ملي پاڅون ته ترهر وخت ډېره اړتیا ده
څلویښت کاله کېږي، چې موږ په اور کې سوځېږو او هر ډول حالت مو تجربه کړ، اداری فساد، نا امنۍ، خیانت، جاسوسي، بده حکومتولۍ، سیاسي بې ثباتۍ، د پردو په اشارو د حکومت کولو څخه نیولی ان تر تجاوز، غربت، مجبوریت، د خپل او پردو ظلم، وحشت، دحشت، د هېواد دننه او بهر زموږ د اتباعو تر بی عزتی پورې شاهدان یو.
ځمکه، اوبه، هوا، ارزانه بشري قوه، ستراتیژیک موقعیت، سرشاره منابع او کانونه لرو، ولی بیا هم بدبختانه ګاونډیو هېوادونو ته احتیاج یو، زموږ اتباع په سیند لاهو کېږي، په اور کې سوځول کېږي او د پردو د جنګ ښکار کېږي. په کور دننه هم د طالب، داعش، اردو، داکتر، انجنیر، معلم او په نورو القابو وژل کېږو، هره ورځ تر ۲۰۰ تنه افغانان وژل کېږي، څوک یې د پوښتنې نشته.
ددې ناورین ختمولو توان او اراده په اوسني نظام او د نظام په وسلوالو ډلوکې نه ګورم، ځکه خو د قوي ملي پاڅون غږ په ټولو کوم. داسې پاڅون چې د هېواد اصلي او با احساسه بچي ددې خاورې واک په غاړه واخلي او د یو افغان قوي او مقتدر حکومت په جوړولو پورته ناورین ته د پای ټکی کېږدو.
د مقتدر افغانستان او مزدور حکومت څخه د نجات په هېله
سپوږمی پسرلی