ولي دترقي په لور روان نه شولو ؟؟؟
څو عمده او اساسي علتونه وو چي موږ يي د ترقي او ځان بسيايني نه لري وساتلو ::-
۱- د ( بن )، په کنفرانس کي د امپرياليزم په مشري هغه مزدوري ، اجنټ څيري ، رشوتخوري او غاصبي څيري ، بيسيواده او د پاکستان او ايران او عربانو تالي څټي څيري د ريس جمهور کرزي او قاتلو ، تروريستو مجاهدينو رهبرانو او قوماندانانو واک ته ورسيدل ( وزيران ، معينان ، ريسان ، واليان ، قوماندانان او بيشميره بيسيواده غير مسلکي جنرالان شول )، چي عين د اشغالګرو غونته خوي او کرکتر يي لرلو ، اشغالګران د امپرياليزم ، زبيښاکګر او استسمارګرانو هيوادو تاريخي څيره خوي او عنعنه وه چي فقير ، بيزوره هيوادونه اشغال او خلک يي د مزدورانو ، غلامانو او ناموس فروشانو غونته استعمال کړي ؟؟؟
۲- دين او مذهب هغه خطرناکه ارزانه او مفته وسله وه او ده چي د امپرياليزم او ددوي د فرمان برداره اجنتو جهادي مشرانو له خوانه زموږ په خلکو لکه اتوم بمونه استعمال شوو چي وطن يي تخريب او اکثريت بيګناه افغانان يي په وينو کي ولمبول ، دغه وظيف بيدينه نامسمانه ملانو ، شيخانو او طالبانو ، قومي مشرانو او سپينګيرو ، د غربي هيوادو د ډالرو په بدل کي عملي کړه ؟؟؟
۳- بيسيوادي او د اکثريت افغانانو د کور کورانه اسلامي او ديني مغرضانه او خاينانه تبليغات کول زموږ په اجتماع کي دومره بد تاثير وکړو تا به ويل چي په خلکو کمياوي وسله استعمال شوي ده ، خلک ديوه سره ګچ او ګول شول ، مثلا د لوګر وال ويديو ګاني که وګوري هلته په کمونستانو ټاپه وهل کيژي چي ( کمونستانو خلک لمانځه
ته نه بريښودل ، چي دا کاملا دروغ وه او ده ، په هر جومات کي ملان او طالبان وو. او خلکو آزاد لمونځونه کول ، خو د ( اشرارو خاينانه تبليغات په غربي ر اديو ګانو” بي بي سي او امريکا غږ ، دويچه ويله ، پيکن ، پاکستا، آيران او عربي راديو ګانو “” د حزب ديموکراتيک او د کمونستانو په ضد داسي ناروا د اسلام تر نامه لاندي ضد تبليغات کول او ويل يي کمونستان خور او مور نه لري، حال دا چي دوي خپلي لوراني او ښځي د غرب او پاکستان ، ايران ، عربانو او چين په واک کي ور کړي ويي نن يي د فحشاوو زياتوالي ، په مخدره توکو د ۴ مليونه خلکو روږدوالي ، د غرب او دهغو د اقمارو ډيکټاټ او قومانده په جهادي حکومت دارانو دهيواد حالت دي ته رسولي چي خلک بيکاره دي ، وږي دي ، تږي دي ، وچکالي ده ، مريضي زياته ده ، برق نشته او فابريکات د سقوط سره مواجه دي ، اصلي دليل يي د کادرو تعين او تقرر د لياقت او تخصص او کاري تجربي پر بنياد نه عملي کيژي ، ؟؟؟؟
۴- ملي سرمايه چي معادن وو د غاصبينو او تفنګ سالارانو په اختيار کي دي ، او غربيان عمدا او قصدا د دوزمارانو نه دفاع کوي ، دولت ونه شواي کولاي په ملي سرمايه دولتي انحصار ولري ، که کرزي او نن اشرف غني معادن. په دولتي انحصار کي لرلي نو به د ۵ ملياردو ګدايي او خيرات نه خلاص وي ( نيو کلونياليزم څخه )، فارغ وو ؟؟؟؟؟
۵- په کراتو مي اشرف غني ته د ټولو ولايتو د واليانو په اړه ليکلي وو چي د هيواد د اته ديرشو ولاياتو. واليان پخواني جنرالان او ډګروالان تعين کړه چي دغه لاندي کارونه عملي کړي ::-
– امنيت ۹۷ فيصده تامين کړي — د غذايي موادو لکه ، غنم ، جواري ، وريجي ، اوربشي ، باقلي ، لوبيا ، نخود ، هر ولايت خود کفا شي — د چرګانو ، فيلمرغانو ، بتو ، زرکانو ، غوښي او هګي يوه دانه او يو کيلو د خارجه وارد نه کا — ترکاري او سابه لکه ” کچالو ، شلغمي ، ګازري ، ګلپي ، کرم ، کاهو ، بادرنګ ، بادنجان رومي ، تور بادنجان ، باميه ، ګندنه ، کريلا ، ترايي ، او ډير نور يوکيلو د بل هيواده رانه وړي –. ډول ډول ميوي د خورمالو ، لوکاټو او کيوي په شمول په هيواد کي په زياته اندازه توليد کړي ، حتي د الکهولي مشروباتو دتوليد يوه لويه فابريکه په مزار شريف او يوه په هرات کي جوړي شي او د هيواد مڼي او انګور دلته په ويسکي ، شامپاينو ، وينو او ودکا تبديل شي او هرکال په زر هاوو مليونه ډالر تر لاسه کړي — د لبنياتو او غوايي او پسو د غوښو له پاره په هرات ، باميانو ، کابل ، قندهار او پکتيا او مشرقي کي مسلخونه جوړ شي — که اشرف غني همدا نن دغه کار وکړي خلک به ورنه ډير خوشحاله شي ؟؟؟؟؟
دپورتنيو کارو د عملي کولو له پاره يو تاريخي کار بايد ريس جمهور وکا (( د کوکچي دبرق لوي دبرشنا بند — د پنجشير د سيند د پاسه دبرشنا دتوليد بند او د کنړ د سيند د پاسه د برشنا دتوليد بندونه بايد همدا څو ورځي د ” جرمني – انګليسانو – روسانو ))، سره قراردادونه امضا کړي ، ديوي خوانه بيکاري ۴۰ فيصده کميژي ، او د وارداتي برق نه خلاصيږو ، او هر کور دبرق خاوند کيږي ؟؟؟؟؟