هستی، بود و است !

امین الله مفکر امینی                        1015-22-12! بهشتِ این دنیا را مفروش به نسیــــه…

از روایت سازی تا مهندسی نفوذ و تاثیر گذاری بر…

 نویسنده: مهرالدین مشید     سفید سازی، معامله و مهار؛ الگوهای نوین تعامل…

د ارواښاد سمیع الدین « افغاني » د پنځم تلین…

نن  د ارواښاد  سمیع الدین « افغاني »  چې  د…

از نیم قرن دست آلودگی بیگانگان

باید درس عبرت گرفت ! افغانستان در جغرافیای موجود جهان از…

به پیشواز شب یلدا

دوباره نوبت دیدار یلداست شب برف است و یخبندان و سرماست دگر…

فیثاغورث

نوموړی د نړۍ تر ټولو لوی فیلسوف او ریاضي پوه…

آنارشیسم؛ نوستالژی اتوپی است

Anarchism.  آرام بختیاری ناکجاآباد مدینه فاضله، شوق دیدار بهشت زمینی بود.   واژه یونانی…

ایستاده گی طالبان در برابر جریان شکست ناپذیری تاریخ

نویسنده: مهرالدین مشید فرهنگ تسامح گرای خراسان تاریخی و ستیزه جویی…

علم او ټکنالوژي؛ د رښتینې خپلواکۍ محور

په اوسني عصر کې د نړۍ بڼه په بشپړه توګه…

تله‌ی «شرِ کوچک‌تر»؛ چرا نباید بد را در برابر بدتر…

هانا آرنت، فیلسوفی که عمر خود را صرف مطالعه ریشه‌های…

هستی، انسان و عدم 

رسول پویان  عمری گذشت در خم و پیچ مدام هیچ  بـودن نـدیده مانـدن کس در دوام هیچ  جاه و جلال و قـدرت آدم فـسـانه بود  ابحـاری در سـراب تخیّـل تمــام هیچ  زور…

            ائتلاف های شکننده و شجره نامۀ سیاه سیاستگران افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید تغییر ناپذیری طالبان و ناتاثیر گذاری مخالفان اعتماد…

             خواب ظلمانی

خفتگا ن رویا ی  یک  آرا مش ا ند  همچوکشتی بسته…

      نسبت ونسبیت 

نسبت بیان منسوب ومربوط ،ربط وتعلق وبا مفاهیم تناسب ،متناسب…

این هم بیاد تاریخ بماند

قومگرایی و ائتلاف ها بر بنیاد قومیت حلال مشکل افغانستان نیست! گرایش…

چرا اخلاق در همه‌ عرصه‌های زنده‌گی میان بیش‌ترین بشرِ قرنِ…

اخلاق‌نگری به سیاست‌مدارانِ بد اخلاق: مورد ترامپ محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مکتب-دینی فلسفی من…

برابری حقوی + استعداد ذاتی = شایسته سالاری...!

انسان ها٬ نظر به توانایی های ذاتی برابر آفریده نشده اند.…

مرغ رویا  

رسول پویان  مسوزان بال پـرواز پرستـوهـای زیبا را   میفگـن در قفسهای طلایی…

تعامل که انزوا؟

نور محمد غفوري په نړیوالو اړیکو کې د هېوادونو برخلیک د…

از کابل تا دیاسپورا؛ روایتی از هفت خوان رنج های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ در گره گاۀ تروریسم و مردم این…

«
»

په پاکستان باور کول؛ ځانته دوکه ورکول دي

په هیواد کې دننه د افغان په لاس د افغان وژنې پروژه چا روانه کړې ده؟ اصلي لوبغاړي یې څوک دي؟ د کومو موخو لپاره د جګړې اور تازه ساتي؟ افغان دولت یې په مهارولو او خپل دښمن په پیژندلو کې ولې پاتې راغلی دی؟

دا او دې ته ورته په لسګونو پوښتنې شته چې ولس یې ځواب غواړي.

له کله نه چې د برتانوي هند څخه د پاکستان په نوم هیواد جلا شوی دی؛ پاکستان په سیمه کې د سترو قدرتونو د استخباراتي لوبو په مسیر تګ کوي. اصلا دغه هیواد هم د همدې شیطانت او رضالت، دوه په جنګ اچولو او په سیمه کې د لویدیځ د موخو ترلاسه کولو په هدف د انګریز استعمار له لوري رامنځته شوی دي. له هغه ځایه، چې پاکستان د نړیوالو لویو قدرتونو د ګټو د خوندیتوب له پاره رامنځته شوی، نو په سیاسي ډګر کې پرې باور یوه تېروتنه ده؛ ځکه طبیعي ده، چې دغه هېواد د هغوی د ګټو او موخو په مسیر حرکت کوي. کله چې دا د نړۍ په نقشه کې شامل شوی؛ په افغانستان کې یې په لاس وهنو پيل کړی دی او له بده مرغه او د افغانانو له بدې ورځې چې د تاریخ په اوږدو کې په افغانستان کې د پاکستان ضد د ګوتو په شمار څېرې واک ته رسیدلي چې بیا د لویو قدرتونو په مرسته او د پاکستان په مکار سیاست هغه هم ډیر ژر له صحنې لیرې شوی دی.

دا چې په نړیوالو اړیکو کې د هیوادونو ترمنځ د معاملو، دیپلوماسۍ او جوړ جاړیو میعار هیوادنې ګتې او په بهرني سیاست کې د بلمثل عمل ترسره کول د بهرني سیاست د خپلواکۍ او غښتلتیا په مانا دي؛ له بده مرغه چې د افغانستان په واکمنانو کې دغه اصل ډیر کمزوری و او حتا ډیرو یې لکه داوسني ګډ حکومت په شان له پامه غورځولی و.

پاکستان تل پر افغان دولت د خپل فشار لپاره بیلابیلې لارې په کار اچولي دي او لایې هم اچوي. کله یې په هغه هیواد کې له میشتو افغان کډوالو د آلې په توګه کار اخیستی دی، کله یې زمونږ له کمزوري اقتصادي حالته ګټه پورته کړې او دلته له دغه هیواده په واریدیدونکو توکو او زمونږ په صادراتویې ټیکس لوړ کړی دی. د دولت په چوکاټ کې دننه پاکستان ته وفاداره جاسوسانو فشار خو لا پر ځای پریږده، وسله طالبان او ترهګر یې خو د مټانو او ملا د تیر حیثیت لري چې د غرب په مالي مرسته یې د افغان دولت او ولس په مقابل کې کاروي.

ډیر لیرې تاریخ ته نه ځو فقط د حامد کرزي او اوسني حکومتونو کې له افغانستان سره د پاکستان په اړیکو خبرې کوو. د حامد کرزي د واک په لومړیو ورځو کې هم پاکستان ته یو طرفه امتیازات ورکول کیدل خو له څو کلونو وروسته بیا کرزی د پاکستان په شوم نیت پوه شو او له دغه هیواد سره یې ښکاره دښمني شروع کړه. خو له بده مرغه چې دا دښمني یې داسې مهال پیل کړه چې هم یې له غرب او هم له وسله طالبانو سره اړیکې خرابې وې. اوس دلته په هیواد کې د غني او عبدالله د ګډ حکومت له راتګ سره سم پاکستان غواړي د افغانستان د دښمنۍ ځواک کاواکه کړي. د ولسمشر غني له لوري پاکستان ته ډیر نږدې کیدل او ورته یو طرفه امتیاز ورکول ددې سبب شول چې پاکستان لاهم په خپل مکار سیاست کې پياوړی کړي. خو له نیکه مرغه چې ولس بیا د دغه هیواد په نیت پوه دی او هیڅکله به پرې دوکه نشي. په هیواد کې د وروستیو خونړیو بریدونو وروسته په ټول افغان ولس کې د پاکستان ضد روحیه لا هم پياوړې شوه چې په پایله کې دلته پاکستاني توکي تحریم کړل. ولس د دولت په هغه پالیسۍ هم سخته نیوکه وکړه چې پاکستان ته د یو طرفه امتیاز ورکولو ترخه تجربه بیا تکرار کړه. هماغه و چې د ګډ حکومت مشر هم په لومړي ځل پاکستان سره په تنده لهجه خبرې وکړې. له دغې کارنامې وروسته پاکستان یو ځل بیا هڅه کوي چې د افغان دولت باور خپل کړي. تیره ورځ یې د همدې کار د ترسره کولو لپاره د وزیرستان په سیمه کې په وسله والو ترهګرو د بې پیلوټه الوتکې نمایشي برید وکړ. همدا شان د ریکا په کنفرانس کې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز حضور او د ولسمشر په ګډون د یو شمېر افغان چارواکو سره د هغه له کتنې وروسته پاکستاني چارواکو د پخوا په شان یوځل بیا د افغانستان په چارو کې د نه لاس وهنې، په افغانستان کې د سولې او ثبات په راوستو کې د خپل تعهد او مرستې ادعا وکړه. عزیز د افغانستان له حکومته وغوښتل چې په عامه افکارو کې د پاکستان ضد احساساتو مخنیوې وکړي.

اوس په دې ترتیب غواړي چې افغان دولت، افغان ولس او نړیوالې ټولنې ته وښایې چې ګویا اوس د ترهګرو د ځپلو لپاره کلکه او رښتینې اراده لري خو زه په افغان دولت او ولس غږ کوم چې د پاکستان تیر تاریخ ته په کتو هیڅ کله هم په دغه مکار هیواد باور ونکړي او په لوی لاس د افغانانو له زړونو د پاکستان اړوند کرکه کمه نه کړي.

اوسنی ګډ حکومت که بیا هم پر پاکستان باندې په سياسي مسايلو کې باور کوي، په حقیقت کې خپل ځان دوکه کوي چې بیه به یې بیا هم ولس پرې کوي. ځکه په دغه هیواد باور کول هغه تېروتنه ده، چې له شلمې پېړۍ راوروسته تر ننه تکرارېږي. پاکستان دوه مخی سیاست لري، تل یې په افغان دولت خپلې غوښتنې په نره منلي خو په مقابل کې یې زمونږ دولت په دروغجنو ژمنو دوکه کړی دی. دا د نن خبره نه ده، پاکستان د تاریخ په بهیر کې د افغانستان دوست او خواخوږی نه دی پاتې شوی او د خپل هېڅ ګاونډي سره يې ښه ګاونډیتوب نه دی پاللی، نو پر دې اساس افغانستان ته په کار نه ده، چې د خیر هیله ترې ولري.