افغانستان قربانی سیاست‌های امنیتی منطقه‌ای است، نه متهم دائمی

نور محمد غفوری در سوسیال میدیا خواندم که وزارت دفاع طالبان…

وحدت نیروهای ملی دموکراتیک ومترقی

وحدت بمثابه واقعیت انکار ناپذیری ضرورت تاریخی در برابر استعمار…

عدالت اجتماعی

نوشتهء نذیر ظفر‎عدالت روزی پیـــــدا میشه آخر‎سفاکان ترد و رســـوا…

خودتحقیری و خودتخریبی؛ تبیین فلسفی مفهومی

۱. خودتحقیری (Self-Denigration) در معنای فلسفی، خودتحقیری حالتی است که در…

سرمایه‌داری لیبرال و واکنش سوسیال‌دموکراسی

نور محمد غفوری تقابل، اصلاح یا همزیستی انتقادی؟ مقدمه سرمایه‌داری لیبرال به‌عنوان نظام…

             تشدید تنش تهران و واشنگتن؛ پس‌لرزه‌های منطقه‌ای آن

نویسنده: مهرالدین مشید سرنوشت دیکتاتوری‌های دینی؛ آزمون بقا برای اخوندیسم و…

دربارۀ «اصولنامۀ جزایی محاکم» اداره طالبان

اعلامیۀ انجمن سراسری حقوق؜دانان افغانستان بنام خداوند حق و عدالت انجمن سراسری…

هر که را مشکلی است!

امین الله مفکر امینی          2026-30-01 ! هر که را مشکلی باشد ناچار…

آ.و. لوناچارسکی

برگردان. رحیم کاکایی و.گ. بلینسکی پیشگفتار مترجم درباره ویساریون بلینسکی نویسنده، منتقد…

برهنه گویی و عریان سالاری؛ سیاستِ بی‌پرده و حاکمیتِ بی‌نقاب

نویسنده: مهرالدین مشید تحلیلی از زوال مشروعیت و فروپاشی پوشش های…

لیبرال کپیټالیزم: تاریخي شالید، بنسټونه او علمي نقد

نور محمد غفوری لنډیز  لیبراله سرمایه‌داري یا (لیبراله پانګوالي) يا (لیبرال کپیټالزم)…

همراه جمیله، وداع با گلزری!

Aitmatow, Tschingis) 20081928- ) آرام بختیاری سوسیالیسم، دیالکتیک وحدت خلقها شد. چنگیز آیتماتف،…

کیست ژورنالیست ؟

هرکی مایک در اختیارش بود ژورنالیست نیستیا  به یک رسانه …

مخاطب خاص نیست!

این سخن، با آنانی‌ست که روزی از شیر و قیماق…

نظریات قوم‌گرایانه و راسیستی مردود است!

نویسنده: نور محمد غفوری ۱. مقدمه مقالهٔ حاضر با عنوان «نظریات قوم‌گرایانه و…

       اصولنامه ی جزایی طالبان خیلی نفرت انگیزو ضد اسلامیست 

       نوشته ی : فروغی        پس ازنشروتطبیق احکام سختگیرانه و نفرت انگیز…

وفاداری به آرمان‌ها و رسالت نجات وطن

وفاداری به آرمان‌ها و رسالت نجات وطن پس از فروپاشی حکومتی…

شصت و یکمین سالگرد با افتخار حزب ما خجسته باد

رفقاى گرامى از نام سازمان حزبى ما در ايالات متحده امريكا به…

مرکه

له ښاغلي (عبدالملک پرهیز) سره د نړېوال ادبي ښوونځی اکسپرسیونیسم…

سرمایه‌داری در لبهٔ شکست؛ اقتصاد بحران‌زده و سیاست مشت‌آهنین

نویسنده: مهرالدین مشید بحران های ساختاری نظام سرمایه داری و ظهور…

«
»

يو ځل بيا خاينې کړۍ د ډيورنډ رسمي کولو هڅې کوي

ډيورنډ؛ هغه فرضي کرښه ده، چې د هې واد د ميشتو قومونو له جملې؛ د اکثريت نفوس لرونکي قوم (پښتون ولس) پر زړه د انګليسانو لخوا کښل شوې او د ټولو افغانانو لپاره يې يو ناسور زخم جوړ کړی دی. دغې کرښې دومره زیانمن کړي يو چې آن په ځینو سيمو کې يې د يوه کلي خلک په دوه برخو ويشلي، او پنجابی حکومت پرې خپل راج چلوي. پاکستاني حکومت او خپل بادار هېواد (انګليستان) تر خپلې وسې هڅه کړې چې دغه کرښه په نړيواله کچه د افغانستان او پاکستان تر منځ د رسمي پولې په توګه مطرح کړي. دغو هيوادونو آن دلته زمونږ په هيواد کې دننه ځينې کورنۍ کړۍ هم په بيه د همدې موضوع د لابي ګيرۍ لپاره ګمارلي دي او وخت ناوخت خپلې مردارې خولې راخلاصوي او کله د پارلمان له ادرسه، کله د پوځي شنونکي له ادرسه، کله د تاريخ پوه له ادرسه او کله د مدني فعال له ادرسه د پاکستان په ګټه د رسمي پولې د منلو په توګه چيغې وهي.

اوس چې پاکستان په کور دننه د پښتون ژغورنې غورځنګ له پراخ فشار او له بهره د تروزيزم د ملاتړ له امله د امريکا او نړيوالې ټولنې له فشار سره مخ دی نو يو ځل بيا يې دلته په افغانستان کې خپل جاسوسان راپورته کړي دي او د ډيورنډ د رسميت غږ پورته کوي. دلته د افغانستان په پارلمان او نورو دولتي ادارو او يو شمېر ګوندونو کې کړۍ شته چې د ډيورنډ فرضي کرښې په رسميت پيژندلو ته چمتو دي. همدوي دي چې د ځينو د تعصب په ناروغۍ ککړو رسنيو له لارې يي همدا موضوع توده نيولې ده. هر وخت يي په اړه بحثونه نيسي او داسې ذهنيت جوړونه کوي چې ګويا د ډيورنډ په رسميت پيژندلو سره به افغانستان ګل و ګلزار شي او هره خوا به سوله او ارامي شي. دوی که څه هم ظاهراً د افغانستان د ارامۍ او سولې خبرې کوي خو تر شاه يي موخه دا ده چې د هيواد اکثريت نفوس لرونکی قوم په دوه ټوټو وويشي او یو بل قوم اکثريت ثابت کړي.

دغه افراد چې وخت ناوخت د پاکستان، انګلستان او ځینو نورو په اشاره د ډيورنډ د رسميت غږ پورته کوي، لوی هدف يې د پاکستان لخوا د ورکړل شويو پيسو د هضم تر څنګ دلته په افغانستان کې د ستر قوم (پښتون) په منځ دوه ځايه وېشل، د دوی بې تفاقي، د دوی بې علمي، د دوی نفوس اقليت ثابتول او په نتيجه کې واک په خپل لاس کې نيول، دغه ستر قوم د يو تروريست او له زده کړو ليرې قوم په توګه مطرح کول او خپل مردار اهداف ترلاسه کول دي. خو افسوس دا دی چې يو شمېر کورمغزه او له ټانګې اس په شان تړلي پښتانه هم د دغو مغرضو اشخاصو په دام کې لويږي او داسې انګيري چې رښتیا هم د افغانستان د ټولو مشکلاتو مور د ډيورنډ کرښه ده او که دا په رسميت وپيژندل شي نو افغانستان به ګل او ګلزار شي. په داسې حال کې داسې نه ده، د افغانستان خپل جيوپوليټيک او جيو اکناميک موقعيت او ضعيفه حکومتولي باعث شوې چې دلته هر څوک لاسوهنې وکړي. که دا ډيورنډ د افغانستان او پاکستان تر رمنځ رسمي پوله هم وای نو بيا به هم دلته مغرضو هيوادونو د پاکستان او يا په خپله مستقيماً دلته لاسوهنې کولې.

ډيورنډ خو يوه فرضي نامنل شوې او د يو مجبوريت يا د وخت موجوده شرايطو له مخې له پاکستان سره د سلو کالو لپاره موقتي لاسليک شوې وه چې اوس يې وخت په بشپړ ډول پایته رسيدلی دی. په نړيواله کچه هيڅ داسې ثبوت پاکستان په لاس نه لري چې وښيې دا د افغانستان او پاکستان تر منځ رسمي سرحد دی. که موجود وای نو اوس پاکستان وخته نړيوالو ته سپارلی وای. پاکستان دومره احمق نه دی چې رسمي سند دې ولري او بيا دې هم کلونه صبر وکړي او په نړيواله کچه دې د ډيورنډ د رسمي کولو خبره نه مطرح کوي. پاکستان په دغه ډول څرګندونو او يا دلته د مغرضو اشخاصو له خوا د ډيورنډ په رسميت پيژندلو غږ راپورته کول يواځې د دغې کرښې اړوند د افغانانو ذهنيت بدلول دي. پاکستان اوس غواړي چې په يو نه يو ډول د دغې کرښې د رسمي کولو لپاره لابي ګیري وکړي او افغانانو ته داسې وښيې چې د دوی د ستونزو مور يواځې ډيورنډ دی او بلاخره دوی له دغې کرښې تير شي.

زمونږ ولسونه بايد د يوې وړې سپږې لپاره ټول پوستين ته اور ورته نه کړي. ولس مو بايد پوه وي چې ډيورنډ يو نامنل شوې او د وخت د مجبوريت له مخې يوه اجباري موقتي کرښه ده چې وخت يې هم پایته رسيدلی دی. او بله دا چې دا داسې کرښه نه ده چې هر ناکس دې يې په اړوند خپل نظر وړاندې کړي، دا يوه ملي مساله ده د دې کرښې اړوند حتی دولتونه نشي کولی چې پرېکړه وکړي، د دې کرښې پرېکړ ه يواځې د کرښې دواړه غاړې هغه ولس کولی شي چې د استعمار له لوري يې پر سينه په زور او جبر راکښل شوې او يو ستر قوم يې په منځ دوه ځايه وېشلی دی. پس زمونږ غوښتنه له ولس څخه دا ده چې ډيورنډ د هر افغان لپاره سره کرښه ده، ډيورنډ د افغانستان په تاريخ کې تر اوسه هيڅ دولت او هيڅ فرد منلې نه ده او نه يې منلی شي. د تل په شان د لوی افغانستان غوښتنې ته مو دوام ورکړئ ان شأالله هڅې مو رنګ راوړي. او هغه کسان چې دلته د ډيورنډ کرښې د رسميت غږ پورته کوي ورته داسې غاښ ماتونکی ځواب ورکړئ چې تر راتلونکې لس نسل پورې يې په ياد واوسي او بيا خپلې مردارې خولې په ملي مسايلو خلاصې نه کړي.

لیکنه : خوشحال آصفي