مرغ رویا  

رسول پویان  مسوزان بال پـرواز پرستـوهـای زیبا را   میفگـن در قفسهای طلایی…

تعامل که انزوا؟

نور محمد غفوري په نړیوالو اړیکو کې د هېوادونو برخلیک د…

از کابل تا دیاسپورا؛ روایتی از هفت خوان رنج های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ در گره گاۀ تروریسم و مردم این…

هویت و عوامل تعیین‌کننده آن: بررسی علمی و تحقیقاتی

نور محمد غفوری خلاصه هویت یکی از مفاهیم بنیادین علوم اجتماعی و…

نقد متافیزیک؛ شرط انقلابی بودن،شد

Metaphisik. آرام بختیاری متافیزیک؛ میان الاهیات، و هستی شناسی توهمی.   آغاز بحث متافیزیک…

جهان در آستانهٔ زوال دموکراسی

نویسنده: مهرالدین مشید فروپاشی اتحاد جماهیر شوروی در سال ۱۹۹۱ نقطهٔ…

اتحاد 

تابکی در رنج  و دوری ها ستیم موج  نا  پید ا…

نان آوران کوچک

   ساجده میلاد در ازدحام جاده در شب ها  کودکی پرسه می‌زند هر…

یادهانی ضروری

خطاب به کسانی که به خطا، ببرک کارمل و محمود…

روناک آلتون

خانم "روناک آلتون" (به کُردی: ڕوناک ئاڵتوون)، شاعر و نویسنده‌ی…

جګړې او ورک شوي سرتېري

حميدالله بسيا په انساني تاریخ کې جګړې تل له وینو، وېر،…

تجربه های تاریخی که به سرمایه های ملی بدل نشد

نویسنده: مهرالدین مشید شکست هایی که هر روز ما را وحشتناک…

لنینگراد دیمیتری شوستاکوویچ سمفونــیِ پیروزی ارتش سرخ بر فاشیسم 

ترجمه و تنظیم: آناهیتا اردوان این ترجمه را  به مهندس ارشد…

ارزش نقد و کم‌رنگی نقدهای ادبی

یکی از بدی‌های تاریخی در جهان و کشور ما، رنگ‌باختنِ…

                یک گرفتاری با مافیا

        و یک دنیا آموزش شرعی، حقوقی، سیاسی و مدنی                               (قسمت سوم…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

گاهی اتفاقی ستاره‌ای  در دفترم چشم باز می‌کند ولی، من هنوز به آفتاب نقش…

ترور عروس خدا، توسط پدران مقدس!

Hypatia(355-415م ). ترور دختر خدا، توسط پدران مقدس! آرام بختیاری نبرد مکتب و…

مخالفان پراکنده، بازیگران متحد؛ مدیریت خلای سیاست در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید اردوگاۀ از هم گسخته؛ فرصتی برای مانورهای منطقه…

گام بزرگ به سوی مبارزهٔ مشترک

برگزاری نشست مشترک دفتر سیاسی – اجرایی و بیروی اجرائیه…

پدر سالار

ما زنان سر زمین های جنگ  زنان جهان سوم  جهان پدر سالار وقتی…

«
»

د وروستۍ یوې لسیزې خونړۍ زلزلې په افغانستان کې

(۲۰۱۵–۲۰۲۵)

افغانستان د تکتونیکي پلیتونو په یو خورا فعال زلزله‌خېز زون کې پروت دی. د هند او یورېشیا پلیتونو ټکر د دې لامل ګرځي چې په افغانستان کې پرله‌پسې او ویجاړوونکې زلزلې رامنځته شي. د ۲۰۱۵ نه تر ۲۰۲۵ پورې کلونو کې افغانستان د څو سترو زلزلو شاهد و چې زرګونه انسانان یې د مرګ، ټپونو او بې‌کوره‌توب له ناورین سره مخ کړل. د دې څېړنې موخه د وروستۍ یوې لسیزې د زلزلو د پېښو مستندول، د اغېزو ارزونه او د راتلونکو خطرونو د کمولو لپاره د وړاندیزونو وړاندې کول دي.

پخواني څېړنې ښيي چې افغانستان د “هندوکش” ژورې زلزله‌خېزې کرښې له امله د شدیدو ټکانونو له خطر سره مخ دی. د نړیوالو څېړنیزو ادارو لکه USGS او UNOCHA راپورونه تل پر دې ټینګار کوي چې د افغانستان ودانیز جوړښتونه د زلزلو پر وړاندې ډېر کمزوري دي. د ودانیزو معیاري اصولو نه پلي کېدل، د بیړني مدیریت کمزورتیا، او د پوهاوي نشتوالی د دې سبب شوی چې د منځني شدت زلزلې هم د لوړو تلفاتونو لامل شي.

پایلې (نتایج)

د څېړنې پایلې ښيي چې د ۲۰۱۵–۲۰۲۵ ترمنځ افغانستان د لږ تر لږه اووه (۷) لویو او خونړیو زلزلو شاهد و. د زلزلو شدت له ۵.۳ نه تر ۷.۵ پورې تللی دی. تر ټولو خونړۍ پېښې په ۲۰۱۵، ۲۰۲۲، ۲۰۲۳ او ۲۰۲۵ کلونو کې رامنځته شوې.

د مهمو زلزلو جدول

نېټهسیمهشدت (Magnitude)مرګ‌ژوبله

۲۰۱۵-۱۰-۲۶بدخشان (هندوکش)۷.۵۳۹۹ مړه (افغانستان، پاکستان، هند)

۲۰۲۲-۰۱-۱۷بادغیس۵.۹۲۶ مړه

۲۰۲۲-۰۶-۲۲پکتیکا، خوست، پکتیا، ننګرهار۶.۱۱۱۰۰+ مړه، ۳۰۰۰ ټپیان

۲۰۲۲-۰۹-۰۵کونړ، ننګرهار۴.۶–۵.۱۸ مړه

۲۰۲۳-۰۳-۲۱بدخشان۶.۵۲۱ مړه، ۴۲۴ ټپیان

۲۰۲۳-۱۰-۰۷هرات۶.۳۱۵۰۰ مړه، ۲۴۰۰ ټپیان

۲۰۲۵-۰۸-۳۱کونړ او نږدې ولایتونه۶.۰۱۴۰۰+ مړه، ۳۵۰۰ ټپیان

نتایج څرګندوي چې د افغانستان د زلزلو د مرګ‌ژوبلې لوړه کچه د څو عواملو پایله ده:

١. کمزوري ودانیز جوړښتونه – د خښتو او خټو کورونه د زلزلو پر وړاندې هېڅ مقاومت نه لري.

٢.. ژغورنې ټیمونو کمزورتیا – د ژغورنې ملي پلانونه نیمګړي دي او مرستې ډېر ځنډ رسېږي.

٣. جغرافیایي ستونزې – غرني ولایتونه د ژغورنې لپاره لاسرسی ستونزمنوي.

٤. ټولنیز ـ رواني اغېز – د ژغورل شوو خلکو پر ژوند اوږدمهاله رواني فشارونه پرېښودل کېږي.

دغه پایلې د دې خبرې تائید کوي چې د افغانستان د زلزلو ستونزه یوازې طبیعي نه، بلکې سیسټماټیکه او ټولنیزه ده.

پایله او وړاندیزونه

زلزلې د افغانستان د طبیعي جغرافیا یوه نه‌جلا کېدونکې برخه ده. خو د 

انساني او مالي زیانونو د کمولو لپاره لاندې ګامونه اړین دي:

١-. ودانیز معیارونه – د زلزله‌مقاوم ودانیو د جوړولو ملي تګلاره پلي شي.

٣-. عاجل مدیریت – د ژغورنې او بیړنیو مرستو ملي ځواکونه وروزل شي او سمبال شي.

٣-. پوهاوی – د خلکو د پوهاوي پروګرامونه د ښوونځیو او جوماتونو له لارې پلي شي.

٤- نړیواله همکاري – د نړیوالو ادارو سره اوږدمهاله همکاري د مرستو رسولو د چټکتیا لپاره ضروري ده.

د زلزلې پر وړاندې د خطرونو کموالی

په افغانستان او شاوخوا سیمو کې د ویجاړونکو زلزلو دوام د زلزلوي خطرونو پر وړاندې د زیانونو د کمولو لپاره د ستراتیژیو طرحه او پلي کولو ته بیړنۍ اړتیا ده. لوی ښارونه او ښاري مرکزونه په چټکۍ سره پراخیږي، او د خټو او خټینو زاړه دودیز ځایونه په لوړ پوړو کورونو او اپارتمانونو بدلیږي. د بېلګې په توګه، کابل نسبتاً په یوه تنګه حوزه کې چې له شمال څخه جنوب ته غځېدلې، پروت ده چې شاوخوا یې فعالو ماتو (درزونو) تړلی ده. دا یو تاریخي ښار دی چې په ۱۵۰۵ او ۱۸۹۱ کلونو کې د لویو زلزلو شاهد و، مګر نفوس او ښاري بنسټونه یې په تیرو لسیزو کې له پنځو لکو (۵۰۰۰۰۰) نفرو څخه تر دریو میلیونو ډېر شوی ده. کویټه – د چمن ماتې جنوب په پاکستان کې – په ۱۹۳۵ کال کې د ریښتر په کچه ۷.۷ درجو  په اندازه یوې لویې زلزلې ځپلي دی. تاریخي اسناد ښيي چې د هرات، مزارشریف او کندهار ښارونو په ګډون د افغانستان په نورو سیمو کې هم  زلزلو لوی مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

په هغو سیمو کې چې د جون د زلزلې له امله اغیزمن شوي، د زیان د کمښت لپاره هېڅ چټک او اسانه لار شتون نلري، او د راتلونکي نسلونو لپاره د خطر کموالی د څو څانګو (برخو) په یوځایي او اغیزمنو هڅو او د ښو ډیسپلینو په جوړولو پورې ممکن دي. جیولوجیکي، جیو فزیکي او تاریخي تحلیلونو ته اړتیا ده ترڅو د تیرو زلزلوي پېښو آرشیف رامینځته شي، فعالې ماتې (درزونه) په نښه او ډاډ (تضمین) ترلاسه شي چې ښاري پراختیا او د زیربناوو (بنسټونو) 

جوړول د غوره موجوده پوهې پراساس کیږي.

د انجینري د دودیزو موادو او پلانونو په درلودلو سره د کورنو او ودانیو لپاره د ساده ستراتیژیو ډیزاین کول مهم رول لوبوي. مګر د هر پروګرام بریالیتوب د خلکو په قانع کولو او پوهوولو پورې اړه لري تر څو جدي زیانونه او خطرات وروپيژندل شي، او د کمولو لپاره یې ودانیزې چارې په ښه توګه ترسره شي. دا کار او پلان په خپل وار سره هغه وخت د کېدو وړ دی، چې د پرګرام لپاره چوکاټونه رامنځته او د پلي کېدو لپاره یې مالي ملاتړ (تمویل) او ځان بسپنه شتون ولري.

په تیرو څو لسیزو کې ایراني ساینسپوهانو هڅه کړې چې خپل حکومت او پارلمان ته قناعت ورکړي چې د ښارونو په پراختیا سره د زلزلې خطر نور هم زیاتیږي. ایراني ساینسپوهانو او پالیسي جوړونکو په ګډه همکارۍ او هڅو اوس مهال د ساختماني کودونو قانون د جوړېدو لامل شوی، چې په هرو پنځو کلونو کې د زلزلې پر وړاندې د ودانیو مقاومت ښه کولو لپاره نوی کیږي. تمه کیږي چې د دې قانون وروستۍ نسخه به په ۲۰۲۳ کال کې خپره شي او د زلزلې سرچینې (منابع) او د فعال ماتو په اړه به نوي معلومات او پوهه پکې ځای شوې وي.

په ښارونو کې، دا د معمارانو او ځايي انجنیرانو دنده او مسؤلیت دی چې د ودانیو کوډونه په پام کې ونیسي. البته په لیرې پرتو او کلیوالو سیمو کې وضعیت په بشپړ ډول توپیر لري، ځکه چې د زلزلې ضد ودانۍ جوړول د مالي ملاتړ سربیره جوړ شوي قانون ته اړتیا لري. د ایران په لیرې پرتو سیمو کې، دا ډول مرستې د حکومت لخوا د بلا عوض مرستو (بسپنو) او اوږدمهاله پورونو له لارې ورکول کیږي، چې یوازینی شرط یې په جوړونکو د طرحه شویو معیارونو او د کلیوالي لارښود پلانونو په پام کې نیول دي. په ډیریو کلیو کې د خټو، خښتو او تیږو څخه جوړې ودانۍ لا شتون لري چې د زلزلې په مقابل کې زیانمنونکي دي، مګر دا ډول هڅې په تدریجي ډول وضعیت ښه کولای شي.

په افغانستان کې، په ۲۰۱۲ زیږدیز کال کې د زلزلې پر وړاند د ودانیو مقاومت لپاره د ساختمانی  رسمي کوډونو لارښونیز دستورالعمل جوړ شو. لکه د ایران غوندې، د مقاومت لرونکي ودانیو جوړول نه یوازې کودونو ته ضرورت دی، بلکې اغیزمن تطبیق او مالي ملاتړ ته هم اړتیا لري. په ایران کې مخکې له دې چې د حکومت لومړیتوبونه په نورو اندیښنو بدل شي، ډېری پرمختګ د تیرې 

لسیزې له زلزلوي پیښو سمدستي وروسته تر سره شوی. موږ هیله من یو چې که په افغانستان کې له وروستۍ زلزلې څخه څه ګټه ترلاسه شي، په اوږدمهال کې به یې ودانیز مقاومت زیات، مالي او ځآني زیانونه کم وي.

سرچینې :

 http://doi.org/10.32858/temblor.266

AP News. Death toll from strong earthquakes that shook western Afghanistan rises to over 2,000, 2023.

حبیب الله “فتاح”