې افغانانو د خپلو مسلمانو وروڼو د مرستې له پاره تللي، هلته يې په جګړه کې خپله میړانه ښوولي ده.

دادی يو ځل بیا الله ج د افغانانو د پاره د یو بل لوی افتخار ورځي رانږدې کړې چې تاریخ به يې ثبتوی، امریکااو دهغوی متحدینو ته د افغان ولس له لوري په جګړه کې ماتې ورکول دي.

امریکا په افغانستان کې ماتې خوړلي، داچې په رسمي ډول يې نه منې بېله خبره ده، ولي نړيوال پوهیږي او د نړۍ ځینو سیاستوالو او نظامې کارپوهانو دا خبرې کړې چې امریکا او متحدینو يې په جګړه کې ماتې وخوړله.

خپله دامریکا  او برطانیه ځینو متقاعد جنرالانو داخبره کړی چې مونږ په افغانستان کی جنګ بایللی.

اصل موضوع ته راځم، د مرې غونډه یادوم، څه ډول پاکستان د افغانانو افتخارات غلاکوي؟ یاد مو دي چې کله پاکستان او نړۍ په دي پوه شول چې افغان مجاهدین روسانو ته شکست ورکوي، او د الله ج نصرت له مجاهدینو سره ملګري دی، څومره چې د روسانو د شکست ورځې رانږدې کیدي، دومره ورسره د پاکستان هیواد د مجاهدینو تنظیمونه زیاتول، ددې لپاره چې پاکستان دمجاهدینو افتخارات هضم کړي، ددي له پاره يې اوه تنظیمونه جوړ او هغوی يې په خپلو منځونو کې اختلافاتو ته په بېلابېلو وختونو کې هڅول، ترڅو د هغوی له اختلاف څخه پاکستان اعظمي ګټه پورته کړي.

کله چې د وارسا بلاک مات او د الله ج په مرسته مجاهدینو د جګړې او زور دلاري روسان ماتې ته مجبور کړل، پاکستان وو چې په جنیوا کې يې د افغانستان مسایلو اړوند تړونونه امضاء کړل، د مجاهدینو مشرانو هلته شتون نه لاره، حتی ځينې خو ورڅخه ناخبره ساتل شوې وو.

د پاکستان همهغه خوند په خوله کې پاتې دی، همهغه امتیازات بیا غواړي، دوه هدفه لري، یو داچې د امریکا پوځیانو ته مصؤنه د وتلو لاره برابره کړي، او دهغوی ماتې پټه کړي،(ځکه دوی به دا پروژه هم دامریکایانو نه د ډیرو ډالرو په بدل کې اخیستي وي) دوهم داچې د پخوانیو مجاهدینو د تجربې تکرار، طالبان خپلو منځونو کې په جګړه او اختلاف اخته کړي، د طالبانو د خپلمنځې اختلاف له امله به د روان څوارلس کلن افغان ولس مقاومت افتخار او د امریکا مصؤن وتل همدوی پاکستان ته ورپه برخه شي، او بیا به راتلونکې افغان نسلونه کله داومني چې په ۲۰۰۱ ز کال کې امریکا او متحدینو يې په افغانستان یرغل وکړ، د افغان ولس له پراخ مقاومت سره مخ شو او بالاخره يې ماتې وخوړله.

پاکستان به هغه وخت خپلې موخې ته ورسيږ چې کله طالبان خپلو منځو نو کې د پخوانیو مجاهدینو په څیر جګړې پېل کړي.

تاسي به لیدلي وي چې اووم د ثور او اتم د ثور هر کال تر پخوانې هغه پېکه وي، تقبیح يې اوس هغه ډول نه وي لکه د مجاهدینو په لومړيو کلونو کې چې کیدل، او دا رنګه د روسانو د وتلو ورځ  د دلوې ۲۷مه ۱۳۶۷ (فیبروري ۱۵مه، ۱۹۸۹)  نیټه خو بېخې د ځوانانو له اذهانو په وتلو ده، هیڅ ډول مناسب مراسم ورته نه نیول کيږي چې دافغان ولس دغه ستره بریا په سم ډول سره ولمانځي.

په نړۍ کې هر هیواد چې جګړه کړي د جګړې اثار يې خوندي ساتلي وي، خپلو نسلونو ته يې په موزیمونو کې ایښې وي، نورو هیوادونو ته ماتې ورکول د خپلو نیکونو او پلرو نو افتخار ګڼې ، ولي د روسانو سره د افغان جهاد هغه تاریخې اثار د یو سنجیده پلان له مخې ټول له منځه یووړل شول، داسي هم وشول چې روغ او سم ټانکونه، الوتکې او نور نظامي وسایل پاکستان ته نقل شول، کیدای شي يو وخت پاکستانیان خپلو نسلونو ته همدغه وسایل داسي ښکاره کړي چې له روسانو څخه جګړه اصلا پاکستان ګټلي او د افغان ولس بې شمیره قربانۍ تر سيوري لاندي راولي.

پاکستان نشوای زغملای چې د روسانو د ماتې افتخار دي د افغانانو په نوم باقي پاتې شوي، داسي حالتو ته د امریکا په مرسته دوی زمینه برابره کړه چې هغه روسانو ته ماتې ورکوونکي مجاهدین باید محاکمو ته کش کړل شي، نن دادی ددي په ځای چې د روسانو د وتلو ورځ  پخواني مجاهدین ولمانځي، هغه مجاهدین په مزار او روسیه کې له روسانو سره یوځای د روسانو د تاریخ ورځې لمانځي.

پاکستان د تیر جهاد په لوبه کې پوره کامیابې ترلاسه کړه، روسانو ته يې د جنیوا د قرارداد له مخې او د ډیرو نورو مادي امتیازاتو په بدل کې د دوی د پوځیانو له پاره مصؤنه لاره برابره کړه، روسانو باندي يې یو ډول خپل احسان هم ګاڼه.

پاکستان غواړي چې دا وار د امریکا پوځیانو ته لکه څنګه یی چې مصؤنه راوستی وو ، بیرته د وتلو له پاره مصؤنه لاره هم ددوی په وساطت او ددوی له لوري وشي، کوم چې افغان ولس خپله هم غواړي چې نور دي امریکايې او د هغوی متحدین پوځونه له افغانستان څخه ووځي، همدغه مصؤنه لاره خپله طالبانو او افغان ولس پشنهاد کړي، ولی پاکستان غواړي د افغانانو څخه هر څه غلا کړي، او هغه قربانۍ چې افغان ولس ورکړي د هغوی امتیاز خپل ځانته واخلي.

پاکستان چې اوس په دی پوهیږي چې دافغانستان قضیه وروستۍ مرحلې ته رسیدلي، کوشش کوي د مرې په څیر غونډې جوړي کړي، او له دي لاري د طالبانو ترمنځ اختلافات راپورته کړي، خپلمنځي جنګ ته لاره برابره کړي، او باالاخره زمینه دیته برابره شي لکه د روسانو سره د جهاد نوم چې اوس څوک نه اخلي له امریکا او دهغوی له متحدینو سره د افغان ولس  د مقدس مقاومت نوم هم څوک وانه خلي، او هغه کسان چې له امریکا سره جنګیدلي افغان ولس ته يې خپلواکې ورکړي په هغوی پسي د محاکمه کیدو غږ اوچت کړي.

طالبان او نور مجاهدین باید ديته پوره متوجه وي چې د پخواني جهاد ناسمه تجربه تکرار نه شي، دوه ځلي له يوه سوري څخه ونه چیچل شي، بیا د خپل افغان وینه بل افغان دخپلمنځي اختلاف له کبله توی نه کړي، په یو او بل نوم د پردیو د ګټو له پاره ونه جګیږي، له پوره بصیرت او سم سیاست څخه کار واخستل شي، د سولې او او امن افغانستان له پاره ابتکار په لاس کې واخلي، خپل ګټې ویاړونه او امتیازونه د بل چا په لاس کې ورنه کړي، د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې جګړې ته پای ورکول شي، هسې هم دادی امریکا اوناټو په وتلو دي، د خپل افغان ورور په مقابل کې شکېل لوري (طالب ، او افغان حکومت) سیاسي تنازلات وښيې، یو بل ومني، د ولس د ګټو له پاره د هیواد د ګټو له پاره قرباني ورکړي.

د طالبانو مشران او په ځانګړې ډول د طالبانو سیاسي دفتر دغه ټولو ټکو ته جدې پام وکړي، او داسي پریکړو ته ننوځي چې د ملت او هیواد په ګټه وي، د خپل هیواد ا و ملت ګټې په نظر کې ونیسي، دا نو د طالبانو د سیاسي دفتر مسؤلیت دي چې د افغان ګټلي افتخاراتو د غلا مخنیوي او د شته ګواښونو مقابله وکړي، داسي سوله وشي چې افتخارات يې افغان ولس ته پاتې شي.

د طالبانو څخه هیله کیدای شي چې هغه دسيسې او شوم پلانونه چې نور هیوادونه او اشخاص يې لري وخت په وخت يې باید له خپل ولس سره شریک کړي، د مرې غونډې اړوند په کار وه چې واضح هر څه له خپل ولس سره شریک کړي، ولي معلوميږي چې په کرار کرار د طالبانو سرچینو په حواله ډیر څه ښکار شول، خو په ځنډ سره.

له ولس سره ویره داده چې که د پاکستان له خوا د سولې هرڅه په مخ یوړل شي، او افغان حکومت پاکستان ته امتیازات ورکړي، بیا به ددغو امتیازاتو پوښتنه له طالب څخه کیږي، افغان حکومت به خپل ځان ته ځکه برائت ورکوي چې طالبان سولې ته نه حاضریدل، موږ مجبور وو چې د طالبانو د حاضریدو په مقابل کې پاکستان ته امتیازات ورکړو، او پایله به يې داوي چې هغه امتیازات چې افغان حکومت به يې پاکستان ته ورکوی دهغو پړه به په طالب اچول کیږي.

د پاکستان پوځیان او استخبارات به کله هم داسي پریکړې ونه کړي چې د افغان حکومت په ګټه وي، يا خو د طالب په ګټه وي، دواړه لوري باید ډیر جدي متوجه وي، که د مسلمانانو له غمه دغه هیواد کړيږي او د مسلمان غم ورسره وي، خپلې ګټې يې هدف نه وي، نو بیا ولي په جلوزو، کشمیر، پنجاب او زاخیلو کیمپ کې د مهاجرونو کورونه نړول کیږي، ماشومان په کورونو کې تر خاورو لاندي کيږي، افغان مسلمان مهاجر بندیان کیږي، شکول کیږي، پیسې ورنه وړل کيږي، شتمنیانې، دکانونه، او جائدادونه ترې په زور اخیستل کیږي، دوی ته یواځي خپل هدف مهم دی، هغه داچې همیش دي افغانستان د پاکستان هیواد له پاره اړ او مجبوره وي، او د افغانستان د راتلونکي له پاره که هره پریکړه وي هغه باید د پاکستان په خوښه وي.

باور مو دادی چې د مرې غونډه د افغانستان د ارامۍ له پاره نه وه، بلکه دافغان ولس د افتخاراتو غلاکولو او د طالبانو ترمنځ د خپلمنځي جګړو ته لمن وهلو په موخه جوړه شوې وه .

په پای کې یو ټکی ډیرمهم ګڼم چې پخوانیو تجربو ته په کتو سره پاکستان چې کله دافغانانو سره کومه ښکاره جفا کړی وي ،(که هغه دحکومت سره وي  یاطالبانو) نو بیا يي فورا بیرته دخوشحالولو  او دهغو ی غوسه کمولو په موخه یو لړنمایشی اقدامات هم کړي وي چې ظاهرا ترې نه ددوستۍ او پیښمانۍ بوی ځي مګر دا یوازې په شهدو کې دزهرو ایښودل وي، اوس به پاکستان طالبانو په ځانګړی ډول دسیاسي دفتر  مشرانو ته خپل کسان ليږي، ځکه اوس لوبه د طالبانو د سیاسي دفتر او آی ایس آی ترمنځ روان ده، د دوی دمرې غونډې څخه یوه مهم هدف تاسو ته ضربه درکول وو، او هغه کار دوی وکړ، تاسي ته به  دآی ایس آی مشران ستاسي د خوشحالولو د پاره درولیږي او ممکن خپله د آی ايس آي مشر رضوان اختر مراجعه وکړي ، د دغو ملاقاتونو په ترڅ کې به تاسو ته دمرې  او دې ته ورته غونډو  په اړه ناسم معلومات کیدای شی درسره شریک کړي، دوی به وايې چې مونږ خو نه غوښتل چې داغونډه په داسې ډول رسنیزه شي، دا د هغه او د بل کار و چې دا کار یی وکړ مونږ خپله ډیر پري خپه یو .

باید دې ټکو ته مو پوره پام وي ځکه دوی به داسې تلل راتلل هم دخپلو رسنیو په مټ په خپله ګټه څرخوي.