نور مې مه غولوه

لیکونکۍ : دکتورطاوس وردک لندن د مارچ ۱۴مه
پشتون یمه په خټه ، نور می مه غولوه
تورزن یمه په خټه نور می مه غولوه
تاریخونو ته معلوم یم نور مې مه غولوه
پنجابی څخه د پټان پوشتنه وکړه
حوصله مې شوله تنګه ستا له لاسه
پنجابیه ، غربیه ، عربیه، ایرانیه
نورمو پریږدۍ په خوارۍ او غریبۍکې
لاس وهنه نوره بنده کړۍ خونخوارو
اې خونخوارو، اجنبیانو – طالبانو – داعشیانو
سره یو شۍ پشتنو چې نور غرقیږۍ
دمیرویس او احمدشاه زیارت ته لاړ شۍ
دغیرت او ننګ ناموس خبرې واورۍ
له هغې ځایه یوموټۍ او یو لاس شۍ
خپله ژبه ، خپل مقام ، خپل عزت مو زرخوندی کړۍ
ددشمن غاشونه مات سترګی ړندې کړۍ
تر ابده ېې نړۍ ته په تاریخ کې شرمنده کړۍ
قدرمنو هیواد والو او د فیسبوک ملګرو ۳۸ کاله حوصله په نني عصر کې (
متجاوزینو ، اشغالګرانو ، تروریستانو او افغانی مرتجع اخوانیانو او
طالبانو ته یو تاریخی او لوی خیانت بولم ، فقط د مقام ، څوکۍ ، سرمایه
دارکیدو ، رشوت ، چور او غصبولو ، وژلو ، او بیناموسه کولوپه خاطر ېې د
ترقۍ ، تمدن ، لوړ او عالی فرهنګ مخه د دین او اسلام تر نامه لاندې
ونیوله او د افغانستان ملی ارزشونه ـ ملی تاریخ – ملی فرهنګ او کلتور –
دښځو ازادی – دیموکراسي او مدرن او په مدرنووسلو مجهز وسله وال پوځ د
مجاهدینو – طالبانو – نن سبا دداعشیانو په واسطه له منځه لاړ او ادامه
لري ، یاغیان – باغیان – تفنګ سالاران – نني دجهاد دبرکته ملیاردرشوی
وزیران والیان، قوماندانان ، په اکثریت پشتنو باندې ناروا او ناوړه
حکومت کوی او دواړه جمهورو ریسان ( حامد کرزۍ او اشرف غنی ) د لانځکو په
شان استعمالوی ، چا ته ېې قهرمانۍ ورکړې – چا ته ېې ملی هویتونه ورکړل –
چاته ېې سترجنرالۍ ورکړې ، نه ېې تحصیلکرده ګانو – متخصیصینو – وطن
پرستانو ته مقام او رتبه ورکړه، یو تعداد وطن فروشان وایی خط دیورند قبلا
حل است ؟؟ وقتی چې حل دی نو ولی ستا دمور میړونو د پاکستان جمهورو ریسانو
د نورمحمد ترکی نه – ببرک کارمل نه – دکتور نجیب الله نه – حامد کرزی نه
– نن د اشرف غنی نه غواړی چې راشۍ دیورند راسره امضا کړۍ ،بنا غواړم په
یوه خبره ووایم چې که هر چا بیا ددیورند خبره داسې وکړه هغه باید له منځه
لاړ شي ،او د افغان کلمه که کوم خاین غواړی ورنه منکر شي نو ورته ووایاست
چې د احمد شاه بابا له هیواده چې افغانستان دی خپل هیواد ته لاړ شي