ظلم ظالم

رسول پویان جهان به لاف وپـوف ظلم برنمی گردد اســـیـر ظالـــم و…

روز جهانی زن در میانۀ بحران و عقبگرد تاریخی

اعلامیۀ سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان به پیشواز هشتم مارچ، روز…

نه به جنگ، نه به استبداد؛ راه ما رهایی اجتماعی…

اعلامیه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان در مورد جنگ امریکا-اسرائیل با…

زردشت نیچه؛ پیشگویی تراژدی ایرانی؟

Friedrich Nietzsche (1844-1900) آرام بختیاری تراژدی ایران، یا شیعه ایرانی، از زبان…

جنگ با ایران؛ معادله برنده و بازنده در ترازوی ژئوپلیتیک

نویسنده: مهرالدین مشید تهران خشمگین در نبرد برای بقا این نوشته با…

کوتاه خاطره هایی از مسکو

(کمیته سرتاسری سازمان دموکراتیک جوانان افغانستان، فستیوال جهانی جوانان و…

اعلامیه در محکومیت جنگ ارتجاعی میان پاکستان و افغانستان

سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان جنگ و صف‌آرایی نظامی میان قدرت…

بوی ریا 

برسد کاش به تو یار چو پیغام کنم  وصفی از لعل…

               کاروان وحدت 

بر خیز تا هم آ ییم ، با  کاروان وحدت  جا…

دوست دارم این وطن را !

امروز زمان آن فرارسیده است که مردم افغانستان یک‌صدا بگویند…

زبرځواکونه څنګه په نورو هېوادونو خپل نفوذ ساتي؟

ليکنه: حميدالله بسيا په ساده ډول زبرځواک  يا سوپر پاور  Superpower…

افغانستان در مدار واگرایی؛ تراژیدی‌های اجتماعی، سیاسی و رسانه‌ای

نویسنده: مهرالدین مشید با ادعا های فراتر از « پنج چاریک»…

آیا طالبان دروغ می گویند یا وزارت خارجه ی روسیه؟ …

  نوشته ی : اسماعیل فروغی       بتاریخ بیست و سوم…

د سعوديانو او تر دوی بر لاسونه هم بيا د…

عبدالصمد ازهر                 …

چهل و یکمین سالگرد وفات مولانا داکتر استاد محمد سعید…

روز پنجشنبه مورخ « هفت حوت سال ۱۴۰۴ هجری شمسی…

محکومیت تجاوز نظامی پاکستان بر افغانستان

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

وزیر دفاع پاکستان؛ از ناگفته های ساختاری تا راهبرد های…

نویسنده: مهرالدین مشید سیاست ابهام استراتژیک پاکستان؛ ازاعتراف‌های تاکتیکی تا ناگفته‌های…

بمناسبت روز های جهانی عدالت اجتماعی و زبان مادری

بنام خداوند حق و عدالت هموطنان گرامی، ۲۰ و ۲۱ فبروری روز…

مارکوس تولیوس سیسرو

هغه د لرغوني روم فیلسوف، سیاستوال، وکیل، ویناوال، شاعر او…

مبانی نظری عدالت اجتماعی

نور محمد غفوری بررسی نظریه‌ها و رویکردهای معاصر چکیدهعدالت اجتماعی از بنیادی‌ترین…

«
»

یوځلې بیا د افغانستان عامو خلکو ته پیغام

زما په زړه کې داور لمبې بلی دی او دا لمبی د افغانستان د خلکو مخصوصا
هغو بینوا – بربنډو – پښولوڅو – ژنده پوشانو ماشومانو په خاطر چې هره ورځ
په کثافات دانیو او کوڅوکې د اوبو خالی قطی او نور کبار لټوي یا د بازار
په مخ د پلاستیک کڅوړې خر څوي یا د خلکو موټران مینځي یا د مستریانو او
کسبه کارانو سره نوکری کوی یا په سینه خوزیږي او خیرات غواړي، یا د سرک
په مخ چادري په سر د ماشومانو سره په ټکنده ګرمۍ او باران او یخ لاندې
ناست دی او لاس ېې اوږد دی خلکو ته چې یوه مړۍ ډوډۍ خپلو ماشومانو ته
پیدا کړي ، ای خلک دخدای روی دی را ویښ شي سیل مو وړي نور د ژوند په قصه
کې شۍ ،  او ماشومان مو له تحصیله محروم دی او همدارنګه هغو ښځو او سپین
ګیرو ته چې د شهرونو په کوڅوکې کدایی کوی یا هغه کراچی وان هزاره ګان چې
د قلعه فتح الله او نورو سرکو په غاړو او کوڅوکې تر کراچیو لاندی یا د
کراچیو په سرو بیکاره پراته دی او دیوی ډوډۍ د پیدا کولو توان او طاقت نه
لری یا هغه ماشومان – ښځي او خلک چې د بمباریو له کبله یا انتحاری له
خوانه په وینو کې ِغوټې وهي دغه ټولې ناکردی او ناورینونه زما په زړه او
ټول بدن کې لمبی بلی کړی دی اې خلکو – ای د افغانستان دردیدلیو خلکو !!!
را ویښ شي نوره حوصله د ژړا او غم او غوسې نه ده را پاتې فقط یوه لحظه
توجه وکړۍ ، یوه لحظه سوچ وکړۍ – یوه لحظه در په یاد کړۍ چې چا دغو حالت
ته ورسولۍ او بیا ددغو حالت نه د وتلو لاره او چاره هم وینۍ که نه ؟؟ که
هغه لاره وینۍ نو بیا ولي بی تفاوته ، بې فکره ، بې غوره ، بې تریخی ، بې
ارادی ، بې تصمیمه یاست ؟؟ او که مو تصمیم نیولۍ وۍ هغه مو په کوم اساس
نیولۍ دی وایی ( تصمیم د بري لومړۍ شرط دی ) ما د ژند په اوږ دو کی ۲۶
کاله تحصیل ددې په خاطر کړۍ دی او کړی مې وو چې اقلا یوه ورځ خپلو
وطندارانو ته د افغانستان خلکو ته ووایم چې ما هر څه د وطن او وطن ته د
صادقانه خدمت په لاره کې قربان کړی دی او تاسې وینۍ چې زه هره ورځ نوی
مضمون – نوې مقاله – بیدون له ویرې – بیدون له تعصبه د حقایقو او منطق پر
اصولو ولاړ خلکو ته لیکم او بیانوم ، که خدای وکړی زموږ خلک یوه ورځ په
حال راشي او پوه شي چې ( داشکلۍ وطن – زموږ ملی ارزشونه – زموږ ملی وحدت
– زموږ وسله وال پوځ – زموږ لایق او وطن پرست تحصیل کرده کدرونه – زموږ د
خلکو تر منځ تفرقه – زموږ ملی شتمنی – زموږ خلک ولې غدارانو ، توپک مارو
، غلو ، غاصبینو ، چپاولګرانو ، رشوت خورو ، دغه د پاکستان او ایران
مزدورو غلامانو ( بې ستره – توټه ټوټه – مضمحل – خرڅ – تخریب – غصب اوپه
وینو ولمبول ) ۱۵کاله ېې در باندی ډول ډول میچنې تاو نه کړې او ډول ډول
غوبل ېې در باندی و نه کړو ، ځانونه ېې د تا سې په صادقانه جهاد ملیونران
کړل – د قصرو خاوندان کړل – د ملیون ډالرو څښتنان کړل او تاسې د پخوا په
شان یوه د خاورو کوټه هم نه لرۍ ، د بلې خوانه ېې دشمنو هیوادو ( پاکستان
او ایران ) ته زمینه برابره کړی ده چې د افغانستان خلک ترقی ونه کړی –
دافغانستان خلک د کار خاوندان نه شي – د افغانستان خلک د قوی او مجهز
وسله وال پوځ خاوندان نه شي – د افغانستان خلک یو د بل سره جوړه و نه کړی
او یو بل پذیري را منځ ته نه شي – کار اهل د کار ته و نه سپارل شي – د
افغانستان معادن – د افغانستان تریاک او چرس همیشه ددوی په انحصار کی وی
– حتی افغانستان چې یو زراعتی هیواد دی د غلو – دانو – میوو – غوښو –
هګیو – لبنیاتو – له پلوه هم خارج ته محتاج وی په داسې حال کې چې که یو
متخصص – وطن پرست – تحصیل کرده – جدی – اصیل افغان لکه اشرف غنی ته چې
دخلکوامیدونه او آرزوګانې پرتې وې  د افغانستان ریس جمهور شو خو ده په
خلکو رواداری نه درلودله ز موږ د قیمتی دبرو له درکه ( ۳-۵ ملیاردو ډالره
عاید لرلو – د هیرویینو او نورو مخدره موادو نه به مو ۳۰-۴۰ ملیارده
ډالره عاید لرلو – د میسو – اوسپنی – سمنټو – ګاز – له درکه به مو ۱۰-۱۳
ملیارده ډالره عاید لرلو ، او د کنړ دسیند دپاسه د برق بند – د کوکچې
دسیند دپاسه دبرق بند – د هلمند د سیند د پاسه د کمال خان بند – د پنجشیر
د سیند د پاسه د برق بندونه جوړ نه شول او نن په انتقالی برق د
ترکمنستانه جنګ د هزاره او دولت تر منځ روان دی ،  اود خلکو ټول  امیدونه
په باد لاهو شول  دا چې دغه او نور ډیر کارونه ولې تر سره نه شول علت ېې
د غلو حکومت دی ، هر طرف ته د اداری فساد لمن خوره وه او ده ، زما نه ېې
۲۰۰۰۰۰ ډالره جیلانی پوپل غوشتل چې د کندز والی شم ، لاړ شۍ د یما جان نه
پوشتنه وکړۍ ، د غیاث وردک نه پوشتنه وکړۍ د بشیر بشردوست نه پوشتنه وکړی
، بناا وطن ته یو میړه وطن پرست او داسې ریس جمهور په کار دی چې د
پاکستان او ایران نوکری او غلامی ته غاړه کی نه ږدي او هغه فقط تر ننه
معلوم نه چې مور زیږولۍ که نه ، ما ته خو دوزارت دفاع څوکۍ را نه کړه او
دغه مقام د ( آی اس آی ) په لاس کې او هغوی خپل مزدوران اونوکران ورته
کاندید کړي دی ، نور مو خوښه چې ځان ته او افغانستان ته نجات ورکوۍ که نه
؟؟؟؟؟ ( تر کاني د بیزو کارنه دی) دولت داری،حکومت داری د بیسیواده توپک
سالارانوکار
نه دی.
دکتور طاوس وردک لندن د می ۲۷ مه ۲۰۱۶کال