از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

فرنسوا ولټر

ولټر، یو فرانسوي لیکوال، مورخ او فیلسوف، د ټولنیزو اصلاح…

هانا آرنت؛ توتالیتاریسم ابتذال شر

Arendt, Hanna (1906-1975) آرام بختیاری نقل قول های سیاسی یک زن برای…

فقدان روایت آشتی ملی و بحران گفتمان در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در دوراهیِ آشتی و منازعه افغانستان طی پنج…

چهار و نیم سال پس از برپایی امارت اسلامی سرمایه؛…

فهیم آزاد مقدمه فقدان اجماع تحلیلی پیرامون بازگشت طالبان به قدرت سیاسی…

پاسخی به پرسشی که چرا؟ گفته بودم، خامنه‌یی قصد حمله…

محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مبان بخش نخست در هفته‌ی گذشته‌ یک هم‌وطن ما یا…

از کابل تا تهران؛ مهار افراطیت یا مهندسی قدرت و…

نویسنده: مهرالدین مشید زورگویی یا ژئوپلیتیک ضربه؛ بازی با آتش تحولات امنیتی…

ویکتور هوګو

هغه د فرانسې نامتو شاعر، ناول، رومان او ډرامه لیکونکی…

یک عکس وهزار خاطره

راديو تلويزيون و افغانفلم سابق افغانستان تنى چند از ژورناليستان اولين…

مارهای آستین؛ بازگشت هیولاهای جنگ نیابتی به دامان پاکستان

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتیژی تا عمق بحران؛ چرخش شمشیر…

ظلم ظالم

رسول پویان جهان به لاف وپـوف ظلم برنمی گردد اســـیـر ظالـــم و…

«
»

ټکنالوژي، سیاست او د عدالت پوښتنه

نور محمد غفوری

ایا د نوې زمانې په راتګ سره ټولنیز فکرونه زاړه شوي؟

ځینې کسان ځای ځای داسې نظر وړاندې کوي چې د نویې زمانې په راتګ سره چې نړۍ د نانوتکنالوژۍ (Nanotechnology) او روباټونو پر لور روانه او له حکومتونو سره د مستقیمو معاملو رول زیاتیږي، نور د شعارونو او ټولنو دوران تېر او دا د تاریخ کندو ته سپارل شوي دي . په دې مختصره لیکنه کې په نوې زمانه کې د ټکنالوژۍ او ټولنیزو فکرونو د اړیکو په اړه یو ځغلند نظر اچوو.  

بلې، نړۍ د بې‌ساري تخنیکي بدلونونو له پړاو څخه په چټکۍ تېریږي. مصنوعي ځیرکتیا، نانوتکنولوژي، روباټیک او ډیجیټلي شبکې نه یوازې د تولید، کار او اقتصاد بڼه بدله کړې، بلکې د سیاست، دولت او ټولنیزو اړیکو بنسټونه یې هم تر اغیز او پوښتنې لاندې راوستي دي. په داسې حال کې، دا پوښتنه راولاړیږي چې ایا د عدالت، ټولنیزې برابرۍ او دیموکراتیک مشارکت هغه فکري چوکاټونه چې د شلمې پېړۍ محصول ګڼل کېږي، لا هم د نن او سبا له پاره ارزښت لري که نه؟

تاریخي تجربه ښيي چې ټکنالوژیک پرمختګ هېڅکله د ټولنیزو ستونزو پای نه دی اعلان کړی، بلکې ډېر ځله یې نابرابري، د قدرت تمرکز او اخلاقي ننګونې لا ژورې کړې دي. د معلوماتي اقتصاد په عصر کې، شتمني او واک تر پخوا ډېر په محدودو لاسونو کې راټولېږي، او دا وضعیت د دولت د رول، ټولنیز عدالت او د بازار د کنټرول بحثونه لا پسې مهم ګرځوي. له همدې امله، په هغو هېوادونو کې چې تر ټولو پرمختللې ټکنالوژي لري، د رفاهي دولت، سوسیال دیموکراسۍ او ټولنیز مسئولیت بحثونه نه دي ختم شوي، بلکه په نوې بڼه راژوندي شوي دي.

دا رښتیا ده چې د ګوندونو او دودیزو تشکیلاتو نفوذ په ډېرو ټولنو کې کم شوی، خو دا د ټولنیز فکر د زوال معنا نه لري. برعکس، دا بدلون د موضوع‌محوره اکټیویسم (Issue-based Activism) او د نوو، انعطاف‌منو ټولنیزو او مدني جوړښتونو اړتیا څرګندوي: شبکوي حرکتونه، مدني ائتلافونه، موضوع‌محوره اکټیویسم، او ډیجیټلي مشارکتونه. ستونزه په ایډیالوژۍ کې نه ده، بلکې په هغې بڼې کې ده چې له زمانې سره نه ده عیاره شوې.

په نړیوال سیاست کې د دولت‌محورې معاملې زیاتېدل هم د دې مانا نه لري چې ټولنې او مدني ځواکونه بې‌اهمیته شوي دي. تاریخ ښيي چې هغه دولتونه چې له داخلي ټولنیز فشار، فکري بدیلونو او حساب‌ورکوونې پرته عمل کوي، ژر یا وروسته د مشروعیت له بحران سره مخ کېږي. دوامدار ثبات تل له دننه راولاړیږي، نه یوازې د بهرنیو معاملو له لارې.

له همدې امله، د نوې زمانې اصلي ننګونه دا نه ده چې «پخواني فکرونه پرېښودل شي»، بلکې دا ده چې څنګه د عدالت، ازادۍ، انساني کرامت او ټولنیز مسئولیت مفاهیم د ټکنالوژیک عصر له واقعیتونو سره بیا تعریف شي. راتلونکی نه یوازې د روباټونو او الگوریتمونو دی، بلکې د انسان، اخلاقو او ټولنې د نوې پوهاوي غوښتنه هم کوي. هغه ټولنه به بریالۍ وي چې هم له ټکنالوژۍ ګټه واخلي او هم د انسان ارزښتونه خوندي وساتي.

۲۰/۱/۲۰۲۶