واخان

طی هفته اخیر سال عیسوی توسط شبکه های خبر رسانی…

نانوشته

       پس از دیر باز ، شعرقشنگ و پراُبُهَتی از" حسیب…

ګوندي فعاليتونه او دموکراسي

نور محمد غفوری ټول پوهيږو چې د بريالۍ سياسي مبارزې له…

ساعت "کنزل" نمادی از نوستالوژی؛ اما به روایتی دیگر

نویسنده: مهرالدین مشید نه یک ساعت؛ بلکه حماسه ای در فضای…

ریبوار طاها

آقای "ریبوار طاها" (به کُردی: ڕێبوار تەها) با نام کامل…

نقارۀ جنگ 

رسول پویان  نـوای ســال نــویــن تـا نقـارۀ جـنگ است  به خون خلق…

عرفان و زبان

– دکتر بیژن باران من در جهان لغات دیگران می…

ای حزب قهرمان انیس  ستمکشان

      به افتخارسالگرد حزب پر   افتخاردموکراتیک خلق افغانستان ای حزب قهرمان انیس  ستمکشان یادت…

ریباز سالار

آقای "ریباز سالار" (به کُردی: ڕێباز سالار) با نام کامل…

تهاجمی خونین و آغاز مداخله ها و پایان حاکمیت ملی…

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجمی که افغانستان را به میدان جنگ های…

میا پیشم!

امین الله مفکرامینی        2024-28-12! میا پیشم تو دلـــدارممزن زخمه دلی زارم رهی دوستی…

شماره چهارم سال ۲۷ م محبت

شماره چهارم سال ۲۷ م محبت از چاپ برآمد. پیشکش می…

دولت پدیده عقلی – تحلیل موردی حمله پاکستان در ولایت پکتیکا

دولت پدیده قوم و یا دینی مطلق نیست. و دین…

هر شکستی ما را شکست و هیچ شکستی شکست ما…

نویسنده: مهرالدین مشید با تاسف که تنها ما نسل شکست خورده…

نوروز نبودت

- بیژن باران چه کنم با این همه گل و…

عرفان در مغز

دکتر بیژن باران     لامارک 200 سال پیش گفت: به پذیرش…

نماد های تاریخی- ملی و نقش آن در حفظ هویت…

نور محمد غفوری اشیاء، تصاویر، نشان‌ها، مفاهیم، یا شخصیت‌هایی که نمایانگر…

در دنیای دیجیتالی امروز، انسان‌ها به مراتب آسیب پذیرتر شده…

دیوارها موش دارند و موش‌ها گوش! این مثل یا زبانزد عام…

خالق تروریستهای اسلامی؛ الله است یا امریکا؟

افشاگری جسورانه از ژرفای حقیقت سلیمان کبیر نوری بخش نخست  درین جا می…

چگونه این بار حقانی ها روی آنتن رسانه ها قرار…

نویسنده: مهرالدین مشید از یک خلیفه ی انتحاری تا "امید تغییر"…

«
»

په کابل کې د علامه عبدالشکور رشاد بابا شلم تلین په انلاین بڼه ولمانځل شو

تېره یکشنبه د لیندۍ یا قوس پر ۱۱مه په کابل کې د ویښتیا میډیا له لورې د هېواد په کچه د وتلي تاریخپوه، ستر لیکوال، منلي شاعر، مخکښ ژبپوه او دروند څېړونکې علامه اکاډمیسن پوهاند عبدالشکور رشاد بابا د ۲۰م تلین پر مناسبت په انلاین بڼه یادونه او لمانځنه وشوه.

په دغه نږدې دوه ساعته بحث کې رابلل شویو مېلمنو پر خپل وار سره رشاد بابا یو اسلامپاله او ملتپاله شخصیت یاد کړل او د هغه خدمتونه یې د هېواد ادب او تاریخ ته کم سارې او ارزښمند وبلل.

په هند کې د جواهر لعل نهرو پوهنتون د پښتو او فارسي ژبې مخکښ پروفیسور استاد عبدالخالق رشید وویل چې استاد رشاد د ختېځ په هغو عالمانو کې راځی چې نوم او علمي کارونه یې په علمي موسېسو، پوهنتونو، اکاډمیو او مرکزونو کې هره ورځ یادیږی او له هغه څخه ګټه اخېستل کیږی.

استاد عبدالخالق رشید زیاتوی چې د علامه رشاد په افکارو، څېړنو او تحقیقاتو کې درې خبرې نهایت د پام وړ دې، لومړی داچې علامه رشاد د هند او د هندوکوش د تمدن مفسر وو، دویم داچې علامه رشاد بابا ژور هندپوه وو او درېیم داچې د علامه رشاد په اثارو او افکارو کې د ار هستوګنو خلکو ژوند، تاریخ، فرهنګ او ادب اړوند ډیرې مهمي څرګندونې شته.

استاد رشید د یوې پوښتنې په ځواب کې علامه رشاد د علومو استاد بولي او زیاتوي چې هغه څلورم هندپوه دی، پروفیسور عبدالخالق رشید د خپلو خبرو په یوه برخه کې وایی چې په هند کې د پښتو څانګي بنسټګر علامه رشاد دی، هغه زیاتوی چې پوهاند رشاد د ۱۳۶۸ او ۶۹ کلونو ترمنځ هندوستان ته لاړ او هلته یې د ارواښاد شهید سردار محمد داودخان په لارښوونه د پښتو ژبې یاده څانګه پرانېستله او دا د افغانستان او هند د فرهنګي اړیکو پر برخه کې خورا مهم او ستر ګام ده.

د بحث بل مېلمه د ارواښاد علامه رشاد بابا زوی پوهندوی شیرشاه رشاد هم د استاد رشاد بابا په شخصي ژوند او ټولنیز چلند ارزښتناکې خبرې وکړي، استاد شیرشاه رشاد د خپلو خبرو په یوه برخه کې علامه رشاد له انفرادیت وتلي ستر انسان وباله او د هغه شخصیت او خدمتونه یې ملت شموله او هېواد شموله یاد کړل.

د علامه عبدالشکور رشاد بابا پر شلم تلین یاد کې د ویښتیا میډیا له اړخه درېیم رابلل شوي مېلمه صدیق الله بدر وو.

ښاغلي بدر هم د استاد رشاد د ژوند پر علمي، ادبي، ټولنیز، ولسي او فرهنګي اړخونو خوندورې خبرې وکړي او د خپلو خبرو په یوه برخه کې یې استاد خورا مېلمه پاله، ولسپاله، د نوښتونو هڅوونکې او په وطن کې د آبادۍ پر هر خبر خوښېدونکی شخصیت یاد کړل.

ویښتیا میډیا د یوې تاریخي فرهنګي، ادبي او علمي رسنۍ په توګه هڅه کوي تر څو په پښتنه افغان میډیا کې علمي بحثونو ته لاره هواره کړي او په دې برخه کې د هېواد د هغو ملي، تاریخي او فرهنګي شخصیتونو لمانځنه، پالنه او د هغوی له یو عمر هڅو، ستړیاوو او خدمتونو قدردان وکړي کوم چې د ولس ترمنځ ځای لری، خدمتګار وي او ملت یې لکه د علامه رشاد بابا پر وجود موافقت ولري.