تبلیغات نفاق انگیز

تبلیغات نفاق انگیز گاهی اوج می‌گیرد و گاهی فروکش می‌کند،…

افغانستان در چرخه ی بازی های ژئوپلیتیک کشور های منطقه…

نویسنده: مهرالدین مشید برتری های ژئوپولیتیکی افغانستان و ناکارآمدی زمامداران و…

دزد گورستان شهر یا بهلول دانای دگر؟

در این سیاهه میان سپید‌سرایی و هیچ‌مه‌دان‌سرایی شناوری دارم.محمدعثمان نجیبآن…

دلدادن!

امین الله مفکر امینی          2025-08-03! دلــــدادن بــه هربیـــوفا لطمه برعشق اســــت هم آخـــــوشی…

هشتم مارچ و فریاد های در گلو شکسته شده ی…

نویسنده: مهرالدین مشید حماسه های شکوهمند و تاریخ ساز زنان افغانستان…

حدیث زن

 ای زن محبوب هستی مایه بالندگی  وی توی لطف خدایی در…

التماس یک گدا

شعر از خاک پای عالم : خلیل پوپل تورنتو - کانادا دوستان…

۸ مارچ؛ روز ایستادگی، مقاومت و مبارزه برای آزادی زنان…

پیام تبریکی جنبش آزادی بخش زنان به زنان مبارز و …

انگلس ؛ تئوریسن سوسیالیسم علمی

Friedrich Engels (1820-1895) آرام بختیاری انگلس، در نظر و در عمل؛ همرزم…

«منطق تاریخ در آموزه‌های کارل مارکس و در تاریخ واقعی…

ترجمه- رحیم کاکایی لئو سورنیکوف:  دیدگاه هایی که مارکس و انگلس هرگز…

نقش‌آفرینی چتر بزرگ ملی افغانستان در مسائل کشور

نور محمد غفوری چتر بزرگ ملی افغانستان که به حیث مجموعهٔ از ائتلاف‌های…

مشرب عشق و عاشقی!

امین الله مفکر مینی     2025-02-03! مشرب عشـق و عاشقی ز شمع و…

سیگون و کابل دیروز و کابل کیف امروز؛ چند قلویی…

نویسنده: مهرالدین مشید رفتن به پای مردم بیگانه در بهشت -…

اعلامیۀ به مناسبت روز جهانی زن

سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان بشریت برابری‌طلب و آزادی‌خواه در حالی به…

تلاشی های خانه به خانه و حرمت شکنی مهاجمان انتحاری

نویسنده: مهرالدین مشید جنایت های جلیقه پوشان انتحاری و سفید نمایی…

خانقاى دل

نوشته نذیر ظفر بیا که حضرت می شیخ خانقای منست بیا…

دموکراسي د ګډ کار کولو هنر دی

نور محمد غفوری سریزه: دموکراتان باید پخپله د دموکراسۍ د بنستیزه کېدو،…

نگاهی به یک نگاه نادرست در مورد نام زبان پارسی 

نوشته: دکتر حمیدالله مفید ————————————‫-‬ از مدت ها به این سو در…

زبان پارسی چون ستاره!

امین الله مفکرامینی                    2025-23-02! درآسمـــــانِ ادب، نورافشان است پارسی چون ستـاره چه بازیب…

چیستی عشق؟

چیستی در پی علت و مبدا گرایی پدیده می باشد٬ که…

«
»

فرانکفورت: د پوهنیز(علمي) سیمینار راپور

د پښتنو ټولنيز ولسولیز ګوندPashtoons Social Demoratic Party (PSDP ) د المان دفرانکفورت په ښارکې په   21-05-2016 نېټه د خالي (شنبې) په ورځ  « لر او برو پښتنوته ورپېښې ستونزې اود حل  لارې » تر سرلیک لاندې پوهنیز(علمي) سیمینار جوړ کړ،چې  دسټیج چارې یې ښاغلي عزیز سرشاراو  ښاغلي ډاکتر شیرولي شیر  پرمخ بیولې .

په سیمینار کې د اروپا میشتو نامتو پوهانو، سیاسي او ټولنیزو، ولسي او ادبي شخصیتونو، د نظرخاوندانو، د سیاسي او ټولنیزو سازمانونو  استازو، سربیره  په افغانستان کې  د ملي ثبات د ټولنې مشر ښاغلي ضیاالحق امرخیل، د کابل پوهنتون استاد او دافغان  ملي غورځنګ د مشر تابه غړي  ښاغلي ډاکتر  فیض محمد ځلاند ،  د نوبل جايزې ګټونکې ملالې يوسفزۍ پلارښاغلي ضیاالدین یوسفزي   ګډون کړی ؤو.

سیمینار د مازیګر په شپږوبجو د  حاجي صیب  مبارز څاپي له خوا د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل او دګوندفرانکفورت د څانګې جنرل سیکرټري  حاجي سیدعلي شاه   له خوا د غونډې ګډون والو ته  د هرکلی وویل شو.

د پښتو ژبې پیژندل شوي سندرغاړي ښاغلي هارون باچا په غږ « د اي زما وطنه د لالونو خزانې زما» دملي ترانې  په اجرا سره سیمینار پرانستل شو.

 دګوندد بهرنیواړیکو اود فرانکفورت د څانګې مشر ښاغلی محمد اقبال (  لال)   په خپله وینا کې د ګوند په فعالیېتونو او دپښتنو دیووالي  او نزدیوالي  په اړتیا   رڼا واچوله .  نوموړي وویل چې د پښتنو د یوالي پر وړاندې خنډونه به لرې کول غواړي.

ورپسې د ګوند مشر  ښاغلي علي خان محسودوویل چې که پښتانه په امن کې وې نو ټوله نړۍ به په امن کې وي او  په جنګ کې په ښکیلو خواویې  غږ وکړ، چې د سولې په  پار (خاطر ) دې  دسولې خبرو اترو ته کښېني  هغه زیاته کړه  چې  هر هغه  جنګي ډله ټپله  چې امن او سوله غواړي  موږ یې ملاتړ کوو،ښاغلي محسودوویل ،چې  په لر او بر پښتون افغان وطن کې مېشت پښتانه کولای شي پر خپلو حکومتونو د فشار راوړلو په ترڅ کې خپلې سياسي او ټولنيزې ستونزې هوارې کړي او په نتيجه کې يې د يوه سوکاله او خوشاله ژوند خاوندان شي.

 

د ګوند لومړي مرستیال  ښاغلي محمد شیرین ګردیوال په خپله پوهنیزه مقاله کې وویل چې، په تیروڅلورو لسیزو کې د پښتنود حجرې، ممبر، ژبې، قلم ، دسترخوان  اوپګړۍ په زرګونو مخور کسان وژل شوي.په لکونو  ماشومان د ښوونځي څخه بې برخې پاتې شوي،ښوونځي یې ړنګ شوي،   دغه راز د امنیت په پلمه  په شمالي او سهیلې وزیرستان کې د پښتنو د نابودولو لپاره  پاکستان یوسلو پنځوس زره پوځیان ځای پرځای کړي دی، او 5000  پښتانه  مشران یې په مرموز ډول وژلې.

 د کرښې دواړو خواو ته بې له دمې پښتون وژنه روانه ده. نوموړي زیاته کړه  چې  که د پښتون ملت د پوهې کچه  لوړه شي ، د بیا رغونې پروژې پلې شي  او پښتانه په یو مرکز کې راټول شي، سیاسي او غیرسیاسي کړۍ د پښتون  قامي وحدت لپاره عملي کار وکړي، امن به راشي او پښتون وژنې ته به دپایې ټکی کیښودل شي

 

هیواد او ولس ته ژمن سیاستوال   ښاغلي ضیا الحق امرخیل  پښتنو ته په ورپيښو ستونزو او د حل  په لارو ژوره رڼا واچوله، نوموړي وویل چې  پښتانه د افراطيت  قربانيان دي، افغانان د ضعیفو سیاستمدارانو او پردیود جګړې   او د موجوده  بې عدالتیو قربانیان دي،  کله د سولې او امن په راوستلو  بحث کیږي ، پخپله حکومت او  په حکومت کې دننه  فاسد چاوراکي یې مخالفت کوي . ښاغلي امرخيل   ټینګار وکړ  چې  له افراطيت سره سالمه مبارزه پکار ده.  راځئ !  ټول افغانان / پښتانه سره لاس ورکړو او د ورورولۍ په فضا کې خپلې ستونزې پخپله حل کړو .

ورپسې پیغلې پښتنې ساپۍ خپله لیکنه ولوسته.

لدې وروسته  د لوې افغانستان ریښتیني بچي  او زړور سیاستوال  ښاغلي ډاکتر فیض محمد ځلاند  دپښتنو ته ورپېښې   ستونزې  او دحل لاره  په ګوته کړه.   نوموړې  وویل چې  پښتون نن په خپل کور کې ځای نه لري، هغه پښتون چې دلر او بر د یووالې ناره وهي او پښتونولي پالي ترهګر  بلل  کیږي .

ښاغلي ځلاند   وویل چې د افغانانو د خونديتوب دعوې هغه څوک کوي چي ډير زيات باډي ګارډان ورسره وي، ډيري زره وي موټري ورسره وي او له کوره يې ډير د تيږو ديوالونه راتاو کړي وي.

په افغانستا ن کې  هره ورځ پښتانه  شهیدان  کیږي ، په دې څوارلسو کالو کې جګپوړی چارواکی نه دی وژل شوی یوازې غریب عسکر  شهیدان  شوي دي ، حکومت  غږ نه  پورته کوي. دا ځکه چې جګپوړي چارواکي سوله نه غواړي،  په سوله کې ددوئ ګټو ته خطر دی  

نوموړي  د ورپيښو ستونزو څخه د راوتلو لاره زده کړې وګڼلې او دپښتنو په سیمو کې یې د ښوونې او زده کړو د بهیر په زیاتیدو ټینګار وکړ  او زیاته یې کړه، چې ،د لر او بر پښتنو .منظم   سیاسي  او مدني حرکتونه باید رامنځ ته شي، او دروانو بې عدالتیو پر وړاندې احتجاج وشي.

ښاغلي  ضياالدين يوسفزی،  په خپله وينا کې پر دې خبره زور راوړ چې، پښتانه بايد د ښځو حقونو ته درناوی وکړي او داسې موقعې ورته برابر کړي چې هغوی وکولای شي په ټولنيزه او سياسي توګه فعاله ژوند وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې د ښځو په باب په خپل فکر او سوچ کې بدلون راوستل ډېر مهم دي..موږ بايد هغوۍ ته  د ټولنيز او سياسي ژوند پوره حقونه ورکړو.

ښاغلي یوسفزي وویل  له هغه راهيسې چې زه بې کوره شوی يم او له سوات څخه راوتلی يم، ما د پښتو دومره ستره غونډه نه ده ليدلې، او له هم دې کبله زه ډېر زيات خوشاله يم.

ورپسې میرمن فریده مومند وینا وکړه او  د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د انګستان د څانګې مشر ښاغلي یوسف علي خان وویل چې   د دې ستونزو د خلاصون لاره د پښتنوقامي یووالی کې نغښتی ده، بې له قامي یووالي د پښتو د ستونزو حل ستونزمن دی.

په بلجیم کې دباچاخان د ټولنې مشر ښاغلي شال پاچا شینواري ارز ښتناکه وینا وکړه او انګلستان میشتې  افغان سیاستوال  ښاغلي انجنیر  فهیم ورګ    وویل چې پښتنو اصلي لامل د پښتنو بیلوالي  او ویش دی ، د پښتنو یووالی یې سیمې او نړۍ ته ټیکاو او ډاډ اصلي ټکی په نښه کړ.

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند له خوا افغان ولسمشر  ته پرانستی لیک او اړینه غوښتنه د ښاغلي نصیر ستوري له خوا  واورول شوه او له افغان ولسمشره یې په   کلکه غوښتنه وکړه ، چې  د هیواد د لومړي زمه وار شخص په حیث، دملګرو ملتونواو دنړیوالو ډیموکراټیکو نورمونو پربنسټ،دقانون دتطبیق په موخه  دافغانستان د اساسي قانون د 16 مې مادې  قانوني حقوق برحال  اود پلې کولو ا و تطیبق لپاره ئې کوټلي ګامونه واخلئ، ترڅو دپښتو ژبې په مقابل کې روانو  بې عدالتیو ته د پائې ټکی کیښودل  شي او په رښتیني توګه  قانون  او ډیموکراسي  پلې شي.

په پاې کې د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند مشر سلاکار ښاغلي حاجي فضل رحمن شیر  د پښتنو په ستونزو  رڼا واچوله    اود پولې دواړه خواوو ته میشتو  ولسونو تر مينځ راشه درشه ، د اړيکو د غښتلي کول  او دداسې غونډو اوسیمینارونو جوړیدل   ګټور وبلل او د ټولو ګدونوالو څخه یې خوښنه او مننه وکړه .

ورپسئ دسیمینار  دټنګ ټکور برخه په قام او  پښتو مین  ملي سندرغاړي ښاغلي هارون باچا په خوږ غږ  د ملي اتڼونو په اجرا لا ښکلې شوه.

غونډه د شپې په یوه بجه پایې ته ورسیده.

یادونه:    د«پښتو ورځ 29 مۍ»،دپښتونخوا ولسي غورځنګ، د افغانستان د ملي یووالي ګوند ، د ډاکتر خان تحریک، د عوامي نیشنل ګوند «ولي» سهیلي پښتونخوا، د افغان ملت ملي مترقي ګوند،د ډنمارک د ملي تحریک  او د ګوګل پښتو ژباړې   پیغامونه او موخې د سیمینار په عنوان  هم رارسیدلې دي،

مننه.